• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بیان ازادۍ کور: د بیان ازادي په افغانستان کې د مبارزې وروستی سنګر دی

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۰

د بیان ازادۍ کور په نوم بنسټ، د طالبانو له لوري په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې پر رسنیو د ساکښو د انځورونو خپرولو د بندیز په غبرګون کې ویلي، د بیان ازادي په افغانستان کې د مبارزې وروستی سنګر پاتې دی. دغه بنسټ له نړیوالو غوښتي چې د طالبانو د دغه کار په وړاندې غبرګون وښيي.

یاد بنسټ زیاتوي، په داسې حال کې چې طالبان د ځان په ګته له رسنیو څخه په پراخه کچه کار اخلي، او هره لحظه یې ویاندویان په رسنیو کې حضور لري، خو بلخوا بیا د همدغې ډلې د امربالمعروف او نهي عن المنکر له قانون څخه په استفادې پر رسنیو بنديزونه پلي کوي.

دغه بنسټ په اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړې، چې که د طالبانو له لوري په رسنیو بندیزونه دوام وکړي نو لېرې نه ده، چې په ټول افغانستان کې به وګړي اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په یادو شویو ولایتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې سیمه‌ییزو رسنیو ته د ساکښو د انځورونو د نه خپرولو دا امر یوازې د پیغامونو له لارې نه، بلکې په حضوري ډول هم رسولی او مسوولانو ته یې د نه پلي کیدو له امله د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په بدخشان کې ۱۰ راډیوګانې او دوه خصوصي ټلویزیونونه، په بغلان کې یو ټلویزیون او پنځه خصوصي راډیوګانې، او په نیمروز کې دوه ټلویزیونونه او څلور راډیوګانې فعالیت لري.

سربېره پر دې، د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون او باختر خبري اژانس هم په دې ولایتونو کې فعالیت کوي.

د خبریالانو د حقونو فعالانو او ګڼو رسنیزو ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې د بیان ازادۍ ته یو بل جدي ګواښ بللی دی.

طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: تورخم کې دوه زره بېوزله افغان ماشومان د توکو په قاچاق بوخت دي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د میډیا لاین په نوم یوې پاکستاني رسنۍ راپور خپور کړی، چې په تورخم کې شاوخوا دوه زره افغان ماشومان د توکو پر قاچاق بوخت دي‌ او هره ورځ له څلور سوو نیولې تر پنځه سوو افغان ماشومان د کرښې دواړه غاړو ته قاچاقي توکي لېږدوي.

د یادې رسنۍ د راپور له مخې، په دې ډله کې پنځه کلن کوچنیان هم شامل دي، چې تر شپږ کیلوګرامه پورې قاچاقي توکي لېږدوي او له ډېره غربته یې دغه ستړي کار ته اوږې ورکړې دي.

د راپور له مخې دغه ماشومان د قاچاق د ځینو مافیایي کړیو له لوري‌ په دغه روزګار ګومارل کېږي او د ډېرو لږو پیسو په بدل ترې فزیکي او ان ناوړه جنسي استفاده هم کوي.

پاکستاني چارواکو تازه د تورخم دروازې د بیا پرانېستل کیدو پر مهال خبر ورکړی و، ۵۰ تنه هغه ماشومان چې د قاچاقي توکو په لېږد رالېږد کې ترې ګټه اخیستل کېده طالبانو ته سپارلي دي.

د معلوماتو له مخې دغه ماشومان چې په کې نجونې هم شاملې دي د تېرو اونیو په اوږدو کې پر ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونو نیولي وو.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ دغه ماشومان د ځینو مافیایي کړیو له لوري د سګریټو، برېښنايي وسایلو او نشه یې توکو د لېږد رالېږد لپاره ګومارل شوي وو.

 پاکستاني چارواکو ویلي، دوی پرېکړه وکړه چې دغه ماشومان محاکمه نه کړي، بلکې د قبیلوي مشرانو په منځګړیتوب یې طالبانو ته سپارلي دي.

