• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۳۷ لوی او واړه بریدونه شوي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۲۵ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې نږدې ۳۷ بریدونه شوي چې پکې وسله‌والې نښتې، بمي چاودنې او د لاسي بمونو پېښې شاملې دي.

د سرچینو په خبره، به دغو بریدونو کې یوازې پښتونخوا کې ۲۳ کوچني او لوی بریدونه شوي، چې له ډلې یې ۹ یوازې بمي چاودنې دي.

په دغو چاودنو کې یوه هم د پېښور په اورمړو سیمه کې د شنبې مازیګر په یوه ځايي جومات کې پر مشهور دیني عالم مفتي منیر شوې ده. په یاده پېښه کې نوموړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

سرچینې وايي، تېره شپه ناوخته نامعلومه وسله‌والو د خېبر پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د مېچنۍ دروازې د پولیسو پر پوستې وسله‌وال برید کړی و چې نږدې یو ساعت یې دوام وکړ.

په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او وسله‌وال په شاه تنبول شوي دي.

هم‌مهاله بیا په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې حوزې وسله‌والو بریدونه کړي؛ خو د مرګ ژوبلې کره جزییات یې لا نشته.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو پر یو موټر د وسله‌والو برید کې یو تن پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ مخ په پراخېدو دي، چې له امله یې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون پوځي چارواکي سخت وارخطا شوي دي.

بلوڅ بېلتون پالو په بلوچستان کې څو ورځې وړاندې د جعفر اېکسپرېس نومې پر یوه رېل ګاډي لوی وسله‌وال برید وکړ، چې د ادعا له مخې یې پکې د پاکستان د امنیتي ادارو د ۳۰۰کارکوونکي تر برمته کېدو وروسته وژلي دي.

بل خوا د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې د بلوڅ بېلتون پالو یاد برید یې په شاه تنبولی و او لسګونه وسله‌وال یې هم ورته وژلي دي.

بلوچستان کې تر ډېره بلوڅ بېلتون پاله جنګي ډلو خپل فعالیتونه پراخ کړي‌ او په خېبر پښتونخوا کې بیا «ټي‌ټي‌پي» وروسته تر هغې سترګې وکړې، چې افغان طالبانو پر کابل واک ترلاسه کړ.

د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالي هره ورځ د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتي وي او د فعالیتونو د پراخېدو ادعاوې کوي.

پاکستان بیا افغان طالبانو ته ګوته نېسي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون یې د دوی ضد وسله‌والو ته په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه پلانوي؛ خو افغان طالبان بیا نه یوازې چې دا ادعاوې ردوي بلکې وايي، روانه نا امني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د پښتونخوا سیاست‌وال د پاکستان پر مرکزي حکومت او پوځ نیوکه کوي‌، چې د ناسمو تګلارو له کبله یې پښتونخوا د جګړې په نامعلومه اور کې سوځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي حیدر خان هوتي تازه دا هم ویلي، چې پختونخوا کې وینې بهېږي؛ خو ایالتي حکومت سوله نه غواړي او سیاست کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امریکا د سوېلي افریقا سفیر له دې هېواد څخه باسي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا د سوېلي افریقا سفیر له دې هېواد څخه باسي. هغه دغه سفیر په «نژاد پرستۍ» تورن کړی او ویلي یې دي، چې هغه له ټرامپ څخه نه یوازې کرکه، بلکې د هغه د سیاست سره مخالفت لري.

د امریکا او سوېلي افریقا اړیکې له هغې وروسته خرابې شوې، چې ټرمپ د سویلي افریقا لپاره مالي مرستې بندې کړې.

د سوېلي افریقا د ولسمشرۍ او نړۍوالو اړیکو وزارت په دې اړه ویلي، چې دا اقدام خواشینونکی دی، خو دوی لا هم ژمن دي چې د متقابلې ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او د دې موضوع په اړه به د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې خبرې وکړي.

روبیو د ښي اړخي ویب پاڼې "بریټبارټ" څخه یوه مقاله بیا خپره کړه، چې د سفیر په حواله یې ویلي وو، چې ټرمپ د سپین پوستو د برتري غورځنګ مشري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ وویل چې هغه باید د مارچ تر ۲۱مې پورې له دې هېواد څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند زیاته کړې، چې امریکا اوس د سوېلي افریقا پر سیاستونو په ځانګړي توګه د ځمکې، د سوېلي افریقا د روسیې او ایران سره د اړیکو پراختیا او د امریکا او ملګرو هېوادونو پر وړاندې د "تهاجمي دریځونو" په اړه بیا کتنه کوي.

