• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په میانمار کې د مرګونې زلزلې د مړو شمېر نږدې ۷۰۰ تنو ته ورسېد

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د میانمار رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د جمعې په ورځ د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر «۶۹۴ تنو رسېدلی او ۱۶۷۰ نور ژوبل» شو‌ي دي. بلخوا پر زلزله ځپلو یوې څارونکې امریکايي ادارې خبرداری ورکړی چې ښايي د مړو شمېر له زر تنو هم لوړ شي.

د یاد هېواد د پوځ یوه قوماندان هم تایید کړې، چې د مړو شمېر نږدې ۷۰۰ تنو ته رسېدلی او یادونه یې کړې، چې لا هم ژغورونکي ډلې هڅه کوي، څو تر نړېدلو ودانیو لاندې شوي کسان راوباسي.

د معلوماتو له مخې د لومړنۍ زلزلې شدت ۷.۷ و. د زلزلې پېژندنې ملي مرکز (NCS) ویلي، په دغه هېواد کې دویمه زلزله هم شوې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۴.۲ و او لس کیلومتره ژوره وه.

د شبنې په سهار په افغانستان کې هم د ۴.۷ درجې زلزله شوې چې ۱۸۰ کیلومتره ژوره وه، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې یا زیانونو په تړاو کوم څه نه دي ویل شوي.

همدا راز تېره ورځ په تایلنډ کې هم زلزلې خلکو ته درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

په یاد هېواد کې هم ځینې اسمان څکې ودانۍ د زلزلې له امله نړیدلي دي. په دواړو هېوادونو کې ژغورونکي ډلې لا هم د ژغورنې ځانګړې عملیات کوي او د سلګونه کسانو د ژغورلو خبر یې ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د غزې روغتیا وزارت: اسراییل په غزه کې د اوربند له ماتولو وروسته نږدې ۹۰۰ کسان وژلي دي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۰

د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، له هغې وروسته چې اسراییل د روان کال د مارچ په ۱۸ مه، له حماس ډلې سره اوریند مات کړ، په دغې سیمه کې د بریدونو په پایله کې ۸۹۶ کسان وژل شوي او ۱۹۸۴ نور ټپیان شوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی، چې په زرګونو فلسطینیان په غزه کې له سختې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، ځکه چې د اسراییل د محاصرې له امله له درېیو اونیو راهیسې دغې سیمې ته د بشري مرستو او خوراکي توکو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.

د غزې روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییل په جګړه کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۵۰ زره ۲۰۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳۹۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د حکومتي رسنیو دفتر، د اسراییل په بریدونو کې د مړو شویو شمېره له ۶۱۷۰۰ څخه پورته ښودلی او زیاته کړې یې ده چې لا هم له خاورو لاندې په زرګونه فلسطینیان لادرکه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د غزې په شمال کې خلکو یوه ناڅاپي لاریون وکړ او د حماس سخت دریځې ډلې پر ضد یې شعارونه ورکړل، دغو لاریونوالو له اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله وایي، چي مظاهره چيان چي زياتره يې نارينه وو، په بيت لاهيه کي د «حماس بايد ولاړه شي» شعارونه ورکول.

د یادولو وړ ده، چې د غزې خلک، لږترلږه په عامه توګه، اسراییل د ډیرو مرګونو، ویجاړیو او قحطۍ لپاره مسوول بولي چې جګړه یې تعقیب کړې.

خو ځینې بیا حماس هم پړه بولي، ځکه دغې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې وتښتول چې د روانې جګړې سبب شو.

زلمی خلیلزاد: ایران ته مشوره ورکوم چې په جګړه قمار و نه وهي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۰

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ایران ته یې مشوره داده، چې په جګړه له قمار وهلو څخه ځان وساتي. هغه وايي، که ایران خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي، دا به یوه غوره ټاکنه وي.

خلیلزاد د ایران په دولتي رسنیو کې د ځمکې لاندې د توغندیو د یوې لویې اډې ویډیو خپرولو ته په اشارې سره په خواله رسنۍ ایکس لیکلي، ایران د دې ویډیو په خپرولو سره غواړي ولسمشر ټرمپ ته وښایي، چې له دغه هېواد سره جګړه به بدې پایلې ولري.

