• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې د پوځ پر موټریز کاروان ځانمرګي برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د بلوچستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو پر کاروان وربرابر کړ، چې د چاودنې په پایله کې یې ۱۱تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې، د پاکستاني پوځیانو دغه کاروان چې پکې اوه ټرانسپورټي بسونه او دوه موټرې شاملې وې؛ له کوټې څخه د بلوچستان تفتان سیمې ته پر لاره و.

د راپور پر بنسټ، تر برید وروسته وسله‌والو د پاکستاني ځواکونو پر یو موټر توغندی وېشتی.

په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي؛ خو زیاته شوې چې ټپیان یو سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوڅو ازادۍ غوښتونکي پوځ د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د دوی د مجید لېوا یوه ځانمرګي بریدګر دغه برید کړی دی.

بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې نږدې «۹۰ تنه پاکستاني پوځیان» وژلي دي؛ خو لا تر اوسه د پاکستان پوځ د دغه ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پوځ څو ورځې وړاندې د بلوچستان په بولان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې ۳۰۰ پاکستاني پوځیان تر برمته کېدو وروسته ووژل.

د‌ پاکستان پوځ بیا ویلي، چې ټول برید کوونکي یې وژلي وو او لسګونه مساپر یې هم د بلوڅ بېلتون پالو له منګولو ژغورلي.

بلوڅ بېلتون پالو په دې وروستیو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د پاکستان پوځ ادعا لري، چې د رېل ګاډي د برید پر مهال د دغه ډلې بریدګر په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.

په بلوچستان کې بیا په یوې بله پېښه کې وسله‌والو یوه ښځه په ډزو وژلې ده.

د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې ناپېژانده وسله‌والو پر یو موټر ډزې وکړې او هڅه یې کوله یو ځایي وګړي وتښتوي؛ خو هغې مېرمنې یې مخنېوی کاوه، چې وسله‌والو په ډزو ووژله.

په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په بې سارې توګه نا امنۍ مخ په پراخېدو دي او د پاکستان حکومت یې پړه پر افغان طالبانو ور اچوي.

په افغانستان کې واک ته دطالبانو له رسېدو وروسته داسې ښکاري، چې په سیمه کې وسله‌وال فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي او «ټي‌ټي‌پي» بیا پښتونخوا کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ په امر د یمن پر حوثیانو په پراخو هوایي بریدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د یمن پر حوثي وسله‌والو د پراخو هوايي بریدونو امر ورکړ، چې پکې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي. د ایران ملاتړ لرونکې دغه ډله وروسته له هغې په نښه شوه، چې د سره سمندر پر سوداګریزو بېړیو یې بریدونه وکړل.

د حوثیانو تر واک لاندې سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د امریکا په دغو تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ همداراز ایران ته چې د حوثیانو ستر ملاتړی ګڼل کېږي، خبرداری ورکړی چې په سملاسي توګه باید د دغه ډلې له ملاتړ څخه لاس واخلي.

نوموړي وویل:« که ایران امریکا ته ګواښ پېښ کړي، موږ به یې پوره مسوول وګڼو او دا ځل به زموږ چلند کې نرمښت نه وي».

یو امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې دغه بریدونه ښايي څو اوونۍ دوام وکړي او دا د ټرمپ د واکمنۍ له پیله تر ټولو لوی پوځي عملیات ګڼل شوي دي.

د حوثیانو تر واک لاندې روغتیا وزارت ویلي، چې د امریکا په بریدونو کې « ۱۳ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان» شوي دي.

د المسیره ټلوېزیون د راپور له مخې، په صعده ولایت کې هم د امریکا د هوايي بریدونو له امله ۱۱ تنه چې ۴ ماشومان او یوه ښځه پکې شامل دي هم وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان دي.

حوثي ډلې دغه بریدونه «جنگي جنایت» بللی او ویلي یې دي، چې د هر ډول تاوتریخوالي ځواب به په ورته ورکړي.

د حوثیانو غبرګون او د سره سمندر وضعیت

حوثیان چې د یمن ګڼې سیمې یې تر ولکې لاندې دي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د سوداګریزو بېړیو پر ضد یې لسګونه بریدونه ترسره کړي دي.

دغه بریدونو نړۍوالې سوداګرۍ ته جدي ګواښونه پېښ کړي او امریکا یې اړه کړې، چې د حوثیانو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره پراخ پوځي عملیات وکړي.

