په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي

الجزیرې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۷۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او د ملګرو ملتونو یو بهرنی کارکوونکی هم شامل دی.

الجزیرې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۷۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او د ملګرو ملتونو یو بهرنی کارکوونکی هم شامل دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه مرګ ژوبله په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو د ګډون سره هممهاله اوښتې ده.
له بل پلوه د اسراییل پوځ هم خبر ورکړی، چې په مرکزي او سوېلي غزه کې یې خپل ځمکني عملیات بیا له سره پیل کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د سې شنبې په ورځ د اسراییل لهخوا د اوربند له ماتولو راهیسې لږ تر لږه ۴۳۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې ۱۸۳ تنه ماشومان هم شامل دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د جګړې له پیل راهیسې بیا تر دې دمه د اسراییل په بریدونو کې ۴۹،۵۴۷ کسان وژل شوي او ۱۱۲،۷۱۹ نور ټپیان دي.
له بل پلوه د فرانسې ولسمشر وايي، چې هغه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړې دي او دوی سره هوکړه کړې چې د دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره د یوه کنفرانس مشري وکړي؛ ترڅو د اسراییلیانو او فلسطینیانو لپاره سیاسي لیدلوری بیا راژوندی شي.
مکرون وویل:« موږ پر غزې د اسراییل د بریدونو بیا پیل غندو.»
هغه زیاته کړې، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د ملکي وګړو د خوندي ساتنې لپاره اوربند ته راستنېدل اړین دي.

د اسوشيټېډپرېس د راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له ډونالډ ټرمپ سره تر ټلیفوني اړیکې وروسته د کییف او مسکو ترمنځ پر لنډمهالي اوربند هوکړه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مایک والټز لهخوا خپور شوی، له زېلېنسکي سره د ټرمپ ټلیفوني اړیکه «فوقالعاده» ښه بلل شوې ده.
د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ دا ټلیفوني اړیکه په سپینې ماڼۍ کې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ تر جنجالي او خپګاني غونډې څخه څو اوونۍ وروسته چې له امله یې ټرمپ په لنډمهالي ډول اوکراین ته د استخباراتي معلوماتو شریکول او پوځي مرستې درولې وې، ترسره شوې ده.
ورته مهال، زېلېنسکي له ټرمپ سره تر یو ساعته ټلیفوني اړیکې وروسته د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، د جګړې پای ته رسېدو لپاره لومړنی ګام دا کېدای شي چې د پر انرژۍ او نورو ملکيانو تاسیساتو بریدونه باید پای ته ورسېږي او په وینا یې، اوکراین چمتو دی دا اقدام پلي کړي.
د معلوماتو پر بنسټ، په دې ټلیفوني اړیکه کې د مذاکراتي ټیمونو لهخوا د هر ډول اوربند د څارنې او تخنیکي ستونزو پر حل ټينګار شوی دی.
دې سره جوخت د امریکا ولسمشر د خپلې ټروټ شبکې له لارې په یوه بیان کې ویلي چې له زېلېنسکي سره یې خبرېاترې د متحدهایالاتو او روسیې ولسمشرانو ترمنځ د تېرې ورځې پر خبرواترو متمرکزې وې.
په سعودي عربستان کې د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو اترو وروسته، اوکراین د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا له وړاندیز سره هوکړه کړې ده.

