علي امین ګنډاپور : افغان کډوال باید له پاکستان نه په زور ونه اېستل شي

د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوه خبري ناسته کې د افغان کډوالو ایستلو په اړه د مرکزي حکومت د پالیسۍ مخالفت وکړ او ویې ویل چې افغان کډوال باید په زور ونه ایستل شي.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوه خبري ناسته کې د افغان کډوالو ایستلو په اړه د مرکزي حکومت د پالیسۍ مخالفت وکړ او ویې ویل چې افغان کډوال باید په زور ونه ایستل شي.
پاکستان پرېکړه کړې، چې «د مارچ تر ۳۱مې» نېټې پورې په دغه هېواد کې میشت ټول افغان کډوال ووځي.
د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغان کډوالو په اړه د مرکز پالیسي نیمګړې ده.
ګنډاپور نیوکه وکړه، چې په تیرو وختونو کې هم د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کې له بشري حقونو سرغړونه شوې ده.
هغه وویل، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو له پالیسۍ سره موافق نه دی.
له خبریالانو سره په خبرو کې علي امین ګنډاپور وویل هغه افغان کډوال چې غواړي د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: « باید هیڅ مساله نه وي، هغه افغانان چې جرمي سابقه ونه لري او په پاکستان کې پاتې کیدو ته لیواله وي، تابعیت ورکړل شي.»
خیبريښتونخوا د افغان کډوالو د تر ټولو سترې برخې کوربه توب کوي.
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مشرې موتیا مسکون د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه کاري ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو په زوره د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې د تورخم په دروازه به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسط ډول د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېدل خو په تېرو ۲۲ ورځو کې په دې دروازه هیڅ ډول سوداګرې نه ده شوې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره هره ورځ دواړه هېوادونه له دوه اړخیزې سوداګرۍ درې میلیونه ډالر له لاسه ورکوي.
چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې له لاري هره ورځ افغانستان نه د ۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارت کېږي.
د پاکستانو د ګمرکونو چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنخ په تېرو ۲۲ ورځو کې د ۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري نه ده شوې.
پرهمدغه مهال د پاکستان د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې هره ورځ شاوخوا لس زره کسانو دواړو لوریو ته تګ راتګ کاوه خو له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې دغه دروازه د سوداګرۍ ترڅنګ د پلي مساپرو پرمخ هم تړل شوې ده.
د تورخم دروازه ۲۳ ورځې وړاندې له هغه وروسته وتړل شوه، چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د طالبانو د پوستې له جوړولو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.
د تورخم ستونزې د حل په موخه د دواړو خواوو د سوداګرو او قومي مشرانو په ګډون یوه جرګه هم جوړه شوې، خو له څو ځله مذاکراتو وروسته بې پایلي پای ته ورسیده او دروازه لا هم د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ددغه وزارت معین احمد الله زاهد په خپل کاري دفتر کې له ازبک پانګوالو سره لیدنه کړې ده. دوی زیاتوي په دې لیدنه کې ازبک پانګوالو د افغانستان په ساختماني او کان کیندنې برخو کې د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه « د کب ۲۶مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت معین مولوي احمد الله زاهد د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره لیدلي دي.
احمد الله زاهد د ازبک پانګوالو هرکلی کړی او د ساختماني او کان کیندنې په برخو کې د شته فرصتونو په اړه یې معلومات ور کړي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې د احمد الله زاهد په حواله لیکلي:«افغانستان اوس په بشپړ ډول خوندي دی او د دغو برخو لپاره د ودې او پرمختګ لپاره پراخه امکانات شته دي.»
زاهد ازبک پانګوالو ته ډاډ ور کړی، چې د پانګونې د بهیر د لا اسانتیا لپاره دغه ډله د داخلي او بهرني پانګه والو هر راز ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د هر ډول ملاتړ لپاره چمتو دی او د پانګوالو ستونزې او اړتیاوې به په لومړیتوب کې حل کړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیله څرګنده کړې، چې دا پانګونې به د افغانستان اقتصادي وده ښه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا ټینګېدو لامل به شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي. دغه مرکز وايي، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.
دا راپور، چې نن یکشنبه د کب پر ۲۶مه د خبریال ملي ورځې «د کب ۲۷مې» په مناسبت خپور شوی وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د طالبانو حکومت د ناروښانه رسنیز سیاست تر سیوري لاندې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو پالیسي په لا ډېر شدت او پراخوالي دوام وموند او د محدودیتونو کچه لوړه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، د خبریالانو او رسنیو له حقونو په سرغړونو کې ۱۲۲ ګواښونه، د رسنیو د بندولو لږترلږه ۲۲ قضیې او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.
د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې طالبانو تر اوسه پورې ۱۵ رسنیو ته د فعالیت د بیا پیل اجازه نه ده ورکړې او د ۵۰ نیول شویو خبریالانو له ډلې ۱۰ یې لا هم په زندان کې دي.
په راپور کې راغلي چې د رسنیو سره د چلند په برخه کې د طالبانو توپیري چلند د پخوا په پرتله ډیر څرګند شوی دی.