د هغه په خبره، ایران ځکه دغه کار کړی، چې وښيي دوی د امریکا له برید سره د مخامخ کېدو وړتیا لري، او لا هم د لیرې او نږدو موخو په نښه کولو توان لري.

زلمی خلیلزاد زیاتوي، چې ایا د ایران نظامي او کنټرولونکې رهبري به له برید څخه ژوندي پاتې شي؟ چې د موخو په نښه لپاره پرېکړه وکړي او غچ واخلي.

ښاغلي خلیلزاد کاږي، «زه ډاډه یم چې د متحده ایالاتو د جګړې پلان جوړونکو به دا او داسې نورې سناریوګانې ارزوي او په پام کې به یې ونیسي.»

د امریکا پخوانی استازی، دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس بېزنس سره په مرکه کې وویل، چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره د جګړې پر ځای خبرې غوره بولي.

نوموړي وویل: «بل غوراوی دا دی، چې باید په دې برخه کې یو ګام پورته کړو، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پېټ هیګسټ څو ورځې وړاندې له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې ایران به د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

هغه زیاته کړې، چې ټرمپ د ایران سره د اټومي پروګرام د درولو په تړاو د خبرو اترو پر ځای یوه بله حل لارهم غوره بولي.

بل خوا بیا د ایران جمهوري اسلامي ستر مشر علي خامنه‌يي وایي، چې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ خبرې «د عامه ذهنیت غلطول» دي.

هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر زده‌کړیالانو ته په خبرو کې وویل، چې د پوځي انتخاب کارولو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ ګواښ «غیر عاقلانه» دی او خبرداری یې ورکړ، چې هر غلط اقدام چې امریکا وکړي د ایران له غوڅ غبرګون سره به مخ شي.

د سوډان پوځ له نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو نه خرطوم په بشپړه توګه ونیو

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۰

د سوډان پوځ له نږدې دوه کلنې کورنۍ جګړې وروسته د پلازمینې خرطوم بشپړ کنټرول بیرته ترلاسه کړ، او د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (ار ایس ایف) پر وړاندې یې د یوې اونۍ اوږد برید پای ته ورساوه.

د سوډان د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح البرهان د مارچ په ۲۶ خرطوم ته په بریالیتوب راستون شو او له چورلکې ښکته کېدو سره یې د خرطوم خاوره ښکل کړه.

د سوډان یو څیړونکی او کارپوه مارک لاورګن وايي، د خرطوم نیول په شخړه کې د یو بدلون ټکی په ګوته کوي چې په ښکاره ډول د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو بې کفایتي ښیې چې د دوی لخوا نیول شوې سیمې یې اداره نکړی شوې.

په سوډان کې د واک خونړۍ جګړې لسګونه زره کسان ووژل او له لس میلیون څخه ډیر بې ځایه شول.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ار ایس ایف ځواکونه له خرطوم په شاه شول او د سوډان پوځ د پلازمینې واک په خپلو لاسونو کې واخیست.

یاده دې وي چې نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو په ۲۰۲۳ کې د سوډان پوځ ته ستره ماتې ورکړه او د دغه هېواد پلازمېنه یې ونیوله، له اوږده ځنډ وروسته د جنرال البرهان په مشرۍ د ددغه هېواد پوځ وتوانېد چې خرطون بېرته د ار ایس ایف له ځواکونو په بشپړه توګه ونیسي.

ټرمپ ته د سومالیا ولسمشر لیک: غواړم د خپل هېواد څو هوايي اډې په واک کې درکړم

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سومالیا ولسمشر حسن شېخ محمود د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک لیکلي، هېواد یې چمتو دی چې متحده‌ایالاتو ته د څو ستراتیژیکو هوايي اډو او بندرونو واک وسپاري.

محمود د امریکا ولسمشر ته دا لیک د روانې مارچ میاشتې په۱۶مه لیکلی چې په‌کې بالدوګول او بېربرا هوایي اډې، همداراز بېربرا او بوساسو بندرونه هغه ستراتیژیکي سیمې دي چې نوموړی غواړي واک یې متحده‌ایالاتو ورکړي.

