طالبانو د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له دندو ګوښه کړل

د طالبانو لهخوا د افغانستان له علمي بنسټونو څخه د متخصصو او تجربهلرونکو کسانو د ګوښهکېدو په دوام، دغې ډلې په دې وروستیو کې د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له وضاحت او دلیل پرته ګوښه کړي دي.

د طالبانو لهخوا د افغانستان له علمي بنسټونو څخه د متخصصو او تجربهلرونکو کسانو د ګوښهکېدو په دوام، دغې ډلې په دې وروستیو کې د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له وضاحت او دلیل پرته ګوښه کړي دي.
په یوه خپور شوي مکتوب کې لیدل کېږي، چې دا استادان د پوهندوی، پوهنمل او پوهنیار اکاډمیکې رتبې لري او ویل کېږي چې خپلې لوړې زدهکړې یې په بهرنیو پوهنتونونو کې سرته رسولې دي.
پوهندوی صنعتالله جویا، پوهنمل محمدانور ظفري، پوهنمل عبدالبصیر عزیزي، پوهنمل محمدراشید رحیمي، پوهنمل محمدقاسم رشیدي او پوهنیار امینالله رحیمي هغه استادان دي، چې طالبانو تازه د بدخشان له پوهنتون څخه ګوښه کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښهکېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.
د طالبانو لهخوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلیو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.
څه موده مخکې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د انسجام کمېټې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ويلي و، چې دغه وزارت د البيروني او پروان پوهنتونونو ۱۴ استادان د استادۍ له دندو ګوښه او اداري بستونو ته یې تبديل کړي دي.
په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربهلرونکو استادانو د ګوښهکېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ځلونو د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي غوښتي څو بېرته هېواد ته ستانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ټامي بروس له هغو څرګندونو وروسته چې ګواکې متحدهایالاتو ته د افغان همکارانو پر سفر د بندیز کوم نوملړ نه شته، تازه د افغان پناهغوښتونکو د لېږد ملاتړکونکي بنسټ، «افغان اېواک» مشر ویلي، چې د دغه وزارت څرګندونې روښانه نه دي.
نوموړي د سېشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت دې په واضیح توګه ووايي چې په افغانستان کې د متحدهایالاتو پخواني پوځي همکاران امریکا ته د افغانستان او څو نورو هېوادونو د وګړو لپاره د سفر بندیز په نوملړ کې شامل دي او که نه.
هغه ویلي، چې د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو د برخلیک په تړاو د یوې پوښتنې له څرګند ځوابویلو څخه ډډه کړې او د دې موضوع د واضیحکېدو پر ځای یې نورې خبرې کړې دي.
څه موده مخکې رویټرز خبري اژانس او نیویارک ټایمز راپورونه ورکړي و، چې ښايي امریکا ته د افغانانو او یو شمېر نورو هېواد وګړو پر سفر بندیز ولګول شي.
د وېڼډیور په وینا، دا نوملړ چې د ټرمپ دولت په لومړۍ دوره کې هم و، د تصویبېدو په صورت کې به یې ویزهلرونکي افغانان هم متحدهایالاتو ته د ننوتلو اجازه ونهلري.
نوموړی دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، داسې کوم نوملړ نه شته چې امریکا ته د دغه هېواد د پخوانیو افغان همکارانو د لېږد مخنیوی وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د پخوانیو همکارانو لېږدول او ځای پر ځای کول لا هم د دغه هېواد د سیاست یوه برخه ده.
د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ پر امریکا له واکمنېدو وروسته یو اجراییوي فرمان صادر کړ، چې له امله یې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه متحدهایالاتو ته د افغان پناهغوښتونکو د لېږد پروازونه لغوه شول.

د بښنې نړۍوال سازمان یوه مسووله سمیرا حمیدي وایي، چې د افغان مېرمنو وضعیت بېړنی دی او د عاجلو اقداماتو اړتیا ده. نوموړې د برېتانیا د پارلمان له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره عملي اقدامات وکړي.
مېرمن حمیدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د برېتانیا د پارلمان غړو ویلي چې د افغانستان د ښځو له وضعیت څخه خبر دي او دوی ټینګار کړی، چې د افغان مېرمنو شرایط باید بدل شي.
