امریکا د ایران د استخباراتو درې چارواکي د لوینسون په قضیه کې د لاسلرلو په تور تحریم کړل

د امریکا د خزانې وزارت د (اېفبيای) د پخواني مامور رابرټ لوینسون د برمته کولو، نیولو او احتمالي مړینې په تور د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو درې چارواکي تحریم کړل.