د سوېلي کوریا په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوېلي کوریا د ځنګلونو اورلګېدنه د بادونو له امله پراخه شوې چې له امله یې د مړو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی. د سوېلي کوریا په سوېل ختیځ کې د ګڼو ځنګلونو د اورلګېدو له امله زرګونه اور وژونکي د پوځ په مرسته د اور وژنې لپاره ګومارل شوي دي.