یوې زورورې زلزلې میانمار او بنکاک ولړزول

د جمعې په ورځ د وري میاشتې اتمه نیټه یوې زورورې زلزلې میانمار او د تایلینډ پلازمینه بنکاک ولړزاوه. د زلزلې شدت په میانمار کې ۷.۷ او په بنکاک کې ۷.۳ښودل شوی دی.

د جمعې په ورځ د وري میاشتې اتمه نیټه یوې زورورې زلزلې میانمار او د تایلینډ پلازمینه بنکاک ولړزاوه. د زلزلې شدت په میانمار کې ۷.۷ او په بنکاک کې ۷.۳ښودل شوی دی.
د تایلینډ لومړي وزیر له زلزلې وروسته بیړنۍ غونډه وکړه.
په ورته وخت کې، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړ چې په بنکاک کې له یوې زورورې زلزلې وروسته دفترونه او دوکانونه خالي شول.
په بنکاک کې عیني شاهدانو وویل چې خلکو له ویرې سړکونو ته منډه کړه.
د میانمار د اور وژنې ادارې یوه چارواکي رویټرز ته وویل: «موږ د تلفاتو او زیانونو لټون او پلټنه پیل کړې ده، خو تر اوسه پورې موږ ته هیڅ معلومات نشته.»


روسي رسنۍ وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتنه کړې چې په اوکراین کې دې د سولې خبرو اترو تر پیل مخکې موقت حکومت جوړ شي. پوتین وړاندیز کړی، چې واک دې یوې موقتي ادارې ته وسپارل شي، ترڅو ټاکنې وشي او یو قوي حکومت جوړ شي.
پوتین دا خبرې د جمعې په ورځ (وري ۸مه) د روسیې د سمندري ځواکونو له سرتېرو سره د شمالي مورمانسک په بندر کې وکړې. هغه وویل: «په اصل کې یو موقت حکومت د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپایي هېوادونو او زموږ د شریکانو تر څار لاندې جوړېدای شي.»
هغه زیاته کړې، چې د کېیف اداره موقتي کول به دا زمینه برابره کړي چې «یوه ډېموکراټیکه ټاکنه وشي، یو قوي حکومت واک ته ورسېږي چې د خلکو باور ترلاسه کړي او بیا ورسره د سولې تړون لپاره خبرې وشي.»
پوتین دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې هغه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي حکومت قانوني نه ګڼي.
د پوتین په وینا، د زیلنسکي د واک دوره د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې پای ته رسېدلې او له هماغه مودې وروسته هغه «په غیرقانوني ډول حکومت کوي.»
د روسیې ولسمشر خپلو سمندري ځواکونو ته دا هم وویل، چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ «په صادقانه ډول غواړي د اوکراین جګړه ختمه کړي او له روسیې سره اړیکې ښې کړي.»
امریکا په دې وروستیو کې د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره هڅې زیاتې کړي او هڅه کوي، څو دواړه لوري اوربند ته غاړه کېږدي.
تر اوسه پورې څو ځله د روسیې او امریکا لوړپوړي چارواکي او همدارنګه د روسیې او اوکراین استازو په سعودي عربستان کې سره لیدلي دي.
تر وروستۍ لیدنې وروسته امریکا اعلان وکړ، چې د روسیې او اوکراین استازي په سعودي عربستان کې یوې هوکړې ته سره رسیدلي، چې له مخې به یې په تور سمندرګي کې د کښتیو تګ راتګ ته لارې چارې برابرې شي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییل پر فلسطین بریدونو ته دوام ورکړی چې په ترڅ کې یې ۴۸ تنه وژل شوي. د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل د جګړې له پیله تر اوسه څه باندې ۵۰ زره فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۱۱۴ زره نور بیا ژوبل شوي دي.
د راپور له مخې اسراییل نن سهار وختي هم د غزې ښار په زیتون سیمه کې د تازه هوايي بریدونو له کبله ۸ تنه وژلي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
په تېرو څلرویشت ساعتونو کې بیا په غزې او بېلابېلو نورو سیمو هم بریدونه شوي چې له کبله یې نږدې ۴۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
بلخوا د غزې د حکومت رسنیو دفتر وايي، د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱,۷۰۰ ته رسېدلی او زرګونه نور لا هم د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي چې د مړینې وېره یې شته.
له بلې خوا د لبنان د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې شپږ لبنانیان هم وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی چې په غزه کې زرګونه فلسطینیان له سختې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو اداره (UNRWA) بیا وايي، چې له درې اوونیو راهیسې هیڅ بشري مرسته د غزې تړانګې ته نه ده رسېدلې.
