د پنټاګون نوی ویاند: طالبانو ته د افغانستان سپارل زما لپاره ډېره دردونکې وه

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون نوی ویاند شان پارنل وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ټول مسوولان به له ځوابویلو سره مخ شي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون نوی ویاند شان پارنل وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ټول مسوولان به له ځوابویلو سره مخ شي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په خپل لومړي خبري کنفرانس کې خبریالانو ته زیاته کړې، چې طالبانو ته په دې ډول د افغانستان سپارل د هغه لپاره ډېره دردونکې وه.
پارنل له افغانستانه د امریکا د وتلو پر ستراتیژۍ د نیوکې ترڅنګ وايي، ولسمشر ټرمپ او د دفاع وزیر دا بیخي درک کوي چې کله امریکا یوې جګړې ته ښکېله کېږي، اخلاقي دنده لري څو یو مشخص وروستی هدف، د وتلو روښانه ستراتیژي او د بري دقیق تعریف ولري.
د هغه په وینا، کله چې امریکا جګړې ته دننه کېږي، باید په پرېکنده ډول بری ترلاسه کړي، له دې پرته به د امریکايي سرتېرو یو نسل له ځانه وپوښتي: «دې ټولو جګړو څه پایله له ځان سره لرله؟»
پارنل همداراز ویلي، یوازې ده د افغانستان په جګړه کې خپل ۳۰ ملګري له لاسه ورکړي او اوس له ځانه پوښتي، چې د دې ټولو قربانیو په بدل کې څه ترلاسه شوي دي؟
نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ټولو مسوولانو پر ځوابویلو ټینګار کړی او زیاتوي: «که یو سرتېری خپله وسله ورکه کړي، هغه به ځواب ورکوي. له همدې امله ټول معیارونه باید پر لوړپوړو پوځي چارواکو پلي شي.»
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپانونو پرمهال ویلي و، چې له افغانستانه د وتلو ټول عاملین به له دندو ګوښه کړي.
هغه په وار-وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له امله پر جو بایډن د نیوکو ترڅنګ ټینګار کړی و، چې دا نامسوولانه وتل باید و ارزول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د دوشنبې په ورځ وویل، داسې کوم نوملړ نه شته چې د هغو افغانانو چې د امریکایي ځواکونو همکارانو وو، متحده ایالاتو ته یې د انتقال مخه ونیسي.
هغې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د پخوانیو همکارانو انتقال او ځای پر ځای کول اوس هم د دغه هېواد د سیاست یوه برخه ده.
مېرمن بروس زیاته کړه، چې د افغانانو لېږد د امنیتي چکونو او د امریکا د مصوونیت د ساتلو په موخه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې وروسته له پاکستان او نورو هېوادونو څخه امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو پروازونه لغوه شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند تایید کړه، چې د امریکا پخواني پوځي پرسونل لکه ژباړونکو ته د ویزو د ورکړې بهیر تر امنیتي ارزونې لاندې دی او په دې اړه به وروسته خبرې وکړي.
بروس د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د هغو افغانانو په اړه چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وویل: «موږ لا دمخه د دغو کسانو د لېږدولو لپاره چمتووالی نیولی دی. دا تل زموږ د پالیسي برخه وه چې هڅه وکړو تر څو د امکان تر حده ډېری خلک چې له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې زموږ سره یې همکاري کړې ده، ولېږدوو. دا بهیر له تېر حکومت راهیسې دوام لري او موږ لا هم پرې کار کوو.»
سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راتګ سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د اېستلو بهیر هم ودرېد.
اوس په افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې په نورو هېوادونو کې زرګونه کسان په بې باورۍ کې راګیر دي. دغه کسان د سفر له ټولو پړاوونو تېر شوي او د ویزې د صادرېدو په تمه دي.
د امریکا د کانګرس ځینو غړو د ټرمپ له ادارې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران هېر نه کړي.