خو دا یوازې د یوې سترې ستونزې یوه برخه ده، ځکه چې اټکل کېږي زرګونه نور ماشومان لا هم په دې ناقانونه کاروبار کې ښکېل دي.

د خطر پر بنسټ ولاړه ګټه

ځايي سرچینو میډیا لاین رسنۍ ته ویلي، چې ان اته کلن افغان ماشومان هم د بارونو په دې لېږد کې بوخت دي.

ډېری دا ماشومان له هغو کورنیو سره تړاو لري، چې د تورخم فرضي کرښې اوسنۍ صفري نقطې ته ته نږدې اوسېږي.

دغه ماشومان کله کله د بار وړونکو موټر تر شا او لاندې پټېږي او یا هم په دغو بار وړونکو موټرو کې د جوړو شویو پټو کوچنیو خونو دننه پټېږي او توکي لېږدوي.

عدنان افریدي، د پاکستان د لنډي کوتل د پولیسو یو لوړپوړی افسر وايي: «له بده مرغه افغان ماشومان دې ته مجبوره شوي چې پر خطرناکو لارو دېخوارا واوړي، حال دا چې هېڅ پاکستاني ماشوم په دا ډول فعالیتونو کې ښکېل نه دی.»

افریدي زیاته کړې، چې دغه چاره د طالبانو تر واک لاندې په تورخم کې د ځینو مافیایي کړیو له لوري ترسره کېږي او د مشخصو قراردادونو په اساس له دغو کوچنیانو څخه ګټه اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سپارل شویو ۵۰ ماشومانو له ډلې ۱۷ نجونې او ۳۳ هلکان وو، چې د سګریټو او نورو منعه شویو توکو په قاچاق کې یې رول درلود.

د هغه په وینا، شاوخوا ۷۰۰ نور ماشومان لا هم په دغه کار بوخت دي.

که څه هم پاکستاني چارواکو غوښتل دغه ماشومان د بهرنیانو د قانون ۱۴مې مادې پر اساس محاکمه کړي، خو د قبایلي مشرانو په منځګړیتوب دا پرېکړه لغوه شوه.

افریدي خبرداری ورکړ، که دغه ماشومان بیا د غیرقانوني عبور هڅه وکړي، «د سختو قانوني پایلو» سره به مخ شي.

په ستراټیژیکه نقطه کې بشري ناورین

د تورخم دروازه چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې تړلی وه، تیره اوونۍ بېرته پرانیستل شوه. که څه هم عام خلک اوس کولی شي له دې لارې سفر وکړي، خو د ماشومانو له‌خوا د قاچاق جریان لا هم دوام لري.

تورخم، چې د پېښور لویدیځ ته ۵۵ کیلومېټره او د کابل ختیځ ته ۱۸۳ کیلومېټره واټن لري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو تجارتي او مهاجرتي لارو څخه ده. خو دغه سیمه تل له لانجونو کونجو، تاوتریخوالي او بشري ناورینونو سره مخ پاتې شوې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان د چارو یو کارپوه سجاد ترکزی وایي، په تورخم کې د ماشومانو قاچاق له ډېرې اوږدې مودې راهیسې روان دی، خو له سترګو پټ ساتل شوی دی.

هغه زیاتوي: «دغه ماشومان له ډېرې مجبورۍ او لوږې څخه د کوچنیو، خو ګټورو توکو د قاچاق لپاره استثمارېږي. د پاکستان وروستۍ پرېکړه چې یو شمېر ماشومان یې بېرته افغانستان ته وسپارل، یوازې د دې ناورین یوه کوچنۍ بېلګه ده.»

ترکزی زیاتوي، چې په افغانستان کې هېڅ حکومت تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه دی کړی.

نوموړی وړاندیز کوي، چې پر ډیورنډ کرښه بېلابېلو سیمو کې دې د تخنیکي زده کړو مرکزونه جوړ شي، خو زیاتوي: «د طالبانو حکومت دا ظرفیت نه لري، چې دا ډول حل‌لاره عملي کړي.»

