• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ویښتانو په خرڅلاو کې ښکیل کسان د طالبانو له سخت چلند سره مخ دي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

په کابل کې یوه ښځه چې د امنیتي دلایلو له امله خپل اصلي نوم نه څرګندوي، هر ۱۰۰ ګرامه ویښته په شاوخوا دریو ډالرو پلوري، چې دا د هغې پر میاشتني سل ډالره معاش یوڅه نوې پیسې اضافه کوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د فاطمې په څېر ګڼو ښځو د خپلو کورونو اضافي د سر ویښتان پلورل او ښه عاید یې درلود، خو تیر کال یوه بندیز ۲۸ کلنه فاطمه او نورې ښځې اړې کړې، چې له شاور وروسته او د ویښتانو د اصلاح په سالونونو کې اضافي ویښتان په پټه وپلوري.

فاطمه وایي: « زه دې پیسو ته اړتیا لرم. زه کولای شم خپل ځان ته څه شی واخلم یا د کور لپاره توکي واخلم».

دا ښځه چې خپل اصلي نوم د امنیتي ستونزو له امله نه څرګندوي، هر ۱۰۰ ګرامه ویښته په شاوخوا دریو ډالروپلوري.

د ویښتو پیرودونکي چې غواړي دا ویښته د ویښتینو خولیو لپاره بهر ته صادر کړي ددغو ښځو د کورونو تر دروازو ورځي.

په دې پیرونکو کې یو تن نارینه، چې له نومښودنې ډډه کوي، فرانس پرېس ته ویلي، چې ویښتان پاکستان او چین ته لیږدوي.

طالبانو پر ښځو شدید بندیزونه لګولي او د ملګرو ملتونو په وینا د جنسیتي تبعیض پالیسۍ یې خپلې کړې دي. دوی ښځې او نجونې له پوهنتونونو او ښوونځیو منع کړې دي، چې کاري فرصتونه یې هم له لاسه ور کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الله اسلام خیبر فرانس پرېس ته ویلي، « موږ باید د هغې بڼې، چې الله انسانانو ته ورکړې ده، درناوی وکړو او وقار یې وساتو». هغه وویل چې د ویښتو سوداګري په هېواد کې معمول شوې او اوس « د بدن د غړو خرڅول منع دي».

د ویښتو پلورل تر دې حده حساس شوي چې د امربالمعروف وزارت په کابل او کندهار کې په ټنونو سوځولي دي.

خو فاطمه له دغو بندیزونو، نه ویریږي او وایي چې کله طالبان جوماتونو ته لمانځه ته ځي، نو هغه پټه د ویښتانو غونډولو ځای ته ځي او ویښتان سپاري.

په کابل کې یو پټ سالون چې دوه زړې چرمي څوکۍ پکې اېښې، په اونۍ کې یوازې څلور پیرودونکي لري.۴۳ کلنې کونډې نرګس له ۲۰۲۱ کال مخکې هره ورځ دلته پنځه او شپږ ښخینه پیرونکي لرل. اوس هغې ته یوازې بډایه میرمنې د سینګار او ډول لپاره ورځي.

۳۳ کلنه کونډه وحیده، چې خاوند یې په ۲۰۲۱ کال کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوی، تل په دې فکر کې ده، چې څنګه به خپلو دریو اولادونو ته خواړه برابروي. هغه لاهم د خپلې اته کلنې لور او خپل سرتوی شوي ویښتان راټولوي، چې په بیاتي له پرې شویو ویښتانو ارزښتناک دي.

دغه وزګاره افغانه مېرمن چې اوس یوازې په مرستو ژوند کوي، دا ویښته په پلاستیکي کڅوړه کې ساتي، چې وروسته یې وپلوري.

طالبانو د ویښتانو د پېرلو په تور په یو شمېر ولایتونو کې د ویښتانو پېرونکي نیولي او راټول شوي ویښتان یې سوځولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او د قطر استازي په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون پر جوړېدو خبرې وکړې

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د قطر له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره په کتنه کې د روغتیايي برخې پرسونل د ظرفیت لوړلو په تړاو غږېدلی. په دې کتنه کې په کندهار کې د قطر په مرسته د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه «د وري ۵مه» په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو د برابرېدو په تړاو خبرې شوې دي.

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې قطر غواړي د کندهار په عینو مینې ښارګوټي کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

دوی زیاتوي چې تېرکال دوه ځله د قطر هېواد انجنیران راغلي ول او له دې سیمې یې لیدنه کړې وه او تر دې دمه د سروې او بودېجې اړوند کارونه پای ته رسېدلي خو تر اوسه کوم عملی کار نه دی پیل شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت د وږي په ۲۶مه د خبرپاڼې خپرولو سره په اېکسپاڼه کې لیکلي و، چې ددې ډلې د عامې روغتیا وزیر او د قطر له استازو سره په لیدنه کې قطر هېواد ژمنه کړې، چې په عینو مېنه کې یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.