د بښنې د نړۍوال سازمان یاده مسووله وایي، چې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره اړتیا ده، چې د هېوادونو د پارلمان غړي اقدام وکړي.
هغې د برېتانیا د پارلمان له غړو وغوښتل، چې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره مخکښ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو ډېر شمېر سازمانونه د طالبانو اقدامات د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه بولي.
دوی غواړي، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسميت وپېژندل شي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو محدودیتونه زیات دي، خو یادې ډلې تل ټينګار کړی چې د اسلامي شریعت پر اساس یې ټولو ښځو ته حقونه ورکړي دي.
د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې په زیاتېدو دي، چې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې افغان مېرمنې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې دي.
د ښځو د حقونو فعالانې په دې باور دي، چې د ښځو حقونه تل «دین او کلتور» ته د درناوي په پلمه تر پښو لاندې شوي.
د روان کال د مرغومې په میاشت کې د بشري حقونو د څار ادارې د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په شدت سره خراب شوی دی.
طالبانو پر ښځو او نجونو فشار ډېر کړی او دې ډلې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو پرضد سختو بنديزونو سره په دغه هېواد کې اقتصادي او بشري بحران لا زیات کړی دی.
راپور زیاتوي، چې د نجونو او ښځو د زده کړو، کارموندنې او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې حقونه په بشپړه توګه تر پښو لاندې شوي دي.

اروپايي ټولنې خبر ورکړی،چې د ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو لومړنۍ الوتکه تېره شپه ناوخته کابل ته رسېدلې. د افغانستان لپاره دغې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دغو بشري مرستو کې ۱۰۰ ټنه درمل او طبي توکي شامل دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه له دغو مرستو سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د شارژدافيرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار انځور هم خپور کړی دی.
اروپايي ټولنې ویلي، چې دوی له خپلو شریکانو سره يو ځای د دغې ټولنې د مالي برخې له تامين سره، په افغانستان کې له اړمنو کورنيو سره مرستې ته ژمن دي.
دا مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېدلي، چې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د مالي سرچینو کمښت به د دغه سازمان له خوا د ملاتړ ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شي او ۱.۸ میلیونه نور افغانان به له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

د پاکستان د ملي امنیت پارلماني کمېټې غونډه کې ددغه هېواد پوځي مشرانو یولړ شواهد وړاندې کړل چې ادعا کوي د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د پاکستاني جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي.
د پاکستان پارلمان په دې ځانګړې ناسته کې چې نن د سې شنې په ورځ د کب ۲۸مه د تړلو دروازو ترشا و شوه، د پارلمان د غړو او پوځ پر مشرانو سربېره د څلورو ایالتونو سر وزیرانو او والیانو هم ګډون درلود.
په غونډه کې، چې شاوخوا دوه ساعته روانه وه، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو پر ډېروالي خبرې شوې دي.
د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، په ناسته کې پوځي او استخباراتي چارواکو ویلي، چې د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د جنګیالیو ډلو مرسته او ملاتړ کوي، چې دا کار د سیمې د بېثباتۍ لامل ګرځي.
د افغان عناصرو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو پاکستاني چارواکو له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر ډلې د ټي ټي پي په ملاتړ تورنې کړې دي.
د پاکستان پوځ پارلمان ته ویلي چې استخباراتي راپورونه ښيي، چې د افغانستان خاوره په پرله پسې ډول په پاکستان کې د بریدونو د پلانولو لپاره کارول شوې ده.
پوځ همدراز ویلي چې په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي او د بنو امنیتي مرکز وروستي بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو او په یادو بریدونو کې «ګڼو افغانانو» ګډون درلود.
که څه هم دوی د کوم هېواد نوم دی اخیستی خو ویلي یې دي چې جنګیالیو په بهر کې جوړې شوې وسلې کارولې دي.
د پاکستان پوځي چارواکو ددغه هېواد پارلمان ته منلې، چې روژې میاشتې کې وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.
دوی همدراز ویلي، چې جنګیالۍ ډلې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو له خوا تمویلیږي.
دې غونډې ته د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور لګېدلی او دا اور ګاونډیو هېوادونو ته هم رسېدلی شي. نوموړي د سیمې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې دا ګواښ جدي ونیسي.
