• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايې سناتوره روبیو ته: امریکا ته د پخوانیو افغان همکارانو د سفر خنډونه لرې کړئ

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې جین شاهین د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه لیک کې د هغو افغانانو د سفر د محدودیتونو د لېرې کولو غوښتنه کړې، چې امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزه لري.

نوموړې وایي، امریکا باید هغه ژمنې وساتي چې له خپلو پخوانیو همکارانو سره یې کړې وې.

په دغه لیک کې چې د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) لیکل شوی، د امریکا د سنا دغې غړې ویلي، چې اوس مهال ۵۷۵۲ امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتونکي او د دې ویزې اخیستونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د پوځ د فعالو منسوبینو د کورنیو غړي دي.

هغې وویل، چې د امریکا د ژمنې سره سره دا خلک په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي چې د اړتیا وړ توکو لکه عادي روغتیایي پاملرنې، د ښځو او ماشومانو لپاره خدمات، د رواني روغتیا مشورې او د ماشومانو پاملرنې او نورو اړتیاو ته لاسرسی نه لري.

د دغې سناتورې په وینا، د ټرمپ د اجراییوي فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا د ډېرو پخوانیو افغان امریکايي همکارانو او د هغوی د کورنیو چې ټاکل شوې وه امریکا ته سفر وکړي، الوتنې لغوه شوي او امریکا ته د دوی د سفر لپاره کومه ځانګړې لار نه شته.

هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې وویل: «د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته په افغانستان کې ډېری هغه کسان وژل شوي، چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی او زموږ لپاره وژل شوي ، د دې په بدل کې موږ د هغوی او د هغوی د کورنیو د ساتنې ژمنه کړې.»

سناتورې شاهین روبیو ته وویل:«موږ باید پر خپلې ژمنې ولاړ اوسو. زه په ډېر درناوي له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې د دې اشخاصو لپاره اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړئ او د هغو د محدودیتونو د لېرې کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړئ، چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکو او لرونکو ته متحده ایالاتو ته د سفر مخه نیسي."

مېرمن شاهین زیاته کړه: «امریکا ته د هغوی داخلېدل نه یوازې اخلاقي مسوولیت دی، بلکې د ملي امنیت لومړیتوب دی چې موږ په ډېرو سختو شېبو کې پر خپلو ژمنو ولاړ یوو.»

کابو یوه اونۍ وړاندې سي بي اېس نیوز راپور ورکړی و، چې د زرګونو افغانانو چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، امریکا ته د ننوتو مخه نیول شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ دولت له‌خوا د جان. اېف کېنډي د ترور اړوند اسنادو خپرېدل

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له کړې ژمنې سره سم نوموړي تازه د متحده‌ایالاتو د پخواني ولسمشر جان اېف کېنډي د ترور په تړاو اسناد خپاره کړي دي.

د دغو اسنادو لومړۍ برخه د امریکا ملي ارشیف په وېب‌پاڼه کې په الکترونیکي بڼه خپره او ټاکل شوې، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت تر کره ارزونې وروسته له ۸۰ زرو ډېر اسناد ولس ته وړاندې شي.

په دغو اسنادو کې د امریکا استخباراتي ادارې یا سي‌ای‌اې له یوه مامور سره د ۱۹۶۴ کال د محرمې مرکې په ګډون ځيني نور محرم یادښتونه هم شامل دي.

په دې مرکه کې د وارن کمېسیون یو څېړونکی د سي‌ای‌اې له یو مامور لي ویګرېن څخه د بهرنیو چارو وزارت او د دغې استخباراتي ادارې په شته اسنادو کې له شوروي مېرمنو سره د امریکایي نارینه‌وو د واده په تړاو پوښتنې مطرح کړې دي.

د شوروي اتحاد د احتمالي رول په تړاو اسناد

په ځینو ​​خپاره شويو اسناد کې د کېنډي د ترور اصلي عامل لي هاروي اوسوالډ توطئو ته اشاره شوې ده.

