• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني ځواکونو د بشري حقونه فعاله او د بلوڅو یووالي غورځنګ مخکښه غړې سمي‌دین بلوڅ نیولې

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د ماهرنګ بلوڅ او عمران بلوڅ تر نیول کېدو وروسته، تېره ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو فعاله او د بلوڅو یوالي غورځنګ د مشرتابه کمېټې غړې سمي‌دین بلوڅ او همداشان لاله وهاب بلوڅ نیولې دي.

بلوڅ ځایي رسنۍ بلوچستان پوسټ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د دغو دوو مېرمنو په ګډون د یاد غورځنګ څو نور غړي له ورسره کړي تاوتریخوالي وروسته نامعلوم ځای ته وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې بلوچستان کې د بلوڅانو له بې قانونه نیولو او بندي کولو لاس واخلي.

دغه سازمان د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو نیول غیرقانوني بللي او غوښتنه یې کړې، چې باید ژر ترژره خوشې شي.

د یادولو وړ ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي وو.

ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کېدو شپږ ساعته وړاندې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی و او ادعا یې کړې وه، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید‌ پر مهال نوموړی په ډزو وژلی دی.

د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سوله‌ییز لاریونونه کوي، چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.

د بلوڅو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.

تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د‌ پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډوډې شوې دي.

د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی، چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند نور ودروي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې خبریالانو ټولنه: تر دې دمه لس خبریالان د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

په ترکیه کې د خبریالانو ټولنه وايي، په دغه هیواد کې د استانبول د ښاروال او د رجب طیب اردوغان د اصلي سیال اکرم امام اوغلو له نیول کیدو وروسته په ټوله ترکیه کې د خبریالانو د ځورونې نوې څپه پیل شوې او تر دې دمه لس خبریالان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي.

یورو نیوز د ترکيې د خبريالانو ټولنې له قوله وایي، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د خبريالانو پر نيولو سربېره د اوښلن ګاز، پلاستيکي مرميو او فزيکي بريدونو په کولو سره د لاريونونو د خبري پوښښ مخه نيولې ده.

دغه ټولنه وایي چې تر دې دمه لږ تر لږه لس خبریالان د شپنیو عملیاتو پر مهال په کورنو کې نیول شوي او ګڼ شمېر نو د لاریونونو د پوښښ پر وخت د تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. خبر زیاتوي چې لا هم پولیس هڅه کوي، چې د لاریونونو له صحنو څخه د ټلویزوني کانالونو د ژوندیو خپرونو مخه ډب کړي.

په ورته وخت کې د ایکس ټولنیزې شبکې اعلان کړی، چې د ترکیې حکومت د رسنیو، ژورنالیستانو او سیاسي شخصیتونو په ګډون د ۷۰۰ څخه د ډیرو کاروونکو اکاونټونو د بندولو قضايي حکمونه صادر کړي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دغه ولسي لاريونونه «د اپوزيسيون حرکتونه» بللي او ادعا يې کړې، چې د خلکو د جمهوري غوښتونکو ګوند د مظاهرو په ترڅ کې د تاوتريخوالي مسوول دی.

په همدې حال کې اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې د دوی هدف د ډیموکراسۍ ساتنه او د حکومت د مخالفینو په سیسټماتیک ډول د له منځه وړلو مخنیوی دی.

دوی د اردوغان د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او د امام اوغلو او نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کوي.

د بشري حقونو بنسټونو او اروپايي هېوادونو د دغه پراخ جبر په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د امام اوغلو نیول او د خبریالانو ځورول به ترکیه نوره هم له ډیموکراټیکې لارې لیرې کړي او له اروپايي ټولنې سره به د دغه هېواد الحاق ته زیان ورسوي.

د ډیسک میډیا ټولنې د خبریالانو د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کړې او دا کار یې "د مطبوعاتو پر ازادۍ او د خلکو د پوهیدو پر حق برید" بللی دی.

بلخوا تېر کال د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلي و، چې په ترکیه کې د اردوغان د واکمنۍ په لسیزه کې ۷۷خبریالان د «ولسمشر د سپکاوي» په تور محکوم شوي او پنځه تنه وژل شوي دي.

دغې نادولتي موسسې ویلي چې لږ تر لږه ۸۵سلنه ملي رسنۍ د حکومت له خوا کنټرولېږي.