نجونې ماشومان له جدي خطرونو سره مخ دي

ماریا حیدري چې په کابل کې د ماشومانو د حقونو فعاله ده، وایي، د ماشومانو استثمار په ځانګړې توګه د فقر او د تعلیمي نظام د سقوط او نورو ستونزو پایله ده. 

د نوموړې په خبره: «په ډېرو هېوادونو کې ماشومان د جګړو لپاره کارول کېږي، خو افغانستان یوازینی هېواد دی، چې دلته ماشومان د سګریټو او نورو توکو د قاچاق لپاره استثمارېږي او دا هم یوازې د یوه ډالر لپاره.»

عمران ټکر، چې په پېښور کې د ماشومانو د حقونو فعال دی تورخم د «ماشومانو لپاره د خطر لار» بولي او غوښتنه کوي چې نړۍواله ټولنه دې د دغه ناورین د حل لپاره لاس په کار شي.

هغه خبرداری ورکوي چې «ماشومان په دې سیمه کې د فزیکي، جنسي او رواني ناوړه استفادې ښکار کېږي او د قوانینو کمزوري دا استثمار لا اسانه کوي.»

یو لوړپوړي افغان طالب چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د دې راپور په غبرګون کې ویلي، د ماشومانو قاچاق «یوه د کار بڼه» ده او زیاتوي: «دا ماشومان سوال نه کوي؛ بلکې سخت کار کوي، څو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.»

طالبانو تر اوسه پورې د دغه ناورین او د ماشومانو د ژوند خوندیتوب لپاره هېڅ کومه مشخصه سټراټېژي نه ده اعلان کړې.

طالبان: له ټرمپ سره خبرو ته چمتو یو خو امریکایي وسلې او تجهیزات بېرته نه ورکوو

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې طالبان چمتو دي، څو د ټرمپ له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې وکړي، خو په خبره یې چې افغانستان کې ترې پاتې امریکایي وسلې او پوځي وسایل به هېڅکله بېرته ورنه کړي.

هغه له یوې امریکایي رسنۍ سي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې دغه څرګندونې کړي او په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې شوې وسلې او تجهیزات یې د افغانستان ملکیت وګڼل.

بلخي د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ګوندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به تر هغې پورې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې نه کړي، تر څو چې پاتې شوې وسلې او وسایل ورنه کړل شي هم غبرګون وښود.

هغه وویل، د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ د خلکو ملکیت دی، چې د امریکا له لوري په ناقانونه توګه پرې بندیز لګیدلی او ژر تر ژره دې ازادې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه وویل، چې دوی چمتو دي څو په بېلابېلو برخو کې د ټرمپ له ادارې سره خبرې اترې وکړي او ان امریکا کولای شي په افغانستان کې خپل سفارت هم بېرته پرانېزي.

هغه همدا راز له متحده ایالتونو وغوښتل چې په یاد هېواد کې د افغانانو ستونزو ته په کتو د کونسلي خدمتونو اړتیا لیدل کېږي او طالبانو ته باید اجازه ورکړل شي، څو په واشنګټن کې خپل سفارت پرانېزي.

هغه په ټینګار سره دا خبره وکړه، چې طالبان له امریکا سره د خپلو اړیکو عادي کولو ته ژمن دي.

د بلخي په وینا، طالبان چمتو دي چې د امنیتي مسایلو تر څنګ پر بېلابېلو مسایلو له متحده ایالتونو سره د مذاکراتو مېز ته کېني او د اړیکو پر پراختیا هم خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ګوندې د داعش د ځپلو په برخه کې د امریکا مرستې ته اړتیا لري که نه په څرګنده توکه د انکار ځواب ورکړ.

بلخي وویل: «داعش د افغانستان د خلکو له افکارو سره په ټکر کې دی او افغانانو په فکري لحاظ دغه ډله محوه کړې ده.»

