• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوروز او د دغه جشن بېلابېل روایتونه

مرضیه حفیظي
مرضیه حفیظي

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۸ GMT+۰

نوروز له پېړیو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو بڼو او دودونو سره لمانځل کېږي. په دغه ورځ خلک سمنک پخوي، هفت مېوه جوړوي، کوژدن او کورنۍ یې د خپلې کوژدنې کورته نوروزي وروړي، د نوروز په شپه د هفت سین په نوم ځانګړی دسترخوان جوړېږي او دې ته ورته لسګونې نورې تابیاوې نیول کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

نوروز په دې کې نه خلاصه کېږي، بلکې دا ورځ بېلابېل جشنونه او مېلې هم لري، لکه د بزګر مېله، د مزار ګل سرخ مېله، جنډه پورته کول، د شاطرانو مېله، د باغ لطیف مېله، د سخي مېله، د جبې مېله، د منډه‌يي مېله، د نیالګیو د کېنولو مېله، د کال د لومړۍ چهارشنبې مېله او نورې.
نوروز یوازې په افغانستان کې نه، بلکې له زرګونو کلونو راهیسې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو او ډېری په منځنۍ اسیا هېوادونو کې لمانځل کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۹ کال کې نوی کال (نوروز) د نړۍ په کلتوري میراثونو کې هم شامل کړی دی.
دغه ورځ تر هغې وروسته د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې شامل شو، چې ځينو اسیایي هېوادونو لکه افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان د یونيسکو له نړۍوال سازمان څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او یاد سازمان هم ومنله.
د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ میلیون وګړي نوروز لمانځي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نوروز رخصتي له منځه تللې او د دې ورځې ځانګړی لمانځل منع شوی، خو تر دې وړاندې د کابل او مزار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو سره دغه ورځ لمانځل کېده.
نڅاوو، مېلو، د کورنیو ګډون او د بېلابېلو لوبو ترسره کولو به په کابل او مزارشر کې د دغې ورځې لمانځلو ته نوره ښکلا هم وربخښله.

100%


د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې نوی کال هر کال د زرګونو افغانانو په ګډون په خورا لویو او شاندارو مراسمو او د جنډې په پورته کولو سره پیلېدله، چې د عامو خلکو ترڅنګ به لسګونو سیاستوالو او چارواوکو او کله کله به بهرنیانو هم په کې برخه اخیسته.
د دې ورځې تر ټولو لویه ځانګړتیا به دا وه، چې د هېواد له هرې برخې او هر قوم څخه پرته له دې چې دې جشن او مېلې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي، مزارشریف زیارت ته ورتلل او په دغو لویو او شاندارو مراسمو کې به یې برخه اخیسته.
د دې ترڅنګ زرګونو نورو افغانانو به چې مزار ته د تګ فرصت نه ترلاسه کولو، نو د کابل په کارته سخي زیارت کې به یې د جنډې پورته کولو ننداره کوله.

100%


دغه ورځ افغانانو څنګه لمانځله او اوس یې څنګه لمانځي؟
د کابل اوسېدونکي شعیب صدیقي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو وختونو کې یې له خپلې کورنۍ سره دوه ځلې د مزارشریف د نوروز په پروګرام کې برخه اخیستې او نورو کلونو کې به په کابل کې د کارته سخي زیارت ته له خپلې کورنۍ سره ورتلو.
هغه وایي: «د دې ورځې لمانځل ما او زما کورنۍ ته ځانګړی ارزښت لري او په خورا خوشحالۍ سره مو هر ځل لمانځلې ده، اوس بدبختي دا ده چې د طالبانو له واکمندېو وروسته یې د تېرو وختونو په شان لمانځلی نه شو. سره له دې چې محدودیتونه او ستونزې شته خو بیا یې هم زه او زما کورنۍ په کور کې په محدود ډول لمانځو. سمنک پخوو، هفت مېوه جوړو او د هفت سین دسترخوان خامخا برابروو.»
ښاغلی صدیقي وایي، چې نوروز ته په ډېریو مواردو کې دیني اړخ ورکول کېږي او حرام بلل کېږي، خو دوی یې په دې موخه لمانځي چې ژمي ختمېږي او د پسرلي ورځې پیلېږي.
د هغه په خبره: «دا ورځ ما ته ځکه حرامه نه ده چې هر څه نوي کېږي، نوی کال، نوی تعلیمي کال، د نویو کارونو د پیل او د نباتاتو د بیا ژوندي کېدو په سترګه ورته ګورم.»
له دې سره، په اسلام اباده کې مېشته افغانه ډاکټره فرزانه ظفري چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کوچنۍ لور سره کډواله شوې وایي، چې د نوروز لمانځل که څه هم په نورو ملکونو کې خوند نه کوي، خو بیا هم په پاکستان کې مېشت افغانان هر کال د دې ورځې د لمانځلو لپاره تابیاوې نیسي.
د نوموړې په وینا: «ما کلونه په کندهار کې ژوند کړی او په کندهار کې خلک نوروز نه لمانځي، دلته له ځينو هغو افغانانو سره معرفي شوم چې هغوی د دې ورځې په اړه راته معلومات راکړل او اوس یې ارمان کوم چې که مې دا ورځ وطن کې لمانځلی وای، جلا خوند به یې کړی و.»

