• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌ځایه شویو سازمان: متحده ایالات باید افغانان له محدوده اجرایوي اقداماتو څخه معاف کړي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو سازمان مشر محمد اشرف حیدري وایي، متحده ایالات باید افغان کډوال له هغو محدودو اجرایوي اقداماتو څخه مستثنا کړي چې له مخې یې د افغانانو په ګډون د ۱۰ هېوادونو وګړي نشي کولی امریکا ته سفر وکړي.

پخواني سفیر دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې تېره ورځ یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې د ډونالد ټرمپ حکومت د لسګونو هېوادونو پر وګړو د سفرونو د سختو بندیزونو او محدودیتونو لګولو پر سر غور کوي؛ که دغه طرحه پلې شي د افغانانو په ګډون به د لسو نورو هېوادونو وګړي امریکا ته له سفر کولو منع شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د ټرمپ اداره د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفرونو پر بندیزونو غور کوي.
د سرچینو په وینا، دغه ګام د ټرمپ د لومړۍ دورې د کډوالۍ بندیزونو پرتله یو څه محدود دی؛ خو لا یې هم د پراخېدو شونتیا لیدل کېږي.

ښاغلي حیدري د بې‌ځایه شویو سازمان ته په یوه لیکنه کې د امریکا د ملي امنیت په سلاکار مایک والټز غږ کړې، چې باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې یې له دوی سره اوږه په اوږه د هغو ترهګرو او نشه‌یي توکو قاچاقبران چې همدا اوس هم امریکا ګواښي، د ګډو ارزښتونو، ډیموکراسۍ او بشر حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

هغه زیاته کړې، متحده ایالات باید افغان کډوال د محدوده اجرایوي اقداماتو معاف کړي؛ ترڅو هغو قربانیو ته درناوی وشي، چې د دوی له ماموریتونو څخه یې په افغانستان کې ملاتړ کړی.

د هغه په وینا، پاکستان هم باید خپلې بشرپاله ژمنې پوره کړي؛ د جبري ستنېدو مخه ونیسي، د کډوالو خوندیتوب پیاوړی کړي او د باعزته، منظمې بیا مېشتېدنې لپاره د نړۍوالو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

عبدالباري جهاني: مفتي منیر شاکر د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) وواژه

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د مفتي منیر شاکر په مړینه خواشیني ښودلې او د پاکستان استخباراتي اداره (ای اېس ای) یې د نوموړي په وژنه تورنه کړې.

نوموړي همدا زار ویلي، چې منیر شاکر د خرافاتو پر ضد کلکه مبارزه وکړه او د ملایانو دوکانداري یې خرابه کړه.

مفتي منیر شاکر نن شنبه د مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او ټپي حالت کې جرنیلي روغتون ته یوړل شو، خو وروسته د سختو ټپونو امله ومړ.

له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

عبدالباري جهاني په خپله فېسبوک پاڼه کې د مفتي منیر شاکر په اړه لیکلي: «زما په ټول اوږده ژوند کې مې د مفتي منیر شاکر په څېر هر اړخیز دیني عالم او زړور او خوله ور انسان نه وو لیدلی. زړه ته مې نه لوېږي چې زما په باقي پاته ژوند کې دې بیا د هغه په څېر زړور دیني عالم ووینم او فکر نه کوم چي د پښتنو بدبخته قوم دې بیا په ډېرو زمانو کې داسې خوله ور او زړور انسان وویني».

جهاني د منیر شاکر د مبارزې په اړه لیکلي: «مفتي منیر شاکر د خرافاتو، پیرانو او تاجرو ملایانو، چې نن ورځ یې بازار ډېر تود دی، داسي دوښمن وو چې هغوی یې د زغملو حوصله نه درلوده او باید چې حوصله یې نه درلودلای. هغه د ملایانو له خولې ناروا پیسې راګرځولې. هغه د پیرانو لنګرونو ته تاوان رساوه. هغه خلک د اسلام د دین واقعي او حقیقی مفهوم او مطلب ته متوجه کول».

