د کاناډا نوی لومړی وزیر: کاناډا به هیڅکله د امریکا برخه نشي

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني د جمعې په ورځ د لوړې په مراسمو کې د ټرمپ د ګواښونو پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل، چې کاناډا به هېڅکله د متحده ایالاتو برخه نشي.

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني د جمعې په ورځ د لوړې په مراسمو کې د ټرمپ د ګواښونو پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل، چې کاناډا به هېڅکله د متحده ایالاتو برخه نشي.
هغه زیاته کړې، چې کاناډا به هڅه وکړي ترڅو خپل شمالي ګاونډیان راخپل کړي.
کارني دارنګه ویلي، چې د ټرمپ د ګمرکي تعرفو د لوړوالي سره مخامخ کېدل به د هغه د حکومت لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
هغه زیاته کړه:« کاناډا به هیڅکله او په هیڅ ډول د متحده ایالاتو برخه نه شي.»
هغه هیله څرګنده کړه، چې حکومت یې کولای شي له واشنګټن سره د دواړو هېوادونو د ګټو د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.
ځینې بهرنۍ رسنۍ وايي، چې د دواړو هېوادونو چارواکي په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې د ټرمپ او کارني ترمنځ ټلیفوني خبرې اترې تنظیم کړي.
کارني د ټرمپ اداره د کاناډا لپاره د یوه نسل تر ټولو ستره ننګونه ګڼي او د کاناډایي توکو پر وړاندې یې د امریکا د تعرفو توجیه نه بولي.
۶۰ کلن کارني تازه د لېبرال ګوند په اکثریت رایو سره لومړی وزیر شو.
داسې ویل کېږي، چې د کاناډا نوی لومړی وزیر مارک کارني به په راتلونکې اونۍ کې پاریس او لندن ته سفر وکړي؛ ترڅو د امریکا سره د اړیکو د خرابېدو په ترڅ کې د کاناډا نړۍوالې اړیکې پیاوړې کړي.
بل خوا د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز او د اروپایي ټولنې مشرې اورسولا فون ویلي، چې د کاناډا او اورپایي ټولنې اړیکې په اوس وخت کې تر بل هر وخت زیاتې مهمې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه؛ بلکې د اوږدولو لپاره یې پلمې لټوي. د هغه په وینا، یوازې د نړۍوالو شریکانو یووالی او فشار کولی شي په روان وضعیت کې بدلون راولي.
زېلېنسکي ټینګار کړی، چې اوکراین تر بل هر چا ډېر د سولې غوښتونکی دی او له همدې امله یې له شرطونو پرته ۳۰ ورځني لنډمهاله اوربند لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.
زېلېنسکي پر اېکس پاڼه په خپور کړي پیغام کې د بېلي ګراهام بنسټ او سامریتنز پرېس د مشر فراکلېن ګراهام سره د خبرو اترو په اړه خبر ورکړی او د اوکراین د خلکو څخه یې د هغه د ملاتړ مننه کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي په خپله لیکنه کې په سعودي عربستان کې د اوکراین او امریکا د استازو وروستۍ ناستې ته اشاره کړې او دا یې د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لومړی بریالی ګام بللی دی.
نوموړي، دا د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره یوه مهمه هڅه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د اوربند تر څنګ د جګړې د بندیانو خلاصون، د ملکي وګړو ازادول او په بند کې د شته ماشومانو بېرته راستنېدل هم سولې ته د رسېدو په لار کې نور اړین ګامونه دي.
زېلېنسکي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د جمعې په ورځ د سپینې ماڼې ویاند په یوه خبري کانفرانس کې اعلان وکړ چې امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ته د روسیې د ځواب په تمه ده او ټینګار یې وکړ، چې دوی هیڅکله سولې ته دومره نږدې نه وو.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، اوکراین تېره اونۍ په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره تر کتنې وروسته له دغې هوکړې سره منښته وکړه؛ خو دغه هوکړه د اوربند د طرحې د پلي کولو په برخه کې د مسکو پر ژمنو مشروطه ده.

