ټرمپ پر وارداتي موټرو ۲۵ سلنه نوې تعرفه ولګوله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د هغو موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه نوې تعرفې ولګولې، چې امریکا ته راوړل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د هغو موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه نوې تعرفې ولګولې، چې امریکا ته راوړل کېږي.
دا مالیات به یوازې پر بشپړ شویو موټرو تطبیق شي، خو د موټرو پر پرزو به نه وي.
تمه کېږي چې راتلونکې اوونۍ کې به نورې تعرفې هم اعلان شي.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه وویل: «دا وارداتي مالیات به “پر ټولو موټرو چې په متحده ایالاتو کې نه دي جوړ شوي تطبیق شي.»
دا روښانه نه ده چې دغه تعرفې دقیقا کومه ورځ نافذه شوي.
د یوه نوي موټر اوسط بیه نږدې ۵۰,۰۰۰ ډالر ده، خو دغه تعرفې به بیې لوړې کړي.
ټرمپ وویل: “دا د امریکا د ازادۍ د ورځې پیل دی. موږ به له هېوادونو څخه د دې لپاره پیسې اخلو چې زموږ په هېواد کې سوداګري کوي، زموږ کارونه اخلي او زموږ شتمني اخلي.“
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: “ما هېڅکله له اېلان ماسک سره د موټرو پر تعرفو خبرې نه دي کړي. تسلا یوه جنجالي موضوع ده. اېلان ماسک زبردست انسان دی. هغه هېڅکله له ما څخه په تجارت کې هېڅ ډول مرستې نه دي غوښتې. زه واقعا لږ حیران یم چې ما هېڅکله نه دي اورېدلي چې اېلان راشی او ووایي چې ایا ته زما لپاره د برېښنایي موټرو په اړه کومه مرسته کولی شې او کنه؟ هغه هېڅکله له ما څخه هېڅ څه شی نه دي غوښتي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د میاشتې په پیل کې ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې تسلا ته د تبلیغ لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.
تر دې مخکې ټرمپ خپلو ګاونډیو هېوادونو کاناډا او مکسیکو ته هم د تعرفو ګواښونه کړي و.
ټرمپ همداراز له کاناډا څخه د فولادو او المونیمو پر وارداتو تعرفه ۵۰ سلنې ته لوړه کړه.
دا هم ویل شوي و، چې د کاناډايي موټرو پر وارداتو تعرفې هم د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۲مې نېټې پلي کېږي.
ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په پیل کې د مکسیکو په ګډون د کاناډا او چین پر وارداتي توکو تعرفې ولګولې، چې وروسته نوموړي د مکسیکو پر یو شمېر وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه د یوې میاشتې لپاره وځنډوله.


د یوې رسنۍ له خوا يه یمن کې د بریدونو د پلان او وخت په اړه د ټرمپ ادارې د لوړيوړو چارواکو د سېګنال چټونو د سکرین شاټونو تر خپرېدو وروسته د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ رد کړه، چې په دې چټونو کې د جګړې پلانونه شامل و.
هېګسېټ د چهارشنبې په ورځ د پرل هاربر-هیکام په ګډه اډه کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال خپل دریځ نور هم ټینګ کړ او بیا یې تکرار کړه، چې “هېڅوک د جګړې پلانونه نه لیکي.”
هېګسېټ وویل: "هېڅ واحدونه، ځایونه، لارې، د الوتنې لارې، سرچینې، میتودونه، او محرم معلومات نشته."
هغه زیاته کړه، دغه ډلهییز پیغام چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت ټیم نور غړي هم پکې شامل و، یوازې د “عمومي تازه معلوماتو کره او پر وخت شریکولو” لپاره و.
هېګسېټ وویل: “دا هغه څه و چې ما وکړل. دا زما دنده ده.”
اتلانټیک مجلې د چهارشنبې په ورځ د سېګنال چټ نوي جزییات خپاره کړل.
نوي سکرینشاټونه ښيي، چې هېګسېټ د ډرون بریدونو، راتلونکو حملو او د بم غورځولو دقیق هدفونه او وختونه شریک کړي وو، په داسې حال کې چې عملیات د یمن د حوثي وسله والو پر ضد روان وو.
دا معلومات د هېګسېټ او د ټرمپ ادارې د نورو چارواکو ادعاوې ردوي، چې ویل یې د جګړې د پلانونو په اړه بحث نه و شوی.