د دې اسنادو پر بنسټ، یو شمېر کسان پر دې باور وو چې اوسوالډ په ۱۹۶۲ کال کې د دې لپاره له شوروي څخه ووت څو کېنډي ووژني.

ځيني نور اسناد بیا دا اړیکه بې‌ارزښته ښيي.

له دغو راپورونو څخه یو، چې د ۱۹۹۱ کال په نوامبر کې چمتو شوی، د امریکایي پروفیسور اې‌بي سمېټ له قوله وايي، چې هغه د سلاوا نیکونوف په نوم د کې‌جي‌بي له یوه پخواني چارواکي سره په مسکو کې د اوسوالډ په هکله خبرې کړې وې.

نیکونوف د اوسوالډ په هکله د پنځو دوسیو له ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې هغه هېڅکله له کې‌جې‌بي سره اړیکه نه‌لري.

د کیوبا پر وړاندې د امریکا پټ عملیات

همداراز په خپاره شویو اسنادو کې د سړې جګړې او په لاتینې امریکا کې د امریکا د رول په هکله د پنټاګون د ۱۹۶۳ کال اسناد هم شامل دي.

په دغو اسنادو کې راغلي، چې د کیوبا مشر فېډل کاسټرو له متحده‌ایالاتو سره د مخامخ جګړې غوښتونکی نه و، خو اټکل کېږي چې په لاتینې امریکا کې یې د چریکي غورځنګونو لپاره خپل ملاتړ پراخ کړی و.

د ۱۹۶۲ کال د جنورۍ یو محرم سند د «مونګوز عملیاتو» جزئیات څرګندوي.

په دې کې د سي‌ای‌اې یوه پټه پروژه چې په ۱۹۶۱ کال کې د کېنډې له‌خوا تصویب شوې، شامله ده. د دغو عملیاتو موخه په کیوبا کې د پټو اقداماتو او ورانکارۍ له لارې د کاسټرو رژیم نسکورېدل بلل شوې ده.

ایا دا اسناد د وژنې راز حل کوي؟

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د دغو اسنادو د خپرېدو فرمان لاسلیک کړ، چې له امله یې اېف‌بي‌ای په ډلاس کې د کېنډي د ترور په تړاو زرګونه نوي اسناد پیدا کړل.

د دغو اسنادو د بېړنۍ ارزونې په بهیر کې د امریکا د عدلیې وزارت د ملي امنیت وکیلانو له یوې ډلې څخه غوښتي، چې سملاسي د یادو اسنادو محتوا و ارزوي.

د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارډ په خپلې اېکس‌پانې کې لیکلي دي: «ټرمپ د یوه لوی شفافیت نوې دوره پیل کړې ده.»

ورته مهال، یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دا اسناد به د دغې پېښې اصلي واقعیتونه بدل نه کړي.

د ورجینیا پوهنتون د سیاسي څېړنو مرکز مدیر لاري ساباتو چې د کېنډي د ترور په تړاو یې یو کتاب لیکلی، وايي: «هغه کسان چې د نویو واقعیتونو د موندنې په تمه دي، کابو ډېر به ناهیلي شي.»

هغه وايي، چې ښايي ځيني اسناد یوازې د پخوانیو نسخو مدارک وي چې پخوا خپاره شوي، خو اوس مهال یې ځیني برخې له سانسور څخه بهر شوې دي.

د سي‌ای‌اې د لاس لرلو په تړاو د رابرټ. اېف کېنډي جونیر ادعا

یوه ترټولو جنجالي مسئله چې ښايي دا اسناد یې څرګنده کړي، د لي هاروي اوسوالډ د فعالیتونو په تړاو د د سي‌ای‌اې د معلوماتو کچه ده.

د کېنډي له وژنې څخه شپږ اوونۍ مخکې مکسیکو ښار ته د اوسوالډ د سفر په تړاو ډېرې پوښتنې شته، چې نوموړي د دغه سفر په جریان کې د شوروي له سفارت څخه لیدنه کړې ده.