هغه وویل، «نړۍ نشي کولی له دې مسالو ځان ګوښه کړي او باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره فعال او ستراتیژیک چلند وکړي.»
په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې «ملت د ترهګرۍ پر وړاندې متحد دی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ کوي».
مولانا فضل الرحمان په بهرنیو جګړو کې د پاکستان د ښکېلتیا پر وړاندې خبرداری ورکړی او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته د امریکا په مشرۍ ترهګرۍ ضد جګړې ته د پاکستان د ورګډېدو پرېکړه یې یوه لويه تېروتنه بللې ده.
فضل الرحمان پر افغانستان د جګړې ناوړه اغېزې روښانه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستانی ریاست باید د بل چا په جګړه کې شامل نه شي.
پاکستان داسې مهال له امنیتي ننګونو او ترهګریزو پېښو سره لاس او ګریوان دی، چې په سیمه کې فعالې ډیری جنګیالۍ ډلې ددغه هېواد له استخباراتو سره پخوانۍ اړیکې او په افغانستان کې د ورانکاریو او نظامونو د پرځولو سابقه لري.

پاکستان په ۱۹۴۷ کې وزېږول شو.د سړې جګړې په ترټولو تودو شېبو کې. دویم نړیوال جنګ نوی پای ته رسېدلی و. سوسیالیستي شوروي نیمايي اروپا لاندې کړې وه او مخ په جنوب راروانه وه. انګلو- امریکا د پیاوړې کېدوني شوري اتحاد ویرې په سر اخیستې وه.
شوروي په ماتریالیستي نظريې ولاړ و او دا د اسلامي نړۍ لپاره ګواښونکې ایډیولوژي وه. له هند څخه بېل شوي مسلمانان، چې وجودي منطق یې اسلامي نظریه وه ښه په جوش و خروش کې ول. پاکستان ته په اووه کلنۍ کې د سیاتو SEATOاو په اته کلنۍ کې په سنتو CENTO کې غړیتوب ورکړل شو،چې یو یې جنوبي اسیا او بل یې منځني ختیځ ته د کمونیزم د ورخپرېدا د مخنیوي لپاره جوړ شوي وو. پاکستان په چټکۍ د یوه پوځي هېواد په توګه سر راپورته کاوه، چې تر غاښو پورې په افراطیت او ایډیولوژیکه غوسه هم وسلهوال و. په زرګونو سیاسي – استخباراتي مدرسې پکې جوړې شوې او د لویدیځ تبلیغاتي کارخونې او فکري مرکزونه یې هم ترشا وو.
پاکستان لا دېرش کلن شوی نهو چې لویدیځ د افغان هېوادمشر محمد داود له پلوۍ ناهیلی شو او داسې یې احساس کړه، چې دغه ملتپال مشر غواړي د افغانستان ناپلوي وساتي، بلکې ورو ورو د شوروي خواته ورښوییږي. د کیڼ اړخو تر کودتا لږ وخت روسته شوروي په افغانستان راوبلوسل. د افغانستان خلکو یې په وړاندې مبارزه پیل کړهاو د پاکستان غوا لنګه شوه. سړه جګړه دلته توده شوه. پاکستان د لویدیځ په اورلګوني د سړې جګړې بټۍ اورغړنه کړه او افغانان یې د دغې بټۍ خاشاک کړل.
له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۷ پورې د ISI مشر جنرال عبدالرحمان چیغې کړې: « کابل باید وسوځي!» او همداسې وشول. دا مهال د نړۍ ټولې وسلې پاکستان او په هغه کې مېشتو نړیوالو افراطي جهادي ډلو ته راروانې وې. عربان، پنجابیان، چین و چیچین، منځنۍ اسیا والا او نور. شپېته زره استخباراتي مدرسو او معهدونو په ټول توان د جګړې ايډیولوژیک بشري ځواک تولیداوه، افراطیت ورځ تر بلې چاغېده، د وسلو ترڅنګ تبلیغاتي دستګاوې، راډیوګانې او روسته تلویزیونونه په خرپ لګیا وو. شوروي چې ړنګ شو، د سړې جګړې میراثي ډلې پاتې شوې او پاکستان. ټول فکر په دې متمرکز و، چې دا جوړ شوی دیو څنګه مدیریت شي او چېرته یې بوخت وساتي؟ د هندوستان په وړاندې، د افغانستان په ضد، په کور دننه د بلوڅو، پښتنو او نورو ناخوښو ولسونو په ضد.