د رویټرز اژانس په راپور کې راغلي چې دغه اډې او بندرونه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله کولای شي په دې حساسو سیمو کې متحده‌ایالاتو ته چټک فرصت په لاس کې ورکړي او ورته مهال په دې حیاتي دهلیز کې د بهرنیو سیالانو او مخالفانو د حضور مخه ونیسي.

د بېربرا بندر او هوايي اډه چې په جلا شوې «سومالي‌لېنډ» سیمه کې موقعیت لري، ځانګړې پاملرنه ځانته اړولې ده.

د یادونې ده چې له سومالیا څخه دغه جلا شوې سیمه ځان یو خپلواک او ډېموکراتیک هېواد بولي، خو د دغه هېواد د مرکزي دولت له‌خوا په رسمیت نه‌پېژندل کېږي.

بل‌خوا د سومالي‌لېنډ د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن طاهر عدن د سومالیا ولسمشر د دغه وړاندیز په غبرګون کې ویلي چې متحده‌ایالات نور د سومالیا پر فاسد رژیم باور نه‌کوي او اوس چمتو دی له سومالي‌لېنډ سره کار وکړي.

د سومالیا الشباب او په سیمه کې د نورو وسله‌والو او افراطي ډلو ګواښونو، امریکا متحده‌ایالات دې اړ کړې چې په افریقا کې د پوځي او هوايي اډو په لټه شي.

دا وړاندیز داسې مهال کېږي چې امریکا متحده‌ایالات په دې وروستیو کلونو کې هڅه کوي په افریقا کې خپل رول پیاوړی کړي.

د بلوڅ لاریون‌کوونکو ځپل؛ له ۲۵۰ ډېر کسان ونيول شول

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان ملي ګوند یا بي‌اېن‌پي مشر اختر مېنګل وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په لکپاس تونل سیمه کې د بلوڅ سوله‌ییزو لاریون‌کوونکو په منځ کې اوښکې بهونکی ګاز پاشلی او له ۲۵۰ ډېر کسان یې نیولي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه ګوند سلګونه بلوڅ پلویان له کوم دلیل پرته نیولي او بندیان کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د یاد ګوند لاریونونه په بشپړه توګه سوله‌‌ییز او د بلوڅانو غوښتنې د بشري اصولو او قانوني حقونو پر بنسټ دي.

د بلوچستان د ملي ګوند مشر د پاکستان امنیتي ځواکونو دا اقدام غندلی د ولس د اعتراضونو د غږ خاموشه‌کولو هڅه یې بللې ده.

د هغه په وینا، د لاریون‌کوونکو مهمې غوښتنې دا دي چې د پاکستاني پوځ له بندخونو څخه دې ټول معترضو کسان، په ځانګړې توګه بلوڅ مېرمنې سملاسي خوشې‌ شي.

د بلوچستان ملي ګوند مشر وايي، د بلوڅ مېرمنو له خوشې‌کېدو پرته به هېڅ ډول خبرې‌اترې یا تړون نه‌مني او خبرداری ورکوي چې د پاکستاني دولت له‌خوا د ځپلو هر ډول زیاتوالی به یوازې د ولس غوسه‌کېدو او د لاریونونو د پراخېدو لامل شي.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونوله بلوڅ لاریون‌کوونکو سره د پاکستان امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی غندلی او د دغه هېواد پر دولت یې غړ کړی چې د خلکو د ربړولو او ناقانونه نیولو پر ځای د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره مذاکراتو او سوله‌ییز حل ته لار هواره کړي.

پرون د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا د بلوڅ فعالانو نیولو ته د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګدااقدامد بلوڅ ټولنې پر وړاندې د پاکستاني پوځ منظم برید بللی دی.

په بلوچستان کې د بلوڅو ولسي لاریونونه وروسته له هغې شدید شول چې پاکستاني پوځ د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ او سمي دین بلوڅ ترڅنګ یو شمېر بلوڅ معترضاننیولي دي.