رویټرز لیکلي، چې له افریقايي سفیر سره په اړیکه نیولو بریالي شوي نه دي.

د ټرمپ پر سیاستونو د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول له نیوکو وروسته د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، چې هغه نور په امریکا کې د هرکلي وړ نه دی او په وینا یې، یو «نامطلوب عنصر» ګڼل کېږي.

مارک روبیو وویل، چې د سوېلي افریقا سفیر د امریکا خلاف دریځ او له ولسمشر ټرمپ څخه کرکه لري.

په متحده‌ایالاتو کې د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول څو ورځې مخکې په جوهانسبرګ کې د بهرني سیاست په تړاو یوه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روانو سیاستونو سختې نیوکې کړې وې.

د هغه په وینا، ټرمپ په امریکا او ټوله نړۍ کې د سپین‌پوستو د غوره‌والي غورځنګ مشري پر غاړه لري چې دغه غورځنګ د نړۍوال نظم، ملګرو ملتونو او جي‌ ۲۰ ډلې په څېر بنسټونو ته سپکاوی دی.

ابراهیم رسول په خپلې وینا کې د سوېلي افریقا د املاکو مصادرې قانون پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو سیاستونو او له ایران او حماس سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې وې.

مفتي منیر شاکر څوک و؟

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۰
•
مسکا سنګر نیازۍ

مفتي منیر شاکر نامتو دیني عالم او د لشکر اسلام بنسټ اېښودونکی و، چې د یوه متنازع شخصیت په توګه پېژندل کېده. شاکر په ۲۰۰۴ کال کې د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلع کې د لشکر اسلام بنسټ کېښود، چې ورپسې یې په دیني او سیاسي حلقو کې شهرت وموند.

مفتی منیر شاکر دیني خدمتونو کې لویه او مهمه ونډه لرلې ده.

هغه د معاصر علماوو له ډلې څخه و، چې د اسلامي علومو خپرولو، مسلمانانو ته لارښوونې ورکولو او د دیني پوهې په بیدارولو کې مهم رول لوبولی.

مفتی منیر شاکر د مولوي رحمت الله زوی و، چې په ۱۹۶۹ کال کې د کرک ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

په ۲۰۰۴ کال کې یې د خېبر ولسوالۍ د باړې په سیمه کې وسله واله مذهبي ډله "لشکر اسلام" جوړه کړه.

هغه د دیوبندي مکتب فکر د پنج پیر څانګې استازی و او د "اشاعت توحید" تنظیم غړی هم پاتې شوی و.

مفتی منیر شاکر د ديني علومو په خپرولو باندې ټینګ باور درلود او په تدریس کې یې ډېر خدمتونه ترسره کړل.

هغه په مختلفو مدارسو کې تدریس وکړ او ګڼ شمېر زده کوونکو ته یې په بېلابېلو برخو کې دیني زده کړې ورکړې.

هغه په فقه، حدیث او قرآني علومو کې ژورې مطالعې لرلې.

د هغه درسونه یوازې په دودیزو دیني علومو پورې محدود نه وو، بلکې په معاصر مسایلو کې یې هم مهم رول ادا کړی.

مفتی منیر شاکر د تبلیغ او دعوت په برخه کې هم مهم خدمتونه ترسره کړي او د اسلامي اخلاقو او تعلیماتو خپرولو لپاره یې پراخې هڅې کړي دي.

هغه د جوماتونو، مدارسو او دعوتي غونډو له لارې خلکو ته د اسلام پیغام رسولو.

د نوموړي ویناوو او خطبو د خلکو په زړونو کې د دین سره مینه او اخلاص راوستلو او هغوی ته د اسلامي اصولو پر بنسټ د عمل کولو هڅونه کوله.

مفتی منیر شاکر د دیني علومو تدریس ورکولو تر څنګ، په جهادي میدان کې هم یوه مهمه او فعاله شخصیت و.

د هغه جهادي مبارزه د اسلام د اصولو او تعلیماتو په رڼا کې وه او دا مبارزه د دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره وه.

