د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ماهرنګ بلوڅ د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې ویلي، چې پاکستان باید سمدلاسه د بلوڅانو د بشري حقونو مدافعین خوشې کړي او د سوله‌ییزو لاریونوالو پر وړاندې دې ځپنه ودروي.