محمد صادق: په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره اړین دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د اسلام اباد او کابل اقتصادي اړېکې له یو بل سره تړلې دي او په دغه هېواد کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره اړین دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د اسلام اباد او کابل اقتصادي اړېکې له یو بل سره تړلې دي او په دغه هېواد کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره اړین دی.
محمد صادق، چې دوه ورځې مخکې کابل ته په سفر تللی د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکې له یوبل سره ژورې او تړلې بولي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړه، چې دواړه هېوادونه باید د سیمې د اقتصاد د ودې لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.
صادق افغانستان د پاکستان لپاره مهم سیمه ییز شریک بللی او وايي، چې دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.
صادق خان وايي، پاکستان له افغانستان سره پیاوړو او متقابلو ګټورو اړیکو ته ژمن دی.
محمد صادق د جمعې په ورځ کابل ته ولاړ او تېره ورځ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون ځینو نورو طالب چارواکو سره هم لیدلي او د سوداګرۍ، امنیت، سیاسي او اقتصادي همکاریو او دواړو لوریو ته د مساپرو دتګ راتګ په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه والي نښې لیدل کېږي او کابل ته تللی محمد صادق هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خپل هېواد د اړیکو رغېدو ترڅنګ د تعامل کچه لوړه کړي.


د ایران د سرحدي سیمو یو شمېر اوسېدونکو د افغانستان پولې ته څېرمه په ۵۰ کیلو مترۍ کې د باران لپاره د دوعا لاسونه پورته کړل. د ایران جنوبي خراسان هغه سرحدي ولایت دی، چې وچکالۍ سخت ځپلی او که بارانونه ونه شي نو کروندې یې د له منځه تلو په حال کې دي.
په دې ورځو کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د سرحدي سیمې په ځینو کلیو کې د ورښتونو کښې کېدو او وچکالۍ د پای ته رسېدو لپاره دوعاګانې کېږي.
د ایران د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، نن یکشنبه «د وري ۳مه» نېټه په یو څه ګرمه هوا کې ځینې ځوانان او لویان د ۲۳ کلنې وچکالۍ د پای ته رسیدو لپاره د دوعا په موخه راټول شوي وو.
د ایران جنوبي خراسان له ډېرو کلونو راهیسې د وچکالۍ له خطر سره مخ دی او کلي یې ورځ تر بلې تږي کېږي؛ د باران څاڅکي لیدل یې په یوه خوب بدلیږي او په شنو غرونو کې د شپون او رمې غږ نور نه اورېدل کېږي.
د تېر کال د کب ۵مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، چې له افغانستان سره د اوبو پر سر تړون تر اوسه نه دی عملي شوی.
نوموړي د خپلو سرحدي ولایتونو له چاروکو وغوښتل، چې له افغانستان سره پر اوبو د ګډ کار او همکاریو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
عراقچي همداراز وویل، یوازې له پولې اوښتونکې اوبه یې ستونزې نه شي حل کولای او باید د کورنیو اوبو د سرچینو مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه: «که وچکالي راشي، دا طبیعي ده چې ګاونډی هېواد به خپلې اوبه ایران ته پرېنږدي».
طالبانو هم له دې وړاندې ویلي، چې له وچکالۍ سره سره یې بیا هم ایران ته اوبه ور پرېښې دي.