د امریکا مرکزي قوماندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عراق په الانبار کې یې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش دویم لوړپوړی او د دوی د نړۍوالو «ترهګریزو» عملیاتو مشر عبدالله مکي مصلح الرفاعي چې په ابو خدیجه مشهور و؛ وژلی دی.
سنټیکام ویلي، چې له برید وروسته دوی او عراقي ځواکونه په نښه شوې سیمې ته تللي او له «DNA» ازموینو وروسته یې معلومه کړې چې په یاد برید کې ابو خدیجه او یو بل تن چې ځانمرګي واسکټونه یې لېږدول وژل شوي دي.
عبدالله مکي مصلح الرفاعي د داعش تر ټولو په لوړه کچه پرېکړه کوونکی مشر او د نړۍوالو عملیاتو، لوژستیک او پلان جوړونې مسول و.
دغه کس چې په ابو خدیجه هم مشهور و؛ د دغې ډلې د نړۍوال سازمان د مالي چارو د یوې مهمې برخې مشري کوله.
سېنټکام زیاتوي، چې دغه برید په سیمه کې «دترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د روانو هڅو» یوه برخه ده.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان مایکل اېریک کورېلا وویل، ابو خدیجه د داعش په ټول نړۍوال سازمان کې یو له مهمو غړو څخه و.
د هغه په وینا:« موږ به د ترهګرو وژلو ته دوام ورکړو او هغه ترهګریز سازمانونه به له منځه یوسو، چې متحده ایالات او زموږ متحدین په سیمه او له بهر څخه ګواښي.»
نږدې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا مرکزي قوماندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې په سوریه کې یې د القاعدې (هاد) ډلې لوړپوړی مشر یوسف رضا طلا په یوه هوایي برید کې وژلی دی.

د دنیپروپیتروسک اوبلاست د کریوي ریح په سیمه کې د روسیې پوځیانو بالستیک توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې دوه ماشومان چې عمرونه یې دوه او ۱۵ کلونه دي هم شامل دي.
په کریوي ریح کې ددغه توغندیو چاودنې داسې مهال ترسره شوي چې د اوکراین هوایي ځواک د مارچ په ۱۴ وویل چې روسیې د کریوي ریح په لور توغندي توغولي دي.
د روسیې دغه برید په کریوي ریح کې څلور اپارتمانونه، څلور کورونه او د سوداګریزو تاسیساتو نامعلوم شمېر زیانمن کړي دي.
روغتیایي چارواکو وویل چې ددغه برید له امله شپږ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.
د برید بشپړې پایلې لا نه دي مشخصې شوې، خو د بیړنيو خدماتو کارکونکي دا مهال په سیمه کې په کار بوخت دي.
یاده دې وي چې تېره اوونۍ د روسيې په کريوي ريح ښار کې پر يوه هوټل بريد وکړ، چې د ماشومانو په ګډون يې شپږ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر يې ټپيان کړل.
د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اصلي ټاټوبی کریوي ریح د روسیې د توغندیو د بریدونو هدف دی. دلته شاوخوا شپږ نیم لکه نفوس اوسیږي، دا د نیپروپیټروسک اوبلاست دویم لوی ښار دی، چې د نږدې لومړۍ کرښې شمال لویدیز شاوخوا ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د ټرمپ پر سیاستونو د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول له نیوکو وروسته د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هغه نور په امریکا کې د هرکلي وړ نه دی او په وینا یې، یو «نامطلوب عنصر» ګڼل کېږي.
مارک روبیو د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې زیاته کړې چې د سوېلي افریقا سفیر د امریکا خلاف دریځ او له ولسمشر ټرمپ څخه کرکه لري.
په متحدهایالاتو کې د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول تېره ورځ په جوهانسبرګ کې د بهرني سیاست په تړاو یوه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روانو سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.
د هغه په وینا، ټرمپ په امریکا او ټوله نړۍ کې د سپینپوستو د غورهوالي غورځنګ مشري پر غاړه لري چې دغه غورځنګ د نړۍوال نظم، ملګرو ملتونو او جي ۲۰ ډلې په څېر بنسټونو ته سپکاوی دی.
ابراهیم رسول په خپلې وینا کې د سوېلي افریقا د املاکو مصادرې قانون پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو سیاستونو او له ایران او حماس سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې وې.
له دې څرګندونو وروسته د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په خپلې اېکسپاڼې لیکلي دي: «د متحدهایالاتو لپاره د سوېلي افریقا سفیر نور زموږ په لوی هېواد کې د هرکلي وړ نه دی. ابراهیم رسول یو نژادپرست او د امریکا خلاف سیاستوال دی چې له ټرمپ څخه هم کرکه لري.»
مارکو روبیو زیاته کړې ده: مونږ د بحث لپاره هېڅ موضوع نهلرو، نو هغه یو نامطلوب عنصر ګڼل کېږي.»
نامطلوب عنصر په نړۍوال قانون کې یوه اصطلاح ده چې ښايي د یوه دولت لهخوا د نورو دولتونو د وګړو په ځانګړې توګه د ډېپلوماتانو لپاره وکارول شي او څوک چې نامطلوب عنصر ګڼل کېږي، کوربه هېواد ته د ننوتلو یا پهکې د استوګنې حق نهلري.

