• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي ټولنې د سږ کال لومړنۍ بشري مرسته افغانستان ته ورسېده

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۵۶ GMT+۰

اروپايي ټولنې خبر ورکړی،چې د ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو لومړنۍ الوتکه تېره شپه ناوخته کابل ته رسېدلې. د افغانستان لپاره دغې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دغو بشري مرستو کې ۱۰۰ ټنه درمل او طبي توکي شامل دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه له دغو مرستو سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د شارژدافيرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار انځور هم خپور کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دوی له خپلو شریکانو سره يو ځای د دغې ټولنې د مالي برخې له تامين سره، په افغانستان کې له اړمنو کورنيو سره مرستې ته ژمن دي.

دا مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېدلي، چې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د مالي سرچینو کمښت به د دغه سازمان له خوا د ملاتړ ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شي او ۱.۸ میلیونه نور افغانان به له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پوځ او پارلمان ګډه ناسته: هند او ځینې «افغان عناصر» د جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د پاکستان د ملي امنیت پارلماني کمېټې غونډه کې ددغه هېواد پوځي مشرانو یولړ شواهد وړاندې کړل چې ادعا کوي د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د پاکستاني جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان پارلمان په دې ځانګړې ناسته کې چې نن د سې شنې په ورځ د کب ۲۸مه د تړلو دروازو ترشا و شوه، د پارلمان د غړو او پوځ پر مشرانو سربېره د څلورو ایالتونو سر وزیرانو او والیانو هم ګډون درلود.

په غونډه کې، چې شاوخوا دوه ساعته روانه وه، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو پر ډېروالي خبرې شوې دي.

د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، په ناسته کې پوځي او استخباراتي چارواکو ویلي، چې د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د جنګیالیو ډلو مرسته او ملاتړ کوي، چې دا کار د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

د افغان عناصرو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو پاکستاني چارواکو له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر ډلې د ټي ټي پي په ملاتړ تورنې کړې دي.

د پاکستان پوځ پارلمان ته ویلي چې استخباراتي راپورونه ښيي، چې د افغانستان خاوره په پرله پسې ډول په پاکستان کې د بریدونو د پلانولو لپاره کارول شوې ده.

پوځ همدراز ویلي چې په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي او د بنو امنیتي مرکز وروستي بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو او په یادو بریدونو کې «ګڼو افغانانو» ګډون درلود.

که څه هم دوی د کوم هېواد نوم دی اخیستی خو ویلي یې دي چې جنګیالیو په بهر کې جوړې شوې وسلې کارولې دي.

د پاکستان پوځي چارواکو ددغه هېواد پارلمان ته منلې، چې روژې میاشتې کې وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.

دوی همدراز ویلي، چې جنګیالۍ ډلې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو له خوا تمویلیږي.

دې غونډې ته د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور لګېدلی او دا اور ګاونډیو هېوادونو ته هم رسېدلی شي. نوموړي د سیمې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې دا ګواښ جدي ونیسي.

هغه وویل، «نړۍ نشي کولی له دې مسالو ځان ګوښه کړي او باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره فعال او ستراتیژیک چلند وکړي.»

په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې «ملت د ترهګرۍ پر وړاندې متحد دی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ کوي».

مولانا فضل الرحمان په بهرنیو جګړو کې د پاکستان د ښکېلتیا پر وړاندې خبرداری ورکړی او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته د امریکا په مشرۍ ترهګرۍ ضد جګړې ته د پاکستان د ورګډېدو پرېکړه یې یوه لويه تېروتنه بللې ده.

فضل الرحمان پر افغانستان د جګړې ناوړه اغېزې روښانه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستانی ریاست باید د بل چا په جګړه کې شامل نه شي.

پاکستان داسې مهال له امنیتي ننګونو او ترهګریزو پېښو سره لاس او ګریوان دی، چې په سیمه کې فعالې ډیری جنګیالۍ ډلې ددغه هېواد له استخباراتو سره پخوانۍ اړیکې او په افغانستان کې د ورانکاریو او نظامونو د پرځولو سابقه لري.