دوی ټینګار کړی، چې دغو کسانو د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې او قرباني یې ورکړې ده.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر امریکايي رسنیو د هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري څو امریکا ته د دوی د اتباعو پر ننوتلو بندیز ولګوي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې امانډا مکګریګور او په پاکستان کې د دغه هېواد عالي کمېشنر نیل هاوکېنز سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې ویلي، چې د دې لیدنو په بهیر کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او له افغانستان سره د تعاملاتو د ننګونو په تړاو ژورې خبرېاترې شوې دي.
هغه چې د افغانستان لپاره د اسټرالیا له ځانګړې استازې او په اسلاماباد کې د دغه هېواد له عالي کمېشنر سره یې په سیمه کې د امنیتي ننګونو په تړاو خبرې کړي زیاتوي، چې هغوی ورسره د سولې، ثبات او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.
محمد صادق د افغانستان د امنیتي او بشري ناورین د حل لپاره د نړۍوالې او سیمهییزې همکارۍ پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې پاکستان چمتو دی څو له نورو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د امنیت او پرمختګ د ثبات په برخه کې خپل فعال رول ولوبوي.
ورته مهال، هغه د خپلې اېکس پاڼې له لارې په یوه بل بیان کې په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازې فیلیپا کینډلېر سره د یوې بلې لیدنې خبر ورکړی دی.
محمد صادق دغه راز لیکلي، چې د دې لیدنې پرمهال په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغوی د ژوند شرایطو او بشري اړتیاوو اړوند ننګونو تړاو بحث او خبرې شوې دي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي له افغان کډوالو سره د بشري مرستو او ملاتړ په برخه کې د نړۍوالو پرهمکارۍ ټینګار کړی او په وینا یې، ټول اړخونه دې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت لپاره هڅې وکړي.
محمد صادق داسې مهال له بهرنیو ډېپلوماټانو سره د افغانستان او سیمې د امنیتي ننګونو او د افغان کډوالو په تړاو خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې د تورخم دروازې او ټيټيټي په ګډون د طالبانو او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت پیکه شوي دي.
د یادونې ده، چې پاکستان د راتلونکې اپرېل میاشتې په پېل سره له دغه هېواده د اېسيسي او پياوار کارټونو ټولو درلودونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دغه اداره باید په افغانستان کې د «ملي ډیالوګ» او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي.
نوموړي پر یوناما نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه اداره د امنیت شورا له خوا ورته سپارل شوي واکونه په سمه توګه نه کاروي.
نوموړی د سولې او ثبات ټینګښت کې د ټولګډونه حکومت جوړول او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د څارلو لپاره د یوناما د کار دوام مهم ګڼي.
فایق د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا د غونډې له پای ته رسېدو وروسته افغانستان انټرنشنل ته په وینا کې د یوناما د کار پر روڼتیا او بې پرېتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه سازمان د امنیت شورا له خوا ورته سپارل شوي واکونه په سمه توګه نه دي کارولي.
هغه وویل، یوناما باید په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو په اړه د خبرو د پیل لپاره کار وکړي، خو دوی د بشري مرستو په مسله کې ښکېل دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د دوشنبې په ورځ د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه.
فايق د دغه پريکړه ليک تصويب ته په اشارې سره وويل، چې په دغه سند کې په افغانستان کې د بشري حقوقو د خراب وضعيت، د تروريزم د خپرېدو او د بې وزلۍ زياتوالي ته په پاملرنه ټينګار شوی دی.
هغه همدارنګه د ښځو پروړاندې د طالبانو د ټولو فرمانونو د لغوه کولو لپاره د امنیت شورا د غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې د هېواد د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره په عامه ډګر کې د ښځو ونډه اړینه ده.
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ باید د یوه مشروع حکومت له لارې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ولګول شي.
