• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خواجه اصف افغانستان ته په اشارې: زموږ دوښمن چې چېرته ناست وي موږ به پسې ورځو

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته په اشارې سره ویلي: «ترهګر چې هر هېواد کې وي او د پاکستان امنیت ګواښي، ورپسې ورځو.» خواجه اصف له پاکستاني رسنۍ جیو‌نیوز سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د ټي ټي پي وسله والې ډلې ملاتړ کوي.

خواجه اصف د پي ټي ای پر بنستګر عمران خان تور پورې کړ، چې د هغه په وخت کې ټي ټي پي بیا راوړل شوې او پیاوړې شوې.

اصف دا هم وویل، چې له طالبانو یې په ځلونو غوښتي چې ترهګرو ته دې په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي، خو یاده ډله په خپلو کې خپلمنځيو اختلافاتو کې ګیر ده.

همداراز له جیونیوز سره خبرو کې وفاقي وزیر مصدق ملک ویلي، چې د ترهګرۍ د رېښو اېستلو لپاره حکومت د عملیاتو پرېکړه کړې ده.

له دې سره، د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ملي امنیت پارلماني کمېټې ته د وینا پر مهال وویل: «د هېواد امنیت تر ټولو مهم دی، نه کومه اجنډا تر دې لوړه ده، نه کوم تحریک او نه هم کوم شخصیت.»

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د پارلماني کمېټې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شوی او نړۍ باید د افغان حکومت له کړنو خبره شي.

هغه وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو مسله باید په ډېپلوماټیکه کچه یاده شي او نړۍواله ټولنه هم باید دې مسلو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې نړۍ نه شي کولی له دې سیمې ځان جلا وساتي او د هغو کسانو موندل هم اړین دي چې ترهګرو ته مالي ملاتړ برابروي.

پاکستاني چارواکي په داسې پر طالبانو دغه تورونه پورې کوي، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو بیا په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغان پانګه‌وال د متحده‌ اماراتو د «بشردوستۍ» مډال ترلاسه کړ

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰

افغان پانګه‌وال او د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي وايي، چې د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر شېخ محمد بن راشد ال مکتوم د عزیزي بنسټ د خیریه فعالیتونو د ستاینې په پار هغه ته د «بشردوستۍ» مډال ورکړی دی.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دغه مډال هغه ته په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ورکړل شوی دی.

د افغانستان د یوه لوی خصوصي بانک څښتن، میرویس عزیزي یو مشهور افغان سوداګر او پانګه‌وال دی چې د هغه په ​​وینا، په متحده عربي اماراتو کې یې مېلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.

هغه لیکلي دي: «دغه ارزښتناک مډال، چې نن د دوبۍ په ښار كې د ځانګړو مراسمو په ترڅ كي راته راکړل شو، د عزيزي شرکت د بشري او خیریه فعالیتونو د ستاینې لپاره او په ځانګړي ډول زموږ د هغو خيريه مرستو د درناوي لپاره اهدا شوی، چې په دې وروستيو كي مو د شېخ محمد بن راشد د نړۍوال ابتکار په چوكات كې د پلار د اعانې صندوق په ملاتړ اعلان كړې وې.»

عزیزي د دوبۍ له واکمن څخه د مننې ترڅنګ د دغه مډال ترلاسه‌کول د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام لپاره یوه هڅونه بللې ده.

افغان پانګه‌وال او سوداګر میرویس عزیزي څه موده مخکې ویلي و، چې غواړي په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي.

طالبانو د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له دندو ګوښه کړل

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د طالبانو له‌خوا د افغانستان له علمي بنسټونو څخه د متخصصو او تجربه‌لرونکو کسانو د ګوښه‌کېدو په دوام، دغې ډلې په دې وروستیو کې د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له وضاحت او دلیل پرته ګوښه کړي دي.

په یوه خپور شوي مکتوب کې لیدل کېږي، چې دا استادان د پوهندوی، پوهنمل او پوهنیار اکاډمیکې رتبې لري او ویل کېږي چې خپلې لوړې زده‌کړې یې په بهرنیو پوهنتونونو کې سرته رسولې دي.

پوهندوی صنعت‌الله جویا، پوهنمل محمدانور ظفري، پوهنمل عبدالبصیر عزیزي، پوهنمل محمدراشید رحیمي، پوهنمل محمدقاسم رشیدي او پوهنیار امین‌الله رحیمي هغه استادان دي، چې طالبانو تازه د بدخشان له پوهنتون څخه ګوښه کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.

د طالبانو له‌خوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلیو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.

څه موده مخکې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د انسجام کمېټې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ويلي و، چې دغه وزارت د البيروني او پروان پوهنتونونو ۱۴ استادان د استادۍ له دندو ګوښه او اداري بستونو ته یې تبديل کړي دي.

په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربه‌لرونکو استادانو د ګوښه‌کېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ځلونو د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي غوښتي څو بېرته هېواد ته ستانه شي.


افغان اېواک: د افغانانو د لېږد په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې مبهمې دي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ټامي بروس له هغو څرګندونو وروسته چې ګواکې متحده‌ایالاتو ته د افغان همکارانو پر سفر د بندیز کوم نوملړ نه شته، تازه د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد ملاتړکونکي بنسټ، «افغان اېواک» مشر ویلي، چې د دغه وزارت څرګندونې روښانه نه دي.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت دې په واضیح توګه ووايي چې په افغانستان کې د متحده‌ایالاتو پخواني پوځي همکاران امریکا ته د افغانستان او څو نورو هېوادونو د وګړو لپاره د سفر بندیز په نوملړ کې شامل دي او که نه.