د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر اوچا په خپل تازه راپور کې ښکاره کړې چې د مارچ له ۱۸مې تر ۲۵مې پورې ۷۹۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱,۶۳۳ نور ژوبل دي.
همداراز د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې ۱۴۲,۰۰۰ فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د موقتي سرپناوو ځایونه یې هم زیانمن شوي دي.
ملګري ملتونه زیاتوي، چې یوازې په تېره اوونۍ کې ۸ نور مرسته رسوونکي او رضا کاران هم وژل شوي چې له دې سره د جګړې له پیله د بشري کارکوونکو د وژل کېدو شمېر ۳۹۹ ته رسېدلی.
په ورته وخت کې اسراییل د بشري مرستو ټولې لارې تړلي او د بشري ادارو له خوا د همغږۍ غوښتنې یې رد کړې دي.
برېټانیا او فرانسې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې ناستې غوښتنه کړې، څو د غزې د بشري وضعیت او د مرستندویانو د خوندیتوب موضوع وڅېړي. د برېټانیا د استازولۍ لخوا د خواله رسنیو اېکس شبکې په پوسټ کې راغلي: «مرستندویان نور نشي کولای چې په غزه کې فعالیت وکړي او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو یوه ودانۍ هم د برید هدف وګرځېده. دا حالت او عمل موږ ته د منلو وړ نه دی».

پاکستاني طالبانو د اختر په مناسبت په یوه ځانګړي پېغام کې د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکه کړې، چې د لوېدیځو هېوادونو د ګټو لپاره یې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره اړیکې ترینګلې کړې او له افغانستان سره یې چلند له خیانت څخه ډک دی.
د ټي ټي پي مشر په دغه اختریز پیغام کې افغانستان خپل مسلمان ګاوڼدی ورور بللی او پر پاکستان یې نیوکه کړې چې د لوېدیځو هېوادونو د خوشالولو تر څنګ یې د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره په لوی لاس له افغان طالبانو سره اړیکي خړ پړ کړي.
یاده وسله والو داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناندرۍ تر بل هر وخته ډیرې شوې دي.
د دواړو لوریو ترمنځ په ښکاره د اړیکو خرابیدو پر سر هم ډول ډول نظرونه دي او ځینې کارپوهان دغو روانو ناندریو ته د شک په سترګه ګوري.
پاکستاني طالبانو په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ په روژې میاشت کې هم په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ولسي خلک وژلي، ځورولي او زنداني کړي دي. پاکستاني طالبانو نیوکه کړې، چې د پوځ د دغه کړنو خلاف ولسي خوځښتونه کم رنګه دي او هماغه شان چې په کار و ورته غبرګون نه دی ښودل شوی.
دغې ډلې همدا راز نیوکه کړې، چې د پاکستان حکومت او اسټبلیشمنټ له لوري په روژې میاشت کې د دیني عالمانو د وژل کیدو لړۍ هم روانه وه.
ټي ټي پي زیاته کړې: «په ګران هېواد پاکستان کې د حکومتي چارواکو لهخوا د ظلم لړۍ ونه دریده او د علماوو د وژل کیدو لړۍ روانه ده.»
پاکستاني طالبانو ویلي، پوځ نه غواړي چې دغه هېواد سیاسي خپلواکي ولري او په لوی لاس یې په خپل هېواد کې اقتصادي بې ثباتي هم رامنځته کړې ده.
پاکستان لا تر اوسه پورې په رسمي توګه د یادې وسله والې ډلې دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې په خپلو څرګندونو کې دغه ډله «خوارج» بللي دي.
پر کابل د افغان طالبانو له واکمنیدو سره هم مهاله په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه چټک او پراخ شوي، چې د باورنو له مخې پر کابل یې د متحدینو واک یې پر فعالیتونو ژورې اغېزې کړي دي.
پاکستان افغان طالبانو ته ګوته نیسي، چې په افغانستان کې یې دغه ډلې ته نه یوازې دا چې پناه ځایونه ورکړي، بلکې په پاکستان کې یې د خپلو وسله والو فعالیتونو د زیاتوالي لپاره هلته مالي سرچینې هم موندلي دي.
پاکستان په وار وار نیوکه کړې، چې افغان خاوره یې او پر ضد کارول کېږي او د «ټي ټي پي» په ګډون د دوی ضد نورې وسله والې ډلې اوس په افغانستان کې امن پناه ځایونه لري، خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼلې ده.
