• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای له تور نوملړه نه دی لرې شوی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای د بندیزونو نوم نوملړ کې شته دی. تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ، چې د حقاني نوم له نوملړه لرې شوی، خو واشنګټن په دې اړه په رسمي ډول لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عدالت لپاره انعام ادارې، چې د مطلوبو کسانو اړوند معلومات خپروي، تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عزیزالدین حقاني او ددې ډلې د یوه بل غړي یحیی حقاني نومونه له خپلې وېبپاڼې لرې کړل.

تېره ورځ سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینو وویل، چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغو شوې، خو د طالبانو له اعلان نه ۲۴ ساعته اوړي، مګر لا هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت او اف بي اي په ویبپاڼو کې د نوموړو نومونه ترسترګو کیږي.

100%

د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل، چې پر سراج الدین حقاني سربېره د هغه ورور عزیزالدین حقاني او ترورزی یحیی حقاني هم چې د حقاني شبکې مهم غړي دي، د متحده ایالتونو د بندیزونو له نوملړه لرې شوې دي.

عزیزالدین حقاني د خپل ورور بدرالدین حقاني له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې مسوولیت پرغاړه درلود، چې د متحده ایالتونو پر ځواکونو او افغان دولت د بریدونو مسوول ګڼل کیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی څه موده وړاندې کندهار ته د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده احضار کړی و او له هغه وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې له مشرۍ لرې شوی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو په روزنه کې د پردې ترشا رول لوبوي.

د امریکا له تور نوملړه د حقاني شبکې ددریو جګپوړو غړو د نومونو لرې کېدو په تړاو رپوټونه کابل ته د واشنکټن د جګپوړي پلاوي او یوه امریکايي زنداني ګلزمن له خلاصون سره هممهاله دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې دا د امریکا او طالبانو په اړیکو کې مهم پرمختګ بولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکي: تېرکال نورستان د ۳۰۰ زره کورنيو او بهرنيو سیلانیانو کوربه و

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د نورستان له تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاوو ۳۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لیدنه کړې ده. مولوي سميع‌الحق حق‌بیان وویل چې د سیلانیانو د جذب او اسانتیاوو لپاره پارون کې یو عصري هوټل جوړ شوی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د رپوټ له مخې، تېره ورځ د وري دویمه د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۱۴۰۳ کال د لاسته راوړنو راپور رسنیز کړ.

طالبان وایي، چې د کال په تېرېدو سره نورستان ته د سېلانیانو راتګ مخ په زیاتېدو دی.

یو شمیر سېلانیانو له دې وړاندې ویلي و چې د نورستان هره دره له طبیعي ښکلاوو ډکه ده، خو دوی غوښتنه کوله چې د عمومي سړک په جوړېدو سره به سیلانیانو ته لا زیات سهولتونه رامنځته شي او شمېر به یې ډېر شي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېر کال کې د نورستان مرکز پارون تر څنګ، په واما او کانتیوا ولسوالیو کې درې کتابتونونه ترمیم او بیا رغول شوي او د عامه کتابتون لپاره ۸۰۰ ټوکه نوي کتابونه راوړل شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي چې د نورستان په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰۰۰ ځوانانو ته فکري روزنه ورکړل شوې او سلګونه نور د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ښوونیزو مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

هغه همداراز وویل چې د اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې، د ولایت په کچه باوري راپورونه راټول شوي او خلکو ته پر وخت رسېدلي دي.

طالب چارواکي وايي، هڅې روانې دي چې د دوی د راټولو کړو بېلابېلو اثارو لپاره په ختیځ، لوېدیځ، او مرکزي نورستان کې ځانګړي موزیمونه جوړ شي.

باوري سرچینې: طالبانو محمود شاه حبیبي له پخواني زندان څخه عینو مېنې ته لېږدولی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

له کندهار څخه دوو بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رییس محمود شاه حبیبي لس ورځې وړاندې له پخواني زندان څخه عینو مینې ته انتقال شوی.

دغو سرچینو د یکشنبې په ورځ، د وري پر درېیمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې محمود شاه حبیبي د کندهار ښار په عینو مېنه کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق په میلمستون کې چې ملا هبت الله اخوندزاده غصب کړی، ساتل کیږي.

دغه میلمستون د عینو مېني په «ډبیلیو» سړک پروت دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله اخوندزاده پخوا دغه میلمستون د خپلو ځینو لیدنو په موخه کاراوه، خو له ډیرې مودې راهیسې بیا دلته نه دی راغلی.

طالبانو د کندهار په دغه مجلل ښار ګوټي کې د میلمستون شاوخوا له څلور تر پنځه سړکونه د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ له ډیر پخوا راهیسې بند کړي.

دغو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو ورځې وړاندې یاد میلمستون ته د ملا هبت الله اخوندزاده د ساتونکو له لوري دوه ډاکټران راوستل شول، خو دا نه شي تایید ولای چې یاد ډاکټران یې د چا د تداوي لپاره میلمستون ته بیولي.

100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې حکومت یې د محمود شاه حبیبي روغتیایي حالت په اړه اندېښمن دی.

