• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت جبهې ادعا: په ۱۴۰۳ کال کې مو «یو زرو ۲۳۰» طالبان وژلي او ټپیان کړي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۰

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې لږ تر لږه «۶۵۱ طالبان وژلي او ۵۷۹» نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې د جمعې په ورځ (د وري لومړۍ) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په خپاره شوي راپور کې زیاته کړې چې طالبانو ته یې دا مرګ‌ژوبله د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې اړولې ده.

کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، هرات، فراه، غور، بادغیس، نورستان، بلخ، سرپُل، فاریاب، نیمروز، میدان‌وردګ او لغمان هغه ولایتونه دي چې د مقاومت جبهې‌ په‌ کې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د دغې جبهې د ادعا پر بنسټ، وسله‌وال یې توانېدلي چې د ۴۰۱ بریدونو پر مټ طالبانو ته درانه تلفات واړوي او زیاتوي چې په دې بریدونو کې ملکيانو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د مقاومت جبهې د دغه راپور په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په وار-وار ویلي چې په افغانستان کې د دغې ډلې هېڅ مخالف خوځښت فعالیت نه‌لري.

د یادونې ده چې څه موده مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د مقاومت او ازادۍ جبهې د ملکیانو پر وژنې تورنې شوې وې، خو دواړو جبهو د دغه سازمان ادعاوې رد کړې وې.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: تورخم دروازه د جمعې په ورځ هم د عامو خلکو پر مخ بنده ده

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

په تورخم کې د پاکستان د مسافرینو د ثبت سېسټم کارکوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د مهمو تجهیزاتو د بیارغونې په موخه نه‌شي کولای دا دروازه نن د جمعې په ورځ د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړي.

تر دې مخکې و د ثبت سیستم مسولینو ویلي وو چې د جمعې په ورځ به د تورخم دروازه د عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې خلاصه وي.

دغه مسولینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ځینې ​​مهم تجهیزات لا هم د پاکستان له خوا ترمیم ته اړتیا لري، نو نشي کولی چې دروازه د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړي.

د دوی په وینا تر هغې چې حالت عادي کیږي او وسایل ترمیم کیږي عام خلک دې هڅه نه کوي چې تورخم ته راشي.

تورخم له ۲۵ ورځو د ټرانزیټ، ناروغانو او عامو خلکو پر مخ بند وو خو تېره ورځ د بار وړونکو موټرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شو او تمه وه چې نن جمعه به د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي خو د وسایلو د ترمیم په موخه لا هم عام خلک نشي کولی په تورخم تګ راتګ وکړي.
دا چې دا دروازه به کله د عامه تګ‌راتګ پر مخ خلاصه شي، د تورخم د مسافرینو د ثبت سېسټم کارکوونکو یې په تړاو څه نه دي ویلي.

صالح: نوی‌ کال به د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانانو د ژوند مهمه برخه وي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د ۱۴۰۴ کال له رارسېدو سره جوخت، د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د مبارکۍ ترڅنګ ټینګار کړی چې نوی‌کال به د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانانو د ژوند ترټولو مهمه او مانالرونکې برخه وي.

صالح د جمعې په ورځ (د وري لومړۍ نېټه) افغانستان ته د عزت او وقار بېرته راګرځولو ته په اشارې ویلي چې دا مبارزه باید نه یوازې د هېواد د ازادۍ او امنیت، بلکې د خلکو د خوښۍ او موسکا او د هغوی پر دسترخوانونو د ډوډۍ تامین لپاره وشي.

د ملي امنیت پخواني رییس او د محمداشرف غني په مشرۍ د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې افغان ولس اوس په دې مبارزه کې د زړه له تله شریک دي او په وینا یې، خپلې هیلې دې نه‌بایلي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان به هېڅکله له عزت، وقار، ملي یووالي او تلپاتې اقتصاد څخه برخمن نه‌شي او زیاتوي چې له همدې امله ولس باید د هېواد ازاد راتلونکي د جوړېدو لپاره، پر هیله‌مندۍ اتکا ونه کړي، بلکې د راتلونکې مبارزې لپاره دې ځانونه لا ډېر چمتو او پیاوړي کړي.

