د پښتونخوا د وزيراعلی د عامه اړيکو سلاکار: پاکستان د ترهګرۍ اور کې سوځي

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو او عامه اړيکو سلاکار بېرېسټر سيف ويلي، چې هېواد د ترهګرۍ په اور کې سوځي، خو غير قانوني مرکزي حکومت لا هم ناغېړې کوي.

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو او عامه اړيکو سلاکار بېرېسټر سيف ويلي، چې هېواد د ترهګرۍ په اور کې سوځي، خو غير قانوني مرکزي حکومت لا هم ناغېړې کوي.
هغه پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چې نه يې اغیزمنې ډيپلوماټيکې هڅې کړي او نه يې د دې حالت د کابو کولو لپاره کومه داخلي تګلاره جوړه کړې ده.
سیف همداراز ویلي، چې غیر قانوني فډرالي حکومت افغانستان د ترورېزم مسوول بولي، خو ډیپلوماټیکو خبرو ته زړه نه ښه کوي.
هغه زیاته کړه، چې له افغانستان سره د خبرو اترو لپاره استول شوي شرطونو ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړل شوی.
سیف وایي، د پاکستان مرکزي حکومت نه له افغانستان سره خبرې کوي او نه هم خیبر پښتونخوا ته اجازه ورکوي، چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له افغانستان سره خبرې اترې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه هېواد د ترهګرۍ په اور كې سوځي خو بيا هم تش په نامه وزيراعظم شهبازشريف بې حسه تماشه كوي۔
د نوموړي په وینا، غیرقانوني مرکزي حکومت په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترهګري جدي نه ګڼي.
نوموړي له وفاقي حکومته وغوښتل، چې دا باید ومني چې پاکستان یوازې پنجاب نه دی.
سیف خبرداری ورکړ، چې که د ترهګرۍ پر ضد سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته نه شي، نو دا اور به پنجاب او سند ته هم خپور شي.


د خیبر پښتونخوا ایالت دټانک ولسوالۍ مرستیال کمشنر اعلان وکړ، چې ددې ولسوالۍ له کاوړ سیمې نه تر جنډولې پورې پر هر ډول تګ راتګ بندیز دی.
په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې د ټانک ولسوالۍ د مرستیال کمیشنر دفتر د قانون پلي کوونکو ادارو د غوښتنې پر بنسټ د امنیتي ګواښونو له امله دکاوړ قلعې، منزۍ، خیرګي، کړي وام اوجنډولې ترمنځ لارې باندې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له۱۷مې وروسته د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې پر تګ او راتګ بشپړ ګرځبندیز دی.
د رسمي خبرتیا له مخې، له کاوړ قلعې، ګومل، ګرداوي څخه تر واڼه پورې لارې به د هر ډول ترافیک لپاره خلاصې وي.
ځايي ادارې له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د ګرځبندیز په موده کې له سفره ډډه وکړي.
یاده خبرتیا اړوندو ادارو ته، چې د کورنیو چارو او قبایلي چارو څانګه، د دیره اسماعیل خان کمیشنر، سیمهییز پولیس او پوځي چارواکي پکې شامل دي، استول شوې څو د ګرځبندیز د تدابیرو کلک تطبیق یقیني شي.
د ګرځبندیز پر لاره ډېری د جنوبي وزیرستان د مسیدو او برکي قبیلو وګړي تګ او راتګ کوي.
پاکستاني طالبان چې اکثریت د مسیدو قبیلې اړوند دي، د جنډولې، خیرګۍ او منزۍ له لارې ټانک او دیره اسماعیل خان ته تګ او راتګ کوي.
جنډوله سیمه تېره اونۍ د یوه ډله ییز ځانمرګي برید شاهده وه، چې ویل کیږي لس ځانمرګي بریدګر پکې وژل شوي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته پکې سطحي زیان رسېدلی.