د اطلاعاتو او کلتور دغه پخوانی وزیر وایي، مفتی منیر شاکر یوازې زړور او خوله ور دینی عالم نه وو، بلکې هغه د پښتنو د ځوان مشر منظور پښتین ترڅنګ په نره ودرېد چې د ګوتو په شمېر ملایانو به یې جرات کړی وي او یا یې ښايي نه وي کړی.

یاده دې وي، چې منیر شاکر د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی هم وو،

عبدالباري جهاني د نوموړې په وژنه د پاکستان استخباراتي اداره (ای اېس ای) تورنه کړې او ویلي یې دي: «شهید مفتي منیر شاکر د لر او بر پښتنو ګډ رهبر وو. د ای اېس ای او د دې منحوسې جاسوسې شبکې په زرګونو مزدورو او تالۍ څټو مُلایانو د هغه په پاکه وینه لاسونه سره کړل. هغه زړور شهید په خپله هم د خپل شهادت وړاندوینه کړې وه، خو د خواشینۍ ځای دا دی چې نور د هغه ځای داسې تش شو چې په پنځوس کاله نور به یې هم څوک ډک نه کړي. حق متعال دې د هغه قاتلان او ټول هغه کسان چي د هغه په شهادت خوشاله شوي وي په سزا ورسوي».

مفتي منیر شاکر دیني عالم او قامپاله شخصیت وو، چې د ولس د بېدارۍ لپاره یې مبارزه کوله.

نوموړی یو له هغه علماو څخه وو، چې د پښتنو ملایانو پر ضد یې هم څرګندونې کولې او دوی یې د اسلام دین په ناسم عامه پوهاوي تورنول.

ددې ترڅنګ مفتي شاکر د پاکستان په حکومت سختې نیوکې کولې او ویل یې چې پالیسي یې د پښتنو پر ضد جوړه کړې.

دغه ستر عالم د شنبې په ورځ د ماذیګر د لمانځه پر مهال د جومات په دروازه کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ټپي شو، خو وروسته په روغتون کې د ټپو له امله ومړ.

‏شاه محمود میاخېل: مفتي منیر شاکر د پاکستاني حکومت د جبر او افراط له امله وژل شوی

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د مفتي منیر شاکر په وژنه د پاکستان حکومت تورن کړی او ویلي یې دي، چې د خېبر پښتونخوا ولسونه د پاکستان د ظلم لاندې د افراط او تفریط له امله وژل کېږي.

شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې د مفتي منیر شاکر د مړینې په اړه لیکلي: «‏یا به د ظلم مقابله کوي او یا به ظلم تاییدوي او د پاکستان د استبلیشمنټ راج او د ظلم لاندې شپې او ورځې تېروي. د خیبر پښتونخوا ولسونه، مشران او علماء د همدغه افراط او تفریط لاندې د مرګ سره لوبې کوي».

ښاغلی میاخېل لیکي، ‏هغه اور چې پاکستان په سیمه کې بل کړی او فکر کوي چې په مرګ، تهدید او زور به امن راولي مشکله ده.

نوموړی زیاتوي، چې روانو حالاتو ته په کتو سره به په دغه سیمه کې ورځ تر بلې وضعیت نور هم خرابېږي.

‏د دفاع وزارت دغه پخوانی سرپرست وزیر د طالبانو د واکمنۍ په اړه هم لیکلي، چې که افغانستان کې حالات همداسې دوام وکړي چې یوه وړه ډله حاکمه او افغانستان انزوا حالت کې وي، دا لمبې به په سیمه کې نورې هم پراخېږي او افغانان که لر دي او که بر، نور به هم د نیابتي جنګونو او تروریزم قرباني وي.

‏نوموړی زیاتوي: «مخکې له دې چې اوبه د ورخه تېرې شي، یوازینې لار افغانانو ته د یو بل منل دي تر څو د یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام په رامنځته کېدو سره افغانستان د بحران نه ووځي او ټول افغانان په شریکه د جنګ، ظلم او زور نه په غیر سره ژوند وکړي.»