100%


د نوروز اصلي روایت او معنا
نوروز د دودیزو او فرهنګي روایتونو ترڅنګ پراخ دیني او تاریخي روایتونه هم لري.
نوروز چې په اصل کې د نوې ورځې د پیل په معنا ده، موخه یې د وري (حمل) د میاشتې لومړۍ ورځ ده او په دې ورځ لمر د وري برج ته رسېږي او شپه او ورځ سره برابرېږی.
په دې ورځ ربیعي اعتدال پېښېږي او د پسرلي برابروالی بلل کېږي.
نوروز د طبیعت د فطرت، د پسرلي د رارسېدلو او د ترټولو طبیعي کالهیندارې (تقویم) په حساب د کال د را نوي کېدو د خوښۍ او سمسورتیا جشن دی.
د نوروز جشن له پېړیو راهیسې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په شاندارو او ځانګړو مراسمو سره په دې موخه لمانځل کېږي، چې ژمی ختمېږي او پسرلی رارسېږي.
نوروز په اسیايي هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان ترڅنګ په نورو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، پاکستان او ان هند کې لمانځل کېږی.
د افغانستان په ګڼ شمېر تاریخی اثارو کې د حماسو یادونه او زموږ د باتورو نیکونو د کار او کښت د موسم د پیل ورځې او د یما (جمشید) تدبیر او د اوسني افغانستان تمدن، صنعت، سوداګري او د کروندو او بڼونو پریماني له همدې ورځې سره یادېږي.