زړه سړه جګړه پای مومي، که بله پیلیږي؟

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

پاکستان په ۱۹۴۷ کې وزېږول شو.د سړې جګړې په ترټولو تودو شېبو کې. دویم نړیوال جنګ نوی پای ته رسېدلی و. سوسیالیستي شوروي نیمايي اروپا لاندې کړې وه او مخ په جنوب راروانه وه. انګلو- امریکا د پیاوړې کېدوني شوري اتحاد ویرې په سر اخیستې وه.

شوروي په ماتریالیستي نظريې ولاړ و او دا د اسلامي نړۍ لپاره ګواښونکې ایډیولوژي وه. له هند څخه بېل شوي مسلمانان، چې وجودي منطق یې اسلامي نظریه وه ښه په جوش و خروش کې ول. پاکستان ته په اووه کلنۍ کې د سیاتو SEATOاو په اته کلنۍ کې په سنتو CENTO کې غړیتوب ورکړل شو،چې یو یې جنوبي اسیا او بل یې منځني ختیځ ته د کمونیزم د ورخپرېدا د مخنیوي لپاره جوړ شوي وو. پاکستان په چټکۍ د یوه پوځي هېواد په توګه سر راپورته کاوه، چې تر غاښو پورې په افراطیت او ایډیولوژیکه غوسه هم وسله‌وال و. په زرګونو سیاسي – استخباراتي مدرسې پکې جوړې شوې او د لویدیځ تبلیغاتي کارخونې او فکري مرکزونه یې هم ترشا وو.

پاکستان لا دېرش کلن شوی نه‌و چې لویدیځ د افغان هېوادمشر محمد داود له پلوۍ ناهیلی شو او داسې یې احساس کړه، چې دغه ملتپال مشر غواړي د افغانستان ناپلوي وساتي، بلکې ورو ورو د شوروي خواته ورښوییږي. د کیڼ اړخو تر کودتا لږ وخت روسته شوروي په افغانستان راوبلوسل. د افغانستان خلکو یې په وړاندې مبارزه پیل کړهاو د پاکستان غوا لنګه شوه. سړه جګړه دلته توده شوه. پاکستان د لویدیځ په اورلګوني د سړې جګړې بټۍ اورغړنه کړه او افغانان یې د دغې بټۍ خاشاک کړل.

 له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۷ پورې د ISI مشر جنرال عبدالرحمان چیغې کړې: « کابل باید وسوځي!» او همداسې وشول. دا مهال د نړۍ ټولې وسلې پاکستان او په هغه کې مېشتو نړیوالو افراطي جهادي ډلو ته راروانې وې. عربان، پنجابیان، چین و چیچین، منځنۍ اسیا والا او نور. شپېته زره استخباراتي مدرسو او معهدونو په ټول توان د جګړې ايډیولوژیک بشري ځواک تولیداوه، افراطیت ورځ تر بلې چاغېده، د وسلو ترڅنګ تبلیغاتي دستګاوې، راډیوګانې او روسته تلویزیونونه په خرپ لګیا وو. شوروي چې ړنګ شو، د سړې جګړې میراثي ډلې پاتې شوې او پاکستان. ټول فکر په دې متمرکز و، چې دا جوړ شوی دیو څنګه مدیریت شي او چېرته یې بوخت وساتي؟ د هندوستان په وړاندې، د افغانستان په ضد، په کور دننه د بلوڅو، پښتنو او نورو ناخوښو ولسونو په ضد.