هغه ویلي، چې د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو د برخلیک په تړاو د یوې پوښتنې له څرګند ځواب‌ویلو څخه ډډه کړې او د دې موضوع د واضیح‌کېدو پر ځای یې نورې خبرې کړې دي.

څه موده مخکې رویټرز خبري اژانس او نیویارک ټایمز راپورونه ورکړي و، چې ښايي امریکا ته د افغانانو او یو شمېر نورو هېواد وګړو پر سفر بندیز ولګول شي.

د وېڼډیور په وینا، دا نوملړ چې د ټرمپ دولت په لومړۍ دوره کې هم و، د تصویبېدو په صورت کې به یې ویزه‌لرونکي افغانان هم متحده‌ایالاتو ته د ننوتلو اجازه ونه‌لري.

نوموړی دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، داسې کوم نوملړ نه شته چې امریکا ته د دغه هېواد د پخوانیو افغان همکارانو د لېږد مخنیوی وکړي.

هغې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د پخوانیو همکارانو لېږدول او ځای پر ځای کول لا هم د دغه هېواد د سیاست یوه برخه ده.

د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ پر امریکا له واکمنېدو وروسته یو اجراییوي فرمان صادر کړ، چې له امله یې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه متحده‌ایالاتو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد پروازونه لغوه شول.

د اروپايي ټولنې د سږ کال لومړنۍ بشري مرسته افغانستان ته ورسېده

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۴ GMT+۰

اروپايي ټولنې خبر ورکړی،چې د ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو لومړنۍ الوتکه تېره شپه ناوخته کابل ته رسېدلې. د افغانستان لپاره دغې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دغو بشري مرستو کې ۱۰۰ ټنه درمل او طبي توکي شامل دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه له دغو مرستو سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د شارژدافيرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار انځور هم خپور کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دوی له خپلو شریکانو سره يو ځای د دغې ټولنې د مالي برخې له تامين سره، په افغانستان کې له اړمنو کورنيو سره مرستې ته ژمن دي.

دا مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېدلي، چې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د مالي سرچینو کمښت به د دغه سازمان له خوا د ملاتړ ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شي او ۱.۸ میلیونه نور افغانان به له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

د پاکستان د پوځ او پارلمان ګډه ناسته: هند او ځینې «افغان عناصر» د جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د ملي امنیت پارلماني کمېټې غونډه کې ددغه هېواد پوځي مشرانو یولړ شواهد وړاندې کړل چې ادعا کوي د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د پاکستاني جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان پارلمان په دې ځانګړې ناسته کې چې نن د سې شنې په ورځ د کب ۲۸مه د تړلو دروازو ترشا و شوه، د پارلمان د غړو او پوځ پر مشرانو سربېره د څلورو ایالتونو سر وزیرانو او والیانو هم ګډون درلود.

په غونډه کې، چې شاوخوا دوه ساعته روانه وه، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو پر ډېروالي خبرې شوې دي.

د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، په ناسته کې پوځي او استخباراتي چارواکو ویلي، چې د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د جنګیالیو ډلو مرسته او ملاتړ کوي، چې دا کار د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

د افغان عناصرو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو پاکستاني چارواکو له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر ډلې د ټي ټي پي په ملاتړ تورنې کړې دي.

د پاکستان پوځ پارلمان ته ویلي چې استخباراتي راپورونه ښيي، چې د افغانستان خاوره په پرله پسې ډول په پاکستان کې د بریدونو د پلانولو لپاره کارول شوې ده.

پوځ همدراز ویلي چې په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي او د بنو امنیتي مرکز وروستي بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو او په یادو بریدونو کې «ګڼو افغانانو» ګډون درلود.

که څه هم دوی د کوم هېواد نوم دی اخیستی خو ویلي یې دي چې جنګیالیو په بهر کې جوړې شوې وسلې کارولې دي.

د پاکستان پوځي چارواکو ددغه هېواد پارلمان ته منلې، چې روژې میاشتې کې وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.

دوی همدراز ویلي، چې جنګیالۍ ډلې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو له خوا تمویلیږي.

دې غونډې ته د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور لګېدلی او دا اور ګاونډیو هېوادونو ته هم رسېدلی شي. نوموړي د سیمې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې دا ګواښ جدي ونیسي.

هغه وویل، «نړۍ نشي کولی له دې مسالو ځان ګوښه کړي او باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره فعال او ستراتیژیک چلند وکړي.»

په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې «ملت د ترهګرۍ پر وړاندې متحد دی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ کوي».

مولانا فضل الرحمان په بهرنیو جګړو کې د پاکستان د ښکېلتیا پر وړاندې خبرداری ورکړی او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته د امریکا په مشرۍ ترهګرۍ ضد جګړې ته د پاکستان د ورګډېدو پرېکړه یې یوه لويه تېروتنه بللې ده.

فضل الرحمان پر افغانستان د جګړې ناوړه اغېزې روښانه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستانی ریاست باید د بل چا په جګړه کې شامل نه شي.

پاکستان داسې مهال له امنیتي ننګونو او ترهګریزو پېښو سره لاس او ګریوان دی، چې په سیمه کې فعالې ډیری جنګیالۍ ډلې ددغه هېواد له استخباراتو سره پخوانۍ اړیکې او په افغانستان کې د ورانکاریو او نظامونو د پرځولو سابقه لري.