د بلوچستان په ګوادر کې د وسلهوالو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي دي

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په ګوادر کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي دي. دغه پېښه د ګوادر په کلمت سیمه کې هغه مهال شوې، چې ناپېژاندو وسلهوالو له ګوادر څخه کراچۍ ته پر تلونکو مسافرو ډزې وکړې.