ټرمپ په دې تړاو وویل: «خلک له لسیزو راهیسې دې شیبې ته په تمه وو. دا اسناد به ډېر حیرانونکي وي.»

د رابرټ کېنډي زوی او د جان اېف کېنډي وراره رابرټ اېف کېنډي جونیر چې د ټرمپ په دولت کې د روغتیا وزیر دی، باور لري چې سي‌ای‌اې اداره د هغه د تره په وژنه کې ښکېل ده، خو دا ادعا د نوموړې ادارې له‌خوا رد شوې.

همداراز کېنډي جونیر باور لري، چې د هغه پلار رابرټ کېنډي د یوه بریدګر له‌خوا نه بلکې، د څو وسله‌والو کسانو له‌خوا وژل شوی چې دا ادعا له رسمي روایتونو سره په ټکر کې ده.

د نورو ترورونو د اسنادو د افشاکېدو په تړاو د ټرمپ ژمنه

ټرمپ دا ژمنه هم کړې، چې د مارټین لوتر کېنګ جونیر او سناتور رابرټ کېنډي (دواړه په ۱۹۶۸ کال کې وژل شوي) د ترور په هکله به اسناد خپاره کړي، خو زیاتوي چې د دې اسنادو خپرېدل به لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ولري.

هسپانیا له افغان سفیر څخه د «جنسي ځورونې په تور » ډېپلوماتیک خوندي‌توب واخیست

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰

نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د هسپانیا دولت د یوې پرېکنده پرېکړې له مخې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر محمدرحیم پيرزاده د «جنسې‌ځورونې له جدي تورونو» وروسته له خپل ډېپلوماتیک خوندي‌توب څخه محروم کړی دی.

ټېلګراف ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۹مه) په یوه راپور کې پیرزاده د ډېپلوماتیک خوندي‌توب د اخیستلو لامل د هسپانیا قضايي بنسټونو ته له هغه څخه د یوې افغانې مېرمن د «جنسي‌ځورونې» شکایت بللی دی.

په راپور کې د دې ښځې مستعار نوم یې «انیس» یاد شوی او ادعا یې کړې، چې په هسپانیا کې د افغانستان سفیر د سفارت په یوې مېلمستیا کې د هغې څنګ ته ورغلی او د قوي نشه‌یي‌ توکو له کارونې وروسته یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د تېلګراف د راپور پر بنسټ، د هسپانیا چارواکو له دې پېښې وروسته لازمې څېړنې ترسره کړي چې په پایله کې یې د افغانستان سفیر د خپل ډېپلوماټیک ماموریت له خوندي‌توب څخه محروم شوی دی.

ورته مهال، هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې رحیم پیرزاده نور په دغه هېواد کې د افغانستان د رسمي استازي په توګه نه پېژندل کېږي او همداراز له خپلو ټولو ډېپلوماټیکو حقونو څخه محروم شوی دی.

نوموړي وزارت د جنسي ځورونې له قربانیانو سره د خپلې خواخوږۍ د شریکولو ترڅنګ ټینګار کړی چې هېڅوک نه شي کولای له ډېپلوماټیک ماموریت څخه په ګټې‌اخیستنې «ناقانونه او ناانساني کړنې» ترسره کړي.

په هسپانیا کې افغان ډېپلوماټيکې استازولۍ تر اوسه د دغه هېواد دولت د پرېکړې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته محمدرحیم پیرزاده په مادرید کې د افغانستان د سفارت چارسمبالۍ پر غاړه واخیستې او ورسره یې له دغې ډلې سره د همکارۍ خبر ورکړی و.

د ټرمپ او پوتین له ټیلیفوني خبرو وروسته روسیې او اوکراین ۱۷۵ بندیان تبادله کړل

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټبلیفوني خبرو وروسته نن روسیې او اکراین ۱۷۵ جنګي بندیان تبادله کړل. د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تبادله د عربي متحده اماراتو په منځګړتوب شوې ده.