که څه هم مفتی منیر شاکر د جهادي مبارزې په اړه قوي دریځ درلود، خو هغه تل د امن او انصاف لپاره هم غږ پورته کړی و.

هغه ویلي و، چې جهاد د ظلم د پای ته رسولو او د امن د رامنځته کولو لپاره دی.

په ۲۰۰۴ کال کې مفتی منیر شاکر د خېبر ولسوالۍ په باړه سیمه کې د "لشکر اسلام" په نوم تنظیم جوړ کړ او د اېف اېم راډیو له لارې یې خپل نظریات خپرول، چې په همدې وخت کې د پیر سیف الرحمان سره د هغه اختلافات پیدا شول.

پیر سیف الرحمان چې په ۱۹۸۰ کال کې له افغانستان څخه راغلی و او په باړه کې مېشت و په ۲۰۰۵ کال کې د خپل اېف اېم راډیو سټیشن جوړ کړ، ترڅو د مفتي شاکر نظریاتو ته ځواب ووايي. د دواړو ترمنځ وسله والې نښتې هم وشوې.

د ۲۰۰۶ د مارچ په ۲۹مه مفتي شاکر د پیر سیف الرحمان پر ضد د یوه ستر برید تیاري وکړه.

کله چې د دوی جګړه د سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ وګرځېده، نو د شپږو میاشتو وروسته قومي جرګې دواړه مشران مفتی شاکر او پیر سیف الرحمان له باړې څخه واېستل.

د مفتی منیر شاکر د پلار په وینا، هغه د کراچۍ هوایي ډګر څخه پورته کړل شوی و او شاوخوا دوه کاله تري تم و.

له خېبر څخه له وتلو مخکې مفتي شاکر هنګو کې د تدريس او ښوونې لړۍ بيا پيل کړه، خو وروسته بيا له پېښور سره نژدې ورمړ سيمې ته ولاړ.

که څه هم مفتي منیر شاکر له عام نظره غیب شو، خو د ده جوړ کړی تنظیم لشکر اسلام لا هم فعال پاتې شو.

وروسته د دې مشري منګل باغ واخیسته، چې د کلونو لپاره په شاوخوا سیمو په فعالیتونو کې مشهور و.

خو د دغو ډلو ترمنځ نښتې همداسې روانې پاتې شوې، چې ورپسې سيمه کې په لويه کچه پوځي عمليات وشول.

منګل باغ په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو چې ورپسې د دې ډلې فعالیتونه محدود شول.

مفتي شاکر د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د ریاستي جبر، پر پښتنو ظلم او د ترهګرۍ پر ضد جګړې کلک مخالف و.

هغه د پي ټي اېم جرګو ته هم تللو او د ۲۰۲۴ د اکتوبر په ۱۱مه یې په یوه ستر پښتون جرګه کې زړور ګډون وکړ.

دی د دغې جرګې یو مهم ویناوال و او د پښتنو د حقونو پر مبارزې او ويښتابه یې ټينګار کاوه.

هغه په خپلې وینا کې ویلي و، د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه د پښتون قوم د خیر، ښېګڼې لپاره جوړېږي او په دې کې د هېڅ قوم او هېڅ ټبر د شر لپاره پرېکړه نه کېږي.

هغه زیاته کړې وه، چې خېبر دره د پښتنو خاوره ده او پښتانه د هېچا اجازې ته اړ نه دي چې په خپله خاوره د جرګې لپاره له چا اجازه تر لاسه کړي.

مفتی منیر شاکر یو بې باکه او توند مزاجه شخصیت و، چې د همدې له کبله یې زرګونه پلویان پیدا کړل، خو ورسره یې ډېر مخالفین هم لرل.

په وروستیو کلونو کې د خپلو بیانونو له امله په فېسبوک او ټولنیزو رسنیو کې ډېر مشهور شو.

مفتي منیر شاکر د خپلو سخت دریځو نظریاتو له امله تل یوه متنازع شخصیت ګڼل کېده.

هغه به په پیښور کې مختلفو عوامي غونډو کې ګډون کاوه او د خپلو بیاناتو له امله به اکثره د خبرونو سرټکی و.