د ملا هبتالله ویاند څو څو ځله پاکستان ته غبرګه کړې چې د خپلو نا امنیو پړه دې پر دوی نه اچوي او د دې پر ځای باید خپلو تېروتنو ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو وروستي راپور کې هم اندېښنه ښودل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس د ترهګرو په پناه ځای بدل شوی او «ټي ټي پي» په سیمه کې پر یوې لویې وسله والې ډلې او ګواښ بدلیدونکې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي یوه ټکان ورکونکې وړاندوینه کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به ژر مړ شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وړاندوینه کړې، چې د پوتین روغتیا مخ په خرابېدو ده او ډېر ژر به مړ شي.
زېلېنسکي زیاته کړه چې پوتین تر خپل مرګ پورې په واک کې پاتې کیدل او له لویدیځ سره مستقیمه مقابله غواړي.
د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې ولې باور لري د روسیې ۷۲ کلن ولسمشر د خپل ژوند د پای ته رسېدو په حال کې دی.
باید یادونه وشي چې له څو کلونو راهیسې د پوتین د روغتیا په اړه ډېرې ګنګوسې روانې دي، په تېره بیا وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ. خو کرملین په مکرر ډول دا اوازې رد کړې او همدا ډول د پوتین د خرابې روغتیا په اړه کوم کره شواهد نشته.
د اکتوبر په میاشت کې، د پوتین هغه انځورونه خپاره شول چې دا پهکې له خپلو سرتېرو سره ویني، په هغې انځورونو کې د پوتین لاسونو کې زخمونه ښکاري، دغو انځورونو داسې ښودلې چې پوتین د سرطان درملنه کوي. خو تر اوسه، د دې نښو اصلي لامل روښانه نه دی.
د دې تر څنګ داسې اوازې هم خپرې شوې، چې پوتین ښايي فالج او یا د پارکینسن په عصبي ناروغۍ اخته وي.
د پوتین په اړه د زېلېنسکي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روسیې او اوکراین پلاوي د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د ټرمپ د ادارې له چارواکو سره تر خبرو وروسته په تور سمندرګي کې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د پای ته رسولو او اوربند موافقه وکړه.
یاده دې وي چې په ۲۰۲۲ کې د روسیې یوه استخباراتي چارواکي ادعا کړې وه چې ولسمشر پوتین به یوازې ۳ نور کاله ژوند وکړي ځکه کوم سرطان چې هغه کې تشخیص شوی و په چټکۍ سره وده کوي.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو یوه افسر ادعا کړې چې پوتین ورځ په ورځ د سترګو لید له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې سرطان به هغه په درې کلونو کې له منځه یوسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په سور سمندرګي کې د یوه اوبتل د ډوبېدو له امله شپږ روسي سیلانیان مړه او ۳۹ نور ژغورل شوي دي.
رویټرز زیاتوي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲۷مه) په مصر کې د «الدهب»سیاحتي سیمه ته څېرمه رامنځته شوې ده.
نوموړې خبري اژانس د مصر والي دفتر په حواله ویلي چې ټوله ژغورل شوې سپرلۍ په سیمه کې هوټلونو او روغتونونو ته لیږدول شوې او په وینا یې، هېڅوک نادرک شوي نهدي.
د راپور لهمخې، ډوب شوی اوبتل «سندباد» نومېده او پهکې ۵۰ کسان ناست وو چې ۴۵ یې د روسیې، هند، ناروې او سویډن په ګډون د بېلابېلو هېوادونو وګړي یاد شوي دي.
همداراز پنځه نور یې بیا د دغه اوبتل مصري پرسونل یاد شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د اوبتل ډېری سپرلۍ ژغورل شوې چې تر جدي درملنې لاندې ده.
دا اوبتل په ځانګړي ډول ډیزاین شوی و چې مسافر وکولای شي د دغه اوبتل د لویو کړکیو له لارې په سور سمندرګي کې د اوبو لاندې د طبیعت ښکلاوې وویني.
دغه اوبتل کولای شول تر ۲۵ مترو د اوبو تل ته کښته شي او سیلانیانو ته یې د سیمې د مرجانونو او پهزړه پورې سمندري موجوداتو د لیدو زمینه برابروله.
له دې مخکې د ۲۰۲۳ په جون میاشت کې د ټایټان په نوم اوبتل د ټایټانیک د پاتې شونو ټوتو د لیدو لپاره په اطلس سمندرګي کې د ځمکې تل ته کښته شو چې د اکیسجن د کمښت له امله وچاودېد او پهکې سپاره شپږ کسان مړه شول.