مفتي منیر شاکر دیني عالم او قامپاله شخصیت وو، چې د ولس د بېدارۍ لپاره یې مبارزه کوله.

نوموړی یو له هغو علماو څخه وو، چې د پښتنو ملایانو پر ضد یې هم څرګندونې کولې او دوی یې د اسلام دین په ناسم عامه پوهاوي تورنول.

ددې ترڅنګ مفتي شاکر د پاکستان په حکومت سختې نیوکې کولې او ویل یې چې د دې هېواد پالیسي د پښتنو پر ضد جوړه شوې.

دغه ستر عالم د شنبې په ورځ د ماذیګر د لمانځه پر مهال د جومات په دروازه کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ټپي شو، خو وروسته په روغتون کې د ټپو له امله ومړ.

د طالبانو واکمنۍ کې خبریالان؛ ځيني خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو ملي کور د شنبې په ورځ په کابل کې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځله. په دې غونډه کې خبریالانو معلوماتو ته د محدود لاسرسي او د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو په اړه شکایت وکړ.

دا مراسم په داسې حال کې ترسره شوي، چې افغان خبریالان له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې له سختو شرایطو سره مخ دي.

یو شمیر یې د طالبانو په زندانونو کې د معلوماتو ورکولو او د بیان د ازادۍ له حق څخه د استفادې په خاطر بندیان دي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د خبريالانو د ملي کور مشر سيد ياسين متين معلوماتو ته د لاسرسي پر حق ټينګار کړی دی.

دغه راز د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي هم له رسنيو وغوښتل، چې د اقليمي بدلون او په افغانستان کې د چاپېريال بحران ته پاملرنه وکړي.

د کب په ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې لا هم یو شمېر خبریالان د طالبانو له لوري بندیان دي.

د ورځپاڼې خبریال حمید فرهادي له شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

فرهادي د وږي میاشتې په ۱۳ مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و. نوموړی د واکمن رژیم د محکمې له خوا له زده کړو بې برخې شویو نجونو او هغو ښځو سره چې د رژیم له بدلون وروسته یې دندې له لاسه ورکړي، د مرکې په خاطر په بند محکوم شو.

د هغه د ملګرو په وینا، د هغه له نیولو وروسته مور یې سخته ناروغه شوه.

حامد فرهادي په څرخي پله بندخونه کې بندي دی او د طالبانو محکمې هغه د "نظام پر ضد د تبلیغاتو" او "د عامه نظم او امنیت د ګډوډولو" په تور په بند محکوم کړی دی، خو د هغه د زنداني کېدو دقیق جزیات نه دي معلوم.

دغه راز د افغان خبري اژانس خبريال مهدي انصاري هم د روان کال د وري په ١٤مه د کابل په لوېديځ کې د طالبانو له خوا ونيول شو.

نوموړی د رژیم پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو نیم کال بند محکوم شوی دی.

همدا ډول طالبانو د ارزو ټلویزیون، بېګم او ځوانانو د راډيوګانو پر دفترونو برید وکړ، دفترونه یې وتړل او خبریالان یې بندیان کړل، خو له څه مودې وروسته یو شمېر یې له بنده خوشې شول.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو بنسټونو په پرله پسې ډول د دغو خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده، خو طالبانو د نړۍوالو او د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی.

طالبانو په تېرو درې نیمو کلونو کې د ګواښونو او جبر له لارې رسنۍ او د بیان ازادي په جدي توګه محدود کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری رسنۍ وتړل شوې او ډېری خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي، چې سږ کال د خبریالانو د ګواښلو او نیول کېدو په ګډون د رسنیو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.

سمیع سادات: دیني عالم مفتي منیر شاکر افراطي ملایانو وواژه

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو مشر جنرال سمیع سادات د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون ویلي، چې نوموړی د افراطي ملایانو له خوا وژل شوی دی. د نوموړي په خبره: «تر څو چې افراطي ملایان په ټولنه کې وي، هېڅ هستي او افتخار نه راپاتې کېږي.»

مفتي منیر شاکر نن شنبه هغه وخت ووژل شو، چې د مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و او پرې بمي چاودنه وشوه.