شاعر، لیکوال او ژورنالیست عبدالغفور لېوال په خپلې یوه لیکنه کې لیکلي، چې له هر ډول مذهبي یا سیاسي تړوا پرته زرګونه کاله وړاندې چې مصریانو لومړنۍ کالهینداره وټاکله، نو بنسټ یې د طبیعت او فصلونو بدلون و.
دوی د لمریز او سپوږمیز کال توپیر د نیل د اوبو لوړېدل او کوزېدل او د Sopdet سیریس (سوتیس یا شباهنګ) ستوري راختل ګڼل.
دا ستوری د اوړي په سم نیمايي کې راخېژي او د هغه تر راختلو څلورنیمې لمریزې میاشتې مخکې یې د نوي لمریزکال لومړۍ ورځ ګڼله، چې همدا د نوروز ورځ کېږي.
مصریانو دا ورځ د کرکېلې او سمسورتیا د پیل جشن ګڼله.
اریایان د سهیل لوري ته د ډله‌ییزې لېږدېدنې پرمهال پوونده کوچیان ول، ترمیلاد شاوخوا څلورزره کاله وړاندې له امو په رااوښتلو او بیا د هېندوکش سهیل ته د هېند تر شمال او لوېدیځ ته مخ په کاسپین د تللو پرمهال ورو ورو مېشت شول او په کرنه یې پیل وکړ.
د دوی د ژوند په دواړو پړاوونو (شپني او بزګرۍ) کې پسرلی د ژوندژواک د ښه موسم زیری و.
زموږ اریايي نیکونو دا ورځ د اقتصادي اړتیا له مخې ښه ګڼله، دا چې وروسته یې له زردښتي دود دستور سره اړیکه وموندله.
لامل یې دا و، چې زردښت پخپله د کرکېلې، رمه ساتنې او طبیعت پالنې پلوي و.
د زردښت د نامه یوه مانا (اوښ‌لرونکی) یا ( د ژېړ اوښ خاوند) بلل شوی دی.
د ګاتونو/ ګاڅونو او د اوستا په نورو سرودونو کې د رمو، پسرلي، باران او سمسورتیا ګڼې یادونې هم شوي دي.
په تاریخي سرچینو کې هم د نوروز تر اساطیري او افسانوي ځانګړنو وړاندې دغه جشن د طبیعت، پسرلي، ښکلا، کرکېلې او لمریزکال د اوښتو مناسبت ګڼل شوی دی.
حکیم عمر خیام چې د غوره شاعرۍ ترڅنګ په نجوم کې هم یو نوموتی پوه دی او د جلالي لمریز تقویم له بنسټوالو ګڼل کېږي په نوروز نامه کې لیکي: « ازاده ژباړه: د نوروز نوم ځکه پرې اېښودل شوی، چې کله وپوهېدل لمر دوه دورې لري او هر درې سوه او پینځه شپېته ورځې په څلرمه برخه کې د حمل لومړۍ دقیقه رانوې کیږي هماغه وخت نوې ورځ رارسیږي.»
نوموتی پوه ابوریحان بیروني په خپل کتاب «التفهیم» کې د نوروز په اړه لیکي: «ازاده ژباړه: نوروز د فروردین (وري) د میاشتې لومړۍ ورځ ده او ځکه یې نوې ورځ بولي، چې د نوي کال تندی ده او تر دې وروسته پنځه ورځې جشنونه وي او په شپږمه ورځ یې لوی نوروز وي.»
په پښتو ادبیاتو کې چې هرکله نوروز یاد شوی، د پسرلي، سمسورتیا، ښکلا، هیلو مینې او طبیعت د غوړېدو د جشن په توګه یاد شوی دی.
لږ ترلږه په پښتو ادبیاتو کې موږ هېڅ ځای د نوروز کوم مذهبي یا سیاسي تړاو موندلای نه‌شو:
د خوشال خان خټک لاندې بیتونه وګورئ:
بړبړ رایشه نوروزه دلفروزه
ستا په وخت مې اسوده شي سترګې پوزه
د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي
فیض یې رسي هم تر سپاندې هم تر ځوزه
په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړه
پر خوشحال خټک دې قدر دی نوروزه
یا:
د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم
نوراني یې شي‌ له فیضه هغه دا هم
بل‌ځای:
نور باغونه د نوروز په ورځ غوړیږي
په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ

د دواړو لویو شاعرانو په شعرونو کې له نوروز سره د پسرلي ښکلا، د مینې احساس، د طبیعت د پنځون او غځوونو هنري غبرګون وینو.
داسې ښکاري، چې دغه جشن افغانانو په دودیز او تاریخي توګه لمانځلی او دا مهال یې د طبیعت له ښکلا خوند اخیستی، د کال د ښېرازۍ هیلو خوښ کړي او د کار، تولید او کرکېلې لپاره یې لا پسې ډېر توان وربښلی دی.امیرعبدالرحمن خان له شخصیتي پلوه متدین او پر دین ټینګ پاچا تېر شوی دی.د اسلامي شریعت پر پلي کېدو د ده ټینګ دریځ ټولو ته څرګند دی، خو همدغه امیر هم نوروز د افغانستان په مهمو اخترونو کې شماري او د رسمي لمانځنې حکم یې ورکوي، دی په دې اړه په خپل منسوب کتاب تاج التواریخ کې لیکي:« ژباړه ولنډيز: په افغانستان کې د اخترونو او رخصتیو په هکله، په کال کې پنځه اخترونه لمانځل کیږي، چې په لاندې توګه دي، کوچنی اختر، لوی اختر چې په قمري میاشتو ټاکل کېږي، درېیم اختر د برات دی... څلورم اختر د نوروز دی، چې هرکال د فرانسې د میاشتو په حساب د مارس په یویشتمه راځي.»«د اعلیحضرت شاه امان الله د سلطنت پرمهال به د نوروز په ورځ پاچا د یوې وینا تر اورولو وروسته دغه ورځ د قولبه کولو په جشن پیلوله، قولبه کول به پخپله پاچا امان الله پیل کړل، اعلیحضرت په دغه ورځ بزګري جامې اغوستلې او ملا به یې په یو څادر تړله، په خپل لاس به یې زغ پر غوايي تاړه او په سپارې پسې به روان، ځمکه به یې څېرله، هغه په خپل دې کار بزګري او کرکېلې ته ارزښت ورکاوه. په دې ورځو کې به له ټول هېواده ښه روزل شوي څاروي او مرغان د ده له مخې تېرېدل او ده به بریالیو بزګرانو او څارویو روزونکیو ته ډالۍ او سوغاتونه ورکول، نیالګي به یې کېنول او په دې توګه د نوروز په جشن کې د دهقان میله له همدې ورځې پیل شوه» چې وروسته بیا د هېواد په رسمي کاله ېنداره کې ځای ورکړل شو.نوروز د طبیعت جشن دی، د طبیعت د فطرت او ښکلا جشن، چې د انسانانو په ښکلاییز ذوق کې غځوونې کوي.دا جشن له کرکېلې او سمسورتیا سره پیوند لري او هرځای چې انسانان د طبیعي کال نوي کېدو ته خوښي څرګندوي هلته نوروز لمانځل کېږي.نوروز په کومه ځانګړې عقیده، دین یا سیاسي پېښه پورې تړل سم کار نه دی.د جمشید یا بل پاچا د واک ته رسېدو کیسې د زړې اریانا د اساطیري زمانې نکلونه دي، چې کوم عقیدوي ماهیت نه لري.نوروز نه کفارو سره مشابهت دی او نه له بل چا سره، بلکې په دې او هغه نوم د دغه طبیعي جشن د لمانځلو مخنیوی د خلکو د دود دستور پر وړاندې درېدل، تنګ‌نظري او بې‌ځایه تعصب او استبداد دی، چې ښايي د افغانستان زړور ولس یې مخه ونیسي او په بشپړه زړورتیا د خپلو نیکونو او اسلافو دغه ملي - دودیز جشن په پوره خوښۍ سره ولمانځي.

100%












•
•
•

نور کیسې

د افغان خبریالانو مرکز: طالبانو سږ کال ۲۲ رسنۍ تړلې او ۵۰ خبریالان یې نیولي دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي. دغه مرکز وايي، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.

دا راپور، چې نن یکشنبه د کب پر ۲۶مه د خبریال ملي ورځې «د کب ۲۷مې» په مناسبت خپور شوی وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د طالبانو حکومت د ناروښانه رسنیز سیاست تر سیوري لاندې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو پالیسي په لا ډېر شدت او پراخوالي دوام وموند او د محدودیتونو کچه لوړه شوې ده.

د دغه راپور له مخې، د خبریالانو او رسنیو له حقونو په سرغړونو کې ۱۲۲ ګواښونه، د رسنیو د بندولو لږترلږه ۲۲ قضیې او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې طالبانو تر اوسه پورې ۱۵ رسنیو ته د فعالیت د بیا پیل اجازه نه ده ورکړې او د ۵۰ نیول شویو خبریالانو له ډلې ۱۰ یې لا هم په زندان کې دي.

په راپور کې راغلي چې د رسنیو سره د چلند په برخه کې د طالبانو توپیري چلند د پخوا په پرتله ډیر څرګند شوی دی.

د دې راپور له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ځینې طالب چارواکي د جمهوري حکومت پر مهال تصویب شوی د ډله ییزو رسنیو قانون پلی کوي، په داسې حال کې چې د دې ډلې محافظه کاره او مذهبي چارواکي هڅه کوي رسنۍ محدودې کړي.

د افغان خبریالانو مرکز دا هم وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون په پلي کیدو سره، د دې ډلې محتسبینو ته د رسنیو د فعالیت د څارنې لپاره پراخ واک ورکړل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو محتسبین "هرکله چې وغواړي، په مستقیم ډول یا د استخباراتي ادارې په ملاتړ سره د رسنیو او خبریالانو په وړاندې اقدام کوي."

د رسنیو د ملاتړ د دغه سازمان راپور ټینګار کوي، چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د حل کمېسیون په څنډه کې ساتل شوی دی.