پوځي پاکستان تر یوې مودې له دغه افراطیت څخه د څښنده اشغال Forward Policy او ستراتيژیک عمق Strategic Depth پالیسیو لپاره ګټه پورته کړلای شوه. په تېره بیا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې وروسته، چې یو ځل بیا د پاکستان مېښې نرکټی وزېږاوه او د لویدیځ غوا غولانځ پرې راپرېښوده. په سیمهییزو لوبو کې لوبېدلی پاکستان دومره سپینسترګی شو، چې په یوه وخت کې یې دوه سره سیال ځواکونه تېرایستل. له یوې خوا یې امریکا رالوشله او له بلې خوا یې له چین سره پټه و ښکاره یارانه خوږه کړې وه. دې کیسې لکه چې لویدیځ ته خوند ورنهکړ. د اوکراین له جګړې، په منځني ختیځ کې له خونړیو پېښو او د اسراییل له بدمستۍ وروسته داسې څرګندیږي، چې نړۍ یوې بلې جیوپولیتیکې زمانې ته ورننوځي.
ایا د پاکستان دنده پای ته رسېدلې؟
د دوو اټومي ډېریو په سر ناست پاکستان لکه چې نور هغسې پهکار نه دی، چې اویاکاله پخوا و.
دا دوه اټومي ډېرۍ یوه یې اتومي وسله ده او بله یې تولید کړی افراطیت دی، چې اوس نو په پاکستان کې هم نهځاییږي. شوروي نور نهشته او ښايي په دې نوي پړاو کې نور نو نه چین او نه هم منځنۍ اسیا و روسیه په هغو نیابتي ايدیولوژیکو افراطیونو ډارول کېدلای شي، چې پاکستان یې تولید او مغزمينځنه په ټېکه اخیستې ده او نه هم لویديځ د هغوی د بوخت ساتلو لګښتونه نور پرې کولای شي.
منځنی ختیځ هم بدل شوی دی. اسرائیل خپل ټول مهم دښمنان له پښو غورځولي دي او له ایران سره حالات ترینګلي دي. په پاکستان او منځني ختیځ کې افراطي اورپکي ښايي نور په کار نهوي، بلکې ښايي لا نوي نظم ته په ګواښ بدلیدونکي هم وي. له همدې کبله لوبه بدلیدونکې ښکاري.
تر پاکستان لاندې د باروتو ډېرۍ ورو ورو اور اخلي. بلوڅو سرمچارو د پاکستان په پوځيانو ځمکه سره تبۍ ګرځولې ده. پښتانه هم له خښمه ایشي. پاکستاني طالبان ورته لیوني شوي او هره ورځ چاودنې و وژنې. د لومړي ځل لپاره پوځ له سیاسي اړخه سره ویشلی دی.
د لوبې د بدلون یوه نښه خو دا ده، چې هغه سرچینې اور اخلي، چې د ساړه جنګ پرمهال مهمې ګڼل کېدې. د حقانیې مدرسې کارېزماتیک افراطي شیخان یو یو وژل کیږي، د ملا فضل رحمن او نورو اورپکو ډلو مشران یو یو په نښه کیږي. ملا، عام وګړی، سیاستوال او بل هرڅوک چې وژل کیږي، ګوته پوځ ته نیسي او پوځ د تل په شان هندوستان او افغانستان ته د ملامتیا مخ ورګرځوي.
« یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»چیغې د هرچا په خوله دي. د پاکستان اقتصاد ړنګ دی او د پوځ د وحشیانه چلند له کبله په پښتنو، بلوڅو او نورو لږکیو کې د بېلتون پالنې حس ورځ تر بلې پیاوړی کیږي. هره ورځ په مدرسو او جوماتونو کې چاودنې دي او د پاکستان هغه ایډیولوژیک حیثیت چې د زېږېدا په زمانه کې و، اوس نه شته. ملا، جومات او مدرسې، چې یومهال پاکستاني پوځ ته تقدس ورکاوه او د اسلام ساتونکی پوځ یې باله اوس هغه هم چیغې وهي، چې: « یه جو دهشتګردي هې، اس کې پیچي وردي هې!»له دې چېغو سره سم، پوځ ټوپک پرې راواړوي،نه ملا پرېږدي او نه جومات و نه مفتي و شیخ و طالب.