د پاکستان پر جعفر اېکسپرېس رېلګاډي د پاکستاني پوځ له عملیاتو درې ورځې وروسته، بلوڅ بېلونغوښتونکي (بياېلای) وايي، د دغه هېواد ټول ۲۱۴ پوځیان چې د هغوی د وروستیو عملیاتو پرمهال نیول شوي وو، ووژل شول.
د بلوڅ بېلتونغوښتونکو ویاند جنید بلوڅ د جمعې په ورځ (مارچ ۱۴مه) په یوه بیان کې زیاته کړې چې پاکستاني پوځ ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړی و څو د دغو پوځیانو د خوشېکېدو لپاره د بندیانو پر تبادلې ورسره خبرې وکړي، خو په وینا یې مقابل لوري دا غوښتنه رد کړې ده.
جنید په خپل بیان کې د پاکستان پر حکومت تورنه لګولي چې د خپلو پوځیانو د ژوند ژغورنې پر ځای یې هغوی د جګړې د قربانیانو په توګه کارولي او د بندیانو د تبادلې پر سر یې له مذاکراتو څخه ډډه کړې ده.
د نوموړي په وینا، د پاکستان پوځ نه یوازې له دې فرصت څخه ګټه نهده پورته کړې، بلکې د خپلو ځپونکو سیاستونو په دوام او د واقعیتونو پر وړاندې د بېپروایۍ له امله یې دغه شمېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.
په بیان کې راغلي چې په بولان سیمه کې د بلوڅ بېلتونغوښتونکو وسلهوالو ځواکونو لهخوا عملیات د دې لپاره پلان شوي وو چې پاکستاني پوځیان ونیسي. د بیان پر بنسټ، بلوڅ بېلتونغوښتونکو په پیل کې یو شمېر یرغمل شوي پاکستاني پوځیان د جعفر اېکسپرېس رېلګاډي په ځانګړو خونو کې ساتلي، خو نور یرغمل شوي کسان یې خوندي سیمو ته لېږدولي وو.
هغه همداراز ادعا کړې چې د یرغملشویو کسانو د ژغورنې لپاره د پاکستاني پوځ ځانګړو ځواکونه (اېساېسجي) سیمې ته په ورتګ سره د بلوڅ بېلتونغوښتونکو وسلهوالو لهخوا محاصره شوي او درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده.
جنید ټینګار کړی چې تل یې د جګړې له اصولو او نړۍوالو قوانینو سره سم اقدام کړی، خو زیاتوي چې پاکستان د ډېپلوماټیکې لارې او چلند پر ځای پوځي اقداماتو ته مخه کړې چې په پایله یې د دغه پوځ ۲۱۴ پوځیان وژل شوي دي.
جنید همداراز د بلوڅ بېلتونغوښتونکو د ۱۲ وسلهوالو وژل کېدل هم منلي او ټینګار یې کړی چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ ویاند نن (جمعه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پر جعفر اېکسپرېس رېلګاډې د بلوڅ بېلتونغوښتونکو د برید په پایله کې۲۳ پوځیان، پنځه سپرلۍ او درې د پټلۍ کارکوونکي وژل شوي دي.