پوځي پاکستان تر یوې مودې له دغه افراطیت څخه د څښنده اشغال Forward Policy او ستراتيژیک عمق Strategic Depth پالیسیو لپاره ګټه پورته کړلای شوه. په تېره بیا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې وروسته، چې یو ځل بیا د پاکستان مېښې نرکټی وزېږاوه او د لویدیځ غوا غولانځ پرې راپرېښوده. په سیمه‌ییزو لوبو کې لوبېدلی پاکستان دومره سپین‌سترګی شو، چې په یوه وخت کې یې دوه سره سیال ځواکونه تېرایستل. له یوې خوا یې امریکا رالوشله او له بلې خوا یې له چین سره پټه و ښکاره یارانه خوږه کړې وه. دې کیسې لکه چې لویدیځ ته خوند ورنه‌کړ. د اوکراین له جګړې، په منځني ختیځ کې له خونړیو پېښو او د اسراییل له بدمستۍ وروسته داسې څرګندیږي، چې نړۍ یوې بلې جیوپولیتیکې زمانې ته ورننوځي.

ایا د پاکستان دنده پای ته رسېدلې؟

د دوو اټومي ډېریو په سر ناست پاکستان لکه چې نور هغسې په‌کار نه دی، چې اویاکاله پخوا و.

دا دوه اټومي ډېرۍ یوه یې اتومي وسله ده او بله یې تولید کړی افراطیت دی، چې اوس نو په پاکستان کې هم نه‌ځاییږي. شوروي نور نه‌شته او ښايي په دې نوي پړاو کې نور نو نه چین او نه هم منځنۍ اسیا و روسیه په هغو نیابتي ايدیولوژیکو افراطیونو ډارول کېدلای شي، چې پاکستان یې تولید او مغزمينځنه په ټېکه اخیستې ده او نه هم لویديځ د هغوی د بوخت ساتلو لګښتونه نور پرې کولای شي.

منځنی ختیځ هم بدل شوی دی. اسرائیل خپل ټول مهم دښمنان له پښو غورځولي دي او له ایران سره حالات ترینګلي دي. په پاکستان او منځني ختیځ کې افراطي اورپکي ښايي نور په کار نه‌وي، بلکې ښايي لا نوي نظم ته په ګواښ بدلیدونکي هم وي. له همدې کبله لوبه بدلیدونکې ښکاري.

تر پاکستان لاندې د باروتو ډېرۍ ورو ورو اور اخلي. بلوڅو سرمچارو د پاکستان په پوځيانو ځمکه سره تبۍ ګرځولې ده. پښتانه هم له خښمه ایشي. پاکستاني طالبان ورته لیوني شوي او هره ورځ چاودنې و وژنې. د لومړي ځل لپاره پوځ له سیاسي اړخه سره ویشلی دی.

د لوبې د بدلون یوه نښه خو دا ده، چې هغه سرچینې اور اخلي، چې د ساړه جنګ پرمهال مهمې ګڼل کېدې. د حقانیې مدرسې کارېزماتیک افراطي شیخان یو یو وژل کیږي، د ملا فضل رحمن او نورو اورپکو ډلو مشران یو یو په نښه کیږي. ملا، عام وګړی، سیاستوال او بل هرڅوک چې وژل کیږي، ګوته پوځ ته نیسي او پوځ د تل په شان هندوستان او افغانستان ته د ملامتیا مخ ورګرځوي.

« یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»چیغې د هرچا په خوله دي. د پاکستان اقتصاد ړنګ دی او د پوځ د وحشیانه چلند له کبله په پښتنو، بلوڅو او نورو لږکیو کې د بېلتون پالنې حس ورځ تر بلې پیاوړی کیږي. هره ورځ په مدرسو او جوماتونو کې چاودنې دي او د پاکستان هغه ایډیولوژیک حیثیت چې د زېږېدا په زمانه کې و، اوس نه شته. ملا، جومات او مدرسې، چې یومهال پاکستاني پوځ ته تقدس ورکاوه او د اسلام ساتونکی پوځ یې باله اوس هغه هم چیغې وهي، چې: « یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»له دې چېغو سره سم، پوځ ټوپک پرې راواړوي،نه ملا پرېږدي او نه جومات و نه مفتي و شیخ و طالب.