د دې راپور له مخې، په دې موده کې د رسنیو په وړاندې لږ تر لږه پنځه نوي محدودیتي لارښوونې صادرې شوې دي.

د دغه راپور له مخې، د ساکښو د انځورونو نه خپرول، په ژوندۍ بڼه د سیاسي پروګرامونو نه نشرول، د انتقادي پروګرامونو نه جوړول، د طالبانو له هوکړې پرته د مېلمنو رابلل او د «شهید» او «شهادت» کلمو کارول په دې موده کې د طالبانو له لوري صادر شوي فرمانونه دي.

راپور وايي، هغه خبریالان چې دا حکمونه له پامه غورځوي ګواښل کیږي او بندیان کیږي.

د افغان خبریالانو مرکز ویلي چې په دې موده کې پر رسنیو د کوم هدفمند برید یا د رسنیو کارکوونکو ته د زیان رسولو راپور نه دی ورکړل شوی.

په ۱۴۰۲ ل کال کې د افغان خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو د حقونو لږ تر لږه ۱۳۹ سرغړونې مستندې کړې وې، چې ۸۰ پکې ګواښونه او ۵۹ د نیول کېدو پېښې شاملې وې.

عامر خان د خپلې ۶۰مې کلیزې د لمانځلو پر مهال خپله نوې معشوقه خلکو ته معرفي کړه

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۰ GMT+۰

د هندي سینما (بالیووډ) پېژندل شوي فلمي ستوري عامرخان، چې د «مسټر پرفیکشنسټ» په نوم هم شهرت لري، له ګوري سپریټ سره خپله اړیکه په رسمي توګه اعلان کړه.

د هندي رسنیو په وینا عامر خان د مارچ په ۱۴مه ۶۰ کلن شو او د خپلې ۶۰مې کلیزې په مناسبت یې له رسنیو سره په خبرو کې له ګوری سپریټ سره د خپلې اړیکې پخلی وکړ.

عامر خان له ګوري سره خپله اړیکه روښانه کړه او ویې ویل «ګوري او ما ۲۵ کاله مخکې ولیدل، اوس موږ همکاران یوو، موږ یو بل ته ډېر جدی یوو او له یو نیم کال راهیسې یوځای یوو.

100%

عامر خان د خبري غونډې پر مهال د خپلې معشوقې په اړه نور جزییات ورنه کړل او ویې ویل چې ګوری زما په پروډکشن کې کار کوي، زه هره ورځ د هغې په اړه غږېږم.د خبرو په ترڅ کې عامر د ګوري لپاره د "کهبي کبهي میرا دل مې" سندرې څو کرښې هم واورولې.

عامر خان له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وخندل او ویې ویل: "وګورئ، ما نه وی خبر کړي، ما پرون په ممبۍ کې په خپل کور کې د ګوري سره له شاه رخ خان او سلمان خان سره ولیدل."

د خبرو په پای کې عامر د خپل ۲۰۰۱ سوپرهیټ فلم 'لګان' ته اشاره وکړه او ویې ویل، «اخیر هم ماته زما ګوري را روسېده!»

عامر خان زیاته کړه، سره له دې چې ګوري د اوږدې مودې لپاره د عامر سره د لګان او دنګل غوندې فلمونه ډېر کم لیدلي، خو اوس اغلې ګوري د بالیووډ فلمونه ګوري.

دغه فلمي ستوري وویل چې په ۶۰ کلنۍ کې نه پوهېږم چې واده وکړم که نه، خو اولادونه مې ډېر خوښ دي، ډېر نېکمرغه یم چې له خپلو پخوانیو مېرمنو سره ښې اړیکې لرم.

د هندي رسنیو په وینا، گوري د عامر پروډکشن هاوس کې کار کوي، نوموړې په بنګلور کې اوسیږي، پخوا واده شوې وه او یو شپږ کلن زوی لري، په داسې حال کې چې د ګوري پلار ایرلینډی او مور یې تامل ده.

ياده دې وي چې عامر لومړى د فلم پروډيوسرې رينا دتا سره واده کړى و، چې دوه ماشومان يې جنيد او ايرا خان دي، دويمه مېرمن يې ډايريکټره کرن راو ده، چې عامر په ۲۰۰۵ کال کې واده وکړ او په ۲۰۲۱ کال کې سره جلا شول، عامر له کرن راو څخه يو زوى ازاد لري.