اسراییلي پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ځواکونو یې د غزې په مرکزي او سوېلي تړانګه کې د بفر زون د پراخولو په هدف محدود ځمکني عملیات بیا پیل کړي دي. د اسراییل ځمکني عملیات یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې په غزه کې په هوايي بریدونو کې له ۴۰۰ څخه ډېر فلسطینیان ووژل شول.
د روغتیا ځايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل د هوايي بریدونو په دویمه ورځ لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ وویل، چې دا نوي عملیات به د نتزاریم دهلیز باندې خپل کنټرول پراخ کړي، کوم چې غزه په دوو برخو ویشي.
د اسراییلي پوځ په وینا، دا عملیات د سیمې د شمال او سوېل ترمنځ د بفر زون د جوړولو په هدف پیل شوي وو.
حماس وویل، چې ځمکني عملیات او د نتزاریم دهلیز باندې برید د دوه میاشتني اوربند تړون "یوه نوې او خطرناکه سرغړونه" وه. په یوه اعلامیه کې دې ډلې د تړون پر ژمنې ټینګار وکړ او په منځګړو - قطر او متحده ایالاتو - یې غږ وکړ چې "خپل مسولیتونه باندې عمل وکړي."
ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ د غزې ښار په مرکزي برخه کې د دې سازمان په دفتر باندې په برید کې یو بهرنی کارکوونکی ووژل شو او پنځه کارګران ټپیان شول.
د غزې روغتیا وزارت د برید پړه پر اسراییل واچوله، خو اسراییل دا رد کړه او ویې ویل چې دوی د حماس پورې تړلې سیمه په نښه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د برید په اړه د څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د ملګرو ملتونو لږ تر لږه ۲۸۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې جین شاهین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه لیک کې د هغو افغانانو د سفر د محدودیتونو د لېرې کولو غوښتنه کړې، چې امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزه لري.
نوموړې وایي، امریکا باید هغه ژمنې وساتي چې له خپلو پخوانیو همکارانو سره یې کړې وې.
په دغه لیک کې چې د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) لیکل شوی، د امریکا د سنا دغې غړې ویلي، چې اوس مهال ۵۷۵۲ امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتونکي او د دې ویزې اخیستونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د پوځ د فعالو منسوبینو د کورنیو غړي دي.
هغې وویل، چې د امریکا د ژمنې سره سره دا خلک په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي چې د اړتیا وړ توکو لکه عادي روغتیایي پاملرنې، د ښځو او ماشومانو لپاره خدمات، د رواني روغتیا مشورې او د ماشومانو پاملرنې او نورو اړتیاو ته لاسرسی نه لري.
د دغې سناتورې په وینا، د ټرمپ د اجراییوي فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا د ډېرو پخوانیو افغان امریکايي همکارانو او د هغوی د کورنیو چې ټاکل شوې وه امریکا ته سفر وکړي، الوتنې لغوه شوي او امریکا ته د دوی د سفر لپاره کومه ځانګړې لار نه شته.
هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې وویل: «د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته په افغانستان کې ډېری هغه کسان وژل شوي، چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی او زموږ لپاره وژل شوي ، د دې په بدل کې موږ د هغوی او د هغوی د کورنیو د ساتنې ژمنه کړې.»
سناتورې شاهین روبیو ته وویل:«موږ باید پر خپلې ژمنې ولاړ اوسو. زه په ډېر درناوي له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې د دې اشخاصو لپاره اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړئ او د هغو د محدودیتونو د لېرې کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړئ، چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکو او لرونکو ته متحده ایالاتو ته د سفر مخه نیسي."
مېرمن شاهین زیاته کړه: «امریکا ته د هغوی داخلېدل نه یوازې اخلاقي مسوولیت دی، بلکې د ملي امنیت لومړیتوب دی چې موږ په ډېرو سختو شېبو کې پر خپلو ژمنو ولاړ یوو.»
کابو یوه اونۍ وړاندې سي بي اېس نیوز راپور ورکړی و، چې د زرګونو افغانانو چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، امریکا ته د ننوتو مخه نیول شوې ده.

د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له کړې ژمنې سره سم نوموړي تازه د متحدهایالاتو د پخواني ولسمشر جان اېف کېنډي د ترور په تړاو اسناد خپاره کړي دي.
د دغو اسنادو لومړۍ برخه د امریکا ملي ارشیف په وېبپاڼه کې په الکترونیکي بڼه خپره او ټاکل شوې، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت تر کره ارزونې وروسته له ۸۰ زرو ډېر اسناد ولس ته وړاندې شي.
په دغو اسنادو کې د امریکا استخباراتي ادارې یا سيایاې له یوه مامور سره د ۱۹۶۴ کال د محرمې مرکې په ګډون ځيني نور محرم یادښتونه هم شامل دي.
په دې مرکه کې د وارن کمېسیون یو څېړونکی د سيایاې له یو مامور لي ویګرېن څخه د بهرنیو چارو وزارت او د دغې استخباراتي ادارې په شته اسنادو کې له شوروي مېرمنو سره د امریکایي نارینهوو د واده په تړاو پوښتنې مطرح کړې دي.
د شوروي اتحاد د احتمالي رول په تړاو اسناد
په ځینو خپاره شويو اسناد کې د کېنډي د ترور اصلي عامل لي هاروي اوسوالډ توطئو ته اشاره شوې ده.
د دې اسنادو پر بنسټ، یو شمېر کسان پر دې باور وو چې اوسوالډ په ۱۹۶۲ کال کې د دې لپاره له شوروي څخه ووت څو کېنډي ووژني.
ځيني نور اسناد بیا دا اړیکه بېارزښته ښيي.
له دغو راپورونو څخه یو، چې د ۱۹۹۱ کال په نوامبر کې چمتو شوی، د امریکایي پروفیسور اېبي سمېټ له قوله وايي، چې هغه د سلاوا نیکونوف په نوم د کېجيبي له یوه پخواني چارواکي سره په مسکو کې د اوسوالډ په هکله خبرې کړې وې.
نیکونوف د اوسوالډ په هکله د پنځو دوسیو له ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې هغه هېڅکله له کېجېبي سره اړیکه نهلري.
د کیوبا پر وړاندې د امریکا پټ عملیات
همداراز په خپاره شویو اسنادو کې د سړې جګړې او په لاتینې امریکا کې د امریکا د رول په هکله د پنټاګون د ۱۹۶۳ کال اسناد هم شامل دي.
په دغو اسنادو کې راغلي، چې د کیوبا مشر فېډل کاسټرو له متحدهایالاتو سره د مخامخ جګړې غوښتونکی نه و، خو اټکل کېږي چې په لاتینې امریکا کې یې د چریکي غورځنګونو لپاره خپل ملاتړ پراخ کړی و.
د ۱۹۶۲ کال د جنورۍ یو محرم سند د «مونګوز عملیاتو» جزئیات څرګندوي.
په دې کې د سيایاې یوه پټه پروژه چې په ۱۹۶۱ کال کې د کېنډې لهخوا تصویب شوې، شامله ده. د دغو عملیاتو موخه په کیوبا کې د پټو اقداماتو او ورانکارۍ له لارې د کاسټرو رژیم نسکورېدل بلل شوې ده.
ایا دا اسناد د وژنې راز حل کوي؟
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د دغو اسنادو د خپرېدو فرمان لاسلیک کړ، چې له امله یې اېفبيای په ډلاس کې د کېنډي د ترور په تړاو زرګونه نوي اسناد پیدا کړل.
د دغو اسنادو د بېړنۍ ارزونې په بهیر کې د امریکا د عدلیې وزارت د ملي امنیت وکیلانو له یوې ډلې څخه غوښتي، چې سملاسي د یادو اسنادو محتوا و ارزوي.
د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارډ په خپلې اېکسپانې کې لیکلي دي: «ټرمپ د یوه لوی شفافیت نوې دوره پیل کړې ده.»
ورته مهال، یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دا اسناد به د دغې پېښې اصلي واقعیتونه بدل نه کړي.
د ورجینیا پوهنتون د سیاسي څېړنو مرکز مدیر لاري ساباتو چې د کېنډي د ترور په تړاو یې یو کتاب لیکلی، وايي: «هغه کسان چې د نویو واقعیتونو د موندنې په تمه دي، کابو ډېر به ناهیلي شي.»
هغه وايي، چې ښايي ځيني اسناد یوازې د پخوانیو نسخو مدارک وي چې پخوا خپاره شوي، خو اوس مهال یې ځیني برخې له سانسور څخه بهر شوې دي.
د سيایاې د لاس لرلو په تړاو د رابرټ. اېف کېنډي جونیر ادعا
یوه ترټولو جنجالي مسئله چې ښايي دا اسناد یې څرګنده کړي، د لي هاروي اوسوالډ د فعالیتونو په تړاو د د سيایاې د معلوماتو کچه ده.
د کېنډي له وژنې څخه شپږ اوونۍ مخکې مکسیکو ښار ته د اوسوالډ د سفر په تړاو ډېرې پوښتنې شته، چې نوموړي د دغه سفر په جریان کې د شوروي له سفارت څخه لیدنه کړې ده.
ټرمپ په دې تړاو وویل: «خلک له لسیزو راهیسې دې شیبې ته په تمه وو. دا اسناد به ډېر حیرانونکي وي.»
د رابرټ کېنډي زوی او د جان اېف کېنډي وراره رابرټ اېف کېنډي جونیر چې د ټرمپ په دولت کې د روغتیا وزیر دی، باور لري چې سيایاې اداره د هغه د تره په وژنه کې ښکېل ده، خو دا ادعا د نوموړې ادارې لهخوا رد شوې.
همداراز کېنډي جونیر باور لري، چې د هغه پلار رابرټ کېنډي د یوه بریدګر لهخوا نه بلکې، د څو وسلهوالو کسانو لهخوا وژل شوی چې دا ادعا له رسمي روایتونو سره په ټکر کې ده.
د نورو ترورونو د اسنادو د افشاکېدو په تړاو د ټرمپ ژمنه
ټرمپ دا ژمنه هم کړې، چې د مارټین لوتر کېنګ جونیر او سناتور رابرټ کېنډي (دواړه په ۱۹۶۸ کال کې وژل شوي) د ترور په هکله به اسناد خپاره کړي، خو زیاتوي چې د دې اسنادو خپرېدل به لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ولري.

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز خبرداری ورکړ، چې د یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو او له واک څخه د حماس د نه لرې کېدو په صورت کې به غزه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د حماس پر وړاندې له درې میاشتیني اوربند وروسته بریدونه یوازې لومړی پړاو و.
کاټز دغه راز خبرداری ورکړ: «هغه څه چې راتلونکي کې دوام کوي، ډېر به سخت وي او دروند لګښت به ورکړی.»
د اسراییل دفاع وزیر د غزې خلکو ته په پیغام کې وویل: «د غزې اوسېدونکو دا وروستی خبرداری دی، لومړي ګام کې سنوار غزه ورانه کړه، او دویم اقدام به دا سیمه له منځه یوسي.»
دا اشاره په غزه کې د حماس مشر یحیی سنوار ته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې د برید معمار ګڼل کېږي او د هغه ورور محمد سنوار ته چې د حماس یو بل قوماندان دی، تعبیر شوې ده.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ اسراییل پر غزې له درې میاشتیني اوربند وروسته یو ځل بیا بریدونه وکړل، چې تر اوسه د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره د دوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشې کولو ته تیار نه دی.
له دې سره، فلسطیني چارواکو هم تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي دی.
په بریدونو کې د فلسطین حکومت د چارو تعقیب رییس عصام الدعلیس، د عدلیې وزارت مرستیال احمد الحته، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمود ابو وطفه او د فلسطین د کورني امنیت رییس بهجت ابو سلطان وژل شوي.