د هغه په خبره، طالبان خپلې هغه وعدې ته ژمن دي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي او د ټرمپ اداره هم له افغانستان څخه ورته غوښتنې لري.

سره له دې چین د کانونو د کیندنې په برخه کې له طالبانو سره اړیکې خوږې کړي، خو عبدالقهار بلخي امریکایي پانګه والو او شرکتونو ته بلنه ورکوي څو د کانونو په برخه کې پانګونې وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان اوس مهال د ښه امنیت او ثبات څخه برخمن دی او د پانګونې په برخه کې یې د هر چا پر مخ دروازې خلاصې دي.

طالبان داسې مهال له امریکا سره د اړیکو پر عادي‌ کولو ټینګار کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د یوه امریکایي پلاوي په ترکیب کې تېره اوونۍ کابل ته تللی و.

دغه امریکایي پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډه ناسته کړې او په ښکاره ویل شوي، چې دغه ناسته یوازې د امریکایي زندانیانو د خلاصون په موخه شوې، خو باورونه دا دي چې ځینې نور مسایل هم په کې بحث شوي دي.

د راپورونو له مخې امریکایي پلاوي په ښکاره ټکو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې ټرمپ له امریکایي وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه تیریدونکی نه دی او باید بېرته ورته وسپارل شي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینو چارواکو دا هم یاده کړه، چې د دغه امریکایي پلاوي د سفر پر مهال طالبانو خپلو کسانو ته لارښوونه کړې وه، څو د دوی په مخ کې امریکایي وسلې او تجهیزات ښکاره نه کړي.

د دغه پلاوي د سفر پر مهال طالبانو یو امریکایي وګړی جورج ګلزمن هم له بنده خوشې کړ او د زلمي خلیلزاد په ګډون د زندانونو په چارو کې د ټرمپ سلاکار اډم بوایلر لاس په لاس له کابل ځان سره یوړ.

نبیل: طالبانو په رسمي توګه خپلو ادارو کې د‌ پاکستان څارګرې شبکې 'ای ایس ای' نفوذ تایید کړ

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۴ GMT+۰

د پخواني جمهوري حکومت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وايي، چې د طالبانو استخباراتو له لوري د دغې ډلې په ادارو کې د پاکستان د څارګرې ادارې پراخ نفوذ تایید شوی. وايي، طالبان اوس په دې لټه کې دي چې په خپلو ادارو کې د پاکستاني استخباراتو نفوذ راکم کړي.

هغه پر اېکس پاڼه د (وري ۹مه) د طالبانو د استخباراتو اړوند «۳۷۶ ریاست» یو مکتوب خپور کړی، چې په کې د طالبانو د جوړښتونو دننه د پاکستان څارګرې ادارې له پراخ موجودیت څخه اندېښنه ښودل شوې ده.

پر دغه مکتوب د طالبانو استخباراتو د یاد ریاست د مشر ډاکټر بشیر لاسلیک هم شته.

د رحمت الله نبیل له لوري د طالبانو اړوند خپور شوی مکتوب
100%
د رحمت الله نبیل له لوري د طالبانو اړوند خپور شوی مکتوب

په مکتوب کې راغلي، سره له دې چې (ای اېس ای) د طالبانو په اداراتو کې ځانګړی نفوذ لري، خو بیا هم د هدفي وژنو په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده.

همدا راز زیاته شوې، د پاکستان د څارګرې شبکې نفوذي کسان اوس مهال د وسلو له کمښت سره مخ دي او پاکستان هڅه کوي، څو خپلو دغو جاسوسانو ته وسلې ولېږدوي.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د ای اېس ای له لوري تابیا شوې،‌ څو د طالبانو دننه خپلو کسانو ته وسلې ولېږي او د طالبانو د استخباراتو له څانګو غوښتل شوي تر څو د دغه چارې مخنېوی وکړي.

د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل همدې مکتوب ته په اشارې سره ویلي، چې طالبانو د خپلو جوړښتونو دننه د پاکستان د استخباراتو نفوذ تایید کړی دی.

