ترکیې د حکومتي ضد لاریونونو د خبري پوښښ له امله د فرانس پرېس یو خبریال ونیوو

ترکیې د حکومتي ضد لاریونونو د خبري پوښښ له امله د سې شنبه په ورځ د فرانس پرېس خبریال یاسین اک ګول نیولی دی.

ترکیې د حکومتي ضد لاریونونو د خبري پوښښ له امله د سې شنبه په ورځ د فرانس پرېس خبریال یاسین اک ګول نیولی دی.
د ترکیې د خبريالانو اتحادیه وایي، چې د دغه هېواد یوې محکمې د فرانسپرېس خبري اژانس یاد خبریال د هغو څېړنو لپاره نیولی، چې د استانبول د نیول شوي ښاروال د بندي کېدو په تړاو یې د حکومتي ضد لاریونونه یې تر پوښښ لاندې نیولي و.
د محکمې د حکم له مخې، اکګول به د غیر قانوني تجمعاتو او لاریونونو کې د ګډون په تور د محکمې تر پیلېدو پورې په بند کې پاتې شي.
دغه خبریال محکمې ته ویلي، چې د خبریال په توګه د خبري پوښښ لپاره د لاریونونو په سیمه کې و او د نوموړي وکیلانو هم د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس مشر فاریس فرایز هم د اک ګول د ژر خوشې کېدو ترڅنګ ویلي، چې هغه د یو خبریال په توګه د لاریونونو د خبري پوښښ لپاره په سیمه کې و.
د ترکیې د خبريالانو اتحادیې ویلي، چې اک ګول د هغو اوو نیول شویو خبریالانو له ډلې څخه دی، چې په لاریونونو کې د حضور له امله نیول شوی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د سې شنبه ورځ وویل، چې د تېرو شپږو ورځو لاریونونو پرمهال څه باندې څوارلس سوه کسان نیول شوي، چې له یاد شمېر څخه ۴۷۸ کسان قضایي ادارو ته پېژندل شوي دي.
له دې پراخو نیونو سره - سره معترضین وایي، چې لاریونونو ته به همداراز دوام ورکړي.
دوی د استانبول د ښاروال اکرم اماماوغلو چې د ترکیې د ولسمشر جدي سیاسي سیال دی، د بندي کېدو پر ضد اعتراض کوي.

متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین او روسیې سره موافقه وکړه، چې د تور سمندر په سیمه کې د دواړو هېوادونو بېړۍ کولی شي خوندي تګ راتګ وکړي او دواړه هېوادونو باید د یو بل د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه و نه کړي.
که دا موافقه عملي شي، نو دا به د اوربند د پراخېدو تر ټولو روښانه پرمختګ وي، چې واشنګټن یې د سولې خبرو ته د رسېدو د پله په توګه ګوري، ترڅو د روسیې درې کلنه جګړه په اوکراین کې پای ته ورسوي.
دواړو هېوادونو ویلي، چې دوی به د تړونونو د عملي کولو لپاره پر امریکا باور وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په کییف کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: "که چېرې روسیه له دې څخه سرغړونه وکړي، نو زه له ولسمشر ټرمپ څخه مستقیمه پوښتنه لرم. که دوی سرغړونه وکړي، دلته شواهد دي - موږ د بندیزونو غوښتنه کوو، موږ د وسلو غوښتنه کوو، او داسې نور."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: «موږ ته به روښانه ضمانتونه پکار وي او له کییف سره د تېرو توافقاتو د بدې تجربې له مخې، دغه ضمانتونه یوازې د واشنګټن له لوري زېلېنسکي او د هغه ټیم ته د مستقیم امر نتیجه کېدلی شي.»
دغه تړونونه چې په سعودي عربستان کې ترلاسه شوي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوښت پایله ده.
له مسکو سره د موافقې له مخې واشنګټن ژمنه کړې، چې د روسیې د کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرې د صادراتو بازار ته د بېرته لاسرسي لپاره مرسته وکړي.
کریملین ویلي، چې دا به د ځینو بندیزونو د لرې کولو اړتیا ولري.
دغه خبرې وروسته له هغې وشوې، چې تېره اونۍ ټرمپ له دواړو ولسمشرانو زېلېنسکي او پوتین سره جلا ټلیفوني خبرې وکړې.
پوتین د ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ، چې د ۳۰ورځو لپاره بشپړ اوربند رامنځته شي، کوم چې اوکراین تر دې وړاندې تایید کړی و.
روسیې د اوکراین د برېښنا شبکې پر ضد د توغندیو او ډرون بریدونه کړي.
په وروستیو کې اوکراین د روسیې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو اوږده واټن ویشتونکي بریدونه کړي او وايي، چې دا تاسیسات روسي ځواکونو ته سون توکي برابروي او د جګړې تمویل سره مرسته کوي.
د جګړې په لومړیو کې روسیې پر اوکراین یو نااعلانه سمندري بندیز ولګاوه، چې د نړۍ د غنمو د سترو صادروونکو هېوادونو له جملې څخه دی او د نړۍوال خوراکي بحران د خرابېدو وېره یې رامنځته کړه.
په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب، د تور سمندر د غلو دانو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د جګړې باوجود اوکراین ته اجازه ورکړل شوه، چې خپله غله صادره کړي.
خو روسیه له دغه تړون څخه په ۲۰۲۳ کال کې ووتله او ادعا یې وکړه، چې د دوی د خوراکي توکو او سرې صادرات له خنډ سره مخ دي.
خو د ۲۰۲۳راهیسې سمندري جګړې د جګړې یوه کوچنۍ برخه وه، ځکه چې روسیې خپل سمندري ځواکونه د تور سمندر له ختیځې برخې څخه وروسته له هغه واېستل، چې اوکراین پرې څو بریالي بریدونه وکړل.
دا موافقه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پرون (دوشنبه) امریکایي او روسیي چارواکي په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې وې چې امریکا د هڅه کوله چې د تور سمندر لپاره د یوه جلا سمندري اوربند هوکړه تر لاسه کړي.
رویټرز ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین درې کلنې جګړې له پای ته رسولو سره لېوالتیا زیاته کړې ده.

د امریکا د خزانې وزارت د (اېفبيای) د پخواني مامور رابرټ لوینسون د برمته کولو، نیولو او احتمالي مړینې په تور د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو درې چارواکي تحریم کړل.
دغه وزارت د سې شنبه په ورځ (د وري ۵مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې رضا امیري مقدم، غلام حسین محمدنیا او تقي دانشور هغه کسان دي، چې د امریکا د فدرالي ادارې (اېفبيای) سره په همغږۍ نومونه یې د بندیزونو په نوملړ کې راغلي دي.
د امریکا د خزانې وزارت په خبره، یاد درې کسان د لوینسون د برمته کولو او احتمالي مړینې ترڅنګ ښایي د نوموړي په قضیه کې د ځینو مواردو په پټولو او تحریف کې هم رول ولري.
د امریکا د خزانې وزیر اسکاټ بسنټ دې بندیزونو ته په اشارې سره وویل: «له ښاغلي لوینسون سره د ایران چلند د دې حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په تور تاریخ کې یوه د شرم نښه ده. مونږ به له نورو دولتي بنسټونو سره په همکارۍ د دې اقدام د مسوولینو د پېژندلو او د دوی د ظالمانه چلند د افشا کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو.»
د (اېفبيای) پخوانی مامور رابرټ لوینسون په ۱۳۸۵ کال کې له دوبۍ څخه کیش ټاپو ته تر الوتنې وروسته لادرکه شو.
د نوموړي کورنۍ په ۱۳۹۹ کال کې اعلان وکړ، چې هغه مړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د خزانې وزارت څه موده مخکې د پزشکیان حکومت د نفتو پر وزیر محسن پاکنژاد چې د ایران اسلامي جمهوریت د سپاهپاسداران په ګډون د وسلهوالو ډلو د نفتي سرچینو پر میلیاردونو ډالرو د څارنې مسوولیت لري، هم بندیز لګولی دی.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې ډېر ژر به د امریکا او اوکراین ترمنځ د اوکراین د حیاتي معدنی سرچینو د عوایدو د شریکولو په برخه کې یو تړون لاسلیک شي.
ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د خپلې کابینې له غړو سره په کتنه کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات له اوکراین سره د دې احتمال په اړه خبرې اترې کوي، چې د دې هېواد د برېښنا د تولید د فابریکو مالکیت امریکايي شرکتونه جوړ کړي.
یو امریکايي پلاوي د یکشنبې په ورځ له اوکرایني چارواکو سره وکتل او د دوشنبې په ورځ یې پلاوی د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې له روسي چارواکو سره خبرې کوي.
دا خبرې تر ډېره په تور سمندرګي کې پر اوربند متمرکزې وې، خو ډونالډ ټرمپ وايي، د اوکراین پر ضد د روسیې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې نورې مسلې هم راپورته شوې دي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «اوس موږ د پولو او بېلتون د کرښو د ټاکلو او همدارنګه د برېښنا د بندونو د واک او مالکیت په اړه خبرې کوو. ځینې په دې باور دي چې امریکا باید د برېښنا د بندونو مالکیت ولري... ځکه چې موږ لازم تخصص لرو.»
د ریاض خبرې اترې د اوکراین په جګړه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره د متحده ایالاتو په هڅو کې یو مهم بدلون بلل کیږي.
د امریکا پخوانۍ خبرې د روسیې او اوکراین له هر یوه پلاوي سره یوه یا څو ورځې جلا وې، خو دا ځل په یوه ځای کې د هر چا شتون کولای شي کارونه چټک کړي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پښتونخوا کې د امن کمېټې څلور غړي وژل شوي. خراسان ډایري لیکلي، د ټانک ولسوالۍ په ګل امام سیمه کې وسله والو د هدایت الله په نوم د امن کمېټې د یوه غړي کور ته ورغلي او یاد کس یې په ډزو وژلی دی.
خراسان ډایري زیاتوي چې د کوهاټ ولسوالۍ په ادم خېلو دره کې په دوه جلا پېښو کې د امن کمېټې دوه نور غړي، صمد او حسن هم د وسله والو کسانو لهخوا وژل شوي دي.
بلخوا بیا د سوات پولیسو مشال راډیو ته ویلي چې د کبل سیمې د امن کمیټې پخوانی غړی سکندر بېګاه شپه د نامعلومو وسله والو لهخوا وژل شوې دی.
د پولیسو قوماندان امجد علي وایي، چې د امن کمیټې د غړو وژل کېدل د سیمې ثبات او امنیت ته زیان لري.
وايي، د وژل شوي کس له چا سره شخصي دښمني نه وه، او دوی د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي.
د یادولو وړ ده، چې په پښتونخوا کې د وسله والو فعالیتونه د تېر په پرتله ډېر شوي او وخت ناوخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.
پاکستاني چارواکي د دغو ناامنیو پړه پر افغان طالبانو وراچوي او ادعا کوي، چې ترهګرې ډلې له پولې پورې غاړه خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.
خو طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو دوو استازو، جو ولسن او جیمي پنټا د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز عاصم منیر د بندیزونو لګولو لایحه کانګرس ته وړاندې کړې ده.
کانګرس ته په وړاندیز شوې لایحه کې پر جنرال عاصم منیر د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بندي کولو په ګډون د سیاسي مخالفینو د ځپلو تور پورې شوی دی.
دغه مسوده چې امریکایي رسنۍ هیل یې کاپي لیدلې د «پاکستان د ډیموکراسۍ مسوده» نومېږي او غواړي چې په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې د پاکستان د پوځ پر مشر بندېزونه ولګوي.
د دغې مسودې په تصویب سره به عاصم منیر امریکا ته له ننوتلو منعه شي، او دی به د امریکا د ویزې ترلاسه کولو امتیاز له لاسه ورکړي.
دغه مسوده، چې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د استازو لهخوا وړاندیز شوې، د پاکستان د پوځ مشر تورنوي چې «په قصدي ډول د سیاسي مخالفینو په ځپلو او په غیر قانوني بندی کولوکې برخه اخلي.»
په دغه قانون کې د نورو پاکستاني چارواکو د پېژندلو او په دغو کړنو کې د لاس لرلو او پر هغوی د ورته احتمالي بندیزونو د لګولو غوښتنه هم شوې ده.
په مسوده کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول "نا انصافي" بلل شوي او د هغه د ژر تر ژره د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.
جمهوري غوښتونکي جو ویلسن، هیل امریکایي رسنۍ ته ویلي، چې ښاغلی خان پرته له شکه یوه سیاسي بندي دي او زیاته کړې یې ده، چې په یوه لیک کې یې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د پاکستان پر پوځي مشرانو د ویزو پر بندولو فشار راوړي، چې په دغه هېواد کې ډیموکراسي بیا له سره پلې کړي او عمران خان خوشې کړي.