له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

سمیع سادات په خپل اېکس کې د مفتي شاکر په وژنه خواشیني څرګنده کړې او لیکلي یې دي: «مفتی شاکر د افغانانو د معاصر تاریخ تر ټولو لوی، غیرتمند، غرتمند او صادق دیني عالم وو. زموږ په منطقه کی افراطی ملایان د افغانستان ټوله هستی او افتخارات ویجاړ کړل، حتی د اسلام مقدس دین صادق بچیان هره ورځ ددی خوارجو له خوا وژل کېږی. افغانان دې په دې پوه شی چی د ملایانو په موجودیت کی هېڅ هستی او افتخار نه پاتی کېږی. پر موږ ټولو مسلمانانو فرض دی، چی خپل دین او وطن د دې خوارجو څخه پاک کړو».

مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.

نوموړي په خپل بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.

د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت نن ماذیګر د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.

امر الله صالح: مفتي منیر شاکر د پاکستان په سیاست د نیوکو له امله ووژل شو

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۲ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د مفتي منیر شاکر د وژنې په تړاو ویلي، چې نوموړی د پاکستان په کورني او بهرني سیاست د نیوکو له امله وژل شوی دی. د نوموړي په وینا، منیر شاکر دعوه کوله چې د پاکستان سیاست کې د دیني مدرسو له سیسټم کار اخیستل شوی.

مفتي منیر شاکر نن شنبه د مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او ټپي حالت کې جرنیلي روغتون ته یوړل شو، خو وروسته د سختو ټپونو امله ومړ.

له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

امر الله صالح د نوموړي په اړه په اېکس کې لیکي: «موږ هېڅکله یو بل سره نه وو لیدلي، خو یو بل مو له دوو لسیزو راهیسې پېژندل، ځکه چې موږ لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کې له هغه سره د یوې اېف اېم راډيو د نشراتو له امله اشنا شو.»

نوموړی زیاتوي:« په هغه وخت کې، پاکستان په قبایلي سیمو کې د طالبانو د اډو پروړاندې د اقدام کولو څخه انکار کاوه، ادعا یې کوله چې فاټا د کنټرول لپاره خورا پیچلې وه او استدلال یې کاوه چې دوی نه شي کولی په ساده ډول د افغان طالبانو لپاره د سیمه ییز ملاتړ له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي. په حقیقت کې، دوی غوښتل چې واشنګټن د دې لپاره ملامت کړي چې دلته راغلی دی. دا ټول د دوی خپل ترتیب وو».

ښاغلي صالح په دغه ټوېټ کې د مفتي منیر شاکر په اړه ویلي، چې نوموړی یو سیمه ییز عالم وو خو ډېر ژر یې په قوم کې شهرت پېدا کړ او قامي مسایلو باندې یې بحثونه شروع کړل.

صالح زیاتوي: « مفتي شاکر د یو سیمه ییز عالم څخه چې په کوچنیو مسلو یې تمرکز کاوه، په یو قومي ملتپال شخصیت بدل شو چې د عدالت ملاتړ یې کاوه او موخه یې د پاکستان د ځواک جوړښتونه بیا جوړول وو، کوم چې د هغه په ​​باور د یوې قومي ډلې او ولایت تر واک لاندې وو.»

د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال په دغه ټوېټ کې د مفتي شاکر د وژنې په تړاو لیکلي: «هغه په ​​دې اړه قوي نظرونه درلودل چې څنګه د پاکستان استخباراتي ادارو د کورني سیاست د کنټرول او بهرنۍ پالیسۍ د طرحې لپاره د دیني مدرسو سیسټم کارولی. دې زړور وضاحت احتمالاً د هغه ژوند واخیست. موږ هڅه وکړه چې د هغه او د هغه د سیال پیر سیف الرحمن په نوم چې په اصل کې د کندوز ولایت اوسیدونکی دی، ترمنځ سوله وکړو.»

مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.

نوموړي په خپلو بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله، چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.

د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت نن ماذیګر د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.