تر دې مخکې هم داسې روایتونه شته چې ګوندې ان د طالبانو د رهبرۍ یو شمېر غړي د پاکستان له څارګرې شبکې سره نږدې اړیکې لري او ان د دوی تر واکمنۍ دمخه هم پرې ادعا وه، چې یاد سازمان د طالبانو تر شاه ولاړ و.

د پاکستان ځینو سیاستوالو هم په خپلو ویناوو او رسنیو سره مرکو کې منلې چې د دغه هېواد څارګرې شبکې په پراخه توګه د طالبانو ملاتړ کاوه.

د امنیتي چارو کارپوهانو او د پخواني‌ نظام چارواکو له پخوا راهیسې نیوکې کولې چې پاکستان د طالبانو تر شاه ولاړ دی او ان د تجهیز په برخه کې هم ورسره مرستې کوي.

اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي تر بل هر چا په ښکاره توګه له پاکستان سره په تقابل او ناندریو کې ښکېل دي.

پاکستان اندېښنه لري چې ګوندې طالبانو تر خپل سیوري لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته ځای ورکړی او له افغانستانه د «ټي ټي پي» په ګډون نورې وسله والې ډلې د دوی پر ضد بریدونه پلانوي، خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي.

طالبان هم د پاکستان خلاف ورته څرګندونې کوي او څو څو ځله یې لوړ پوړو غړو نیوکه کړې چې ګوندې یاد هېواد په خپله خاوره کې د افغانستان پر ضد داعش ترهګر روزي او ورته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزي په یوې مرکه کې ویلي وو، داسې شواهد ورسره شته چې ثابتوي د پاکستان پوځ د داعش روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د ترهګریز فعالیتونو لپاره د دغه ډلې غړي افغانستان ته لېږي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغو روانو ناندریو هم ډول ډول غبرګونونه رابرسېره کړي دي. ځینې بیا د دغو اړیکو خرابیدل سمبولیک ګڼي او فکر کوي چې ګوندې د یوې سیاسي ډرامې دوام دی.

خو ځینې نور بیا باور لري، چې پاکستان د خپل بل کړي اور په لمبو سوځي او طالبان یې دومره زورو کړي چې اوس خپله د دوی خلاف راپاڅیدلي دي.

پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو له پټنځایونو پاکستان ناامنه کېږي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړي مرستیال طارق فاطمي ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو له شته خوندي پټنځایونو پاکستان ناامنه کېږي. هغه د امریکا په ګډون له نړۍوالو غوښتي چې پاکستان دې له پامه نه غورځوي.

د پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خبر له مخې، طارق فاطمي د نړۍوالې سولې لپاره د یوه پېژندل شوي امریکایي فکري مرکز «کارنیګي نړۍوال سوله ییز بنسټ» ته په خپله وینا کې افغانستان کې د پاکستان نفوذ ته په اشارې سره ویلي، امریکا دې پاکستان ته د بهرني او سیمه ییز لیدلوري پر ځای په خپلواکه توګه وګوري.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان په سیمه کې خپل ځانګړی ځای لري، باید نړۍوال د دغه هېواد سره د سیمه ییزې عقیدې له مخې چلند ونه کړي.

دا لومړی ځل نه دې چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په اړه ادعاوې کوي، بلکې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له نړۍوالې ټولنې مو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرو شته خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.

بلخوا بیا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته په اشارې سره ویلي: «ترهګر چې هر هېواد کې وي او د پاکستان امنیت ګواښي، ورپسې ورځو.» خواجه اصف له جیو‌نیوز سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د ټي ټي پي وسله والې ډلې ملاتړ کوي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو تل د پاکستان دا اعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی هېڅ کوم بهرني ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

طالبان ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپاله غورځنک ته په اشارې سره وایي، چې دا د پاکستان داخلي موضوع ده او باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

ټامي بروس افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستاني خبریال پوښتنه ځواب نه کړه

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د یوه پاکستاني خبریال هغې پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه، چې ګوندې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

په واشنګټن کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبري ناستې پر مهال له ټامي بروس څخه په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې د پاکستان ضد وسله والو ترهګرو ډلو د موجودیت او د پاکستان د امنیتي وضعیت ته د دوی د احتمالي ګواښ په اړه وپوښتل شول، نو هغې له مستقیم ځواب ورکولو ډډه وکړه.

