د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په اوسلو کې کونسلي خدمتونه بېرته پیلوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ناروې کې د افغانستان سفارت کونسلي خدمتونه به د (وري څلورمه نېټه) بېرته پیل کړي. طالبانو د دې خدمتونو بیا پېل «مثبت ګام» بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ناروې کې د افغانستان سفارت کونسلي خدمتونه به د (وري څلورمه نېټه) بېرته پیل کړي. طالبانو د دې خدمتونو بیا پېل «مثبت ګام» بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د «ناروې شاهي دولت کې د افغانستان سفارت د کارونو بیا پېل» به د روانې وري میاشتې له څلورمې وکړي.
په همدې حال کې، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د نجیب الله شیرخان په نوم طالب ډېپلوماټ یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې، چې یوه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ویلي چې د نجیب الله شیرخان ماموریت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د افغانستان سفارت په غوښتنه منل شوی دی.
په اوسلو کې د افغانستاند پخواني سفیر یوسف غفورزي په تېرې سنبلې میاشت کې اعلان وکړ، چې د څلورنیمو کلونو ماموریت وروسته یې خپله دنده پای ته رسولې ده.
د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته، یوې معتبرې سرچینې، چې د دې سفارت پخوانیو ډېپلوماټانو پورې تړلې ده، افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کوربه هېواد له لوري د سفارت ودانۍ ساتنه د طالبانو د باور وړ کس ته سپارل شوې ده.
ناروې لومړنی اروپايي هېواد دی، چې د طالبانو استازی یې په رسمي توګه منلی او تر دې وړاندې په جرمني کې هم د طالبانو د استازي منل کیدو پر سر بحثونه شوي وو.
طالبانو څو میاشتې مخکې اعلان وکړ، چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د ډېپلوماتیکو استازولیو له لوري د کونسلي اسنادو ورکړه دوی ته د باور وړ نه دي.
تر دې دمخه روسیې، پاکستان، چین، ایران، هند، ازبکستان، ترکمنستان او ځینو نورو هېوادونو هم د طالبانو ډېپلوماټان منلي، خو لا هم دغه ډله هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړېوال سازمان (ایف اې او) وایي، چې په افغانستان کې د طبیعي یخچالونو چټک ويلې کېدل په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون لامل شوی چې له همدې امله یې د اوبو لګولو سیسټم او د خوراکي توکو لولید له کواښ سره مخ کړی دی.
دغه سازمان، نن د اوبو نړېوالې ورځې په مناسبت پر ایکس خواله رسنۍ د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان طبیعي یخچالونه (ګلیشیرونه) د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو حیاتي سرچینې دي.
دغه سازمان ویلې: «موږ باید په ګډه کار وکړو ترڅو د اقلیم د بدلون او د اوبو نړیوال بحران سره د مبارزې لپاره زموږ د پلانونو په اساس د ګلیشیر ساتنه وکړو.»
څېړنو ښودلې، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان طبیعي یخونه د ویلي کېدو په حال کې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ویلي وو، چې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان طبیعي ګلیشیرونه په چټکه توګه د کمېدو او ورکېدو په حال کې دي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ واړه ګلشېرونه شته چې دوه نیم سوه کیلومتره ځمکه یې پوښلی ده.
بلخوا یوناما ویلي چې دا کلیشیرونه تر ډیره د هندوکش او پامیر په غرونو کې موجود دي، چې په سیمه ییزو اوبو کې تر ټولو مهم رول لري.
یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې یوازې ۱۹۴۲ ژمني ډنډونه شه چې د افغانانو لپاره د څښاک اوبه برابروي او د اوبو لګولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ریاست تېر کال اعلان وکړ، چې د تودوخې د زیاتوالي له امله د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره طبیعي ګلیشیرونه ورک شوي دي.
په دې وروستیو کلونو کې دغه هیواد پرله پسې وچکالۍ او ویجاړونکو سیلابونو ځپلی دی.

په بلخ کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دوی د مشر «ملا هبتالله» په نوم د ځانګړي جومات چارې بشپړې شوې، چې پر یو وخت د «۲۵۰ لمونځ کوونکو» ظرفیت لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دغه جومات ټول ټال اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې پیسې یې ځینو سوداګرو او پانګه والو ورکړې ده.
دغه جومات د بلخ ولایت مقام دننه جوړ شوی چې د والي په ګډون دولتي کارکوونکي او مېلمانه په کې لمونځونه کوي.
دغه جومات د بلخ د والي او ملا هبتالله د نږدې کس محمد یوسف وفا په غوښتنه او لارښوونه جوړ شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو د طالبانو د مشر په نوم د دغه جومات جوړیدل «چاپلوسي» بللې ده.
طالبان هڅه کوي چې د حنفي مذهبو لپاره د جوماتونو او مدرسو جوړیدو لړۍ پراخه کړي. دغه ډله چې په حنفي مذهب باور لرونکې ده پرې تور دی چې په هېواد کې یې په نورو مذهبونو یې سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.