د دې راپور له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ځینې طالب چارواکي د جمهوري حکومت پر مهال تصویب شوی د ډله ییزو رسنیو قانون پلی کوي، په داسې حال کې چې د دې ډلې محافظه کاره او مذهبي چارواکي هڅه کوي رسنۍ محدودې کړي.
د افغان خبریالانو مرکز دا هم وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون په پلي کیدو سره، د دې ډلې محتسبینو ته د رسنیو د فعالیت د څارنې لپاره پراخ واک ورکړل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو محتسبین "هرکله چې وغواړي، په مستقیم ډول یا د استخباراتي ادارې په ملاتړ سره د رسنیو او خبریالانو په وړاندې اقدام کوي."
د رسنیو د ملاتړ د دغه سازمان راپور ټینګار کوي، چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د حل کمېسیون په څنډه کې ساتل شوی دی.
د دې راپور له مخې، په دې موده کې د رسنیو په وړاندې لږ تر لږه پنځه نوي محدودیتي لارښوونې صادرې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، د ساکښو د انځورونو نه خپرول، په ژوندۍ بڼه د سیاسي پروګرامونو نه نشرول، د انتقادي پروګرامونو نه جوړول، د طالبانو له هوکړې پرته د مېلمنو رابلل او د «شهید» او «شهادت» کلمو کارول په دې موده کې د طالبانو له لوري صادر شوي فرمانونه دي.
راپور وايي، هغه خبریالان چې دا حکمونه له پامه غورځوي ګواښل کیږي او بندیان کیږي.
د افغان خبریالانو مرکز ویلي چې په دې موده کې پر رسنیو د کوم هدفمند برید یا د رسنیو کارکوونکو ته د زیان رسولو راپور نه دی ورکړل شوی.
په ۱۴۰۲ ل کال کې د افغان خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو د حقونو لږ تر لږه ۱۳۹ سرغړونې مستندې کړې وې، چې ۸۰ پکې ګواښونه او ۵۹ د نیول کېدو پېښې شاملې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې ددوی د ډلې په منځ کې اختلاف نشته او د یوه امیر تر اطاعت او امر لاندې دي. متقي وايي، دې ډلې متوازن سیاست خپل کړی او د یوه هېواد د خوشحالۍ لپاره له بل هېواد سره نه جنګیږي.
امیرخان متقي په عمان هېواد کې له یو شمیر افغانانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې ډله کې فکري خلک دي او ددوی په ډله کې د اطاعت نظریه حاکمه ده.
متقي په دې ډله کې د اختلافاتو په اړه د خپرو شویو رپوټونو په اړه وویل، چې ددوی نظام نظریاتي نظام دی او د قدرت لپاره څوک له چا سره جنجال نه کوي او ټول د امیر اطاعت کوي.
متقي وايي، طالبان له هېڅ هېواد سره د مخالفت اراده نه لري او له نړۍ سره د ښو اړېکو غوښتونکي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دې غونډې ته وویل، «متوازن سیاست په دې مانا چې د یوه هېواد د خوشحالۍ لپاره له بل سره نه جنګیږو، د یوه هېواد له بل سره مخالفت نه کوو، له ټولو سره نارمل اړېکي غواړو».
نوموړی وايي، افغانستان دا توان نه لري، چې د نړۍ په مقابلو کې برخه واخلي، « د دې ضرورت او توان یې هم نشته چې د نړۍ په مقابلو کې ورګډ اوسو. موږ نور غواړ چې افغانستان له نړیوالو سره ښې اړېکي ولري، افغانستان د نورو هېوادونو لپاره د اقتصاد او ترانزیت مرکز وي، نه د منفي رقابت، نه د مقابلې».
متقي د خپلو خبرو پرمهال د پاکستان او تورخم له نوم یادونې پرته وویل، چې د لارو بندیدل په افغانستان کې د توکو پر نرخو هېڅ ډول منفي اغیز نه کوي. هغه زیاته کړې، «مخکې چې به لارې بندې شوې نو نرخونه به پورته شول، له غټو ستونزو سره به هېوادوال مخ شول، خو اوس یې تاسو وینئ چې الحمدالله د کور دننه موږ دومره پرځان بسیا شوي یو، چې د لارو بندیدل هم پر نرخونو باندې کوم خاص اثر نه کوي».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې له څه باندې ۲۰ ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده.
طالبانو ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ د پراختیا په موخه عمان ته په سفر تللی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکانو کمېسون د شاوخوا ۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت اته بېلابېلې پروژې منظورې کړې او ۱۳ نورې یې تعدیل کړې. په دغو پروژو کې د کندهار د دهلې بند او د کابل علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو مرکز چارو بشپړول شامل دي.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې له اجنډا سره سم ۲۹پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې او د اتو پروژو قراردادونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغو او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د یادو شپږو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د تدارکاتي پروسو د اصولو په پام کې نیولو سره یې قراردادونه و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شویو پروژو کې د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او پاملرنې چارو بشپړول، د کابل طبي پوهنتون علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو د درملنې مرکز د پاتې چارو بشپړول، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ او باغ پل سیمه کې د ترانسپورټي ترمینلونو جوړول، د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د طالبانو په وینا د دوی له خوا تمویلیږي.