د جګړې له ډګره د مینې کیسې؛ ته زما لپاره کافي یې، یوازې هغه څه راته ولیکه کوم چې احساسوې

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۰

د مینې کیسې به مو ډېرې لوستې وي او د نړۍوالو جګړو د کیسو په اړه چې پوځیانو به خپلو معشوقو ته لیکونه استول هم اورېدلي وي. په دې لیکنه کې د جګړې له ډګره د یوه پوځي د مینې د لیکونو په اړه تاسو ته لیکو، چې خپلې معشوقې ته یې لیکلي دي.

کله چې د دویمې نړۍوالې جکړې په اړه فکر کوو، د هغو کورنیو او میینانو د یوځای کېدو په اړه هم فکر کوو، چې له جګړې وروسته څنګه سره یوځای شول.

مګر په دوی کې ځینو کسانو اوږد انتظار وکړ، تر‌څو له خپلو کورنیو او معشوقو سره یوځای شي. لکه پوځیان چې د اروپا په ټولو برخو کې په جګړه بوخت وو.

له دغو پوځیانو څخه یو هم جان میډیز و، چې ۱۹۴۷-۱۹۴۶ کلونو کې په هامبورګ کې ځای پر ځای شوی و.

هغه خپلې معشوقې بېټي ته د جګړې له میدان څخه لیکونه لېږل.

د لیکونو لوستلو سره، موږ کولی شو ووینو چې د جان او بېټي ترمنځ اړیکه څنګه د وخت په تېرېدو سره پیاوړې کېږي، مګر جان او بېټي دواړه په پیل کې یو څه زړه نا زړه ښکاري.

بېټي خپل میین ته لیکلي: «خوشاله شوم چې له حال څخه مو خبره شوم، ما فکر کاوه چې تاسو به زه له یاده اېستې یم.»

جان پوښتنه کوي: «فکر کوم تاسو خو به په پټه واده نه وي کړی؟ ځکه چې زه به ډېر خواشینی شم که تاسو دا کار کړی وي او زه مو نه یم خبر کړی.»

د دې لیکونو په لوستلو داسې احساس کېږي، چې ممکن د دوی اړیکه ډېره مطمینه نه ده، خو دا احساس حتماً ترې اخیستل کېږي چې یو بل ډېر یادوي.

بېټي په یوه بل لیک کې لیکلي: «هېڅکله مې فکر نه کولو چې یو څوک دې دومره راته ډېر یاد شي. په اورګاډي کې ستا تلل مې تل یادېږي، خو په دې هم پوهېږم چې ښایې یو کال وروسته مو وګورم او دا زما لپاره ډېر څه دي.»

له دې لیک وروسته په هامبورګ کې پوسته رسوونکي د جان له کمپ څخه لیکونه نه اخیستل، چې دا کار د دې لامل شو، چې بېټي ته په هونسلو کې لیکونه په ځنډ ورسېږي.

جان لیکلي و: «سخت خواشینی یم چې دا څه وخت مو سره خبرې نه دي شوي، ګومان کوم غوږونه مې درد کوي او دا درد به یې د یوې اونۍ لپاره وي.»

د ۱۹۴۷-۱۹۴۶ فېبرورۍ کې جان او بېټي دواړه لیکي چې د خپل راتلونکي ژوند لپاره پراخه پلانونه جوړوي، چې په کې دوی بیا سره یوځای کېږي.

په یوه ډېر خواږه لیک کې جان غواړي، چې د بېټي لپاره رومانټیک، د مالي اړخه بسیا او د بېټي لپاره د هغې الګو سړی شي.

جان لیکلي: «مګر زه غواړم چې پوهه شې چې زه غواړم هغه شان لیکونه درته ولیکم چې خلک یې په کتابونو کې د اوږدې مودې لپاره لیکي، خو د هغې ورځې په تمه یم چې نور دې لیکونو ته اړتیا نه وي او زه د ښار په ځان بسیا یو تجار اوسم.»

په ځواب کې یې بېټي په ډېرې مهربانی وایي، چې څنګه یې هماغسې زما لپاره کافي یې.