پاکستانۍ ورځپاڼه: د طالبانو د سوداګرۍ وزیر به له اختر وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې له اختر وروسته به د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړي. خو دغې ورځپاڼې دا نه دي ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ به په کومو موضوعاتو خبرې وشي.

ورځپاڼې کاږلي: «د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره یو پلان جوړ شوی چې د پاکستان او طالبانو د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ به له اختر وړاندې مشورې وشي او له اختر وروسته به د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړي.»
دغې ورځپاڼې دارنګه کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق د سفر ځیني پرمختګونه هم خپاره کړي دي.
ورځپاڼه همدا راز زیاته کړې، چې محمدصادق له طالب چارواکو سره د ترهګرو د پټنځایونو موضوع شریکه کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا، د لومړي ځل لپاره د افغان طالبانو په منځ کې د ټي‌ټي‌پي په اړه یو څه انعطاف لیدل شوی.

د باوري سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې هوکړه شوې چې ډېر ژر به د پاک-افغان ګډې همغږۍ کمېټې غونډه راوبلل شي.
ورځپاڼې ویلي، چې د «JCC» د دوه اړخیزو ګډو همکاریو د همغږۍ ناسته به د اپرېل په میاشت کې په کابل کې ترسره شي.
سرچینو زیاته کړې ده، چې ځانګړی استازی به د ملکي او پوځي چارواکو سره یوځای په دې غونډه کې ګډون وکړي.

سرچینو دا هم ویلي، چې په دې غونډه کې به د ترهګرو د پټنځایونو او د هغوی د روزنیزو کمپونو په اړه له طالب چارواکو سره بحث وشي.

دا مهال د پاکستان او طالبانو حکومت اړیکې تر پخوا خړ پړ ښکاري او له سیاسي ناندریو نیولې بیا پر ډیورنډ کرښو تر نښتو پورې خبره رسیدلې ده.

د دوشنبې په ورځ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۶۵ کسان وژل شوي دي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۰ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس د فلسطین د روغتیایي چارواکو له حوالې راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ پر غزې د اسراییل بریدونو لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي دي. له بل پلوه امنیتي سرچینو د دوشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې مصر د غزې د اوربند د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی.

دغه وړاندیز تېره اونۍ وروسته له هغه شوی، چې اسراییل (د مارچ په ۱۸مه) د حماس پر وړاندې هوايي او ځمکني عملیات بیا له سره پیل کړل.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې (د مارچ له ۱۸مې نېټې) د اسراییل په هوايي بریدونو او ډزو کې نږدې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې لږ تر لږه ۴۰۰ ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
خو ډاکترانو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په وژل شویو کسانو کې دوه سیمه‌ییز خبریالان محمد منصور او حسام شبات هم شامل دي.
د فلسطین د خبریالانو یوې ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۲۰۶ تنه خبریالان وژل شوي دي.
حماس وایي، چې د دوی څو لوړپوړي سیاسي او امنیتي چارواکي هم په دغو وروستیو بریدونو کې وژل شوي دي.
له بل پلوه دوه امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي، مصر له حماس غوښتنه کړې چې هره اونۍ پنځه تنه اسراییلي یرغمل خوشې کړي او اسراییل له لومړۍ اونۍ وروسته د اوربند دویم پړاو پلي کړي.
امنیتي سرچینو وویل، چې امریکا او حماس دواړو له دغه وړاندیز سره هوکړه کړې؛ خو اسراییل لا تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
د حماس یوه چارواکي رویټرز ته وویل:« د منځګړو سره د تشې د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره څو وړاندیزونه تر بحث لاندې دي؛ ترڅو ګډې هوکړې ته ورسېږي او د تړون دویم پړاو پیلولو لپاره لاره هواره کړي.»

د وتلو لپاره مهالوېش

سرچینو ویلي، چې د مصر په وړاندیز کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې له غزې څخه د اسراییل د بشپړ پوځي وتلو لپاره یو مهالوېش هم شامل دی، چې د امریکا د تضمینونو په ملاتړ سره به وي.
حماس اسراییل د جنورۍ میاشتې د اوربند تړون پر ماتولو تورن کړی؛ خو ویلي یې دي چې د نوي اوربند په اړه خبرو اترو ته لېواله دی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف وېټکوف وړاندیزونه مطالعه کوي.
اسراییل وايي، چې خپل پوځي عملیات یې بیا پیل کړي؛ ترڅو حماس اړ باسي، چې په غزه کې پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
هاخوا بیا د فلسطین چارواکو د یکشنبې په ورځ د نږدې ۱۸ میاشتو شخړو څخه د مړو شمېر له ۵۰،۰۰۰ څخه ډېر وباله.
اسراییل په غزه کې خپل برید وروسته له هغه پیل کړ، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس جنګیالیو د اسراییل په سوېلي برخه برید وکړ چې له امله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ملکي وګړي وو.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی به په غزه کې خپل حضور کم کړي.
دغه ځرګندونې وروسته له هغه شوې، چې د دغو نښتو په تازه څپه کې د دغې ادارې پنځه کارکوونکي ووژل شول.
له بل پلوه د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وویل، چې په وروستیو ورځو کې په غزه کې ۱۲۴،۰۰۰ فلسطینیان بې ځایه شوي دي.