د روسيي او اوکرایني بندیانو دا تبادله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټیلیفوني خبرو وروسته نن د چار شنبې په ورځ ترسره شوه.

دواړو خواو تایید کړې، چې روسیې ۲۲ اوکرایني بندیان چې سخت ټپیان وو هم اوکراین ته سپارلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا تبادله د خپل ډول ترټولو لویه تبادله وه: « ۲۲ اوکراینیان سخت ټپیان شوي جنګیالي وو او هغه کسان وو چې روسیې د جعلي جرمونو له امله نیولي وو.»

همدارنګه زیلینسکي ویلي:«دوی ټول به سمدلاسه اړینې طبي او رواني مرستې ترلاسه کړي.»

د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۲۲ تنه بندیان چې بیړنۍ طبي پاملرنې ته یې اړتیا لرله د ښه نیت په توګه اوکراین ته سپارل شوي.

د یادې تبادلې په اړه د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې متحده عربي اماراتو د دې معاملې د اسانتیا لپاره د "بشردوستانه طبیعت" د منځګړیتوب هڅې کارولې دي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تبادله کې خوشې شوي روسي سرتیري له بیلاروس څخه د نورې درملنې لپاره روسیې ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو به د ۳۰ ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې پوتین د چار شنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵ روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم کړی و او نن یې عملي کړ.

سوداګرو ته د طالبانو خبرداری: له جواز پرته موبایلونه مه واردوئ

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې له شرکتونو غوښتي، چې د موبایلونو (ګرځند ټیلیفونونو) له واردولو مخکې دې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې جواز تر لاسه کړي. طالبان وايي موخه یې هېواد ته د ټيټ کېفيته او جعلي مبایلونو د واردولو مخنیوی دی.

د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه خبرتيا کې له شرکتونو او سوداګرو غوښتي، چې د مبایلونو د واردولو په برخه کې خپل کارونه او فعالیتونه قانوني تر سره کړي.

سودګرو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له جواز پرته د موبایلونو له واردولو ډډه وکړي.

د طالبانو مخابراتو وزارت سوداګرو ته په ټينګار ويلي، چې د نړیوال ګرځنده تجهیزاتو پېژندنې ای مي (IMEI) له ثبت او داخلولو وروسته دې ګرځند ټیلیفونونه بازار ته وړاندې او وپلوري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګرځنده تجهیزاتو نړيواله شمېره ثبت کول او داخلول د ټلیفون د ورکېدو او غلا کېدو په وخت کې د استفادې وړ وي.

په نورو هېوادونو کې استعمالوونکي دا نړيوال پېژند کاروي څو د ټیلیفون ډول ( برانډ، تولید او هېواد) او د هغه قانوني حالت وپېژنې

ضیاالحق امرخیل: خلک په خپلو لوڼو تعلیم غواړي نه دا چې په ډک بازار کې سوال ته کېني

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل په سړو سيمو کې د ښوونيز کال پيل ته په اشارې ويلي: «خلک په خپلو لوڼو تعلیم غواړي نه دز» نوموړی ویلي په دې برخه کې ۴ کاله ضایعه نه جبرانېدونکې ده.

ضیاالحق امرخيل د چارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فقر، بې روزګاري او نهيلي خلک تر یو کچې زغملی شي، خو له زده کړو د نجونو محرومیت نه شي زغملی.

نوموړي ویلي، چې د نجونو پر مخ د زده کړو د خلاصېدو ۴ کلن انتظار د وخت ضیاع او جبرانول يې سخت دي.

امرخيل هیله ښودلې، چې «د ۱۴۰۴ ښوونيز کال کې دې د ملت غوښتنې ته دارزښت په سترګه وکتل شي او د نیم قشر محرومیت دې پای ته ورسیږي».

په سړو سيمو کې د دغه ښوونيز کال له پیل سره به دا څلورم تعلیمي کال شي، چې له شپږم څخه تر ۱۲ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي پاتې کیږي.

ډېرو افغان فعالانو، چارواکو، هېوادونو، بنسټونو او سازمانونو پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي کړي.