• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سېنټکام: په عراق کې مو د داعش د نړۍوالو عملیاتو مشر وژلی دی

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰

د امریکا مرکزي قوماندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عراق په الانبار کې یې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش دویم لوړپوړی او د دوی د نړۍوالو «ترهګریزو» عملیاتو مشر عبدالله مکي مصلح الرفاعي چې په ابو خدیجه مشهور و؛ وژلی دی.

سنټیکام ویلي، چې له برید وروسته دوی او عراقي ځواکونه په نښه شوې سیمې ته تللي او له «DNA» ازموینو وروسته یې معلومه کړې چې په یاد برید کې ابو خدیجه او یو بل تن چې ځانمرګي واسکټونه یې لېږدول وژل شوي دي.

عبدالله مکي مصلح الرفاعي د داعش تر ټولو په لوړه کچه پرېکړه کوونکی مشر او د نړۍوالو عملیاتو، لوژستیک او پلان جوړونې مسول و.

دغه کس چې په ابو خدیجه هم مشهور و؛ د دغې ډلې د نړۍوال سازمان د مالي چارو د یوې مهمې برخې مشري کوله.

سېنټکام زیاتوي، چې دغه برید په سیمه کې «دترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د روانو هڅو» یوه برخه ده.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان مایکل اېریک کورېلا وویل، ابو خدیجه د داعش په ټول نړۍوال سازمان کې یو له مهمو غړو څخه و.

د هغه په وینا:« موږ به د ترهګرو وژلو ته دوام ورکړو او هغه ترهګریز سازمانونه به له منځه یوسو، چې متحده ایالات او زموږ متحدین په سیمه او له بهر څخه ګواښي.»

نږدې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا مرکزي قوماندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې په سوریه کې یې د القاعدې (هاد) ډلې لوړپوړی مشر یوسف رضا طلا په یوه هوایي برید کې وژلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کریوي ریح کې د روسیې توغندیز برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان کړل

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د دنیپروپیتروسک اوبلاست د کریوي ریح په سیمه کې د روسیې پوځیانو بالستیک توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې دوه ماشومان چې عمرونه یې دوه او ۱۵ کلونه دي هم شامل دي.

په کریوي ریح کې ددغه توغندیو چاودنې داسې مهال ترسره شوي چې د اوکراین هوایي ځواک د مارچ په ۱۴ وویل چې روسیې د کریوي ریح په لور توغندي توغولي دي.

د روسیې دغه برید په کریوي ریح کې څلور اپارتمانونه، څلور کورونه او د سوداګریزو تاسیساتو نامعلوم شمېر زیانمن کړي دي.

روغتیایي چارواکو وویل چې ددغه برید له امله شپږ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

د برید بشپړې پایلې لا نه دي مشخصې شوې، خو د بیړنيو خدماتو کارکونکي دا مهال په سیمه کې په کار بوخت دي.

یاده دې وي چې تېره اوونۍ د روسيې په کريوي ريح ښار کې پر يوه هوټل بريد وکړ، چې د ماشومانو په ګډون يې شپږ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر يې ټپيان کړل.

د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اصلي ټاټوبی کریوي ریح د روسیې د توغندیو د بریدونو هدف دی. دلته شاوخوا شپږ نیم لکه نفوس اوسیږي، دا د نیپروپیټروسک اوبلاست دویم لوی ښار دی، چې د نږدې لومړۍ کرښې شمال لویدیز شاوخوا ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

پر ټرمپ د نیوکې پایله؛ مارکو روبیو: د سوېلي افریقا سفیر «نامطلوب عنصر» دی

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۲۲ GMT+۰

د ټرمپ پر سیاستونو د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول له نیوکو وروسته د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هغه نور په امریکا کې د هرکلي وړ نه دی او په وینا یې، یو «نامطلوب عنصر» ګڼل کېږي.

مارک روبیو د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې زیاته کړې چې د سوېلي افریقا سفیر د امریکا خلاف دریځ او له ولسمشر ټرمپ څخه کرکه لري.

په متحده‌ایالاتو کې د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول تېره ورځ په جوهانسبرګ کې د بهرني سیاست په تړاو یوه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روانو سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.