د جګړې لپاره د خورا محرم نظامي پلانونو بحث د یوې بې باوره اپلیکېشن له لارې له انتقاد سره مخ شوی، چې ډېموکراتان، ځینې جمهوري غوښتونکي او د واشنګټن د ملي امنیت بنسټونه یې غندي.
ځینې کارپوهان وايي، چې د چارواکو دا ډول اړیکه نیول، د محرمو معلوماتو افشا کېدل او ښکاره درز ممکن د فدرالي قوانینو سرغړونه وي.
سپینې ماڼۍ د حوثي یاغیانو پر ضد د امریکا د جګړې پلانونه په تېروتنې سره یوه خبریال ته استولي و، دغه خبریال په تصادفي توګه د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت په ټیم کې د متحده ایالاتو د تر ټولو لوړپوړو چارواکو په ډله کې شامل شوی وو.
دغه خبریال جیفري گولډبرګ نومېږي او د اتلانتیک مدیر دی.
نوموړي د خبرو اترو د سکرین شاټونو سره یوه مقاله خپره کړه او دغه معلومات یې پکې افشا کړل.
ګولډبرګ څرګنده کړه، چې هغه د مارچ په ۱۳مه د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له خوا د سېګنال چټ ګروپ کې شامل شوی و.
د هغه په خبره، د "حوثي کوچنۍ ډله" په نوم دغه ګروپ د حوثي یاغیانو په اړه د عمل همغږي کولو باندې متمرکزه وه.
د والټز څخه د دغه ګروپ لومړی پیغام، د ګولډبرګ په وینا: "ټیم - د حوثیانو سره د همغږۍ لپاره د اصولو (اېس ای سي) ګروپ رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د راتلونکو ۷۲ ساعتونو لپاره. زما مرستیال الیکس وانګ د مرستیالانو / د ادارې رییس په کچه د پړانګانو ټیم سره یوځای کوي چې نن سهار د ناستې خونه کې د غونډې څخه تعقیب شي او نن ماښام به د عمل لپاره توکي واستوي."
خبریال وویل، په ټوله کې ۱۸ چارواکي چې د لسمشر مرستیال جی ډي ونس هم پکې وو په دې ډله ییزو خبرو اخته وو.
د نوموړي په وینا، په دغه ګروپ کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف، د سي ای اې مشر جان رټکلف او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وو.
یو له مهمو موضوعکانو څخه چې په پیغامونو کې پرې بحث شوی د راتلونکي نظامي کمپاین و، چې د هېګسېټ له ډلې څخه یې وغوښتل، چې پرته له ځنډه پرمخ ولاړ شي.

اوکراین او روسیې یو بل تورن کړي چې د سولې په خبرو کې جدي نه دي، ځکه چې دواړو خواوو د بنسټیزو تاسیساتو پر بریدونو یو بل ملامت کړي دي.
د چهارشنبې په ورځ نوي تورونه یوه ورځ وروسته له هغه راپورته شول چې متحده ایالاتو وویل، اوکراین او روسیې په سعودي عربستان کې د جلا - جلا خبرو اترو وروسته په تور سمندرګي کې د بېړیو په وړاندې د پوځي بریدونو د بندولو موافقه کړې ده.
د اوکراین هوایي ځواک ویلي، تېره شپه د روسیې له خوا ۱۱۷ ډرون الوتکې توغول شوې چې لږ تر لږه ۵۶ ډرونونه یې نسکور شوي، ۴۸ یې د برېښنایي جګړې له امله له منځه تللي او کوم زیان نه دی اوښتی.
خو د میکولایو ښاروال وویل چې د ډرونونو له امله برېښنا پرې شوې ده.
د کریوي ریح په ښار کې د روسیې برید ودانیو ته زیان اړولی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو له مخې د سومي په سرحدي سیمه کې هم ودانۍ زیانمنې شوې دي، چې په دې وروستیو ورځو کې تر سختو بریدونو لاندې راغلې ده.
د کریوي ریح د پوځي ادارې مشر اولیکساندر ویلکول دغه برید تر ټولو لوی برید وباله او زیاته یې کړه: «ظاهراً دا هغه طریقه ده چې نیواکګر پرې سوله غواړي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، د تېرې شپې بریدونه وغندل او ویې ویل چې دا «ټولې نړۍ ته یو روښانه پیغام دی چې مسکو د واقعي سولې لپاره هڅه نه کوي.»
زېلېنسکي پر اېکس لیکلي: «د مارچ له ۱۱مې راهیسې د امریکا له خوا د بشپړ اوربند او د بریدونو د درولو وړاندیز شوی، خو روسیه هره شپه د خپلو بریدونو له لارې زموږ د شریکانو د سولې وړاندیز ته ‘نه’ وايي.»
