• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ او پوتین له ټیلیفوني خبرو وروسته روسیې او اوکراین ۱۷۵ بندیان تبادله کړل

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټبلیفوني خبرو وروسته نن روسیې او اکراین ۱۷۵ جنګي بندیان تبادله کړل. د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تبادله د عربي متحده اماراتو په منځګړتوب شوې ده.

د روسيي او اوکرایني بندیانو دا تبادله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټیلیفوني خبرو وروسته نن د چار شنبې په ورځ ترسره شوه.

دواړو خواو تایید کړې، چې روسیې ۲۲ اوکرایني بندیان چې سخت ټپیان وو هم اوکراین ته سپارلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا تبادله د خپل ډول ترټولو لویه تبادله وه: « ۲۲ اوکراینیان سخت ټپیان شوي جنګیالي وو او هغه کسان وو چې روسیې د جعلي جرمونو له امله نیولي وو.»

همدارنګه زیلینسکي ویلي:«دوی ټول به سمدلاسه اړینې طبي او رواني مرستې ترلاسه کړي.»

د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۲۲ تنه بندیان چې بیړنۍ طبي پاملرنې ته یې اړتیا لرله د ښه نیت په توګه اوکراین ته سپارل شوي.

د یادې تبادلې په اړه د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې متحده عربي اماراتو د دې معاملې د اسانتیا لپاره د "بشردوستانه طبیعت" د منځګړیتوب هڅې کارولې دي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تبادله کې خوشې شوي روسي سرتیري له بیلاروس څخه د نورې درملنې لپاره روسیې ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو به د ۳۰ ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې پوتین د چار شنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵ روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم کړی و او نن یې عملي کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ولادیمیر زېلېنسکي نن له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کوي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، پلان لري چې نن د چارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي چې د هغه او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر جزئیاتو ځان وپوهوي.

زیلینسکي په هلسینکي کې د فنلنډ له ولسمشر الیګزانډر سټب سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، « نن زه له ولسمشر ټرمپ سره تماس نیسم، موږ به له هغه سره د راتلونکو ګامونو تفصیلات وڅیړو».

زیلینسکي وویل چې د راتلونکو خبرو اترو یوه خورا ستونزمنه مساله به د ځمکنيو امتیازاتو مساله وي.

هغه زیاته کړه، « د روسیې په توګه د اوکراین د موقتي اشغال شويو سیمو پېژندل زموږ لپاره سره کرښه ده. موږ به پر دې هیڅ موافقه ونه کړو».

زیلینسکي وویل چې پوتین د انرژۍ د تاسیساتو پر ضد د بریدونو درولو هوکړه کړې وه، خو دا موافقه « له واقعیت سره خورا په تناقض کې» ده.

روسیې د بې پيلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې د ملکي استوګنې سیمې او یو روغتون په نښه کړي دي.

د اې پي د رپوټ له مخې، سپینې ماڼۍ د ټرمپ او پوتین ترمنځ تیلیفوني خبرې د سولې د «خوځښت» لومړۍ ګام بللی، خو داسې ښکاري چې پوتین د سولې تړون لپاره له خپلو شرایطو نه دی تېر شوی.

د دواړو مشرانو له اوږدو خبرو وروسته په کیېف ښار کې د هوايي بریدونو الارم وکړنګېد.

د روسیې دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دوی هوایي دفاع ۵۷ اوکراینۍ بې پيلوټه الوتکې د ازوف سمندر په اوږدو او څو نورو روسي سیمو لکه کورسک او بریانسک کې وویشتې.

د ترکیې پولیسو د استانبول ښاروال د فساد او ترهګریزو اړیکو په تور نیولی دی

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰

د اسوشېیټیډ پریس د راپور له مخې، د ترکیې پولیسو د استانبول ښاروال او د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال، اکرم امام اوغلو د مالي فساد او ترهګریزو اړیکو په تور نیولی دی. د خبر له مخې د ترکیې څارنوالانو د ښاروال په ګډون د نور سلو تنو د نیولو حکم هم صادر کړی.

د ترکیې چارواکو د استانبول شاوخوا سړکونه هم تړلي او په ښار کې یې د څلورو ورځو لپاره په لاریونونو بندیز لګولی، چې د تورنو کسانو له نیول کیدو وروسته د مظاهرو مخه ونیسي.

د NTV خصوصي ټلویزیون په یوه راپور کې ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې د استانبول د ولسوالیو دوه ښاروالان هم شامل دي.

د ښاروال ګوند، د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند، د یکشنبې په ورځ د ګوند دننه ټاکنې ترسره کوي، چې تمه کیږي امام اوغلو به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوند د نوماند په توګه ونومول شي.

امام اوغلو په یوه ویډیویي پیغام کې چې په ټولنیزو شبکو کې یې خپور کړی ویلي: «موږ له لوی ظلم سره مخ یو، خو زه غواړم تاسو پوه شئ چې زه لا مایوسه نه یم.»

هغه د ترکیې حکومت د خلکو د ارادې په غصبولو تورن کړ.

د هغه له نیول کېدو ورسته، یوه پوهنتون د هغه د زده کړو سند لغوه کړ، او هغه یې په اغیزمنه توګه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې کړ.

د یادولو وړ ده چې د ترکيې د ټاکنو د قانون له مخې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره لیسانس ته اړتیا ده.

عربستان: د سوریې پر ځینو سیمو د اسراییل بمبارۍ له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر سوریې د اسراییل بریدونه غندلي. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوریې په ځینو سیمو د اسراییلي ځواکونو بمبارۍ له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

خبرپاڼه کاږي: «سلطنت د سوریې او سیمې امنیت او ټیکاو د بې ثباته کولو لپاره د اسراییل دغه سرغړونې او هڅې غندي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې سعودي عربستان د اسراییل دغه کړنې د اړوندو نړۍوالو تړونونو او قوانینو خلاف ګڼي.