د امریکا دفاع وزارت (پینټاګان) ویلي، چې له ۲۰۲۳ راهیسې حوثیانو « ۱۷۴ ځله د امریکا پر پوځي بېړیو او ۱۴۵ ځله پر سوداګریزو بېړیوو» بریدونه کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر پېت هګزت وویل: «موږ به د حوثیانو بریدونه ونه زغمو او ایران باید پوه شي چې موږ کرار ناست نه یو».

ټرمپ هم خبرداری ورکړی:« که حوثیان خپل بریدونه ودروي، ښه به وي که نه نو داسې اور به پرې خوشې کړو چې لا یې نه دی لیدلی».

د ایران غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« امریکا د ایران د بهرني سیاست د کنټرول صلاحیت نه لري.»

نوموړي پر اېکس لیکلي:« امریکا باید د اسراییل له ملاتړه لاس واخلي او د یمن د خلکو وژنه ودروي».

د ایران چارواکو اندېښنه ښودلې، چې د امریکا وروستي اقدامات به د ایران پر ضد کورني اعتراضونه هم زیات کړي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې کړې، چې ښيي امریکا غواړي له روسیې سره اړیکې تنظیم کړي.

دا په په داسې حال کې ده، چې مسکو د اوکراین په جګړه کې د ایران وسلو ته په ځانګړې ډول توغندیو او د ډرون الوتکو مرستې ته اړتیا لري.

حلیم فدایي: مفتي منیر شاکر د افراطي او رواجي ملایانو سرسخته مخالف و

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې هغه د افراطي او رواجي ملایانو سر سخته مخالف و.

هغه وايي، مفتي منیر شاکر په پښتنو سیمو کې لومړنی دیني عالم و چې له دین څخه یې روایتي تعبیر وننګاوه.

هغه زیاته کړې:« د رواجي او افراطي ملایانو سر سخت مخالف و. د عوامو په ژبه یې د دین اعتدالي اړخ ډېر په موثر انداز تشرېح کولو».

مفتي منیر شاکر د (کب ۲۵مه) د شنبې مازیګر د پېښور په اورمړو سیمه کې جومات ته د ننوتو پر مهال د‌ ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه.

د حلیم فدایي په خبره، ښایي نوموړی په روغتون کې وژل شوی وي.

ښاغلي فدایي وړاندې ویلي:« د پاکستان په ادارو یې سختې توندې نیوکې کولې او په دې وروستیو کې نوموړي د پاکستان د امنیتي ادارو له لوري تهدیدونه هم ترلاسه کړي وو».

ټاکل شوې، چې د مفتي منیر شاکر جنازه نن یکشنبه د پېښور په ناران باغ کې ترسره شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له خلکو غوښتي، چې د هغه په جنازه کې ګډون وکړي او په دغه ویر کې یې له کورنۍ سره ځان شریک کړي.

د پښتونخوا یو شمېر سیاست‌والو د دغه پېښې له کبله د پاکستان پر امنیتي ادارو توندې نیوکې کړې دي او په یاد ایالت کې یې د روانې نا امنۍ ګوته ورته نیولې ده.

د همدې ایالت پخواني سر وزیر او د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند د رهبرۍ غړي بیا د مفتي‌ منیر شاکر وژل کېدو په تړاو ویلي، چې پښتونخوا کې د وینو ویالې بهېږي.

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼه: هند او طالبانو د پاکستان د نارامه کولو لپاره سره لاسونه یو کړي دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون په یوې تازه سر مقاله کې طالبان او هند تورن کړي، چې په پاکستان کې یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لپاره له یو بل سره لاسونه یو کړي دي. دغې ورځپانې ادعا کړې، چې دواړه لوري د پاکستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي او د دې کار لپاره یو موټی شوي دي.

ورځپاڼې په بلوچستان کې پر رېل ګاډي وروستي خونړي برید ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې طالبان د هند په امر د بلوڅ بېلتون‌ پالو د مشروعیت ورکولو لپاره فعالیت کوي.

اېکسپرېس ټربیون د شنبې په ورځ د «کابل-ډیلي یووالي» تر سرلیک لاندې دغه مقاله کې لیکلي:« دا نوره پټه خبره نه ده، چې افغانستان او هند د پاکستان د کمزوري کولو او بې‌‌ثباته کولو لپاره ګډ کار کوي».