د روسیې د دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، اوکراین د کریمیا ټاپووزمې پر ګازو ذخیره کولو تاسیساتو او د بریانسک په سیمه کې د برېښنا په یوه تاسیساتو باندې د ډرون برید کړی، کوم چې د اوکراین او د هغې د سومي سیمې سره پر پوله موقعیت لري.
دې وزارت لیکلي: «د کییف رژیم چې د روسیې د ملکي انرژۍ بنسټونه زیانمنوي، په حقیقت کې هر څه کوي څو د روسیې او امریکا ترمنځ هوکړې ګډې وډې کړي.»
اوکراین دا تورونه رد کړي چې ګواکي دوی د روسیې په یادو دوو سیمو کې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه کړي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، نورې خبرې اترې به "سختې" وي ځکه چې دواړه خواوې د تورونو تبادلې ته دوام ورکوي.
راپور زیاتوي: «پرله پسې تورونه ښیې چې په دې شخړه کې د دواړو خواوو ترمنځ وضعیت څومره ستونزمن او نازک دی او د امریکایي چارواکو دنده څومره ستونزمنه ده.»
متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین او روسیې سره موافقه وکړه، چې د تور سمندر په سیمه کې د دواړو هېوادونو بېړۍ کولی شي خوندي تګ راتګ وکړي او دواړه هېوادونو باید د یو بل د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه و نه کړي.
کرملین وویل چې د تور سمندرګي تړون د پلي کېدو دمخه "یو شمېر شرایط" باید پوره شي، په شمول د ځینو روسي بانکونو او نړۍوال مالي سیسټم ترمنځ د اړیکو بیا رغونه.
له دې سره، د اروپایي اتحادیې یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د بندیزونو د لرې کولو یا تعدیل لپاره یو له اصلي شرایطو څخه به "په اوکراین کې د روسیې د بې دلیله او ناعادلانه یرغل پای ته رسېدل او د ټولو روسي پوځي ځواکونو غیر مشروط وتل" وي.

امریکا د پاکستان په ګډون د چین، ایران، متحده عربي اماراتو او سوېلي افریقا هېوادونو د ۸۰ شرکتونو پر صادراتو بندیزونه ولګول. د راپورونو له مخې، په دې نوملړ کې له یادو ۸۰ شرکتونو څخه څه باندې ۵۰ شرکتونه په چین پورې اړوند دي.
د امریکايي بندیزونو لاندې راغلو شرکتونو کې ۱۹ پاکستانی شرکتونه هم شامل دي.
همدا راز د متحده عربي اماراتو او ایران څلور-څلور شرکتونه هم د دې بندیز سره مخ شوي دي.
په دغو شرکتونو کې د چین مشهوره کلاوډ کمپیوټینګ او د بګ ډېټا خدمات وړاندې کوونکی شرکت انسپر ګروپ هم شامل دی، چې شپږ فرعي شرکتونه یې د تور لېست برخه ګرځېدلي.
د انسپر ګروپ سربېره نور چینايي شرکتونه هم د امریکا د صادراتي بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د انسپر ګروپ دا شرکتونه د چیني پوځ لپاره د سوپر کمپیوټرونو په جوړولو کې مرسته کوي.
د راپور له مخې، انسپر ګروپ لا دمخه په ۲۰۲۳ کال کې د دې تور لېست برخه شوی و.
د دې بندیزونو هدف د چین د لوړ ظرفیت لرونکې کمپیوټینګ، کوانټم ټېکنالوژۍ، پرمختللې مصنوعي هوښیارتیا او هایپرسونیک وسلو د پروګرام پرمختګ مخنیوی دی.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې رقیب هېوادونو ته به اجازه ورنه کړي، چې د امریکايي ټیکنالوژۍ غلطه استفاده وکړي، خپله پوځي وړتیا زیاته کړي او د امریکا وګړي له خطر سره مخ کړي.
په امریکا کې د چین سفارت د دې اقداماتو کلک مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې امریکا باید د پوځي چارو په پلمه د سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ مسلې سیاسي نه کړي.
امریکا هڅه کوي، چې ایران ته د ډرون الوتکو او نورو دفاعي توکو د رسېدو مخه ونیسي او د ایران بالسټیک توغندیز پروګرام او ناخوندي اټومي فعالیتونو محدودولو لپاره اقدامات وکړي.