یو افغان ۲۴ کلن پناه غوښتونکی حبیب الرحمن، چې په جرمني کې تر ډولډونګ حالت لاندې اوسېده، تورن دی چې یو کس یې په چړو وژلی او وروسته یې د هغه د مړي بې حرمتي کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ سهار نهه بجې د کیمنېڅ ولایتي محکمې ته حبیب الرحمن په داسې حال کې راوستل شو چې لاسونه او پښې یې په زولنو تړلي وو او دوو قوي ساتونکو تر مټو نیولی و. ساتونکو نوموړی د تورن کس څوکۍ پر لور بوت او دوو نورو کسانو یې تر څنګ څارنه کوله.
دغه ۲۴ کلن مجرد افغان تورن دی چې یو بل افغان یې په چړو وژلی.
څارنوالان وايي، حبیب رحمان نومي افغان د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې یو ۲۷ کلن افغان پر سر، ورمېږ او اوږو ۱۹ ځله په چاقو وهلی او وژلی دي. د پېښې ځای د ایو ښار یو اپارتمان و، چې دواړو پکې ګډ ژوند کاوه. پر نوموړي تور دی، چې له وژنې وروسته یې پر تورن کس جنسي تیری کړی.
له دې خونړۍ پېښې وړاندې د زاکسن پولیسو، قضايي ادارو او روغتیايي متخصصانو حبیب رحمان د جنسي جرمونو په پېښو کې ښکیل ګڼلی و. ویل شوي چې نوموړی په یوه ورځ کې درې ځله د جنسي تیري او جنسي ځورونې په جرم نیول شوی و.
د دې جرمونو له امله پر نوموړي څو عدلي څېړنې ترسره شوې وې اود رواني ستونزو له امله یو ځل روغتون ته هم لېږدول شوی و، خو بېرته ازاد شو.
د فوکس انلاین د رپوټ له مخې، نوموړی، چې دا مهال د وژنې له امله په بند کې دی، هلته هم دوامداره جنجالونه جوړوي اوبندیان او ساتونکي ترې خوندي نه دي.
د مارینبرګ محکمې ۶۰ کلنې قاضی بریګیټ هېګډورن، چې د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر پر۱۴مه یې د دې قضیې د توقیف حکم صادر کړی و، وویل چې تورن کس په تکرار سره غوښتنه وکړه، « زه غواړم افغانستان ته بیرته ولاړ شم».
د تورن کس مدافع وکیل اندریاس کون فوکس انلاین ته وویل: « حبیب الرحمن له وړاندې چارواکو ته ویلي و چې دی غواړي خپل وطن ته بیرته ولاړ شي».
د جرمني د کډوالو فدرالي ادارې (BAMF) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر پایه، ۱۷۱ افغانان افغانستان ته د داوطلبانه ستنېدو له لارې تللي دي.
رپوټونه وايي، چې که تورن کس د جنسي انګیزې له مخې د قتل مرتکب ثابت شي، ممکن د عمدي قتل سزا ورکړل شي.
د نوموړي محاکمه به تر اپرېل میاشتې پورې دوام ولري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د سوداګرۍ کچه لوړه وه او د شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده. د دغه وزارت ویاند وايي، په هېواد کې د خلکو د پیرودلو د ځواک وده د دې لامل شوې وه چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله د سوداګرۍ کچه لوړه شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، په تېر کال کې د سوداګرۍ کچه لوړه وه.
نوموړی وايي، د ۱۴۰۲ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د خلکو د پیردلو ځواک ښه شوی، چې له امله یې په افغانستان کې سوداګرۍ وده کړې ده.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۳ کال کې له افغانستان نه یو میلیارد ۷۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۱۱،۱۶۴ میلیارد ډالر واردات ترسره شوي دي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، له افغانستان نه ډیر صادرات پاکستان، هند، عربي متحده امارات، ازبکستان، ایران قزاقستان، چین، ترکیې او عراق ته شوي دي.
د نوموړي په وینا، له افغانستان نه په صادراتو کې کرنیز محصولات لکه انځر، ممیز او همدارنګه غالۍ، پنبه او قیمتي ډبرې شاملې وې.
عبدالسلام جواد زیاتوي، چې افغانستان ته ډیر واردات له ایران، عربي متحده امارات، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، هند، او مالیزیا څخه شوي دي.
د نوموړي په خبره، په وارداتو کې پټرول، ډیزل، اوړه، د موټرو پرزې، مایع ګاز، کتان، درمل، غوړي او وریژې شامل وو.
که څه هم د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د ۱۴۰۲ کال په پرتله په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه ښيي خو شنونکي وايي، چې د افغانستان د وارداتو او صادراتو ترمنځ بېلانس نشته او ډېره برخه وارداتي توکي جوړوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل په ارغندي سیمه کې د ټرانسپورټي ترمینل د جوړېدو چارې پرانېستې. طالبان وايي د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه «د وري ۳مه» په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ارغندۍ ترمینل د جوړېدو چارې به د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په هېواد کې د ترانسپورټي زېربنا د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او ویې ویل، د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.
ملا بردار د پرانیستې د مراسمو پرمهال وویل:« له بدهمرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له امله دې مهمې برخې ته پام نه دی شوی، بلکې په دې برخه کې شته زېربنا د ټیټ کیفیت له امله تخریب شوې، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.»
برادر د معیاري ترانسپورټي زېربنا ارزښت ته په اشارې سره وویل،چې په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول ددوی په لومړیتوبونو کې دي.
ملا بردار ویلي چې د کابل ارغندۍ ترمینل کې ۴۲ مهم تاسیسات جوړېږي.

د طالبانو د معلوماتو او احصایې اداره وایي، په ۱۴۰۳ کال کې یې لږ تر لږه ۲ مېلیونه او ۶۳۴ زره او ۶۰۰ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي چې له دې ډلې څخه یې ۱۹۳۰ زره نارینه او ۷۰۵ زره یې ښځو ته ورکړې دي.
دغې ادارې نن یکشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې په کابل کې ۶۶۰ زره، په کندهار کې ۱۹۰ زره، په هرات کې ۲۰۰ زره، بلخ کې ۱۷۰ زره او همدا شان یې په ننګرهار کې ۱۲۰ زره پېژندپاڼې وېشلې دي.
دغې ادارې زیاته کړې ده، چې د برېښنایي تذکرو د وېش د بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۱۵مېلیونه او ۵۶۸ زره کسانو پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.
د طالبانو د احصایې ریاست لیکلي، چې د دغو پېژندپاڼو د وېش بهیر د افغانستان په ۷۳مرکزونو کې روان دی.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۲کال په پای کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې درې میېلیونه او ۱۲۴زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دغې ادارې په خبره، په دې موده کې نارینهو ته ۲ مېلیونه او ۶۸زره او ښځو ته یو مېلیون او ۵۶زره پېژندپاڼې وېشلې دي.
د یادولو وړ ده، چې یاده پروسه کې له ډېرو جنجالونو وروسته بالاخره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د ۱۳۹۷کال د غویي په میاشت کې پیل شو او د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی کس و چې د پېژندپاڼې دغه سند یې ترلاسه کړ.
دغه راز يو شمېر پخوانيو دولتي چارواکو هم له دې وړاندې څو ځله ادعا کړې وه، چې ګواکې دغې ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په سرحدي سيمو کې په زرګونه بهرنیو وګړو ته د هويت دغه کارتونه وېشلي دي.