• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ رد کړه چې د سېګنال چټ کې د جګړې پلانونه شامل و

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۰

د یوې رسنۍ له خوا يه یمن کې د بریدونو د پلان او وخت په اړه د ټرمپ ادارې د لوړيوړو چارواکو د سېګنال چټونو د سکرین شاټونو تر خپرېدو وروسته د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ رد کړه، چې په دې چټونو کې د جګړې پلانونه شامل و.

هېګسېټ د چهارشنبې په ورځ د پرل هاربر-هیکام په ګډه اډه کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال خپل دریځ نور هم ټینګ کړ او بیا یې تکرار کړه، چې “هېڅوک د جګړې پلانونه نه لیکي.”
هېګسېټ وویل: "هېڅ واحدونه، ځایونه، لارې، د الوتنې لارې، سرچینې، میتودونه، او محرم معلومات نشته."
هغه زیاته کړه، دغه ډله‌ییز پیغام چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت ټیم نور غړي هم پکې شامل و، یوازې د “عمومي تازه معلوماتو کره او پر وخت شریکولو” لپاره و.
هېګسېټ وویل: “دا هغه څه و چې ما وکړل. دا زما دنده ده.”
اتلانټیک مجلې د چهارشنبې په ورځ د سېګنال چټ نوي جزییات خپاره کړل.
نوي سکرین‌شاټونه ښيي، چې هېګسېټ د ډرون بریدونو، راتلونکو حملو او د بم غورځولو دقیق هدفونه او وختونه شریک کړي وو، په داسې حال کې چې عملیات د یمن د حوثي وسله والو پر ضد روان وو.

دا معلومات د هېګسېټ او د ټرمپ ادارې د نورو چارواکو ادعاوې ردوي، چې ویل یې د جګړې د پلانونو په اړه بحث نه و شوی.
د جګړې لپاره د خورا محرم نظامي پلانونو بحث د یوې بې باوره اپلیکېشن له لارې له انتقاد سره مخ شوی، چې ډېموکراتان، ځینې جمهوري غوښتونکي او د واشنګټن د ملي امنیت بنسټونه یې غندي.
ځینې کارپوهان وايي، چې د چارواکو دا ډول اړیکه نیول، د محرمو معلوماتو افشا کېدل او ښکاره درز ممکن د فدرالي قوانینو سرغړونه وي.
‎سپینې ماڼۍ د حوثي یاغیانو پر ضد د امریکا د جګړې پلانونه په تېروتنې سره یوه خبریال ته استولي و، دغه خبریال په تصادفي توګه د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت په ټیم کې د متحده ایالاتو د تر ټولو لوړپوړو چارواکو په ډله کې شامل شوی وو.
‎دغه خبریال جیفري گولډبرګ نومېږي او د اتلانتیک مدیر دی.
‎نوموړي د خبرو اترو د سکرین شاټونو سره یوه مقاله خپره کړه او دغه معلومات یې پکې افشا کړل.
‎ګولډبرګ څرګنده کړه، چې هغه د مارچ په ۱۳مه د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له خوا د سېګنال چټ ګروپ کې شامل شوی و.
‎د هغه په خبره، د "حوثي کوچنۍ ډله" په نوم دغه ګروپ د حوثي یاغیانو په اړه د عمل همغږي کولو باندې متمرکزه وه.
‎د والټز څخه د دغه ګروپ لومړی پیغام، د ګولډبرګ په وینا: "ټیم - د حوثیانو سره د همغږۍ لپاره د اصولو (اېس ای سي) ګروپ رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د راتلونکو ۷۲ ساعتونو لپاره. زما مرستیال الیکس وانګ د مرستیالانو / د ادارې رییس په کچه د پړانګانو ټیم سره یوځای کوي چې نن سهار د ناستې خونه کې د غونډې څخه تعقیب شي او نن ماښام به د عمل لپاره توکي واستوي."
‎خبریال وویل، په ټوله کې ۱۸ چارواکي چې د لسمشر مرستیال جی ډي ونس هم پکې وو په دې ډله ییزو خبرو اخته وو.

د نوموړي په وینا، په دغه ګروپ کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف، د سي ای اې مشر جان رټکلف او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وو.
‎یو له مهمو موضوعکانو څخه چې په پیغامونو کې پرې بحث شوی د راتلونکي نظامي کمپاین و، چې د هېګسېټ له ډلې څخه یې وغوښتل، چې پرته له ځنډه پرمخ ولاړ شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امریکا د پاکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ۸۰ شرکتونو پر صادراتو بندیزونه ولګول

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۰ GMT+۰

امریکا د پاکستان په ګډون د چین، ایران، متحده عربي اماراتو او سوېلي افریقا هېوادونو د ۸۰ شرکتونو پر صادراتو بندیزونه ولګول. د راپورونو له مخې، په دې نوملړ کې له یادو ۸۰ شرکتونو څخه څه باندې ۵۰ شرکتونه په چین پورې اړوند دي.

د امریکايي بندیزونو لاندې راغلو شرکتونو کې ۱۹ پاکستانی شرکتونه هم شامل دي.