په پراخه پیمانه د زاړه ساړه جنګ د پای ته رسېدا یوه نښه خو د پاکستان دا حالت او په تېره بیا په پاکستان کې دننه د افراطیت د تولید د مراکزو او متفکرو مغزو له منځه وړل دي، چې خورا په سیستماتیکه بڼه راړنګیږي، بله نښه یې د سړې زمانې د تبلیغاتي ماشین له کاره غورځول دي. د امریکا حکومت په یوه ډراماتیکه پرېکړه کې د امریکا غږ، ازادۍ راډیو او یوشمېر نورو رسنیو د کار دوام ځنډولی دی. په دغو رسنیو ډېره پانګونه شوې وه او لګښت یې هم ډېر و. په سیمه کې یې اوس ګڼ اورېدونکي او لیدونکي لرل. په افغانستان کې مېشت خلک او ډیورند ته څېرمه ولسونه چې د واکمن استبداد له لاسه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري، همدا رسنۍ يې ته غوږ او سترګې وې. څه وشول چې له دې ټولو پېښو سره هممهال نوره نو د دوی اړتیا پای ته ورسېده؟

څه روان دي؟

ایا سړه جګړه په زړه بڼه پای ته رسېدلې؟ که کومه نوې پېښه پېښېدونکې ده؟ څه ډول پېښه؟ چېرته او په چا؟

که نه دا یوازې اقتصادي ستونزه ده او امریکا غواړي، خپل لګښتونه راکم کړي؟

دا مهمې پوښتنې دي.د ایران او چین په وړاندې به د لویديځ سیاستونه څه وي؟ ایا په نوې لوبه کې به لویدیځ هغسې سره یولاس وي، لکه د سړې زمانې پرمهال چې و؟ که نه دا ځل اروپا خواشینې و غوسه ده؟

د اوکراین له جګړې را وروسته اروپا یو ځل بیا راویښه شوې او په فکر کې ده، چې څه وکړي؟ ایا د نړیوالو سیالیو په ډګر کې هماغسې په پټو سترګو له انګلو – امریکا سره ودریږي؟

نړۍ به له تولید شوي افراطیت سره څه کوي؟ دا سمه خبره ده، چې دوی یې سرغنې په نښه کوي او وژني یې، خو د سړې جګړې پرمهال او بیا له ترهګرۍ سره په تش‌په نامه جګړه کې دا ډلې دومره ډېرې روزل شوي دي، چې اوس یې مدیریت او په ټولنو کې بېرته ادغام ناشونی بريښي. له ترکیې، سوریې، عراق نه رانیولې تر منځنۍ اسیا و د چین تر سینکیانګ او هاخوا تر تاتارستان پورې د باروتو له دې زېرمه شویو باروتو سره به څه پېښ شي؟

یوڅرښنده او د لړو ترشا انځور خو یې دا دی، چې په سپینو، تورو، شنو او برګو بیرغونو یې سره ویشي او جنګوي یې، دومره یې سره جنګوي، چې سره خلاص شي. په دې کې به لویدیځ بریالی شي، که نه؟ خو دا سیمه به د یویشتمې پېړۍ په سوځېدلې ځمکه بدله کړي او یوه لویه تمدني حوزه به د اور خوراک کړي. اسیا په اقتصادي زبرځواک بدلېدونکې ده ایا په دې نوې لوبه کې به د اسیا د اقتصادي ودې و مرکزیت کېدو لپاره خنډ جوړول هدف وي که د هغې مالکیت؟

د سیمې او نوې لوبې تګلوری به د پورتنۍ وروستۍ پوښتنې ځواب روښانوي. ترهغو په همدې پوښتنو فکر کول بویه، ګوره که ځوابونه یې پیدا شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري، خو د چا د نظر ننګه نه کوي.

پوتين له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې له تاجکستان سره امنيتي همکاري پياوړې کوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې روسیه به له افغانستان څخه د رامنځته شویو ګواښونو په پام کې نیولو سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ مسکو ته د خپل سفر پرمهال د روسیې له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

له لیدنې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې روسیه به په اسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له تاجکستان سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

پوتین وویل: «په طبیعي توګه، موږ نه شو کولی په مرکزي اسیا کې او په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې څخه راپورته کیدونکو ننګونو او ګواښونو امنیتي مسالې له پامه وغورځوو».

