مارک روبیو د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې زیاته کړې چې د سوېلي افریقا سفیر د امریکا خلاف دریځ او له ولسمشر ټرمپ څخه کرکه لري.
په متحدهایالاتو کې د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول تېره ورځ په جوهانسبرګ کې د بهرني سیاست په تړاو یوه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روانو سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.
د هغه په وینا، ټرمپ په امریکا او ټوله نړۍ کې د سپینپوستو د غورهوالي غورځنګ مشري پر غاړه لري چې دغه غورځنګ د نړۍوال نظم، ملګرو ملتونو او جي ۲۰ ډلې په څېر بنسټونو ته سپکاوی دی.
ابراهیم رسول په خپلې وینا کې د سوېلي افریقا د املاکو مصادرې قانون پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو سیاستونو او له ایران او حماس سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې وې.
له دې څرګندونو وروسته د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په خپلې اېکسپاڼې لیکلي دي: «د متحدهایالاتو لپاره د سوېلي افریقا سفیر نور زموږ په لوی هېواد کې د هرکلي وړ نه دی. ابراهیم رسول یو نژادپرست او د امریکا خلاف سیاستوال دی چې له ټرمپ څخه هم کرکه لري.»
مارکو روبیو زیاته کړې ده: مونږ د بحث لپاره هېڅ موضوع نهلرو، نو هغه یو نامطلوب عنصر ګڼل کېږي.»
نامطلوب عنصر په نړۍوال قانون کې یوه اصطلاح ده چې ښايي د یوه دولت لهخوا د نورو دولتونو د وګړو په ځانګړې توګه د ډېپلوماتانو لپاره وکارول شي او څوک چې نامطلوب عنصر ګڼل کېږي، کوربه هېواد ته د ننوتلو یا پهکې د استوګنې حق نهلري.