شاکر په یوې مرکه کې ویلي و، چې د حديثو کتاب نه مني، ويل یې "د الله له کتابه علاوه د انسان هر يو کتاب منم، خو د قرآن مطابق چې وي."

مفتي زیاته کړه: "منکر له يوه کتابه هم نه یم، خو معيار مې ورته قرآن دی."

شاوخوا شپږ یا اووه کاله مخکې، مفتی منیر شاکر ته د "اشاعت توحید" له ډلې سره سخت اختلافات پیدا شول.

له دې وروسته هغه نه یوازې له سیاسي او جماعتي اړخه بېل شو، بلکې د "اهل قرآن" منهج یې اختیار کړ او د اهل سنت مشهور مذهب یې هم پرېښود.

په دې اړه هغه څو کتابونه ولیکل لکه البرهان علی من اعراض عن القرآن، الفرقان بین عبادالرحمن، الفرقان بین دین الرحمن و دین ایران او کیا ہمارے نبی صلی اللہ علیہ وسلم جادوگر نے شکست دی.

په دې کتابونو کې هغه هڅه وکړه، دا ثابته کړي چې د ایران اړوند خلکو جعلي احادیث د اهل سنت مهمو کتابونو لکه بخاري او مسلم ته داخل کړي ترڅو دین بدل کړي.

د هغه په نظر اصلي دین یوازې هغه دی چې قرآن مجید بیان کړی دی.

علماوو د هغه افکار افراطي ګڼل او له دې امله یې ترې فاصله اخیستې وه.

مفتی شاکر څو ورځې مخکې يوه وينا کې ويلي وو، چې پر واټساپ ګواښونه ورته کېږي او د دغو ګواښونونه سکرينشاټونه یې ځايي پولیسو حوزه کې له نورو بېلګو سره شریک کړي وو.

ده د منبر پر سر او ځينو ویډیوګانو کې بیا بیا ویل چې ژوند ته یې ګواښونه کېږي او په ټکو یې "که په نښه شي مسئولیت به یې د پاکستاني ادارو پر غاړه وي."

پر مفتي منیر شاکر څو ځله پخوا هم د بریدونو هڅه شوې وه او هغه د پاکستان پر دولتي ادارو تور لګاوه چې غواړي په نښه یې کړي."

مفتی منیر شاکر د دیني او علمي خدمتونو سره - سره، په جهادي مبارزه کې هم مهمه ونډه درلوده.

د هغه جهادي مبارزه د اسلامي اصولو پر بنسټ وه، چې هدف یې د ظلم په وړاندې مقاومت، د اسلام ساتنه او د اسلامي حکومت جوړول و.

د هغه مبارزه خاص اهمیت لري او د هغه نظریات او ویناوو دې لاره کې ډېر مسلمانان هڅولي دي.

مفتي منیر شاکر د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۵مه د پېښور شګي قلعه توحید اباد کې د خپلې مدرسې مخې ته د مازیګر پر وخت په یوه چاودنه کې ووژل شو.

له مفتي شاکر یوه مېرمن او د عبدالرحمن شاکر او عبدالله شاکر په نوم دوه زامن پاتې شول.

حیدر خان هوتي: پښتونخوا کې وینې توییږي، خو ایالتي حکومت سوله نه غواړي بلکې، سیاست کوي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د رهبرۍ غړی او د خېبر پښتونخوا پخوانی وزیر اعلی حیدر خان هوتي د مفتي منیر شاکر د مړینې په تړاو ایالتي حکومت مخاطب کړی او ویلي یې دي، چې پښتونخوا کې وینې توییږي، خو دوی سوله نه غواړي بلکې سیاست کوي.

حیدر خان هوتي په خپل اېکس کې لیکلي: «په سوېل کې د حکومت واکمني ړنګه شوه، اوس پېښور او نوشهره سوځي. مفتي منیر شاکر شهید شو، په یوه ورځ کې ۶ بریدونه په پولیسو وشول - ایالتي حکومت چېرته دی؟ چا ۴۰،۰۰۰ ترهګر، چې ۱۰،۰۰۰ جنګیالي هم پکې شامل دي، ځای پر ځای کړل؟ پښتونخوا وینه تویوي، خو د دوی لومړیتوب سیاست دی، نه سوله.»

منیر شاکر د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی هم وو، چې د دغه غورځنګ په خېبر جرګې او قامي عدالت کې تر نورو ډېر فعال وو.

مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.

نوموړي په خپلو بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله، چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.

د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت د شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.

ناويل شوې کيسې؛ د پېښور د نمک منډۍ د ګران بیه ډبرو بازار

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۰

نمک منډۍ د پېښور يو له مشهورو بازارونو څخه دی، چې د خېبر پښتونخوا د مرکز په زړه کې موقعيت لري. د دې بازار د ګران بیه ډبرو برخه يوه اوږده کوڅه وه، چې يوازې نارينه پکې ښکارېدل. د دې کوڅې شور او د ګران بیه ډبرو په اړه بحثونو زما پام د هټیو ښکلا ته له ورتلو مخکې راجلب کړ.

سره له دې چې ګران بیه ډبرې اکثره ښځو پورې تړل کېږي، خو په دې بازار کې د ښځو شتون نه لیدل کېږي؛ هغوی يوازې د بازار په څنډو کې سوالګرې وې، چې د دې ځای د پټو واقعيتونو يو بل اړخ ښيي.

د ګران بیه ډبرو بازار: ښکاره او پټ اړخونه

د نمک منډۍ د ګران بیه ډبرو د بازار اصلي سړک ډېری د نيمه ګران بیه ډبرو هټۍ درلودل، چې د افغانستان مشهور شين لاجورد، په ځانګړي ډول د بدخشان لاجورد په کې ډېر ليدل کېدل.

دا سړک يوې تنګې کوڅې ته تلو چې هلته د ګران بیه ډبرو سوداګر په يو پټ بازار کې ناست وو.

په دې پټو کوڅو کې د ګران بیه ډبرو هټۍ د یو بل ترڅنګ کلک سره نښتي وو، چې د دې بازار د اندازې او پېچلتيا يوه بله بڼه يې ښکاره کوله.

د دوکانونو ډېری برخو کې بېلابېلې قيمتي ډبرې ښکاریدلې، خو ځينې يوازې د لاجورد پلور ته ځانګړي وو.

د سوداګرو سره په خبرو کې معلومه شوه، چې د قيمتي ډبرو پلورونکي ځانګړي سیمې لري، لکه د افغانستان د پنجشېر سمندري زمرد، د سريلانکا ياقوت، او نور.

خو دا معلومات عام نه‌ و او يو شمېر سوداګرو په ویاړ راته وویل، چې دوی د کابل په لويو معاملاتو کې شامل وو او د لسیزو راهیسې يې د سرحد دواړو خواوو ته د فساد له لارو قيمتي ډبرې قاچاق کولې.

100%

د نمک منډۍ د ګران بیه ډبرو د صنعت تخنيکونه او ستونزې

په نمک منډۍ کې هنرمندان د وارد شويو سينګاري ډبرو، لکه مرمر، عقيق، اونکس او ګرانېټ په ډېر مهارت سره پرې کوي او پالش کوي.

دا هنري کار د دوکانونو ښايست ته يو ځانګړی رنګ ورکوي او د دې بازار د هنري مهارتونو انعکاس دی.

د ګران بیه ډبرو پرېکولو او صیقل کولو کار اکثره د همدغو سوداګرو له‌خوا ترسره کېږي، چې د کلونو تجربه يې لري.

خو سره له دې، وسایل ډېر زاړه او دودیز ښکاري، چې د قيمتي ډبرو د نازک کار لپاره مناسب نه برېښي.

دا حالت دواړه، د دوديزو طريقو استقامت او د عصري تخنيکونو نشتوالی منعکس کوي.

د دې بازار سوداګر پوهېږي، چې پاکستان د ګران بیه ډبرو د ارزښت زياتولو په پروسه کې وروسته پاتې دی.

دوی د زړو استخراج او پرېکولو طريقو، د مهارت د پراخېدو نشتوالي او د عصري نړۍوال برانډینګ کمښت د دې صنعت د پرمختګ عمده خنډونه ګڼي.

100%

د لاجورد ځانګړي کارځایونه

په نمک منډۍ کې ځينې داسې کارځایونه هم شته، چې يوازې د قيمتي ډبرو پرې کولو او صیقل کولو ته ځانګړي شوي دي.

دا کارځایونه د بازار له اصلي برخې لږ لرې موقعيت لري.