په پراخه پیمانه د زاړه ساړه جنګ د پای ته رسېدا یوه نښه خو د پاکستان دا حالت او په تېره بیا په پاکستان کې دننه د افراطیت د تولید د مراکزو او متفکرو مغزو له منځه وړل دي، چې خورا په سیستماتیکه بڼه راړنګیږي، بله نښه یې د سړې زمانې د تبلیغاتي ماشین له کاره غورځول دي. د امریکا حکومت په یوه ډراماتیکه پرېکړه کې د امریکا غږ، ازادۍ راډیو او یوشمېر نورو رسنیو د کار دوام ځنډولی دی. په دغو رسنیو ډېره پانګونه شوې وه او لګښت یې هم ډېر و. په سیمه کې یې اوس ګڼ اورېدونکي او لیدونکي لرل. په افغانستان کې مېشت خلک او ډیورند ته څېرمه ولسونه چې د واکمن استبداد له لاسه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري، همدا رسنۍ يې ته غوږ او سترګې وې. څه وشول چې له دې ټولو پېښو سره هممهال نوره نو د دوی اړتیا پای ته ورسېده؟
څه روان دي؟
ایا سړه جګړه په زړه بڼه پای ته رسېدلې؟ که کومه نوې پېښه پېښېدونکې ده؟ څه ډول پېښه؟ چېرته او په چا؟
که نه دا یوازې اقتصادي ستونزه ده او امریکا غواړي، خپل لګښتونه راکم کړي؟
دا مهمې پوښتنې دي.د ایران او چین په وړاندې به د لویديځ سیاستونه څه وي؟ ایا په نوې لوبه کې به لویدیځ هغسې سره یولاس وي، لکه د سړې زمانې پرمهال چې و؟ که نه دا ځل اروپا خواشینې و غوسه ده؟
د اوکراین له جګړې را وروسته اروپا یو ځل بیا راویښه شوې او په فکر کې ده، چې څه وکړي؟ ایا د نړیوالو سیالیو په ډګر کې هماغسې په پټو سترګو له انګلو – امریکا سره ودریږي؟
نړۍ به له تولید شوي افراطیت سره څه کوي؟ دا سمه خبره ده، چې دوی یې سرغنې په نښه کوي او وژني یې، خو د سړې جګړې پرمهال او بیا له ترهګرۍ سره په تشپه نامه جګړه کې دا ډلې دومره ډېرې روزل شوي دي، چې اوس یې مدیریت او په ټولنو کې بېرته ادغام ناشونی بريښي. له ترکیې، سوریې، عراق نه رانیولې تر منځنۍ اسیا و د چین تر سینکیانګ او هاخوا تر تاتارستان پورې د باروتو له دې زېرمه شویو باروتو سره به څه پېښ شي؟
یوڅرښنده او د لړو ترشا انځور خو یې دا دی، چې په سپینو، تورو، شنو او برګو بیرغونو یې سره ویشي او جنګوي یې، دومره یې سره جنګوي، چې سره خلاص شي. په دې کې به لویدیځ بریالی شي، که نه؟ خو دا سیمه به د یویشتمې پېړۍ په سوځېدلې ځمکه بدله کړي او یوه لویه تمدني حوزه به د اور خوراک کړي. اسیا په اقتصادي زبرځواک بدلېدونکې ده ایا په دې نوې لوبه کې به د اسیا د اقتصادي ودې و مرکزیت کېدو لپاره خنډ جوړول هدف وي که د هغې مالکیت؟
د سیمې او نوې لوبې تګلوری به د پورتنۍ وروستۍ پوښتنې ځواب روښانوي. ترهغو په همدې پوښتنو فکر کول بویه، ګوره که ځوابونه یې پیدا شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري، خو د چا د نظر ننګه نه کوي.