همدا راز د متحده عربي اماراتو او ایران څلور-څلور شرکتونه هم د دې بندیز سره مخ شوي دي.

په دغو شرکتونو کې د چین مشهوره کلاوډ کمپیوټینګ او د بګ ډېټا خدمات وړاندې کوونکی شرکت انسپر ګروپ هم شامل دی، چې شپږ فرعي شرکتونه یې د تور لېست برخه ګرځېدلي.

د انسپر ګروپ سربېره نور چینايي شرکتونه هم د امریکا د صادراتي بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د انسپر ګروپ دا شرکتونه د چیني پوځ لپاره د سوپر کمپیوټرونو په جوړولو کې مرسته کوي.

د راپور له مخې، انسپر ګروپ لا دمخه په ۲۰۲۳ کال کې د دې تور لېست برخه شوی و.

د دې بندیزونو هدف د چین د لوړ ظرفیت لرونکې کمپیوټینګ، کوانټم ټېکنالوژۍ، پرمختللې مصنوعي هوښیارتیا او هایپرسونیک وسلو د پروګرام پرمختګ مخنیوی دی.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې رقیب هېوادونو ته به اجازه ورنه کړي، چې د امریکايي ټیکنالوژۍ غلطه استفاده وکړي، خپله پوځي وړتیا زیاته کړي او د امریکا وګړي له خطر سره مخ کړي.

په امریکا کې د چین سفارت د دې اقداماتو کلک مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې امریکا باید د پوځي چارو په پلمه د سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ مسلې سیاسي نه کړي.

امریکا هڅه کوي، چې ایران ته د ډرون الوتکو او نورو دفاعي توکو د رسېدو مخه ونیسي او د ایران بالسټیک توغندیز پروګرام او ناخوندي اټومي فعالیتونو محدودولو لپاره اقدامات وکړي.

یاده دې وي، چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت کولای شي هر هغه شرکت چې د ملي امنیت یا بهرني سیاست له نظره خطرناک وبلل شي، د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.

دې لېست ته شاملې کمپنۍ باید د امریکايي محصولاتو د پېرودلو لپاره ځانګړی جواز ترلاسه کړي، چې معمولا نه ورکول کېږي.

سکاټ جینینګز: له افغانستان نه تر وتلو وروسته هیڅوک له دندې لرې نه شول

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۰

جمهوري غوښتونکي ستراتیژیست سکاټ جینینګز د سي اېن اېن په نیوزنایټ خپرونه کې وویل، چې په۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه تر وتلو وروسته، سره له دې چې امریکايي پوځیان ووژل شول، هیڅ چارواکی له دندې لرې نه شو.

هغه د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ په ګډون د جګپوړو امریکايي چارواکو د سګنال په چټ کې د اتلانټیک مجلې مسوول مدیر جیفري ګولډبرګ د ناڅاپي ګډون په اړه وویل، چې د ټرمپ اداره دغه تېروتنه مني.

جینینګز وویل، « موږ د جګړې د پلانونو جزییات نه دي لیدلي او لا هم دا بحث شته چې دا څومره حساس و. خو زه فکر کوم د یادونې وړ ده چې سپینه ماڼۍ وتوانېده خپله تېروتنه ومني، ووایي چې دوی به ترې زده‌کړه وکړي او هڅه کوي هغه تخنیکي ستونزې حل کړي چې دا حالت یې رامنځته کړ».

هغه زیاته کړه، « زه فکر کوم دا یو مثبت اقدام دی چې حکومت وایي، هو، تېروتنه وشوه. موږ به یې اصلاح کړو، دا به بیا تکرار نه شي».

نوموړي وویل، « دا خبره په تېرو پوځي او ملي امنیتي ناکامیو کې بېسارې ده، چیرې چې نه څوک مسوول وبلل شول، نه څوک له دندې ګوښه شو او نه هم چا خپلې تېروتنې ومنلې».

سکاټ جینینګز وویل چې ټرمپ او والټز په دې اړه یو سخت بحث کړی و .

نوموړي وايي، دا د بایډن له ادارې سره توپیر لري، چې هیڅکله چا پکې خپله تېروتنه ونه منله او نه هم څوک مسوول ونه بلل شول.

شهزاده هري په افریقا کې د ایډز د درملنې خیریه بنسټ پرېښود

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د برېتانیا شهزاده هیري په افریقا کې د ایډز د درملنې یوې برېتانوۍ خیریه ټولنې بنسټ اېښی و، خو نوموړی د دغه بنسټ د رهبرۍ ترمنځ اختلافات "ویجاړوونکي" بولي او د یاد بنسټ له مشرتوب څخه یې استعفا کړې ده.

د برېتانیا د پاچا چارلس کشر زوی شاهزی هري په افریقا کې د ایډز د درملنې دغه خیریه بنسټ په ۲۰۰۶ کال کې د خپلې مور ډیانا په یاد کې جوړ کړی و.

رویټرز راپور ورکړی چې شهزاده هري له دغه خیریه بنسټ نه له هغه وروسته استفعا کړې چې د بنسټ د مدیره پلاوي ترمنځ شخړې راولاړې شوې.