د هغه په وینا، ټرمپ په امریکا او ټوله نړۍ کې د سپین‌پوستو د غوره‌والي غورځنګ مشري پر غاړه لري چې دغه غورځنګ د نړۍوال نظم، ملګرو ملتونو او جي‌ ۲۰ ډلې په څېر بنسټونو ته سپکاوی دی.

ابراهیم رسول په خپلې وینا کې د سوېلي افریقا د املاکو مصادرې قانون پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو سیاستونو او له ایران او حماس سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې وې.

له دې څرګندونو وروسته د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي دي: «د متحده‌ایالاتو لپاره د سوېلي افریقا سفیر نور زموږ په لوی هېواد کې د هرکلي وړ نه دی. ابراهیم رسول یو نژادپرست او د امریکا خلاف سیاستوال دی چې له ټرمپ څخه هم کرکه لري.»

مارکو روبیو زیاته کړې ده: مونږ د بحث لپاره هېڅ موضوع نه‌لرو، نو هغه یو نامطلوب عنصر ګڼل کېږي.»

نامطلوب عنصر په نړۍوال قانون کې یوه اصطلاح ده چې ښايي د یوه دولت له‌خوا د نورو دولتونو د وګړو په ځانګړې توګه د ډېپلوماتانو لپاره وکارول شي او څوک چې نامطلوب عنصر ګڼل کېږي، کوربه هېواد ته د ننوتلو یا په‌کې د استوګنې حق نه‌لري.

بلوڅ بېلتون‌غوښتونکي: ټول ۲۱۴ پاکستاني پوځيان ووژل شول

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۰

د پاکستان پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د پاکستاني پوځ له عملیاتو درې ورځې وروسته، بلوڅ بېلون‌غوښتونکي (بي‌اېل‌ای) وايي، د دغه هېواد ټول ۲۱۴ پوځیان چې د هغوی د وروستیو عملیاتو پرمهال نیول شوي وو، ووژل شول.

د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو ویاند جنید بلوڅ د جمعې په ورځ (مارچ ۱۴مه) په یوه بیان کې زیاته کړې چې پاکستاني پوځ ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړی و څو د دغو پوځیانو د خوشې‌کېدو لپاره د بندیانو پر تبادلې ورسره خبرې وکړي، خو په وینا یې مقابل لوري دا غوښتنه رد کړې ده.

جنید په خپل بیان کې د پاکستان پر حکومت تورنه لګولي چې د خپلو پوځیانو د ژوند ژغورنې پر ځای یې هغوی د جګړې د قربانیانو په توګه کارولي او د بندیانو د تبادلې پر سر یې له مذاکراتو څخه ډډه کړې ده.

د نوموړي په وینا، د پاکستان پوځ نه یوازې له دې فرصت څخه ګټه نه‌ده پورته کړې، بلکې د خپلو ځپونکو سیاستونو په دوام او د واقعیتونو پر وړاندې د بې‌پروایۍ له امله یې دغه شمېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.

په بیان کې راغلي چې په بولان سیمه کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو ځواکونو له‌خوا عملیات د دې لپاره پلان شوي وو چې پاکستاني پوځیان ونیسي. د بیان پر بنسټ، بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو په پیل کې یو شمېر یرغمل شوي پاکستاني پوځیان د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي په ځانګړو خونو کې ساتلي، خو نور یرغمل شوي کسان یې خوندي سیمو ته لېږدولي وو.

هغه همداراز ادعا کړې چې د یرغمل‌شویو کسانو د ژغورنې لپاره د پاکستاني پوځ ځانګړو ځواکونه (اېس‌اېس‌جي) سیمې ته په ورتګ سره د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو له‌خوا محاصره شوي او درنه مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

جنید ټینګار کړی چې تل یې د جګړې له اصولو او نړۍوالو قوانینو سره سم اقدام کړی، خو زیاتوي چې پاکستان د ډېپلوماټیکې لارې او چلند پر ځای پوځي اقداماتو ته مخه کړې چې په پایله یې د دغه پوځ ۲۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

جنید همداراز د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د ۱۲ وسله‌والو وژل کېدل هم منلي او ټینګار یې کړی چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ ویاند نن (جمعه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډې د بلوڅ‌ بېلتون‌غوښتونکو د برید په پایله کې۲۳ پوځیان، پنځه سپرلۍ او درې د پټلۍ کارکوونکي وژل شوي دي.