ورځپاڼه چې د پاکستان د پوځ دریځ ته نږدې بلل کېږي، د بلوچستان د رېل ‌ګاډي برید یې د استخباراتي ناکامۍ په توګه یاد کړی او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او هند ښکاره اړیکې باید اسلام‌اباد د نړۍوالو ډېپلوماټیکو فورمونو له لارې افشا کړې دي.

یادې پاکستاني رسنۍ له دې امله نړۍواله ټولنه هم ملامته کړې، چې د اسلام‌‌اباد شکایتونو ته لازمه پاملرنه نه کوي.

ورځپاڼې لیکلي:« پاکستان باید دا وڅېړي، چې ولې د دغه هېواد له‌خوا وړاندې شوي اسناد او شواهد، چې د بهرنیو عناصرو د رول په اړه دي، په ملګرو ملتونو او نړۍوالو پلازمېنو کې جدي نه نیول کېږي؟».

اسلام‌ اباد ځان د ترهګرۍ قرباني بولي؛ خو هند او طالبان پاکستان تورنوي چې د ترهګرو ډلو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.

هند له تېرو څو لسیزو راهیسې پاکستان د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړی او اوس طالبان هم ورته ادعاوې کوي.

دوی ادعا کوي، چې «پاکستان په سیمه کې د داعش ډلې څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي».

د طالبانو ویاندویانو ویلي: «د داعش مرکزونه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دي».

همدا راز د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان پوځ په خپل هېود کې د داعش روزنیز مرکزونه جوړ کړي‌ او دوی په دې تړاو کره شواهد لري.

هغه ادعا کړې وه، چې د یاد هېواد پوځ داعشیان افغانستان ته د جګړو او ورانکارۍ لپاره لېږي.

له دې مخکې، د پاکستان د پوځ ویاند په رسمي ډول طالبان او هند تورن کړي وو، چې د بلوچستان پر جعفر اېکسپرېس د برید تنظیم او پلان یې کړی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې دغه برید د افغانستان له خاورې تنظیم او رهبري شوی و؛ خو طالبانو دغه تورونه رد کړي او له پاکستانه یې غوښتي، چې «د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان وانه چوي».

په همدې حال کې د پاکستان د اورګاډي وزیر حنیف عباسي د شنبې په ورځ اعلان وکړ:« هغه ترهګر چې د بې‌ګناه انسانانو ژوند ته ګواښ پېښوي؛ که په پاکستان کې وي که افغانستان ته او یا بل هر هېواد ته تښتي دوی به یې وڅاري».

نوموړي په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل:« باید وڅېړو، چې ولې ترهګري بیا په هېواد کې سر راپورته کوي؟ ټوله نړۍ د سي ‌پېک پروژې سره مخالفت لري او هڅې روانې دي، چې دغه پروژه ناکامه شي».

حنیف عباسي ټینګار وکړ:« پریکړه شوې، چې هېڅ ترهګر که په پاکستان کې وي او که بهر باید ونه بښل شي او که افغانستان یا بل کوم ځای ته تښتي باید وڅارل شي».

د ازادۍ جبهه: پر جوماتونو او عامه ځایونو د ترهګریزو بریدونو بنسټ اېښودونکي طالبان دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۴ GMT+۰

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول داوود ناجي پر مفتي منیر شاکر د برید په غبرګون کې ویلي، چې پر جوماتونو او عامه ځایونو د دغه ډول بریدونو بنسټ طالبانو اېښی دی.

هغه د مفتي منیر شاکر پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او پرې شوی برید یې د ترهګرۍ هغه بېلګه بللې، چې هېڅ ډول ارزښتونو ته پکې ژمنتیا نشته او ان په جوماتونو کې دیني عالمان هم پکې هدف ګرځول کېږي.

د یادې جبهې د دغه سیاسي مسوول په وینا؛ طالبانو کلونه ورته بریدونو کې سلګونه لمونځ کوونکي ووژل په جوماتونو کې د ترهګریزو بریدونو ظالمانه دود یې رامنځته کړ.

داوود ناجي وایي، په جوماتونو کې د انسانانو وینه تویول د اسلامي شریعت خلاف کړنه ده او د طالبانو په‌ څېر ډلې دغه ډول بریدونه ځان ته منسوبوي.

هغه زیاته کړې، چې طالبان د سیمې د ټولو ترهګرو ډلو د مور حېثیت لري چې د ترهګریزو فعالیتونو ودې او فعالیتونو پراختیا ته یې لاره برابره کړې ده.