د ټامي بروس په وینا، حکومت هڅه کوي چې د دغه افغان امریکایي وګړي په ګډون نور امریکایان خپلو کورونو ته ستانه کړي.

څه باندې یوه میاشت وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د عینو مېني د دروازې مخامخ د تېر جمهوري نظام پر مهال د کندهار ولایت د ملي امنیت د تحقیقاتو مرکز کې، چې اوس ملا هبت الله ورڅخه د شخصي زندان په توګه استفاده کوي، ساتل کیږي.

د محمود شاه حبیبي کورنۍ کندهار ته د هغه انتقال تایید کړی.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بوایلر او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ته د جورج ګلزمن په نوم امریکايي بندي وسپاره.

پر همدغه مهال محمود شاه حبیبي ته په اشاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د بندې امریکایانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د افغاني الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د پنجشنبې ورځې په ناسته کې د محمود شاه حبیبي په اړه هم خبرې شوې دي او د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې د خوشې کېدو ژمنه کړې ده.

امیر خان متقي له امریکا سره وروستی پرمختګ مهم وباله

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چاور وزیر امیرخان متقي په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره په کتنه کې پر دوه اړخېزو اړیکو خبرې کړې دي. امیرخان متقي له متحده ایالتونو سره وروستی پرمختګ مهم بللی او د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ یې مننه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه «د وري ۳مه» پر اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او پر یو لړ نورو مسایلو خبرې وشوې.

امیر خان متقي له قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر وده وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې په کابل کې د قطر سفارت د شارژدافیر مُردِف القاشوطي په حواله لیکل شوي، چې هغه ددې ډلې بهرنیو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وارزول او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو ژمنتیا تکرار کړه.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي، چې درې ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له امریکايي پلاوي سره له لیدنې وروسته وویل چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

متقي په دې ناسته کې ویلي، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره متوازنې او مثبتې اړیکې غواړي او واشنګټن ته په کار ده چې له کابل سره د خبرو اترو لاره خپله کړي.

محمد صادق: په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره اړین دي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د اسلام اباد او کابل اقتصادي اړېکې له یو بل سره تړلې دي او په دغه هېواد کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره اړین دی.

محمد صادق، چې دوه ورځې مخکې کابل ته په سفر تللی د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکې له یوبل سره ژورې او تړلې بولي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړه، چې دواړه هېوادونه باید د سیمې د اقتصاد د ودې لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.

صادق افغانستان د پاکستان لپاره مهم سیمه ییز شریک بللی او وايي، چې دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

صادق خان وايي، پاکستان له افغانستان سره پیاوړو او متقابلو ګټورو اړیکو ته ژمن دی.

محمد صادق د جمعې په ورځ کابل ته ولاړ او تېره ورځ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون ځینو نورو طالب چارواکو سره هم لیدلي او د سوداګرۍ، امنیت، سیاسي او اقتصادي همکاریو او دواړو لوریو ته د مساپرو دتګ راتګ په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه والي نښې لیدل کېږي او کابل ته تللی محمد صادق هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خپل هېواد د اړیکو رغېدو ترڅنګ د تعامل کچه لوړه کړي.

ایرانیانو افغان پولې ته څېرمه د باران لپاره ددوعا لاسونه پورته کړل

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د ایران د سرحدي سیمو یو شمېر اوسېدونکو د افغانستان پولې ته څېرمه په ۵۰ کیلو مترۍ کې د باران لپاره د دوعا لاسونه پورته کړل. د ایران جنوبي خراسان هغه سرحدي ولایت دی، چې وچکالۍ سخت ځپلی او که بارانونه ونه شي نو کروندې یې د له منځه تلو په حال کې دي.

په دې ورځو کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د سرحدي سیمې په ځینو کلیو کې د ورښتونو کښې کېدو او وچکالۍ د پای ته رسېدو لپاره دوعاګانې کېږي.

د ایران د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، نن یکشنبه «د وري ۳مه» نېټه په یو څه ګرمه هوا کې ځینې ځوانان او لویان د ۲۳ کلنې وچکالۍ د پای ته رسیدو لپاره د دوعا په موخه راټول شوي وو.

د ایران جنوبي خراسان له ډېرو کلونو راهیسې د وچکالۍ له خطر سره مخ دی او کلي یې ورځ تر بلې تږي کېږي؛ د باران څاڅکي لیدل یې په یوه خوب بدلیږي او په شنو غرونو کې د شپون او رمې غږ نور نه اورېدل کېږي.

د تېر کال د کب ۵مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، چې له افغانستان سره د اوبو پر سر تړون تر اوسه نه‌ دی عملي شوی.

نوموړي د خپلو سرحدي ولایتونو له چاروکو وغوښتل، چې له افغانستان سره پر اوبو د ګډ کار او همکاریو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

عراقچي همداراز وویل، یوازې له پولې اوښتونکې اوبه یې ستونزې نه شي حل کولای او باید د کورنیو اوبو د سرچینو مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «که وچکالي راشي، دا طبیعي ده چې ګاونډی هېواد به خپلې اوبه ایران ته پرېنږدي».

طالبانو هم له دې وړاندې ویلي، چې له وچکالۍ سره سره یې بیا هم ایران ته اوبه ور پرېښې دي.