هلته نيمه قيمتي ډبرې، سينګاري ټوټې او کريسټالونه جوړېږي.

د دې ورکشاپونو وسايل زاړه او ابتدایي دي، چې د قيمتي ډبرو د نازک کار لپاره مناسب نه ښکاري. خو بيا هم، دا ساده کارځایونه د بازار د ټولې سوداګرۍ لپاره اړین دي.

100%

د نمک منډۍ د اقتصاد او تجارت پټې نوې بڼې

که څه هم نمک منډۍ د باندې له نظره يو عادي بازار ښکاري، خو د دې ارزښت تر ملیاردونو ډالرو پورې رسېږي.

دلته ځینې دوکانداران په خپلو تنګو دوکانونو کې بېکاره ناست وي، د نایابه مشتریانو په تمه. خو د دې تجارت اصل راز په انلاین پلور(ای کامرس)کې دی.

اوس د دې بازار تقریباً هر دوکان انلاین پلور لري او د دوی اکثره خرڅلاو د انټرنیټ له لارې کېږي. ځوان سوداګر وايي، چې دوی په میاشت کې له ۲ زرو څخه تر ۵ زرو ډالرو پورې ګټه کوي.

ځینې دوکانونه يوازې د انلاین ګودامونو په توګه کارېږي، چې پرې کړل شوي او پالش شوي قيمتي ډبرې په کې ساتل کېږي.

دا ګودامونه اکثره په تورو تهکاویو کې موقعيت لري، چېرې چې خریدار يوازې د پلورونکي په ملتیا داخلېدای شي.

د دې بازار سوداګر داسې يوه نږدې او دوستانه فضا جوړوي چې فکر کوې د کورنې له غړو سره راکړه ورکړه ترسره کوي.

100%

د نړۍوالو بازارونو سره تړاو

ډېری دوکاندارانو اوس خپل دوکانونه بند کړي او د بهرنيو سوداګرو لپاره کار کوي.

په پټو دوکانونو کې هنرمندان د قيمتي ډبرو پرې کول، ډيزاين او صیقل کول کوي، څو يې بيا اروپا، امريکا، کاناډا، استراليا او نورو نړۍوالو مارکيټونو ته واستوي.

که څه هم بهرني هېوادونه د پرېکولو او صیقل کولو پرمختللي تخنيکونه لري، خو هلته مزدوران د ساعت پر اساس اجوره اخلي، په داسې حال کې چې د پاکستان هنرمندان پر امر کار کوي او ډېر ژر کار سر ته رسوي.

تصويرونه، بازار ته يو نوی ښکلا ورکوي

د نمک منډۍ د قيمتي ډبرو روښانه سوداګرۍ او د دې ځای خړ واقعيتونه يو له بل سره تضاد لري. ځوانان د قيمتي ډبرو د عکسونو اخيستو لپاره د بازار دباندې، د لمر وړانګو ته ولاړ وي. د دوی لاسونو کې دا ځلیدونکې ډبرې، د شاخوا چټل چاپېریال، خلاصو ګندابونو او غورځول شوو ټايرونو تر څنګ، د دې بازار نه ليدل کېدونکې دوه‌مخۍ ښيي.

100%

د نمک منډۍ د سوداګرۍ بدلون او ناسم مدیریت

په نمک منډۍ کې د قيمتي ډبرو بازار ورځ تر بلې بدلون مومي.

په دې وروستيو کې د بازار په اصلي سړک کې نوی پلور، سرکني پلورونکي پیدا شوي.

ځينې سوداګر اوس خپل دوکانونه نه لري، بلکې د سړک پر غاړه يا حتی پر ځمکه خپل خام قيمتي ډبرې پلوري.

دا پلورونکي اکثراً تازه کانونو څخه راغلي قيمتي ډبرې له ځان سره راوړي، چې د بازار له اوږدمهاله سوداګرو سره د رقابت سبب ګرځي.

د تجارت د اصولو ماتېدل

ځینې پخواني سوداګر شکايت کوي، چې د سړک د غاړې دا پلورونکي د بازار وقار ته زيان رسوي. دوی باور لري، چې د قيمتي ډبرو دا ارزښتناک تجارت بايد د دوديزو طريقو سره پر مخ لاړ شي، نه دا چې ډبرې د سړک پر غاړه کېښودل شي او د عامو خلکو له‌خوا واخيستل شي.

دغه نوی بدلون د دوديز تجارت او عصري بازار موندنې ترمنځ شته شخړه په ډاګه کوي.

د ګران بیه ډبرو ضايعات او د چاپېريال ستونزې

کله چې ما وپوښتل، چې ټيټ کيفيت لرونکې او پاتې شوې ډبرې څه کېږي، نو سوداګرو د نمک منډۍ تياره تهکاوی ته بوتلم.

هلته ما د قيمتي ډبرو د پرې کولو او صیقل کولو ډېر زيات پاتې شوني وليدلې، چې د خځلو په توګه غورځول شوي وو.

دوکاندارانو وويل، چې دا مواد اکثره د ودانیزو کارونو لپاره کارېږي، خو هېڅ رسمي اداره يې د مدیریت لپاره کار نه کوي.

دا حالت د چاپېريالي بې‌پروایۍ يوه بله بېلګه ده، چې د دې سوداګرۍ پټ لګښتونه ښيي.

د ناپېژندل شوې پوهې پټ رازونه

ما نمک منډۍ ته د دې لپاره سفر کړی و، چې د جېډ (Jade) او نيفرايټ (Nephrite) قيمتي ډبرو په اړه معلومات ترلاسه کړم، چې د مومند ایجنسۍ نه ترلاسه کېږي.

ما هلته داسې قيمتي ډبرې وليدې، چې يوازې يو ماهر يې له يو بله جلا کولی شي.

دا حقيقت د نمک منډۍ يو له تر ټولو پټو رازونو څخه دی.

د قيمتي ډبرو د پېژندلو مهارت ډېر محدودو خلکو ته رسېدلی دی.

د دې بازار سوداګر نه غواړي، چې دا معالومات له نورو سره شريک کړي، ځکه چې دا د دوی د تجارت يو مهم اصل دی.

100%

د نمک منډۍ تاریخي مخینه

نمک منډۍ ظاهراً یو عام او نااشنا بازار ښکاري، خو د دې بازار اهمیت د پېښور د تاریخ، د سیمې د جغرافیې او د نړۍوال اقتصاد سره ژور تړاو لري.

دا بازار په اصل کې د مالګې د پلور لپاره جوړ شوی و، ځکه خو یې نوم "نمک منډۍ" پاتې شوی.

خو د ۱۹۷۰ کال راهیسې دا د قيمتي ډبرو د تجارت لپاره یو مهم مرکز وګرځېد.

کله چې د شوروي اتحاد یرغل په ۱۹۷۹ کې افغانستان ته راغی، نو ګڼ شمېر افغان کډوال پېښور ته راکډه شول.

دوی له ځان سره نه یوازې خپلې کورنۍ راوستلې، بلکې د قيمتي ډبرو تجارت ته یې هم وده ورکړه.

تر نن ورځې پورې د نمک منډۍ د قيمتي ډبرو بازار تر ۸۰ سلنې پورې د افغان سوداګرو په لاس کې دی.

100%

د غیر رسمي اقتصاد او قاچاق مرکز

که څه هم نمک منډۍ د افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ د قيمتي ډبرو د سوداګرۍ رسمي مرکز ګڼل کېږي، خو د دې بازار تر شا یوه بله تیاره نړۍ هم شتون لري.

ګڼ شمېر سوداګر اعتراف کوي، چې دا بازار د قيمتي ډبرو د قاچاق، د پيسو د مينځلو او د سرحدي ناامنۍ سره تړاو لري.

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې سختې کنټرولېږي، خو بیا هم د نمک منډۍ ډېرې قيمتي ډبرې له افغانستان څخه د ناقانونه لارو څخه پاکستان ته راوړل کېږي او بیا د نړۍ مختلفو مارکيټونو ته غیر رسمي صادرېږي.

داسې اټکل کېږي، چې هر کال د ۵ ميليارده ډالرو قيمتي ډبرې د قاچاق له لارې له پاکستان څخه بهر ته لېږدول کېږي، خو په رسمي ډول پاکستان يوازې ۸ ميليونه ډالر صادرات ثبتوي.

دا توپیر د دې بازار د غیر رسمي اقتصاد یو څرګند مثال دی.

پاکستان او د قيمتي ډبرو نړۍواله سوداګري

پاکستان د قيمتي ډبرو یو ستر تولیدوونکی هېواد دی.

دلته هر کال شاوخوا ۸۰۰زره قیراطه یاقوت، ۸۷ زره قیراطه زمرد او ۵ ميليونه قیراطه پيریډوټ تولیدېږي.

د سوات زمرد، د مردان ګلابي ټوپاز، د مومند نيفرايټ، د کوهستان پيریډوټ او د کشمیر ياقوت د نړۍ په سطحه لوړ ارزښت لري.

چین، افغانستان، امریکا، بلجیم، برېتانیا، عربي امارات، تایلینډ، او هند د پاکستان له بازارونو خامې قيمتي ډبرې اخلي، پرې کار کوي او بیا یې د لوړ قیمت سره د نړۍوالو بازارونو لپاره چمتو کوي.

دا ښيي چې پاکستان که د پرې کولو، صیقل کولو او د بازار موندنې پر بېلابېلو تخنیکونو کار وکړي، نو کولی، شي چې خپل صادرات څو برابره زیات کړي.

د اصلاحاتو او نویو هڅو اړتیا

په وروستیو کلونو کې ځینې هڅې د دې شوي، چې دا غیر رسمي تجارت تنظیم شي.

د قيمتي ډبرو د صادراتو مرکز جوړول د دې لړۍ یوه مهمه هڅه ده.

دا مرکز د تصدیق لابراتوار، د نړۍوالو پارسلونو د لېږد دفتر، یو بانک او د ګمرکاتو دفتر لري، څو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

که دا اصلاحات سم تطبیق شي، نو پاکستان کولی شي، چې خپل قيمتي ډبرو ته نړۍوال ارزښت ورکړي، د قاچاق مخه ونیسي او د سيمې سوداګرو ته يو قانوني مارکېټ برابر کړي.

پایله

نمک منډۍ یوازې یو بازار نه دی؛ بلکې دا د سيمې د تاريخ، سوداګرۍ، غیر رسمي اقتصاد او د قانوني او ناقانونه تجارت ترمنځ د متضادو عواملو یو سمبول دی.

دا بازار نه یوازې د سیمې اقتصاد ته ارزښت لري، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او سياسي اړیکو یوه مهمه حلقه هم ګڼل کېږي.

که د قاچاق، غیر رسمي تجارت، او د کاري شرایطو د ښه والي لپاره اقدامات وشي، نو دا پټ پاتې بازار کولی شي، چې د پاکستان لپاره يو نړۍوال ارزښت ولري او د سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره يو مهم رول ولوبوي.

یادوونه: دا راپور له ډېپلوماټ ویپ پاڼې رااخیستل شوی چې لیکواله یې فریال خان ده.

فریال خان د بن پوهنتون د دوکتورا څېړونکې او د جرمني په بن کې د شخړو د مطالعاتو نړۍوال مرکز د څېړنې همکاره ده.

د هغې څېړنه په پاکستان کې د شمال لوېدیځ سرحدي سیمو کې د سولې او شخړو په متحرکاتو تمرکز کوي.

محسن داوړ: مفتي منیر شاکر د سولې او عدالت غوښتنې قرباني شو

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ مفتي منیر شاکر د خلکو لپاره د سولې او عدالت غوښتنې قرباني یاد کړی او وایي: «زموږ سیمه یو ځل بیا زموږ د خلکو د وژنې په ځای بدلېږي.»

نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې مفتي منیر شاکر نن شنبه د یوې بمي چاودنې په پایله کې ټپي شو او وروسته یې بیا روغتون کې سا ورکړه.

له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

محسن داوړ په خپل اېکس کې لیکلي: «مفتي منیر شاکر په پېښور کې په یوه برید کې شهید شو ځکه چې هغه زموږ د خلکو لپاره د سولې او عدالت غوښتنه کوله. ترهګري په پښتونخوا کې بې کنټروله خپرېږي. زموږ سیمه یو ځل بیا زموږ د خلکو د وژنې په ځای بدلېږي».

منیر شاکر د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی هم وو، چې د دغه غورځنګ په خېبر جرګې او قامي عدالت کې تر نورو ډېر فعال وو.

مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.

نوموړي په خپلو بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله، چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.

د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت نن ماذیګر د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.