دغه ډلې په کونړ کې سلفي مذهبو دیني عالم منع کړي چې په جوماتونو کې به امامت نه کوي او هم به د خپل مذهب له ترویج او تبلیغ څخه هم ډډه کوي.
پر سلفیانو بندیز دی چې په لمانځه کې په لوړ غږ «امین» نه وایي او نه به هم د رفع الیدین «لاسونه تر غوږو وړل» هم نه کوي.
همدا راز راپورونه شته چې دغه ډلې د هېواد په شمال کې یو شمېر اسماعیلیان په جبري توګه مجبوري کړي، څو خپل مذهب پرېږدي او د حنفي مذهب پیروي وکړي.
ملا هبت الله خپلو کسانو ته امر کړی چې د هېواد په بېلابېلو ولسوالیو او لویو لارو کې جوماتونه جوړ کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت خبر ورکړی چې د نورستان مرکز پارون په ګډون یې په واما او کانتیوا ولسوالیو کې درې کتابتونونه رغولي او تجهیزات یې هم ورته برابر کړي دي.
د طالبانو یاد وزارت د (وري دوېیمه) په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کتابتونونو پر بیا رغیدو او تجهیز کیدو شاوخوا اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د همدې وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د شانتي رضا کاره ټولنې په مرسته دا کار کړی دی.
د نورستان د اطلاعاتو او کولتور رییس مولوي سمېع الحق حق بیان ویلي، چې دغه کتابتونونه اوس د ځايي اوسېدونکو پرمخ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او کولای شي چې په کې د خوښې خوښې وړ کتابونه ولولي.
د شانتي رضا کاره ټولنې مشر موسي کلیم ډاډ څرګند کړی چې د مطالعې فرهنګ د عامیدو لپاره به خپل فعالیتونه لا چټک کړي.
طالبان داسې مهال په نورستان کې د کتابتونونو جوړولو خبر ورکوي چې دغه ډلې د ځپلې واکمنۍ د پیل راهیسې پر نږدې ۴۰۰ سوه بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او مذهبي کتابونو بندیزونه لګولي دي.
په دغو کتابونو کې د ولسي شاعر ملنګ خوږې نغمې شعري ټولګه، د نذیر احمد سهار «وزیرستان وروستی تمځای» تاریخي کتاب په ګډون یو شمېر اقتصادي او سیاسي کتابونه هم شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت کارکوونکي تېر کال د لړم په میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو کتابتونونو وګرځیدل او هغه کتابونه یې له کتاب پلورونکو راټول کړل چې دوی پرې بندیزونه لګولي دي.
طالبان دغه کتابونه د «اسلامي ارزښتونو او د امارت د تګلارې» خلاف بولي.
د طالبانو دغه بندیزونو ته لیکوالانو د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه ښودلي دي.
دوی نیوکې کړي چې د طالبانو د سختدریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا پر خپلې خوښې مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ کوي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.
یو شمېر لیکوال وېره لری، چې طالبان هڅه کوي چې په کتابتونونو کې د خپلې ډلې د افکارو لرونکي کتابونو شمېر زیات کړي او له دې لارې غواړي چې د فکري انحصار له لارې د خپلې واکمنۍ موده اوږده کړي.

د بشري حقونو سازمان حال وش د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پرته له دې چې سرحد او قومیت په پام کې ونیول شي، د انساني همدردۍ له مخې دې ژورې څاه ته د لوېدلي افغان ماشوم جسد د راویستلو لپاره ژر تر ژره اقدام وشي.
دغه سازمان زیاته کړې چې باید د یوه افغان وګړي او ایراني په ژوند کې هېڅ توپیر ونه شي.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې تېره ورځ د سیستان په ناصر اباد کې یو افغان ماشوم چې سیدالله نومېږي او ۱۰ کاله عمر لري، یوې ژورې څاه ته چې ۲۰۰ متره ژوروالی لري غورځېدلی، چې د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره لا هم د یاد ماشوم جسد له څاه څخه نه دی راویستل شوی.
ویل کېږي چې د پېښې له رامنځته کېدو ورسته د ژغورنې ډله سیمې ته رسېدلې خو د ځانګړو امکاناتو د نشتوالي له امله د ژغورنې عملیات او بیا د جسد را ایستل ناکام شوي دي.
د پېښې له ځايه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې څاه ته لېږل شوې کمرې د سيدالله مړى ليدلى، خو د څاه د تخنيکي حالت او د وسايلو د کمښت له امله يې د جسد را ايستل ممکن نه دي.
اوس پریکړه شوې چې د دغه ماشوم جسد به د څاه په هماغه ځای کې ښخ شي او د جنازې لمونځ به یې د څاه سر ته نږدې ادا کیږي.
که څه هم دا پرېکړه د اړتیا له مخې شوې، خو د سیمې د خلکو او ټولنیزو فعالانو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه درلودل.
بلخوا ټولنیزو فعالانو یادې پېښې ته په اشارې سره ویلي، هره شیبه ځنډ د کورنۍ او ټولنې پر زړونو دروند بار زیاتوي، او ټینګار یې کړی چې د دغه معصوم ماشوم د جسد را ایستل یوازې انساني غوښتنه نه ده، بلکې اخلاقي او اسلامي اصولو ته د چارواکو د ژمنتیا د اندازه کولو لپاره یوه ازموینه ده.

د ماډرن ډېپلوماسۍ په یوې خپرې شوې مقاله کې ویل شوي، چې پر افغانستان واکمن طالبان تر څلور کاله تېریدو وروسته د پاشل کېدو او سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي. داخلي اختلافات، اقتصادي ناورین او د کمزورې حکومتولي یې د طالبانو د بقا پر وړاندې سترې ننګونې بللې دي.
د ماډرن ډيپلوماسۍ د تحلیل له مخې، هغه داخلي یووالی چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې پر مهال درلود، اوس د ګډوډۍ ښکار شوی دی.
طالبان اوس د ملا هبتالله تر مشرۍ لاندې د قبیلوي، سیمه ییزو او ایډیالوژیکو اختلافاتو له امله سختې ستونزې تجربه کوي.
په مقاله کې زیاته شوې، د طالبانو دننه د کابل مېشتو او کندهاري سخت دریځه ملایانو ترمنځ اختلافات خورا ژور شوي چې دې چارې د دغه ډلې رهبري له جدي ناورین سره مخ کړې ده.
طالبانو اوس د ملا عمر د واکمنۍ برعکس د یو متمرکز حکومت پر ځای د شخصي ګټو د وېش یو شبکه جوړه کړې.
د ملا هبتالله لهخوا د نورزي قبیلې ته ځانګړې امتیاز ورکول کېږي او د نورو قبیلو څنګ ته کول، د طالبانو دننه نارضایتي زیاته کړې.
په ورته وخت کې د طالبانو سیمهییز قوماندانان د قدرت ترلاسه کولو لپاره یو بل سره سیالۍ کوي چې دې وضعیت د طالبانو حکومتداري لا کمزورې کړې او د واک تمرکز یې له منځه وړی دی.
اقتصادي ناورین او د فقر زیاتوالی
د ماډرن ډېپلوماسۍ د مقالې مخې، د طالبانو اقتصادي تګلارو افغانستان د بشري ناورین تر پولو رسولی.
د هېواد اقتصادي سرچینې په ځانګړې توګه د کانونو سکټور د طالبانو د مشرتابه نږدې کسانو په ځانګړي ډول حاجي بشیر نورزي، تر ولکې لاندې راغلي او عواید یې یوازې د یوې محدودې کړۍ تر منځ وېشل شوي دي.
بل لوري عام خلک د درنو مالیاتو، لوړ انفلاسیون او پراخې بېوزلۍ سره مخ دي.
مقاله وړاندې کاږي، افغانستان چې مخکې د نړۍوالو مرستو پر مټ روان و، اوس د دغو مرستو د بندېدو له امله له سخت اقتصادي سقوط سره مخ دی.
بیې ۳۰ سلنې پورته شوي، د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنې ته رسېدلې او له ۹۰ سلنې زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
طالبانو د اقتصادي اصلاحاتو پر ځای د خلکو پر ضد سخت اقدامات کړي او د حقایقو له منلو یې ډډه کړې چې دې چارې هم یې مشروعیت ته جدي زیان اړولی.
ناکامه حکومتولي او نړۍواله انزوا
ماډرن ډېپلوماسي وړاندې لیکي، طالبان چې د جګړې په ډګر کې مهارت لري، د حکومت چلولو وړتیا نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې، ډېری وزارتونه فلج شوي، د زېربنایي پروژو کار درېدلی او د عامه خدماتو چاره نږدې له منځه تللې ده.
سربېره پر دې، د طالبانو سخت دریځې تګلارې په ځانګړې توګه د ښځو پر ضد محدودیتونه، د نړۍوالې انزوا لامل شوي.
نړۍوالې ټولنې چې په لومړیو کې یې له طالبانو سره د تعامل هڅه کوله اوس کرار کرار له دغه ډلې څخه ځان لرې کوي.
ان پاکستان او چین چې له طالبانو سره یې عملي چلند درلود، اوس له دې ډلې سره د اړیکو محدودولو ته مخه کړې، ځکه د طالبانو بې ثباتۍ د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
د طالبانو راتلونکی؛ حتمي سقوط
د مقاله په پای کې راغلي چې طالبان د خلکو د ځپلو او د وېرې د فضا جوړولو له لارې هڅه کوي چې واک وساتي، خو داخلي فشارونه، اقتصادي بحران او د خلکو پراخ مخالفتونه ښيي چې د دې ډلې سقوط حتمي دی.
مقاله کې ویل شوي، تاریخ ثابته کړې هغه حکومتونه چې پر ظلم او انحصار ولاړ وي، دوام نشي موندلی. طالبان چې له اصلاحاتو انکار کوي او پر سختدریځو پالیسیو د ټینګار له امله خپل راتلونکی له خطر سره مخ کړی او د دې ډلې د سقوط مسله یوازې د وخت خبره ده.