پر همدغه مهال د لوسیټو شهزاده سیسو چې د یاد خیریه بنسټ موسس هم دی د بنسټ د بورډ ترمنځ د اختلاف له امله د بنسټ د بورډ غړیتوب پریښی دی.

دا اختلافات د یاد خیریه بنسټ د رییسې سوفي چنداوکا او د بورډ د غړو ترمنځ رامنځته شوی و.

چنداوکا د خیریه بنسټ بورډ پر غړو خپل شکایت د برېتانیا د خیریه چارو کمیسیون ته وړاندې کړی دی.

شهزاده هري او سیسو له لوري په یوه ګډ بیان کې وشل شوي:«دا ډیر خواشینوونکی دی، چې د خیریه بنسټ د بورډ د رییسې او د بورډ د غړو ترمنځ اړیکې دومره خرابې شوې چې بېرته رغول یې ناممکن شوي.»

شهزاده هري چې له ډیره وخته په افریقا کې خیریه کارونو کې برخه اخلي، اوس له خپلې مېرمنې مېګن او خپلو ماشومانو سره په کلفورنیا کې ژوند کوي.

په غزه کې سلګونو کسانو د حماس ډلې پر ضد لاریون کړی

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د غزې په شمال کې سلګونو فلسطینیانو یوه ناڅاپي لاریون کړی او د حماس سخت دریځې ډلې پر ضد یې شعارونه ورکړي دي. دغو لاریونوالو له اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

رویټرز د عيني شاهدانو له قوله وایي، لاریونوالو چي ډیره برخه يې نارينه وو، په بيت لاهيه کي د «حماس بايد ولاړه شي» شعارونه ورکول.

حماس له ۲۰۰۷ کال راهیسې په غزه کې د ټاکنو له ګټلو او د خپلو سیالانو په زور له واکه لرې کولو وروسته پر غزې واکمني کوي.

دغه ډله د اروپایي ټولنې او امریکا له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

دغو اعتراض کوونکو په داسې یوه سیمه کې لاریون کړې چې اسراییلي پوځ له نږدې دوه میاشتني اوربند وروسته تیره اوونۍ په دغه سیمه کې یو ځل بیا درنه بمباري پیل کړه.

د نیویارک ټایمز له‌خوا تایید شوې ویډیوګانې د شمالي ښار بیت لاهیه نیمه ویجاړ شوي سړکونو کې د لاریون کوونکو ډلې ښودلې دي.

ځینو د جګړې د دوام پر ضد د بې طرفه موضوعاتو درلودونکي لوحې لېږدولې، په داسې حال کې چې نورو یې شعارونه ورکول چې حماس دې له سیمې ووځي.

د غزې خلک، لږترلږه په عامه توګه، اسراییل د ډیرو مرګونو، ویجاړیو او قحطۍ لپاره مسوول بولي چې جګړه یې تعقیب کړې.

خو ځینې بیا حماس هم پړه بولي، ځکه دغې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې وتښتول.

سعودي عربستان په سوریه کې د اسراییل برید غندلی دی

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۴ GMT+۰

د عرب نیوز د راپور له مخې، سعودي عربستان نن د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د اسراییل هغه برید غندلی چې ملکي وګړي په کې وژل شوي دي. د سوریې چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د کویا په کلي د اسراییل په برید کې لږ تر لږه شپږ ملکي وکړي وژل شوي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اسراییل د نړیوالو قوانینو په پرله پسې سرغړونو سره د سوریې او سیمې امنیت او ثبات د خرابولو کوښښ کوي، او عربستان د داسې هڅو کلک مخالفت کوي.

دغه وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو پر اړتیا ټینګار وکړ چې په سوریه او سیمه کې د اسراییل د دغو روانو سرغړونو په وړاندې په کلکه او جدي توګه ودرېږي او د حساب ورکونې د نړیوالو میکانیزمونو په فعالولو کې خپل رول ولوبوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې په دې وروستیو کې د جنوبي دیرا ولایت په کویا سیمه کې د سوریې په بمباریو کې خورا زیاتوالی راغلی، چې دوی یې غندی او پر دغه هېواد غږ کوي چې خپل تېري ته د پای ټکی کېږدي.

اسراییل په سوریه کې د بشارالاسد له لرې کولو وروسته هم خپلو بمباریو ته دوام ورکړی.

په سوریه کې د الاسد واکمني تېر کال هغه وخت پای ته ورسېده، چې د ابو محمد الجولاني په مشرۍ وسله والو په جګړه کې چټک پرمختګ وکړ او بشارالاسد یې اړ کړ چې روسیې ته وتښتيد.

د یادولو وړ ده، چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمس ادعا کړې وه، چې د سوریې د ابو محمد الجولاني لس زره وسله والو د القاعده ډلې په ملاتړ او د افغان طالبانو د حکومت په همکارۍ په افغانستان کې پوځي روزنې ترلاسه کړې دي.

سارا اډمس د امریکا په یوې ټلویزوني پروګرام کې ویلي، چې الجولاني د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب سره یې لیدنه وکړه.