د روسیې ولسمشر زیاتوي چې روسیه به په تاجکستان کې ددغه هېواد د ۲۰۱ پوځي اډې د کارولو په ګډون په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «موږ پرېکړه کړې چې دفاعي، پوځي او تخنیکي همکارۍ لا ژورې کړو او همدارنګه د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړو.»

پوتین دا هم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې یې د تاجکستان په غرنۍ سیمه کې یوه سرحدي اډه پرانستل شوې ده.

هغه وويل:«دا اډه د روسیې په فدرالي فنډ جوړه شوې او په وروستيو تخنیکي تجهیزاتو او وسلو سمبال ده، نن موږ په دې برخه کې د همکارۍ د دوام موافقه وکړه».

تاجکستان د نشه یې توکو ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو ځینو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د تاجکستان اسلامي غورځنګ څانګې انصارالله نه سخته اندېښنه لري.

طالبانو پر غزه د اسراييل بريدونه وغندل

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د غزې ښار پر بیلابیلو سيمو د اسرایيل هوايي بريدونه غندلي. طالبانو ويلي، چې د اسراییل دغه بريد د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف او د انسانیت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

پر فلسطين د اسراییل تر برید وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې د دغه بريد د غندلو ترڅنګ دغه بريد د ټولو قوانینو خلاف بللی.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي، « دصهیونيستي يرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی بلکي د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.»

طالبانو پر هېوادونو غږ کړی، چې «د فلسطينیانو ملاتړ وکړي او د اشغال پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطینیانو د حقه مبارزې او مشروع مقاومت ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.

په دغو بریدونو کې، چې نن سهار وختي وشول، د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی.

فلسطیني چارواکو تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي.

حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره ددوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشي کولو ته تیار نه دی.

هندو ورځپاڼه: په نوي ډيلي کې د طالبانو د سفیر منل به مهم تغیر وي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۰

ده هندو ورځپاڼه وايي، چې هند په دوامداره توګه له طالبانو سره خپلې اړیکې نږدې کوي او رپوټونه وايي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته اجازه ورکړي چې په نوي ډیلي کې خپل سفیر وټاکي.

هندو وايي، د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې پرته به په هند کې د طالبانو د ډيپلوماټ منل یو مهم بدلون وي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا هغه څه دي چې ډېری هېوادونو تر اوسه نه دي منلي، ځکه له ښځو سره د طالبانو ناوړه چلند او د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو او نورو بندیزونو وضعیت دومره کړکېچن کړی، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا « جنسیتي اپارتاید» بللی دی.

هندو وايي، نوی ډیلی باور لري چې همدا اوس د طالبانو د ملاتړ وخت دی او دا په افغانستان کې د خپل نفوذ او ګټو لپاره یو فرصت بولي.

ورځپاڼه وايي، چین په کابل کې له هند مخکې حرکت کړی او د طالبانو د استازي باورلیک یې منلی.

بېجینګ دغه راز ځینې پروژې پلې کړې او غواړي طالبان د ورېښمو لارې ابتکار کې شامل کړي.

د هندو په باور، نوی ډیلی د خپل سیال پاکستان پر وړاندې چې له طالبانو سره یې پخوانۍ ګرمې اړیکې اوس سړې شوې دي، عمل کوي.

خو ورځپاڼه وايي، له طالبانو سره د اړیکو ټینګښت لوی خطرونه هم لري، چې هند یې باید په افغانستان کې له ښکیلتیا وړاندې په پام کې ونیسي او هغه د داعش حضور او له ټي ټي پي د طالبانو ملاتړ دی.

ده هندو زیاتوي، چې هند هم د داعش له ستونزې سره مخ دی.

ورځپاڼه وايي، هند اوس ښکاره د داعش تر «هدف لاندې» دی او نوی ډیلی باید له طالبانو سره له اړیکو مخکې دغه خطرونه او له ترهګرۍ سره په سیمه ییزه مبارزه کې د طالبانو همکاري جدي و ارزوي.