تر دې مخکې د سیمې د هېوادونو یو شمېر استازو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو پر خلاصون ټینګار کړی و، خو فايق څرګنده کړه، چې دغه شتمنۍ يوازې هغه مهال کارول کېداى شي، چې په افغانستان کې يو مشروع او قانوني حکومت رامنځته شي.
له درې نیمو کلونو وروسته د طالبانو حکومت هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
نصیر احمد فایق وویل، چې د نړۍوالې ټولنې افغانستان راستنېدل د یوه جامع او ملي حکومت رامنځته کېدو ته اړتیا لري، چې د خلکو حقونو او نړۍوالو کنوانسیونونو ته درناوی ولري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د یوناما ماموریت غځېدو له پرېکړې سره سم، په دغه سازمان کې د متحدهایالاتو سرپرستې استازې ډوروتي شیا د افغانانو او نړۍوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د یوناما له فعالیتونو څخه هرکلی کړی دی.
نوموړې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په افغانستان کې د یوناما کاري مودې غځېدو ته په اشارې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ودې لپاره د دغه سازمان د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د متحدهایالاتو سرپرستې په افغانستان کې د یوناما فعالیت د ملاتړ ترڅنګ د دغه سازمان له سرمنشي څخه غوښتي، چې د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرکړهلیک چې د افغانستان د ملاتړ لپاره اړین اقدامات پهکې شامل دي، په جدي ډول پلي کړي.
شیا همداراز له یوناما څخه غوښتي، چې د افغانستان د پراخ بشري ناورین د حل او د دغه هېواد د اقتصادي ثبات او ښهوالې لپاره د خپلو پروګرامونو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې استازې ډوروتي شیا د افغانستان د سولې لپاره د ټولو جریانونو ترمنځ د ملي مذاکراتو پر اړتیا او ارزښت هم ټینګار کړی.
د یادونې ده، چې نن (دوشنبه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره د افغانستان لپاره د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما ماموریت څومره چې اړین و، دومره اغېزمن نه و.
نوموړي همداراز ویلي و، چې د یوناما له ادرسه د افغانستان په تړاو تل منفي خبرونه خپاره شوي دي او د همدې ادرس د ناسمو معلوماتو پر اساس په ملګرو ملتونو کې هم ناسم ذهنیت رامنځته شوی دی.

د افغانستان د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت یوه بیان کې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې په کور دننه د خبریالانو او رسنیو وضعیت ناوړه بللی او غندلی یې دی.
نوموړې جبهې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په خپل بیان کې ټینګار کړی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د بیان ازادي او مدني حقونه په جدي ډول محدود شوي او د هېواد د رسنیو فضا پر تورې تیارې بدله شوې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په بیان کې په هېواد کې د طالبانو لهخوا د سانسور او ټولنیزو محدودیتونو ناوړه وضعیت ته هم اشاره شوې ده.
د دغه بیان پر بنسټ، طالبانو نه یوازې معلوماتو ته د لاسرسي فضا محدوده کړې، بلکې دا ډله د خلکو پر ورځني ژوند هم څارنه کوي.
د دغې جبهې په وینا، دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې طالبانو د رسنیو د پراخ فشار، د خبریالانو د نیولو او ځپونکي سانسور له لارې د مطبوعاتو ازادي له منځه وړې ده.
دې جبهې ویلي، چې د طالبانو پر خلاف د خبریالانو او ازادۍ مبارزینو ملاتړ یوه ملي او بشري دنده او له ټولو ازادو خلکو یې غوښتي، چې په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د رسنیو ملاتړکوونکو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې ډېری افغان خبریالان یا له هېواده وتلو ته اړ شوي یا په کور دننه د طالبانو له ګواښونو او جبر سره مخ دي.
د کب ۲۷مه یا د خبریال ملي ورځ په افغانستان کې داسې مهال لمانځل کېږي، چې څه موده مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې پېښې ۲۴ سلنه ډېرې شوې دي.
د نوموړي مرکز د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول پهکې شامل دي.
