• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا: چین د ایغور مسلمانانو د سپارلو لپاره پر یو شمېر هېوادونو فشار اچوي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۰

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، چې د چین حکومت پر بېلابېلو هېوادونو جدي فشار اچوي څو ایغور مسلمانان او نور قومي اقلیتونه بېرته دغه هېواد ته وسپاري.

نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې خبرداری ورکړی چې چین ته د دغو کسانو د سپارلو په صورت کې به هغوی له شکنجې او یا جبري ورکېدو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټایلېنډ له‌خوا چین ته د ۴۰ ایغورانو سپارلو ته په اشارې زیاته کړې، هېواد به پر ټولو هغو دولتي چارواکو د ویزو د ورکړې بندیز ولګوي چې په دې پېښه کې ښېکل دي.

ورته مهال، مارکو روبیو له ټایلېنډ پرته د هغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي چې د چین له‌خوا د ایغور مسلمانانو د سپارلو تر فشار لاندې دي.

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام په چین کې د بشري حقونو له سرغړونو سره د مبارزې او په دغه هېواد کې د ایغورانو او نورو لږکیو د ملاتړ لپاره د واشنګټن قوي دریځ څرګندوي.

د یادونې ده چې تېرکال د جو بایډن دولت هم په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په تړاو په خپل وروستي کلني راپور کې چین او هند د مسلمانانو له حقونو څخه پر «سرغړونې» تورن کړي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا یو میلیون ایغور مسلمانان په چین کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ بندخونو ځایونو کې ساتل کېږي.

د بشري حقونو په چارو کې دغه فعال نړۍوال بنسټونه د چین حکومت د مسلمانانو پر نسل‌وژنې، شکنجې او ځورونې تورنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د عراق لومړی وزیر: د عراق او سوریې لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د عراق لومړی وزیر محمدشیعه السوډاني وايي چې په ابو خدیجه مشهور د عراق او سوریه لپاره د داعش ډلې مشر عبدالله مکي مصلح‌الرفیعي د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) د داعش ډلې مشر «د عراق او نړۍ لپاره یو خطرناک ترهګر» یاد کړی دی.

د عراق لومړي وزیر زیاته کړې چې د داعش مشر د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له‌خوا له دغې وسله‌والې ډلې سره د مبارزې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د ایتلاف په همکارۍ وژل شوی دی.

اسلامي دولت (داعش وسله‌والې ډلې) کلونه-کلونه په سوریه او عراق کې پر مېلیونونو خلکو سخت‌دریځه اسلامي واکمني تحمیل کړه او هڅه یې کوله چې په ټول منځني ختیځ، لوېدیځ او اسیا کې د خپل نفوذ لمنه پراخه کړي.

د اسلامي دولت پخواني مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې یو پر څلورمې برخې د خپل خلافت اعلان کړی و.

له دې څو میاشتې مخکې د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام خبر ورکړی و چې داعش وسله‌واله ډله په دې سیمو کې له کلونو-کلونوکمزورتیا وروسته د بیاراپورته‌ کېدو هڅه کوي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د داعش وسله‌والې ډلې د ادعاوو پر بنسټ په یوې ارزونه کې ویلي چې یادې ډلې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو پرمهال په عراق او سوریه کې ۱۵۳ بریدونه ترسره کړي دي.

د دغو بریدونو کچه څرګندوي چې داعش وسله‌وال هڅه کوي څو په دې سیمه کې د تېرکال په پرتله خپل بریدونه دوه برابره کړي.

ټرمپ له پوتين سره خبرې ګټورې بولي او هیله لري چې د اوکراين د سرتيرو ژوند وژغورل شي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره خبرې ګټورې بولي او له روسي سیال غواړي، چې د اوکراین سرتيرو ته زیان ونه رسېږي. ټرمپ مسکو ته د خپل استازي تر تلو یوه ورځ وروسته نن ویلي، چې دا مهال د روسيې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو ښه چانس شته.

ډونالد ټرمپ وايي، په دې خبرو کې یې له پوتین غوښتنه کړې، چې په «بشپړي ډول د محاصره شويو» اوکرايني سرتيرو ژوند ته پام وکړي او زیان ورته ونه رسوي.

ډونالډ ټرمپ خپله خواله رسنۍ ټراوت کې دا نه دي ویلي چې له پوتین سره دا خبرې یې کله او چېرته درلودې.

د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې روسیې ته د نوموړي د استازي تر تګ یوه ورځ وروسته دي.

رويټرز خبري اژانس هم د یوې سرچینې له قوله وايي چې امریکايي استازي سټیو ویټکاف پرون له ولاړیمیر پوتین سره اوږدې خبرې درلودې.

د ډونالډ ټرمپ دا غوښتنه په داسې مهال ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړمه ورځ پوځي جامې یې اغوستې وې، د لویدیزې روسیې په کورسک سیمه کې یې د اوکرایني ځواکونو د ژر تر ژره ماتولو امر وکړ.

دا پیغام د اوکراین پر سر له واشنګټن سره د خبرو پیلېدو په درشل کې امریکا ته ښيي چې مسکو لا هم پوځي ابتکار په لاس کې لري.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د روسیې پرمختګونو او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، دا اندېښنې راپارولې چې د لویدیځ له ملاتړه پرته کیف ښايي جګړه وبایلي.

د سوېلي وزیرستان په یوه جومات کې د چاودنې له امله د یو سیاسي مشر په ګډون څو کسه ټپیان شوي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د سوېلي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې په مولانا عبدالعزیز جومات کې نن د جمعې لمونځ پر مهال چاودنه شوې چې پکې د جمیعت علمای اسلام د یوه غړي په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شوي.