امرالله صالح چې د طالبانو د یوه سرسخت مخالف په توګه پېژندل کېږي، څه موده مخکې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و چې د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافات دومره زیات شوي، چې د هغوی په امنیتي جوړښت کې یې مهم بدلونونه رامنځته کړي.

صالح ادعا کړې وه چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د کابل د ډېپلوماټیکو ودانیو د خوندي‌توب مسوولیت له حقاني شبکې اخیستی او د دغې ډلې د استخباراتو عمومي ریاست یا جي‌ډي‌ای ته یې سپارلی دی.

عمر داوودزی: طالبانو وښوده چې د واشنګټن د رضایت لپاره هر کار کوي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د طالبانو له زندانه د جورج ګلزمن له خوشې‌کېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په یوې تازه مرکې کې ویلي، دغې ډلې د امریکايي وګړي په «بېړني او سملاسي خوشې‌کېدو» سره وښوده چې د امریکا د رضایت لپاره هر کار کوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (کب ۳۰) په خپلې مرکه کې زیاته کړې چې طالبانو کابل ته د امریکا پلاوي له رسېدو مخکې امریکايی وګړی خوشې کړی و.

داوودزي څرګنده کړې :«د طالب بندیانو سملاسي او بېړني خوشې‌کېدل د دې نښه ده چې طالبانو پرېکړه کړې څو د امریکا د راضي کولو لپاره هر هغه څه چې د دوی له وسې پوره دي، کوي یې.»

د نوموړي پخواني لوړپوړي دولتي چارواکي په وینا، طالبان د دغو موضوعاتو په اړه خبر دي او هڅه کوي چې امریکا راضي وساتي.

عمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو په اړه «خپه او اندېښمن دی چې څه به کوي.»

هغه زیاته کړې، ښايي کابل ته امریکايي پلاوي سفر موخه دا وي چې طالبان وهڅوي څو د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د بیارغونې لپاره ځینې ژمنې وکړي.

د یاد پخواني چارواکي په وینا، دغه سفر د طالبانو په بند کې د امریکايي بندي د خوشې‌کولو او د دغې ډلې له‌خوا د امریکايي ښاریانو د نه‌بندي کولو هوکړې لپاره ترسره شوی دی.

داوودزي په سیمه کې وروستو کړکېچونو او د ایران اسلامي جمهوریت پر اټمي تاسیساتو د اسراییل احتمالي برید ته په اشارې ویلي: «اورېدل کېږي چې یو لوی ناورین را روان دی او ستونزې لا پسې ډېرېږي.»

د داوودزي په خبره، کابل ته د امریکايي پلاوي سفر ښايي د دې لپاره وي چې طالبانو ته په سیمه کې د ممکنه تحولاتو په تړاو خبر ورکړي او په ورته وخت کې د دغې ډلې نظر هم واوري.

هغه ویلي : «د پلاوي ترکیب داسې دی چې دا سفر تر ډېره د افغانستان له شاوخوا هېوادونو سره تړاو لري،نه له دغه هېواد سره.»

د افغانستان د جمهوري نظام مخکېنی چارواکی او د ژغورنې ملي اېتلاف د مشرتابه اوسنی غړی محمدعمر داوودزی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تازه طالبانو د جورج ګلزمن په نوم یو امریکایی وګړی کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا پلاوي له ورتګ سره سم خوشې کړی دی.

ټامي بروس: د طالبانو له زندانه د جورج ګلزمن خوشې‌کېدل د امریکا ولس لپاره یوه مهمه ورځ ده

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړي جورج ګلزمن خوشې‌کېدل د متحده‌ایالاتو ولس او د نوموړي کورنۍ لپاره یوه مهمه ورځ بللې ده.

هغې د پنجشنبې په ورځ (کب ۳۰مه) وویل، چې هېواد یې د طالبانو له زندانه د ټولو امریکایي برمته‌شویو بېرته راګرځولو ته ژمن دی.

مېرمن بروس د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په کابل کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د غونډې اړوند جزییات به له مذاکراتي ټیم څخه د نورو اطلاعاتو تر اخیستو وروسته وړاندې کړي.

کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې جورج ګلزمن د طالبانو له دوه کلن بند وروسته خوشې شوی دی.