سعودي عربستان دارنګه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغو بریدونو پر وړاندې دې کلک دریځ غوره کړي او د امنیت شورا غړي هېوادونه دې په سوریه کې د اسراییل د روانو بریدونو او سرغړونو پر وړاندې ودرېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او د دغو سرغړونو لپاره د حساب ورکونې نړۍواله تګلاره خپله کړي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه د سوریې له حکومت او خلکو سره د پیوستون اعلان شوی دی.
تر دې وړاندې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په سوېل لویدیځ ښار درعا د اسراییل بریدونه وغندل.
دغه وزارت ویلي و، چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت زیاته کړې: «په سوریې د اسراییل روان یرغل نه یوازې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده؛ بلکې د سیمه‌ییز او نړۍوال امنیت لپاره مستقیم ګواښ هم دی.»
اسراییل هم منلې، چې په سوریه کې یې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

خو تازه داسې راپورونه خپرېږي، چې اسراییل د سوریې په حمص ښار هم بریدونه کړي دي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې شمېرې لا نه دي په ډاګه شوې.

له خنډونو سره مل ماموریت؛ د ناسا دوه ستورمزلي له ۹ میاشتني انتظار وروسته ځمکې ته راکوز شول

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۰

د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ناسا دوه ستورمزلي بوچ ویلمور او سوني ویلیامز چې له نهو میاشتو څخه ډېره موده په فضا کې اېسار پاتې وو، د اېکس‌سپېس کېپسول په مرسته بېرته ځمکې ته راکښته شوي دي.

د ناسا دا ستورمزلي د سې‌‌شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) د امریکا د فلوریډا ایالت په تالاهاسي سواحلو کې له خنډونو او ننګونو سره مل سفر وروسته ځکمې ته رارسېدلي دي.

ویلمور او ویلیامز د تېرکال د جون په پنځمه فضايي سټېشن ته د بوینګ کمپنۍ د سټارلاینر کېپسول په مرسته الوتنه کړې وه، خو په لاره کې یو شمېر ستونزو له امله هغوی اړ شول چې بېرته ځمکې ته راوګرځي.

دا دوه ستورمزلي د فضايي ماموریت لپاره د ازمایښتي پېلوټانو په توګه غوره شوي وو، خو په لار کې د تخنیکي ستونزو له امله شاوخوا نهه میاشتې په فضا کې اېسار پاتې او ځمکې ته د راکښته‌کېدو لپاره د ناسا حل‌لارې ته په تمه وو.

د ناسا له پرېکړې وروسته ټاکل شوې وه، چې دواړه ستورمزلي اېکس‌سپېس کېپسول په مرسته ځمکې ته راستانه شي، خو په دغه کېسپول کې هم تخنیکي ستونزو هغوی له یو لړ ستونزو سره مخ کړي وو.

په وروستیو کې د ناسمې هوا د وړاندوینې له امله ناسا پرېکړه کړې وه، چې خپل دوه ستورمزلي له پلان شوې مودې څخه لږ مخکې ځکمې ته راکښته کړي او د هغوی د راکښته‌کېدو لپاره یې نېک‌هیګ او د روسیې ستورمزلي الکسانډر ګوربونوف ته د اېکس‌سپېس کېپسول په مرسته د فضايي سفر ماموریت وسپاره.

نېک‌هیګ او الکسانډر ګوربونوف وکړای شول، چې خپل ستورمزلي ملګري وژغوري او ځمکې ته یې په سلامتۍ سره راورسوي.

ځمکې ته د ویلمور او ویلیامز راستنېدل په وروستیو کلونو کې د ناسا یو ننګونکی او پېچلی فضايي ماموریت و، چې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

ناسا او بوینګ اوس مهال د سټارلاینر کېپسول تخنیکي ستونزې څېړي، ترڅو په راتلونکو ماموریتونو کې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.

حماس د اوربند د نويو وړاندیزونو هرکلی وکړ

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د حماس وياند عبداللطيف البانوع وايي، دغه واله ډله په دوامداره توګه د خبرو اترو له منځګړو سره په اړیکه کې ده. القانوع په یوه بیان کې چې پر ټېلګرام خپور شوی وویل: «دغه ډله له هر هغه وړاندیز سره چې د تېري او محاصرې پای ته لار هواروي، له مسوولیت او مثبت روحیې سره چلند کوي.»

هغه زیاته کړه: "د امریکا وړاندیز د خبرو اترو پر مېز و او حماس هغه رد نه کړ او مثبت چلند یې ورسره وکړ. «نتنیاهو د تړون د ماتولو لپاره جګړه بیا پیل کړه.»

په پای کې دغه ویاند ټینګار وکړ: «د حماس ګټې د موافقې په دوام کې وې او له منځګړو سره به په نرمۍ او مثبت ډول خبرو اترو ته دوام ورکړي، چې زموږ پر ملت د تېري مخه ونیسي او نیواکګر مجبور کړي چې تړون ته غاړه کیږدي.»

تر دې مخکې اسراییلي حکومت ویلي و، چې حماس د یرغمل شویو خوشې کولو څخه ډډه کړې او دوی بېرته جګړې ته ستانه شوي.

اسراییل دا هم ویلي و، چې تر دې وروسته به لا زیات پوځي عملیات پراخ کړي.

اسراییل زیاته کړې، چې په غزه کې سختو شخړو ته بېرته ستنېدل د متحده ایالاتو سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او د پاتې یرغمل شویو کسانو برخلیک هم نامعلوم دی.