طالبانو د قطر استازو په حواله ویلي و، چې دا هېواد په نږدې راتلونکي کې په کندهار کې میرویس نیکه حوزوي روغتون هم پراخوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر له قطري چارواکو سره په کتنه کې د قطر له همکاریو مننه کړې او په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدګۍ او غوره خدمتونو په موخه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په اړینو تجهیزاتو د افغانستان د روغتونونو سمبالول یې مهم یاد ګڼلي او په دې برخه کې یې د یاد هېواد همکاري اړینه بللې ده.

د امنیتي تدابیرو سختېدل؛ کندهار ښار ته له وسلو سره د امنيتي کسانو پر ننوتلو بندیز ولګېد

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ په شفاهي ډول د ولسواليو او لرې پرتو سيمو امنيتي کسانو ته امر کړی، چې ښار ته دې له وسلو او مهماتو سره نه داخليږي. سرچینه د طالب مشرانو له قوله وايي، چې دا اقدام يې د امنیتي او جنايي پيښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ د ولسواليو له امنیتي مسوولینو سره په خبرو کې ویلي، چې یوازې قوماندان، د ډلې مشر او مسوولین کولی شي، چې له وسلو سره ښار ته داخل شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، له دغو مسوولانو غوښتل شوي، چې خپلو سرتېرو ته دې له وسلو او مهماتو سره ښار ته د داخليدو اجازه نه ورکوي.

کندهار ښار ته داخلېدونکې لارې تر کلک څار لاندې دي او ښار ته د داخليدو پر مهال د خپلو اطرافي سیمو له سرتيرو وسلې اخیستل کیږي. د سرچينې په وینا، طالبانو تر امنیتي مجلس وروسته دا پرېکړه کړې.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ولسواليو د ځينو طالب سرتيرو غږونه تر لاسه کړي، چې د دې پرېکړې له کبله پر خپلو امنیتي مسوولينو سختې نیوکې کوي.

په یوه غږ کې یو طالب وایي، چې ټول «جهاد» ځوانانو وکړ، چې اوس مشران په غټو ګاډو کې ګرځي او پر کشرانو بنديز لګول کيږي.

هغه پر خپلو نورو ملګرو غږ کړی چې «که یې سلاح درڅخه واخیستله ستاسو دې په خدای قسم وي که به یو ټک هم ورسره کوئ.»

همدغه کس وایي، چې ۱۴ کاله یې «جهاد» کړی خو یو مشر یې هم د جګړې په لیکه کې ونه لید.

په کندهار کې په دې وروستيو کې جنايي پيښې په خاص ډول وسله والې غلاوې زياتې شوې، چې لامل یې په شخصي جامو کې د طالبانو ګزمې او ګرځېدل ښودل شوي.

یو شمېر کسان وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې د طالب مسوولينو او د هغوی د سرتيرو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کیږي، بلکې ډېرو طالبانو دوی ته د حق نه ورکولو له کبله دندې هم پرېښې دي.

طالبان وايي د بې کیفیته تېلو د واردولو پر ضد ګامونه اخلي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په مشرۍ د دې ډلې د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره اقدامات وشي. د طالبانو کابینې د بې کیفیته تېلو واردولو د مخنیوي لپاره یو پلاوی ټاکلی چې په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره کار وکړي.

د طالبانو چارو اداره وايي، چې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ، د کابینې نوبتي غونډه نن سې شنبه «د وري ۵مه» ترسره شوې او پر یو لړ موضوعاتو پکې بحث او پرېکړې شوې دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د کابینې په ۱۸مه ناسته کې د هېواد پر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسایلو بحثونه او پرېکړې وشوې.

په ناسته کې ځینې مسایل ځانګړيو پلاويو ته سپارل شوي،چې چارې یې نهایي او راپور يې د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

د طالبانو کابینې په دې غونډه کې هېواد ته د بې کيفيته تېلو واردولو د مخنيوي په اړه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست شمس الدین شریعتي په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تایيد شوي او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د تطبیق په موخه یې اقدامات ترسره کړي.

په همدې حال کې په پلازمینه کابل کې د تېل پمپونو ځینو مالکانو د مرغومي په لومړی نېټه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې شرکتونه او سوداګر له ایران نه بې کیفیته نفتي توکي د زیاتې ګټې په موخه افغانستان ته واردوي.

ځینې تېل پلورونکي نیوکه کوي، چې طالبان د ډیرو کمو بی کیفیته نفتي توکو مخه نیسي، ځکه د تېلو سوداګر د نېمروز او هرات ولایتونو په ګمرکونو کې طالب مسوولانو ته بډې ورکوي.