د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې د تورخم په دروازه به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسط ډول د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېدل خو په تېرو ۲۲ ورځو کې په دې دروازه هیڅ ډول سوداګرې نه ده شوې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره هره ورځ دواړه هېوادونه له دوه اړخیزې سوداګرۍ درې میلیونه ډالر له لاسه ورکوي.
چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې له لاري هره ورځ افغانستان نه د ۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارت کېږي.
د پاکستانو د ګمرکونو چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنخ په تېرو ۲۲ ورځو کې د ۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري نه ده شوې.
پرهمدغه مهال د پاکستان د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې هره ورځ شاوخوا لس زره کسانو دواړو لوریو ته تګ راتګ کاوه خو له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې دغه دروازه د سوداګرۍ ترڅنګ د پلي مساپرو پرمخ هم تړل شوې ده.
د تورخم دروازه ۲۳ ورځې وړاندې له هغه وروسته وتړل شوه، چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د طالبانو د پوستې له جوړولو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.
د تورخم ستونزې د حل په موخه د دواړو خواوو د سوداګرو او قومي مشرانو په ګډون یوه جرګه هم جوړه شوې، خو له څو ځله مذاکراتو وروسته بې پایلي پای ته ورسیده او دروازه لا هم د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د بلوچستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو پر کاروان وربرابر کړ، چې د چاودنې په پایله کې یې ۱۱تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې، د پاکستاني پوځیانو دغه کاروان چې پکې اوه ټرانسپورټي بسونه او دوه موټرې شاملې وې؛ له کوټې څخه د بلوچستان تفتان سیمې ته پر لاره و.
د راپور پر بنسټ، تر برید وروسته وسلهوالو د پاکستاني ځواکونو پر یو موټر توغندی وېشتی.
په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي؛ خو زیاته شوې چې ټپیان یو سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوڅو ازادۍ غوښتونکي پوځ د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د دوی د مجید لېوا یوه ځانمرګي بریدګر دغه برید کړی دی.
بلوڅ بېلتون پاله وسلهوالو ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې نږدې «۹۰ تنه پاکستاني پوځیان» وژلي دي؛ خو لا تر اوسه د پاکستان پوځ د دغه ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پوځ څو ورځې وړاندې د بلوچستان په بولان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې ۳۰۰ پاکستاني پوځیان تر برمته کېدو وروسته ووژل.
د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې ټول برید کوونکي یې وژلي وو او لسګونه مساپر یې هم د بلوڅ بېلتون پالو له منګولو ژغورلي.
بلوڅ بېلتون پالو په دې وروستیو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د پاکستان پوځ ادعا لري، چې د رېل ګاډي د برید پر مهال د دغه ډلې بریدګر په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.
په بلوچستان کې بیا په یوې بله پېښه کې وسلهوالو یوه ښځه په ډزو وژلې ده.
د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې ناپېژانده وسلهوالو پر یو موټر ډزې وکړې او هڅه یې کوله یو ځایي وګړي وتښتوي؛ خو هغې مېرمنې یې مخنېوی کاوه، چې وسلهوالو په ډزو ووژله.
په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په بې سارې توګه نا امنۍ مخ په پراخېدو دي او د پاکستان حکومت یې پړه پر افغان طالبانو ور اچوي.
په افغانستان کې واک ته دطالبانو له رسېدو وروسته داسې ښکاري، چې په سیمه کې وسلهوال فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي او «ټيټيپي» بیا پښتونخوا کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

د جمهوري نظام پر مهال د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې هغه د افراطي او رواجي ملایانو سر سخته مخالف و.
هغه وايي، مفتي منیر شاکر په پښتنو سیمو کې لومړنی دیني عالم و چې له دین څخه یې روایتي تعبیر وننګاوه.
هغه زیاته کړې:« د رواجي او افراطي ملایانو سر سخت مخالف و. د عوامو په ژبه یې د دین اعتدالي اړخ ډېر په موثر انداز تشرېح کولو».
مفتي منیر شاکر د (کب ۲۵مه) د شنبې مازیګر د پېښور په اورمړو سیمه کې جومات ته د ننوتو پر مهال د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه.
د حلیم فدایي په خبره، ښایي نوموړی په روغتون کې وژل شوی وي.
ښاغلي فدایي وړاندې ویلي:« د پاکستان په ادارو یې سختې توندې نیوکې کولې او په دې وروستیو کې نوموړي د پاکستان د امنیتي ادارو له لوري تهدیدونه هم ترلاسه کړي وو».
ټاکل شوې، چې د مفتي منیر شاکر جنازه نن یکشنبه د پېښور په ناران باغ کې ترسره شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له خلکو غوښتي، چې د هغه په جنازه کې ګډون وکړي او په دغه ویر کې یې له کورنۍ سره ځان شریک کړي.
د پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو د دغه پېښې له کبله د پاکستان پر امنیتي ادارو توندې نیوکې کړې دي او په یاد ایالت کې یې د روانې نا امنۍ ګوته ورته نیولې ده.
د همدې ایالت پخواني سر وزیر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د رهبرۍ غړي بیا د مفتي منیر شاکر وژل کېدو په تړاو ویلي، چې پښتونخوا کې د وینو ویالې بهېږي.

پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون په یوې تازه سر مقاله کې طالبان او هند تورن کړي، چې په پاکستان کې یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لپاره له یو بل سره لاسونه یو کړي دي. دغې ورځپانې ادعا کړې، چې دواړه لوري د پاکستان د بېثباته کولو هڅې کوي او د دې کار لپاره یو موټی شوي دي.
ورځپاڼې په بلوچستان کې پر رېل ګاډي وروستي خونړي برید ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې طالبان د هند په امر د بلوڅ بېلتون پالو د مشروعیت ورکولو لپاره فعالیت کوي.
اېکسپرېس ټربیون د شنبې په ورځ د «کابل-ډیلي یووالي» تر سرلیک لاندې دغه مقاله کې لیکلي:« دا نوره پټه خبره نه ده، چې افغانستان او هند د پاکستان د کمزوري کولو او بېثباته کولو لپاره ګډ کار کوي».
ورځپاڼه چې د پاکستان د پوځ دریځ ته نږدې بلل کېږي، د بلوچستان د رېل ګاډي برید یې د استخباراتي ناکامۍ په توګه یاد کړی او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او هند ښکاره اړیکې باید اسلاماباد د نړۍوالو ډېپلوماټیکو فورمونو له لارې افشا کړې دي.
یادې پاکستاني رسنۍ له دې امله نړۍواله ټولنه هم ملامته کړې، چې د اسلاماباد شکایتونو ته لازمه پاملرنه نه کوي.
ورځپاڼې لیکلي:« پاکستان باید دا وڅېړي، چې ولې د دغه هېواد لهخوا وړاندې شوي اسناد او شواهد، چې د بهرنیو عناصرو د رول په اړه دي، په ملګرو ملتونو او نړۍوالو پلازمېنو کې جدي نه نیول کېږي؟».
اسلام اباد ځان د ترهګرۍ قرباني بولي؛ خو هند او طالبان پاکستان تورنوي چې د ترهګرو ډلو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.
هند له تېرو څو لسیزو راهیسې پاکستان د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړی او اوس طالبان هم ورته ادعاوې کوي.
دوی ادعا کوي، چې «پاکستان په سیمه کې د داعش ډلې څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي».
د طالبانو ویاندویانو ویلي: «د داعش مرکزونه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دي».
همدا راز د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان پوځ په خپل هېود کې د داعش روزنیز مرکزونه جوړ کړي او دوی په دې تړاو کره شواهد لري.
هغه ادعا کړې وه، چې د یاد هېواد پوځ داعشیان افغانستان ته د جګړو او ورانکارۍ لپاره لېږي.
له دې مخکې، د پاکستان د پوځ ویاند په رسمي ډول طالبان او هند تورن کړي وو، چې د بلوچستان پر جعفر اېکسپرېس د برید تنظیم او پلان یې کړی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې دغه برید د افغانستان له خاورې تنظیم او رهبري شوی و؛ خو طالبانو دغه تورونه رد کړي او له پاکستانه یې غوښتي، چې «د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان وانه چوي».
په همدې حال کې د پاکستان د اورګاډي وزیر حنیف عباسي د شنبې په ورځ اعلان وکړ:« هغه ترهګر چې د بېګناه انسانانو ژوند ته ګواښ پېښوي؛ که په پاکستان کې وي که افغانستان ته او یا بل هر هېواد ته تښتي دوی به یې وڅاري».
نوموړي په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل:« باید وڅېړو، چې ولې ترهګري بیا په هېواد کې سر راپورته کوي؟ ټوله نړۍ د سي پېک پروژې سره مخالفت لري او هڅې روانې دي، چې دغه پروژه ناکامه شي».
حنیف عباسي ټینګار وکړ:« پریکړه شوې، چې هېڅ ترهګر که په پاکستان کې وي او که بهر باید ونه بښل شي او که افغانستان یا بل کوم ځای ته تښتي باید وڅارل شي».