حماس ته د سټیو ویټکوف خبرداری: وخت ستاسو په ګټه نه دی روان

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۰

متحده ایالاتو د روژې په اوږدو کې د غزې د اوربند د غځولو لپاره د "پل" وړاندیز کړی، پداسې حال کې چې حماس ته یې خبرداری ورکړی چې که تر ټاکل شوي ضرب‌الاجل مخکې یرغمل خوشې نه کړي، نو سخت قیمت به پرې کړي.

د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي: "ولسمشر ټرمپ دا څرګنده کړې چې یا دې حماس سمدستي یرغمل خوشې کړي، یا به سخت قیمت پرې کړي."

دغه وړانديز چې د چهارشنبې په ورځ وشو، ويل شوي چې حماس بايد د پخوانيو توافق شويو فورمولونو پر بنسټ د بنديانو په بدل کې ژوندي يرغمل خوشې کړي.

د ویټکوف او د ملي امنیت شورا د یوه بیان له مخې، دا به د اوربند اولې مرحلې غزولو ته هم اړتیا ولري ترڅو غزې ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړي. په ورته وخت کې، متحده ایالات به د جګړې د دوامداره حل په لور کار وکړي.

ویټکوف وویل چې قطر او مصر چې امریکا ورسره له نږدې کار کوي حماس ته ویلي چې دا وړاندیز باید ژر تر ژره عملي شي او د امریکا او اسراییل دوه ګونی تابعیت لرونکی ادان الکساندر باید ژر تر ژره خوشې شي.

حماس د جمعې په ورځ وویل چې دوی د نیوجرسي اصلي اوسیدونکی او د اسراییل د پوځ ۲۱ کلن سرتېری سکندر، د خوشې کولو وړاندیز کړی او ورسره به د څلورو نورو دوه ګوني تابعیت لرونکو یرغمل شویو جسدونه هم خوشې کړي.

ویټکوف حماس په دې خاطر وغانده چې په عامه توګه د انعطاف ادعا کوي مګر له اوربند پرته غیر عملي غوښتنې وړاندې کوي.

امریکا: چین د ایغور مسلمانانو د سپارلو لپاره پر یو شمېر هېوادونو فشار اچوي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، چې د چین حکومت پر بېلابېلو هېوادونو جدي فشار اچوي څو ایغور مسلمانان او نور قومي اقلیتونه بېرته دغه هېواد ته وسپاري.

نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې خبرداری ورکړی چې چین ته د دغو کسانو د سپارلو په صورت کې به هغوی له شکنجې او یا جبري ورکېدو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټایلېنډ له‌خوا چین ته د ۴۰ ایغورانو سپارلو ته په اشارې زیاته کړې، هېواد به پر ټولو هغو دولتي چارواکو د ویزو د ورکړې بندیز ولګوي چې په دې پېښه کې ښېکل دي.

ورته مهال، مارکو روبیو له ټایلېنډ پرته د هغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي چې د چین له‌خوا د ایغور مسلمانانو د سپارلو تر فشار لاندې دي.

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام په چین کې د بشري حقونو له سرغړونو سره د مبارزې او په دغه هېواد کې د ایغورانو او نورو لږکیو د ملاتړ لپاره د واشنګټن قوي دریځ څرګندوي.

د یادونې ده چې تېرکال د جو بایډن دولت هم په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په تړاو په خپل وروستي کلني راپور کې چین او هند د مسلمانانو له حقونو څخه پر «سرغړونې» تورن کړي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا یو میلیون ایغور مسلمانان په چین کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ بندخونو ځایونو کې ساتل کېږي.

د بشري حقونو په چارو کې دغه فعال نړۍوال بنسټونه د چین حکومت د مسلمانانو پر نسل‌وژنې، شکنجې او ځورونې تورنوي.