نوموړې ټینګار وکړ، چې امریکا د بشري حقونو سرغړونو تر څنګ له ځینو ستونزو خبره ده او دغه مسله به اړونده چارواکو ته د لا نورې ارزونې او څارنې لپاره وسپاري.

د پاکستان د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال جهانزیب علي دغه پوښتنه کړې: «په وروستیو میاشتو کې پاکستان د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد و. سلګونه ملکي وګړي او امنیتي سرتېري وژل شوي دي. پاکستان چې د امریکا ملګری هېواد دی، یو مطلوب ترهګر یې امریکايي چارواکو ته وسپاره، خو بیا هم ترهګریزې ډلې لکه ټي ټي پي، القاعده او داعش د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې فعالیت لري، د امریکا دریځ په دې اړه څه دی؟»

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې بیا هم له روښانه ځواب ورکولو ډډه وکړه او یوازې دومره یې وویل: «موږ له ځینو ستونزو لکه د بشري حقونو له مسایلو خبر یو. خو دا موضوع باید وڅېړم، نو زه به یې د تعقیب لپاره ثبت کړم.»

ټامي بروس بیا هڅه وکړه، چې بحث بلې موضوع ته بوځي او د امریکا له لوري د حزب ‌الله ډلې پر ضد د بندیزونو خبره یې مطرح کړه. نوموړې زیاته کړه: «هغه موضوع چې زه یې دلته یادونه کول غواړم د حزب ‌الله پر ضد د امریکا بندیزونه دي. زه فکر کوم ډېر کسان به همدا موضوع تعقیبوي. خو راځئ، مخته ولاړ شو زه نه غواړم د خبرو لوری بدل کړم.»

د اج نیوز په نوم پاکستاني رسنۍ لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه دریځ چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د موجودیت او پر پاکستان یې د اغېز په تړاو کوم څرګند ځواب ورنه کړ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

دې موضوع د پاکستاني سیاستوالو ترمنځ ناندرۍ او اندېښنې راپارولي چې ګوندې د امریکا د دغه هېواد مسلو ته پاملرنه نه کوي.

د پاکستان حکومت څو څو ځله نیوکه کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې په افغانستان کې «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پاله وسله والې ډلې امن پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه تنظیموي.

د یاد هېواد دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې تازه په پښتونخوا او بلوچستان کې د دغو دواړو وسله والو ډلو فعالیتونو زور اخیستی دی.

بلوڅ بېلتون پالو بیا ان په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي په ګډون پر پاکستاني پوځي مرګوني بریدونه وکړل.

پاکستاني چارواکو او پوځ هماغه مهال وویل، چې بلوڅ بېلون پال د یاد برید پر مهال له خپلو مشرانو سره په افغانستان کې په اړیکه کې وو.

همدا راز د پښتونخوا په بېلابېېلو سیمو کې هم هره ورځ د «ټي ټي پي» وسله وال د پاکستاني ځواکونو سره په جګړو اخته وي.

بلخوا طالبان بیا د پاکستان دغه ادعاوې نه مني چې ګوندې د دوی ضد وسله والو ته یې پټنځایونه ورکړي او نیوکه کوي، چې پاکستان د خپل بام واورې پر دوی اچوي.

د ملا هبت‌الله ویاند په وار وار پاکستاني چارواکو ته په غبرګون کې ویلي، پر دوی د نیوکو پر ځای دې خپلو ناکامیو ته متوجه شي.

بل لوري ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې په افغانستان کې اوس د القاعده شبکې او ټي تي پي په ګډون وسله والو ډلو امن پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.