بېټي ورته په ځواب کې لیکي: «یوازې ماته هغه څه ولیکه کوم چې ته یې احساسوې، نه لکه څنګه چې دوی یې کتابونو کې لیکي.»

د دې لیکونو لوستل په ځانګړې توګه خوشالونکي دي، ځکه چې موږ پوهېږو چې جان او بېټي بیا سره یوځای شول او بالاخره د یو بل ترڅنګ خپلې مینې ته ورسېدل.

دا لیکونه موږ ته د عادي خلکو ژوند څرګندوي، چې څنګه په ځانګړو وختونو کې پوسته رسوونکو له میینانو سره په سختو وختونو کې مرسته کړې.

ایا ستاسو ذهن ته هم دا پوښتنه راغله، چې که دا پوسته رسوونکي نه وای نو د دغو میینانو به څه حال وو؟

طالبان وايي غور کې د جام منار تاریخی څلي د خوندیتوب لپاره پروژه پیل شوه

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۰

په غور کې د جام منار د خوندیتوب لپاره د یونسکو تر ژمنو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د دې څلي د ساتنې او خوندیتوب لپاره د ګابیون دېوال پروژې چارې پیل شوې. دوی زیاتوي چې دغه پروژه د سېلابونو د خطر د مخنوي لپاره پلې کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه دېوال ۲۶۷ متره اوږدوالی او یو متر لوړوالی لري.

د ځايي طالب چارواکو له قوله ویل شوي چې دا دېوال به په ۵۰ ورځو کې د ٣٢ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د (لیندۍ ۲۶مه) خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې د یونسکو دفتر مشرې پاتریشیا مک فیلیس د غور ولایت له تاریخي جام منار لیدنه کړې ده. نوموړې ویلي و چې په دې هڅه کې ده؛ څو د دغه تاریخي منار د خوندیتوب لپاره مالي سرچینې ومومي.

په افغانستان کې د یونسکو مشرې دغې تاریخي ابدې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ویلي و، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی. طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.

د بالیووډ هغه اداکاره چې له دوو هندوانو او یوه مسلمان سره یې واده کړی خو لا هم مجرده ده

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۰

په هندي سینما (بالیووډ) کې د مینې ودونه او طلاق کومه نوې خبره نه ده او له ۸۰ لسیزې راهیسې تر نن ورځې پورې د بالیووډ ډېرو فلمي ستورو یو یا دوه یا هم درې ودونه کړي دي.

نن به تاسو ته د یوې داسې فلمي لوبغاړې په اړه ووایو، چې درې ځلې یې واده کړی خو لا هم مجرده ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، فلمي لوبغاړې نیلما عظیم له دوو نا‌مسلمانو او یوه مسلمان سره واده کړی. نیلما دوه زامن لري، چې یو یې د هندي سینما لوی او پېژندل شوی ستوری دی.

نیلما عظیم د یوې لیکوالې کورنۍ سره تړاو درلود، پلار یې لوی ژورنالسټ و، خو نیلما له پیله د نڅا سره مینه درلوده، نیلما په ۱۵ کلنۍ کې له اداکار پنکج کپور سره ملګرتیا وکړه، چې ډېر ژر په مینه بدله شوه او وروسته نیلما په ۱۷ کلنۍ کې له پنکج کپور سره واده وکړ، دغې جوړې یو زوی درلود، چې نن د بالیووډ په صنعت کې د شاهد کپور په نوم یادیږي چې په بالیووډ خورا ډېر شهرت او ځانګړی مقام لري.

د نیلما په وینا، د شاهد کپور د خپل پلار څخه د جلا کېدو پرېکړه د هغې نه بلکې د پنکج کپور وه.

له دې وروسته نیلما یو ځل بیا له راجیش کټار سره مینه وکړه، دوی په ۱۹۹۰ کال کې واده وکړ، نیلما او راجیش یو زوی درلود چې نوم یې احسان کټار دی، خو په ۲۰۰۱ کال کې ۱۱ کاله وروسته دواړو د جلا کېدو پرېکړه وکړه.

له دې طلاق وروسته نیلما له رضا علي خان سره ولیدل او دواړو په ۲۰۰۴ کال کې واده وکړ، خو دا اړیکه اوږده پاتې نه شوه او له څو کلونو وروسته په ۲۰۰۹ کال کې دوی سره طلاق شول.