خلیلزاد زیاته کړې چې طالبانو د ډونالډ ټرمپ او د امریکا ولس ته د ښه نیت او ارادې د ښودنې لپاره د ګلزمن له خوشې‌کېدو سره هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جورج ګلزمن خوشې‌کېدل تاییدوي، زیاتوي چې لا هم یو شمېر امریکایي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

نوموړي وزارت د افغان‌الاصله امریکايي محمودشاه حبیبي د وضعیت او برخلیک په تړاو څه نه دي ويلي، خو د هغه ورور احمدشاه حبیبي څو شېبې مخکې افغانستان انټرنشنل‌-پښتو ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حبیبي د خوشې‌کېدو ژمنه کړې ده.

د احمدشاه په وینا، امریکايي چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې ورور به یې ډېر ژر د طالبانو له زندانه خوشې شي.

د یادونې ده چې طالبانو محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ پر۱۰مه نېټه نیولی دی. د معلوماتو پر بنسټ، نوموړی له تېر یو کال راهیسې په کندهار کې د ملا هبت‌الله په شخصي زندان کې ساتل کیږي.

افغانستان کې خونړۍ ترافیکي پېښې؛ په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا «دوه زره کسان» مړه شوي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۰
•
ظاهر څراغ

له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او بېروني ټپيان شوي دي.

طالبانو په تېر یو کال کې د دغو پېښو په وروستیو شمېرو کې ویلي، چې یوازې د سږکال (۱۴۰۳) له پیله تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا دوه زره کسان مړه او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي، خو د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنې ښيي چې په دغه کال کې د ترافیکي پېښو مړینه له دوو زرو هم لوړه ده.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيله تر اوسه په هېواد کې ۴۰۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي چې له امله یې زرګونه کسانو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د امنیتي او ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې په منځني ډول هره ورځ د ټول هېواد په کچه تر پنځو پورې ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې په دې کې خونړي ټکرونه، له سړکه د موټرونو د اوښتو پېښې او د موټرونو له‌خوا د پلو کسانو د وهل‌کېدو پېښې شاملې دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو په دوام، ترټولو خونړۍ پېښه سږ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۸مه د کابل-کندهار پر لویه لاره د مسافروړونکو موټرو د ټکر په پایله کې وشوه، چې له امله یې ۶۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شول.
یو شمېر سرچینو د هغې پېښې په جزییاتو کې ادعا کړې وه، چې د پېښې په شېبو کې د موټر اصلي چلوونکی ویده و او کلینر یې پرځای موټر چلولو.

کوم ولایتونه د ډېرو خونړیو ترافیکي پېښو شاهدان وو؟
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۳کال راهیسې په ننګرهار کې ۱۹۶ ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې له امله یې ۹۶ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې دا پېښې د ننګرهار د مرکز، جلال‌اباد په ګډون د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شوي او په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په ورته مهال د ننګرهار اوسېدونکي په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو وروستي لوړ ګراف اندېښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې طالب چارواکي پر بې غورۍ تورنوي.
ننګرهار مېشتو د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی مزل، د ترافیکي اصولو نه مراعتول، په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نشتوالی او د پاکستاني لاس موټرو ته د طالبانو له لوري د اسنادو ورکړه د ترافیکي پېښو د زیاتوالي ستر لامل بللی دی.
یار محمد چې شااوخوا درې میاشتې وړاندې یې د کونړ ـ جلال‌اباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یې ورور ومړ وايي: « زما ورور خدای مړ کړ د طالبانو بې پروایۍ مړ کړ؛ ځکه طالبانو پاکستاني موټرو ته بې حده زیات اسناد ورکړل، په لویو لارو کې ترافیکي اشارې نه شته، موټر چلوونکو د موټر چلونې مسلکي زده کړې نه دي کړې، هر چا چې لږې پیسې پیدا کړي موټر یې اخېستی او لاین چلوي.»