د پولیسو مشر اصف بهادر رسنیو ته ویلي، چې چاودیدونکي توکي له مخکې په جومات کې اېښودل شوي ړو او د لمانځه پر مهال چاودنه ورکول شوې.

پولیسو ویلي، په دغه پېښه کې د جمیعت علما اسلام ګوند د ولسوالۍ استازی مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

پولسو ویلي، چې د پیښي قربانیان یې روغتون لیږدولي او د چاودنې په سیمه کې یې پلټنې پیل

دوه اونۍ وړاندې د پښتونخوا د نوښار د اکوړي په حقانیه مدرسه کې د جمعې له لمانځه وروسته په ځانمرګي برید کې د مولانا حامدالحق په ګډون یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

الجزیره: امریکا او اسراییل غواړي فلسطینیان له غزې څخه ختیځې افریقا ته بې‌ځایه کړي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۴۹ GMT+۰

الجزیرې د امریکایي او اسراییلي چارواکو له حوالې راپور ورکړی، چې متحده ایالاتو او اسراییل د ختیځې افریقا له درېیو حکومتونو سره د غزې څخه سوډان، سومالیا او سومالیلینډ ته د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو په اړه خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، د سوډان چارواکو ادعا کړې چې د متحده ایالاتو وړاندیزونه یې رد کړي دي؛ خو د سومالیا او سومالیلینډ چارواکو بیا ویلي، چې دوی له دغې موضوع بې خبره دي.
دغه امریکایي او اسراییلي چارواکو الجزیرې ته ویلي، چې د سومالیا او سومالیلینډ سره یې خبرې کړې دي.

هغوی ویلي، دا لاروښانه نه ده چې هڅو څومره پرمختګ کړی یا په کومه کچه خبرې اترې شوې دي.
دغه څرګندونې یوه میاشت وروسته له هغه کېږي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کولو او د غزې د "نیولو" وړاندیز کړی و.
له هغه وروسته د ټرمپ دغه وړاندیز د فلسطینیانو او د منځني ختیځ هېوادونو سختې نیوکې راوپارولې.

د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو د منلو په بدل کې داسې انګېرل کېږي چې د ختیځې افریقا حکومتونو ته به بېلابېل مالي، ډیپلوماټیک او امنیتي وړاندیزونه وشي.

په دې هڅو کې ښکېل یو امریکایي چارواکي منلې، چې امریکا د سومالیا سره د یو لړ برخو په اړه پټې خبرې اترې کوي.

د هغه په وینا، ښایي چې امریکا د دغه وړاندیز د منلو په بدل کې سومالیا ته د رسمیت پېژندنې وړاندیز وکړي؛ کوم چې د سومالیا د نوي ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله لپاره لومړیتوب دی.

په نایبروبي کې د شخړې برخې څېړونکي سامبو چېپکوریر ویلي، د دې پوهېدل ګران دي چې ولې سومالیا غواړي د فلسطینانو کوربه‌توب وکړي.

چیپکوریر وویل، تنظیمونه بدلیږي او له همدې امله شاید سومالیا سره پټه اجنډا وي.

د سوډان دوو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط منلې، چې د ټرمپ ادارې د فلسطینانو د منلو لپاره د دوی حکومت سره خبرې کړې دي.

دواړو چارواکو وویل، چې د سوډان حکومت دغه وړاندیز رد کړ.

یو چارواکي ویلي، چې دغه وړاندیز سمدلاسه رد شو او هیچا بیا دغه موضوع نه ده پرانیستې.

هند پاکستان ته: نړۍ اوس په دې پوهېږي، چې د ترهګرۍ مرکزونه چېرته دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د پاکستان هغه تورونه «بې بنسټه» وبلل، چې ګوندې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې هند هم لاس لري. 

جېسوال ویلي،‌ ډیلي د اسلام اباد دغه تورونه ردوي او دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ اصلي ریښې چېرته دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستاني چارواکو ته په ځواب کې وویل:« د دې پر ځای چې نورو ته ګوته ونیسئ، د خپلو ستونزو او ناکامۍ تورونه پرې ولګوئ؛ باید خپل ځان ته وګورئ».

دغه غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې هند د بلوچستان په وروستي خونړي برید کې لاس لري.

نوموړي ادعا وکړه، چې دغه برید د بهر مېشتو وسله‌والو ډلو د مشرانو له‌خوا طرحه شوی و او په هند کې مېشتې ډلې په مستقیم ډول پکې ښکېلې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي و، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو او څارل شوو اړیکو له مخې د بلوڅ بېلتون پاله بریدګرو له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د برید پر مهال اړیکې ټینګولې.

د تېرې سې شنبې په ورځ لسګونه بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډی چې له ۴۰۰ زیات مساپر یې لېږدول په چاودېدونکو توکو والوځاوه او لسګونه سپرلۍ یې یرغمل کړې. دغه پېښه د کوټې ښار څخه ۱۴۷ کیلومتره لرې سوېل ختیځ کې، د سیبي سیمې ته نږدې په یوې غرنیزه سیمه کې شوې ده.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ: «د امنیتي ځواکونو نښه وېشتونکو ځانمرګي بریدګر له منځه یوړل».

د پوځ په وینا، د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۳۳ بلوڅ وسله‌وال وژل شوي او یرغمل شویو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

پوځ زیاته کړه، چې د عملیاتو تر پیل مخکې ۲۱ یرغمل شوي مساپر د بریدګرو له‌خوا وژل شوي وو.

بل خوا، افغانستان انټرنشنل وړاندې تر دې د پاکستان د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی و چې د بریدګرو او د هغوی د مشرانو تر منځ ثبت شوې اړیکې ښيي چې له افغانستان، هند او اروپا سره د همغږۍ یوه کړۍ موجوده ده.