مفتي منر شاکر چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د لشکر اسلام په نوم یوه وسله‌واله ډله د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې رامنځته کړې وه؛ تر یوه کاله یې د یادې ډلې مشري وکړه او بیا یې له جګړې لاس واخیست.

هغه په دې وروستیو کې د طالبانو په ګدون د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعالیتونه غندل.

هغه د پښتنو په سیمه کې روانه نا امني د پاکستان د پوځ زېږنده بلله او ملایان یې د روانو جګړو اصلي عاملین بلل.

تېره ورځ شنبه د پېښور په اورمړو سیمه کې داسې مهال چې نوموړی د جومات دروازه کې د ننوتو پر مهال و؛ د چاودېدونکو توکو د برید ښکار شو.

هغه په پېښه کې سخت ټپي شو؛ خو روغتون کې له نږدې یوه ساعت بستر کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

په یاد برید کې درې تنه نور ملکي وګړي‌ هم ټپیان شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د سیاسي ګوندونو سربېره د افغانستان یو شمېر مشهورو سیاست‌والو هم د مفتي منیر شاکر وژل کېدل غندلي او پړه یې د پاکستان د‌ پوځ په ګډون په حکومت ور اچولې ده.

ټاکل شوې د مفتي منیر شاکر جنازه نن یکشنبه د (کب ۲۶مه) په درېیو بجو د پېښور په ناران باغ کې ادا شي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۳۷ لوی او واړه بریدونه شوي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۲۵ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې نږدې ۳۷ بریدونه شوي چې پکې وسله‌والې نښتې، بمي چاودنې او د لاسي بمونو پېښې شاملې دي.

د سرچینو په خبره، به دغو بریدونو کې یوازې پښتونخوا کې ۲۳ کوچني او لوی بریدونه شوي، چې له ډلې یې ۹ یوازې بمي چاودنې دي.

په دغو چاودنو کې یوه هم د پېښور په اورمړو سیمه کې د شنبې مازیګر په یوه ځايي جومات کې پر مشهور دیني عالم مفتي منیر شوې ده. په یاده پېښه کې نوموړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

سرچینې وايي، تېره شپه ناوخته نامعلومه وسله‌والو د خېبر پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د مېچنۍ دروازې د پولیسو پر پوستې وسله‌وال برید کړی و چې نږدې یو ساعت یې دوام وکړ.

په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او وسله‌وال په شاه تنبول شوي دي.

هم‌مهاله بیا په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې حوزې وسله‌والو بریدونه کړي؛ خو د مرګ ژوبلې کره جزییات یې لا نشته.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو پر یو موټر د وسله‌والو برید کې یو تن پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ مخ په پراخېدو دي، چې له امله یې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون پوځي چارواکي سخت وارخطا شوي دي.

بلوڅ بېلتون پالو په بلوچستان کې څو ورځې وړاندې د جعفر اېکسپرېس نومې پر یوه رېل ګاډي لوی وسله‌وال برید وکړ، چې د ادعا له مخې یې پکې د پاکستان د امنیتي ادارو د ۳۰۰کارکوونکي تر برمته کېدو وروسته وژلي دي.

بل خوا د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې د بلوڅ بېلتون پالو یاد برید یې په شاه تنبولی و او لسګونه وسله‌وال یې هم ورته وژلي دي.

بلوچستان کې تر ډېره بلوڅ بېلتون پاله جنګي ډلو خپل فعالیتونه پراخ کړي‌ او په خېبر پښتونخوا کې بیا «ټي‌ټي‌پي» وروسته تر هغې سترګې وکړې، چې افغان طالبانو پر کابل واک ترلاسه کړ.

د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالي هره ورځ د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتي وي او د فعالیتونو د پراخېدو ادعاوې کوي.

پاکستان بیا افغان طالبانو ته ګوته نېسي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون یې د دوی ضد وسله‌والو ته په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه پلانوي؛ خو افغان طالبان بیا نه یوازې چې دا ادعاوې ردوي بلکې وايي، روانه نا امني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د پښتونخوا سیاست‌وال د پاکستان پر مرکزي حکومت او پوځ نیوکه کوي‌، چې د ناسمو تګلارو له کبله یې پښتونخوا د جګړې په نامعلومه اور کې سوځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي حیدر خان هوتي تازه دا هم ویلي، چې پختونخوا کې وینې بهېږي؛ خو ایالتي حکومت سوله نه غواړي او سیاست کوي.