کارني: کاناډا به ډېر ژر د ټرمپ 'برید' ته غبرګون وښيي او تعرفې به ولګوي

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د چهارشنبې په ورځ وویل چې کاناډا به ډېر ژر د هغو نویو تعرفو په اړه غبرګون وښيي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وارداتي وسایطو لپاره اعلان شوې دي او ښایي د امریکا پروړاندې د متقابلو اقداماتو پرېکړه وکړي.