اردوغان: اروپا له ترکیې پرته خپل امنیت تضمینولی نه شي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انقرې او اروپايي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ او ټینګار کوي، چې اروپا له ترکیې پرته خپل امنیت ټینګولی نه شي.

هغه د دوشنبې په ورځ په انقره کې د کابینې له غونډې وروسته وویل، د وروستیو اونیو تودو بحثونو وښودله، چې د اروپا امنیت د ترکیې له شتون پرته ممکن نه دی.

اردوغان زیاته کړه: "ترکیې ته د اروپا اړتیا نه یوازې د امنیت په ډګر کې، بلکې د اقتصاد، ډیپلوماسۍ، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند په شمول په مختلفو برخو کې په څرګنده توګه تایید شوې ده."

هغه همداراز یادونه وکړه: "ترکیه چمتو ده چې د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له اروپایي هېوادونو او اروپایي اتحادیې سره خپلې اړیکې پراخې کړي."

اردوغان د انقرې او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې به د ترکیې او امریکا ترمنځ اړیکې په یو بل سرعت پیل شي.

هغه له ټرمپ سره خپلو "مخلص" خبرو ته په اشارې سره وویل، چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ۱۰۰ میلیارد ډالرو هدف ته د رسېدو لپاره د خنډونو د لرې کولو په ګډون پر مهمو مسلو خبرې وکړې.

دغه خبرې اترې د مارچ په ۱۶مه ترسره شوې وې.

په همدې حال کې په ترکیه کې د اپوزیسیون د جبر او د استانبول د ښاروال د نیولو په غبرګون کې د المان د بهرنیو چارو وزیر په خپل اېکس لیکلي: «په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب په اړه د ترکیې ژمنې ورځ تر بلې بې معنا ښکاري.»

هغه ټینګار وکړ، کوم هېواد کې چې خپل راتلونکی په اروپایي اتحادیه کې ویني، سیاسي حریفان یې باید بندیان او محاکمه نه شي او د قانون حاکمیت ته باید درناوی وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله: تهران باید هېڅکله د اټومي وسلو څښتن نه‌شي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کاجا کالاس چې په دې وروستیو کې اسراییل ته تللې وايي، د ایران حکومت «د سیمې او نړۍ ثبات ته ګواښ دی» او هېڅکله باید د اټومي وسلو څښتن نه‌شي.

هغې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۲۴مه) په اورشیلم کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د تهران اټومي پروګرام او د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ په ګډون د دغه هېواد اقداماتو ته په شارې کړې دي.

کاجا کالاس زیاته کړې، اروپايي ټولنه د ایراني حکومت د اټومي وسلو د لاس‌رسي د مخنیوي لپاره د هرې ډېپلوماتیکې هڅې ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سیاست مسوولې کاجا کالاس اسراییل ته د سفر پرمهال ایران د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره یو ګواښ بللی او په وینا یې، اسلامي جمهوریت ته باید هېڅکله د اټومي وسلو جوړونې اجازه ورنه‌کړل شي.

ورته‌ مهال، په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر سعار ادعا کړې، چې هېواد یې د «ازادې نړۍ د ارزښتونو د دفاع» لپاره د ایران اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد د نیابتي ډلو پر وړاندې مبارزه کوي.

سعار زیاته کړې: «موږ دمګړی د ازادې نړۍ لپاره مبارزه کوو. ایران، حوثیان، حماس او حزب‌الله پر مونږ برید کوي ځکه چې مونږ ورته نږدې یو.»

نوموړي په ​​غزه کې د اسراییلي برمته‌‌شویو کسانو وضعیت ته په شارې ویلي، چې ۵۹برمته‌شوي کسان لا هم له حماس سره بندیان دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام د پراختیا په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي.