د ازادۍ جبهه: پر جوماتونو او عامه ځایونو د ترهګریزو بریدونو بنسټ اېښودونکي طالبان دي

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول داوود ناجي پر مفتي منیر شاکر د برید په غبرګون کې ویلي، چې پر جوماتونو او عامه ځایونو د دغه ډول بریدونو بنسټ طالبانو اېښی دی.

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول داوود ناجي پر مفتي منیر شاکر د برید په غبرګون کې ویلي، چې پر جوماتونو او عامه ځایونو د دغه ډول بریدونو بنسټ طالبانو اېښی دی.
هغه د مفتي منیر شاکر پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او پرې شوی برید یې د ترهګرۍ هغه بېلګه بللې، چې هېڅ ډول ارزښتونو ته پکې ژمنتیا نشته او ان په جوماتونو کې دیني عالمان هم پکې هدف ګرځول کېږي.
د یادې جبهې د دغه سیاسي مسوول په وینا؛ طالبانو کلونه ورته بریدونو کې سلګونه لمونځ کوونکي ووژل په جوماتونو کې د ترهګریزو بریدونو ظالمانه دود یې رامنځته کړ.
داوود ناجي وایي، په جوماتونو کې د انسانانو وینه تویول د اسلامي شریعت خلاف کړنه ده او د طالبانو په څېر ډلې دغه ډول بریدونه ځان ته منسوبوي.
هغه زیاته کړې، چې طالبان د سیمې د ټولو ترهګرو ډلو د مور حېثیت لري چې د ترهګریزو فعالیتونو ودې او فعالیتونو پراختیا ته یې لاره برابره کړې ده.
مفتي منر شاکر چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د لشکر اسلام په نوم یوه وسلهواله ډله د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې رامنځته کړې وه؛ تر یوه کاله یې د یادې ډلې مشري وکړه او بیا یې له جګړې لاس واخیست.
هغه په دې وروستیو کې د طالبانو په ګدون د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعالیتونه غندل.
هغه د پښتنو په سیمه کې روانه نا امني د پاکستان د پوځ زېږنده بلله او ملایان یې د روانو جګړو اصلي عاملین بلل.
تېره ورځ شنبه د پېښور په اورمړو سیمه کې داسې مهال چې نوموړی د جومات دروازه کې د ننوتو پر مهال و؛ د چاودېدونکو توکو د برید ښکار شو.
هغه په پېښه کې سخت ټپي شو؛ خو روغتون کې له نږدې یوه ساعت بستر کېدو وروسته یې ساه ورکړه.
په یاد برید کې درې تنه نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د خېبر پښتونخوا د سیاسي ګوندونو سربېره د افغانستان یو شمېر مشهورو سیاستوالو هم د مفتي منیر شاکر وژل کېدل غندلي او پړه یې د پاکستان د پوځ په ګډون په حکومت ور اچولې ده.
ټاکل شوې د مفتي منیر شاکر جنازه نن یکشنبه د (کب ۲۶مه) په درېیو بجو د پېښور په ناران باغ کې ادا شي.