طالبانو بیا بیا په خپلو اعلاميو کې د نيمروز او فراه ولایتونو پر پوله ایران ته د بې کيفيته تيلو د ورګرځولو خبر ورکړی.

ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي.

ایراني چارواکو ویلي، چې طالبان د کیفیت معلومولو ماشینونو پر بنسټ نه بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته معیارونه ټاکي.

۵۰ سازمانونو د جرمني له حکومت نه د افغانانو د انتقال بهیر ادامه غوښتې

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰

یو ایتلاف چې نږدې ۵۰ ټولنې او سازمانونه پکې شامل دي، د جرمني له حکومت او بونډستاګ (پارلمان) نه غوښتي چې د افغانستان لپاره د فدرالي منلو پروګرام وغځوي. ۱۵۵۷ افغانانو ته د جرمني حکومت د انتقال ژمنه ورکړې، خو لا هم په پاکستان کې پاتې دي.

دوی دا یو « بې‌ساری بشري پروګرام» بللی، چې له لارې یې په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ کسان په خوندي ډول جرمني ته لېږدول کېږي.

دغو سازمانونو د سې ‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د افغانانو د انتقال پروګرام احتمالي پای «بوږنوونکی» دی.

د یادې غوښتنې په لاسلیک کوونکو کې د بښنې نړیوال سازمان، پرو ازول، پاریتیتشر ګزامت‌فربند او ګڼ نور د کډوالو ملاتړي سازمانونه شامل دي.

د سټیرن او ویلټ جرمنۍ رسنیو د رپوټ له مخې، دوی د خپل لیک په متن کې د مسیحي-ډیموکرات اتحاد او سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) پر هغو پلانونو نیوکه کړې چې د فدرالي منلو رضاکارانه پروګرامونه به تر ممکنه حده پای ته رسوي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.

په دې کې د افغانستان د پروګرام ختمول هم شاملیږي.

یادو سازمانونو ټینګار کړی چې دا پروګرامونه باید وغځول او پراخ شي. دوی غوښتنه کړې چې باید تر ګواښ لاندې خلکو لکه همجنسپالو، دوه جنسیته، ښځو، ماشومانو، خبریالانو او فعالانو لپاره د وتلو خوندي لارې برابرې شي.

د پرو ازول یوې غړې ویبکه یودیت غوښتنه کړې چې د نوي ایتلافي حکومت په تړون کې باید د دغه پروګرام دوام تضمین شي.

د پروګرام له پیل راهیسې تر دې دمه ۱۲۶۲ ځانګړي له ګواښ سره مخ کسان جرمني ته انتقال شوي دي. نورو۱۵۵۷ کسانو ته د جرمني حکومت د انتقال ژمنه ورکړې، خو لا هم په پاکستان کې پاتې دي.

د سازمانونو غوښتنه دا ده چې دا کسان باید ژر تر ژره او په بېړني ډول جرمني ته انتقال شي.

که تر ۲۰۳۰ کال پورې د نجونو پر زده‌کړو بندیز روان وي د محرومو نجونو شمېر به ۴ میلیونه شي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، هیله‌من دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام ونه کړي. هغه وايي، که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې روان وي، نو له زده‌کړو د بې برخو نجونو شمېر به څلور میلیونو ته لوړ شي.

نوموړي تېره ورځ دوشنبه (د وري څلورمه) یوه خبري ناستې ته د یونېسف وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي، چې دغه بنسټ شاوخوا ۴۴۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې چې شاوخوا ۶۴ سلنه یې نجونې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یونېسف دغه ګام ښځینه ښوونکې ځواکمنوي او ورته ډاډ ورکوي چې نجونې الهام بښوونکې دي.
هغه وایي، د یونېسف د راپور له مخې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره شاوخوا ۴۰۰ زره نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي چې له دې سره د دغو نجونو ټولټال شمېر ۲.۲ مېلیونو ته لوړ شو.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو اجراییه مشرې سیما باهوس هم د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز د دوام په اړه ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو له حقونو د طالبانو سرغړونه به د دوی راتلوونکي نسلونه اغېزمن کړي.
نوموړې له زده‌کړو له بې برخو شویو نجونو پرته د نوي ښوونیز کال د پیل په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پر اېکس پاڼه کاږلي: «لکه څنګه چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي؛ خو د درېیم پرله پسې کال لپاره د ښوونځي دروازې د زرګونه نجونو لپاره تړلې پاتې دي.»

اغلې باهوس زیاته کړې، چې نجونې باید بېرته ښوونځيو ته ستنې شي او د دوی بنسټیز حقونه باید پرته له ځنډه بېرته دوی ته ورکړل شي.

دغه ډول څرګندونې وروسته له هغې وړاندې کېږي، چې طالبانو تازه یو بل ښوونیز کال هم له زده‌کړو د بې برخو شویو نجونو پرته پیل کړ.