یاده دې وي، چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت کولای شي هر هغه شرکت چې د ملي امنیت یا بهرني سیاست له نظره خطرناک وبلل شي، د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.
دې لېست ته شاملې کمپنۍ باید د امریکايي محصولاتو د پېرودلو لپاره ځانګړی جواز ترلاسه کړي، چې معمولا نه ورکول کېږي.

د ترکیې سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد پولیسو د شپې له خوا د خلکو په کورونو چاپې وهلي او د اکرم امام اوغلو لسګونه پلویان یې نیولي دي. د راپور له مخې، پولیسو د استانبول د نیول شوي ښاروال څه باندې سل پلویان تر اوسه نیولي دي.
د ترکیې د پولیسو له خوا د لاریونوالو او معترضینو پر وړاندې په داسې حال کې دغه تاوتریخوالي رامنځته شوي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې حکومت به د مخالفینو له لوري د ترسره کېدونکو حرکتونو پر وړاندې احساسي غبرګون و نه ښيي.
هغه زیاته کړې، چې دولت به د قانون حاکمیت ته ژمن پاتې شي او د هر ډول سیاسي مخالفتونو پر وړاندې به د ارامۍ او تدبیر لاره غوره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړي، چې په ترکیه کې د اپوزیسیون ګوندونه د حکومت پر پالیسو نیوکې کوي او د بیان د ازادۍ او ډېموکراسۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنې لري.
اردوغان ټینګار کړی، چې د مخالفینو اقدامات به د ترکیې ثبات ته زیان و نه رسوي او حکومت به د ملت ګټو ته ژمن پاتې شي.
په ترکیه کې د دولت ضد پراخ او له تاوتریخوالو ډک لاریونونه تر هغه وروسته پیل شول، چې د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ونیول شو.
اوغلو غوښتل چې د وري په ۳مه د ترکیې د ۲۰۲۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ اعلان وکړي، خو د تېر کال د کب په ۲۹مه د مالي فساد او د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور ونیول شو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د سې شنبه ورځ وویل، چې د تېرو شپږو ورځو لاریونونو پرمهال څه باندې څوارلس سوه کسان نیول شوي، چې له یاد شمېر څخه ۴۷۸ کسان قضایي ادارو ته پېژندل شوي دي.
له دې سره د ترکیې د خبريالانو اتحادیې هم ویلي، چې د لاریونونو په ترڅ کې تر اوسه اوه خبریالان نیول شوي دي.
له دې پراخو نیونو سره - سره معترضین وایي، چې لاریونونو ته به همداراز دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ بیا د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په لیدنه کې په دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو او لاریونوالو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

جمهوري غوښتونکي ستراتیژیست سکاټ جینینګز د سي اېن اېن په نیوزنایټ خپرونه کې وویل، چې په۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه تر وتلو وروسته، سره له دې چې امریکايي پوځیان ووژل شول، هیڅ چارواکی له دندې لرې نه شو.
هغه د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ په ګډون د جګپوړو امریکايي چارواکو د سګنال په چټ کې د اتلانټیک مجلې مسوول مدیر جیفري ګولډبرګ د ناڅاپي ګډون په اړه وویل، چې د ټرمپ اداره دغه تېروتنه مني.
جینینګز وویل، « موږ د جګړې د پلانونو جزییات نه دي لیدلي او لا هم دا بحث شته چې دا څومره حساس و. خو زه فکر کوم د یادونې وړ ده چې سپینه ماڼۍ وتوانېده خپله تېروتنه ومني، ووایي چې دوی به ترې زدهکړه وکړي او هڅه کوي هغه تخنیکي ستونزې حل کړي چې دا حالت یې رامنځته کړ».
هغه زیاته کړه، « زه فکر کوم دا یو مثبت اقدام دی چې حکومت وایي، هو، تېروتنه وشوه. موږ به یې اصلاح کړو، دا به بیا تکرار نه شي».
نوموړي وویل، « دا خبره په تېرو پوځي او ملي امنیتي ناکامیو کې بېسارې ده، چیرې چې نه څوک مسوول وبلل شول، نه څوک له دندې ګوښه شو او نه هم چا خپلې تېروتنې ومنلې».
سکاټ جینینګز وویل چې ټرمپ او والټز په دې اړه یو سخت بحث کړی و .
نوموړي وايي، دا د بایډن له ادارې سره توپیر لري، چې هیڅکله چا پکې خپله تېروتنه ونه منله او نه هم څوک مسوول ونه بلل شول.