100%


پر دې سربېره په لغمان کې له تېر یو کال راهیسې ۱۵۲ ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۸ کسان مړه او نږدې ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان اوسېدونکي وايي، په وروستیو کې د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار تر بل هر وخت ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې ستر لامل یې پر دې لار د ترافیکي ګڼې ګوڼې زیاتوالی او د طالبانو له لوري د کابل ـ جلال‌اباد لویې لارې ځنډڼۍ چارې یادوي.
دوی د طالبانو پر رژیم نیوکه کوي، چې د ترافیکي پېښو د کمښت او مخنیوي په برخه کې د کړیو ژمنو پر ماتولو تورنوي.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د مشعلې کمر اوسېدونکی هجرت وايي: «د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار په مشعلې کمر سیمه کې په بازار کې زما وراره یو موټر وواهه، د سړک له یوې غاړې بلې ته روان و، د موټر سرعت ډېر زیات و، د دې پېښو ټوله پړه پر طالبانو ده؛ ځکه دوی نه پر دې لار ترافیکي قوانین پلي کوي او نه هم د کابل ـ جلال‌اباد لویې لارې دویم لاین سړک جوړوي چې په دې لاره ګڼه ګوڼه کمه شي او خلک له دې اندېښنو او ستونزو وژغورل شي.»
همداراز په کندهار زون کې په ۱۴۰۳ کال کې د لسګونه ترافیکي پېښو له امله ۴۴۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
دا پېښې په بېلابېلو سیمو کې د ټکرونو او موټرو د چپه‌کېدو له امله شوي، چې د وروستیو شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې ۱۹۵ کسان مړه او ۲۵۴ نور ټپیان شوي دي.
دې سره جوخت، د کابل-لوګر-پکتیا او خوست پر لویه لاره په ۱۴۰۳ کال کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د طالبانو امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت چارواکو ویلي، چې د پخوا په پرتله د دغه ولایت پر لویه لاره ترافیکي پېښې د پام وړ ډېرې شوې دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیر مولوي محمدنعیم زبیر وایي، چې د ۱۴۰۳ کال پرمهال د کابل- لوګر-خوست-پکتیا پر لویه لاز ۱۲۹ لویې او وړې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي، چې د یادو ټرافیکي پېښو له امله ۴۱ کسان مړه او ۲۵۹ نور ټپيان شوي دي.

100%


بلخوا څو ورځې وړاندې په بلخ کې د طالبانو امنیتي سرچینو د ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.
د طالبانو د بلخ د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلي، چې دا پېښې تر ډېره د بلخ-جوزجان، بلخ-سمنګان او هرات-مزارشریف پر لویو لارو شوي، چې له امله یې د ۱۷۷ کسانو مړینه هم تایید شوې ده.
په بلخ کې د طالبانو ځايي مسوولینو دا هم ویلي، چې په دغه ولایت کې له تېر یوکال راهیسې د دغو پېښو له امله ډېره برخه ښځو او ماشومانو ژوند بایللی دی.
د دې ترڅنګ غزني، وردګ، ډایکندي، بدخشان او بامیان هم هغه ولایتونه دي، چې په تېر یو کال کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله په‌کې سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

په هېواد کې د ترافیکي پېښو لاملونه
د ځایي او امنیتي سرچینو سربېره د بېړنیو روغتیايي پېښو سازمان ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترافیکي پېښې پنځه برابره ډېرې شوې دي.
د نوموړي سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ له مارچ څخه د ۲۰۲۴ تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې ترافیکي پېښې ۷۸.۵ سلنه ډېرې شوې دي.
څه موده مخکې د بېړنیو روغتیايي پېښو سازمان همداراز ویلي و، چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ ترمنځ ترافیکي پېښې له دوه زره ۶۶۲ څخه تر پنځه زره ۵۲۰ ته رسېدلې دي.
طالبانو په افغانستان د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بللي، خو بل‌خوا یو شمېر موټرچلوونکو بیا له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ډېرو ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی او د پاکستان لاس موټرو زیاتېدل هم بللي دي.

100%


د یادونې ده، چې طالبانو په وار- وار ادعا کړې، چې له موټرچلوونکو یې غوښتي څو د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري او د دې ترڅنګ یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د هېواد په یو شمېر لویو لارو د چلوونکو د ګړندي سرعت د پېژندنې او مخنیوي لپاره ځانګړې طرحې هم ترتیب کړې دي.
دا یادونه هم ضروري ده، چې په نوره نړۍ کې هم ترافیکي پېښې کېږي، خو افغانستان او پاکستان دوه یوازیني هېوادونه دي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په‌کې دا پېښې په بې‌ساري توګه ډېرې شوې دي.