• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو له پټنځایونو پاکستان ناامنه کېږي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړي مرستیال طارق فاطمي ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو له شته خوندي پټنځایونو پاکستان ناامنه کېږي. هغه د امریکا په ګډون له نړۍوالو غوښتي چې پاکستان دې له پامه نه غورځوي.

د پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خبر له مخې، طارق فاطمي د نړۍوالې سولې لپاره د یوه پېژندل شوي امریکایي فکري مرکز «کارنیګي نړۍوال سوله ییز بنسټ» ته په خپله وینا کې افغانستان کې د پاکستان نفوذ ته په اشارې سره ویلي، امریکا دې پاکستان ته د بهرني او سیمه ییز لیدلوري پر ځای په خپلواکه توګه وګوري.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان په سیمه کې خپل ځانګړی ځای لري، باید نړۍوال د دغه هېواد سره د سیمه ییزې عقیدې له مخې چلند ونه کړي.

دا لومړی ځل نه دې چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په اړه ادعاوې کوي، بلکې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له نړۍوالې ټولنې مو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرو شته خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.

بلخوا بیا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته په اشارې سره ویلي: «ترهګر چې هر هېواد کې وي او د پاکستان امنیت ګواښي، ورپسې ورځو.» خواجه اصف له جیو‌نیوز سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د ټي ټي پي وسله والې ډلې ملاتړ کوي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو تل د پاکستان دا اعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی هېڅ کوم بهرني ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

طالبان ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپاله غورځنک ته په اشارې سره وایي، چې دا د پاکستان داخلي موضوع ده او باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ټامي بروس افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستاني خبریال پوښتنه ځواب نه کړه

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د یوه پاکستاني خبریال هغې پوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه، چې ګوندې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

په واشنګټن کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبري ناستې پر مهال له ټامي بروس څخه په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې د پاکستان ضد وسله والو ترهګرو ډلو د موجودیت او د پاکستان د امنیتي وضعیت ته د دوی د احتمالي ګواښ په اړه وپوښتل شول، نو هغې له مستقیم ځواب ورکولو ډډه وکړه.

نوموړې ټینګار وکړ، چې امریکا د بشري حقونو سرغړونو تر څنګ له ځینو ستونزو خبره ده او دغه مسله به اړونده چارواکو ته د لا نورې ارزونې او څارنې لپاره وسپاري.

د پاکستان د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال جهانزیب علي دغه پوښتنه کړې: «په وروستیو میاشتو کې پاکستان د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد و. سلګونه ملکي وګړي او امنیتي سرتېري وژل شوي دي. پاکستان چې د امریکا ملګری هېواد دی، یو مطلوب ترهګر یې امریکايي چارواکو ته وسپاره، خو بیا هم ترهګریزې ډلې لکه ټي ټي پي، القاعده او داعش د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې فعالیت لري، د امریکا دریځ په دې اړه څه دی؟»

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې بیا هم له روښانه ځواب ورکولو ډډه وکړه او یوازې دومره یې وویل: «موږ له ځینو ستونزو لکه د بشري حقونو له مسایلو خبر یو. خو دا موضوع باید وڅېړم، نو زه به یې د تعقیب لپاره ثبت کړم.»

ټامي بروس بیا هڅه وکړه، چې بحث بلې موضوع ته بوځي او د امریکا له لوري د حزب ‌الله ډلې پر ضد د بندیزونو خبره یې مطرح کړه. نوموړې زیاته کړه: «هغه موضوع چې زه یې دلته یادونه کول غواړم د حزب ‌الله پر ضد د امریکا بندیزونه دي. زه فکر کوم ډېر کسان به همدا موضوع تعقیبوي. خو راځئ، مخته ولاړ شو زه نه غواړم د خبرو لوری بدل کړم.»

د اج نیوز په نوم پاکستاني رسنۍ لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه دریځ چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د موجودیت او پر پاکستان یې د اغېز په تړاو کوم څرګند ځواب ورنه کړ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

دې موضوع د پاکستاني سیاستوالو ترمنځ ناندرۍ او اندېښنې راپارولي چې ګوندې د امریکا د دغه هېواد مسلو ته پاملرنه نه کوي.

د پاکستان حکومت څو څو ځله نیوکه کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې په افغانستان کې «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پاله وسله والې ډلې امن پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه تنظیموي.

د یاد هېواد دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې تازه په پښتونخوا او بلوچستان کې د دغو دواړو وسله والو ډلو فعالیتونو زور اخیستی دی.

بلوڅ بېلتون پالو بیا ان په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي په ګډون پر پاکستاني پوځي مرګوني بریدونه وکړل.

پاکستاني چارواکو او پوځ هماغه مهال وویل، چې بلوڅ بېلون پال د یاد برید پر مهال له خپلو مشرانو سره په افغانستان کې په اړیکه کې وو.

همدا راز د پښتونخوا په بېلابېېلو سیمو کې هم هره ورځ د «ټي ټي پي» وسله وال د پاکستاني ځواکونو سره په جګړو اخته وي.

بلخوا طالبان بیا د پاکستان دغه ادعاوې نه مني چې ګوندې د دوی ضد وسله والو ته یې پټنځایونه ورکړي او نیوکه کوي، چې پاکستان د خپل بام واورې پر دوی اچوي.

د ملا هبت‌الله ویاند په وار وار پاکستاني چارواکو ته په غبرګون کې ویلي، پر دوی د نیوکو پر ځای دې خپلو ناکامیو ته متوجه شي.

بل لوري ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې په افغانستان کې اوس د القاعده شبکې او ټي تي پي په ګډون وسله والو ډلو امن پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.

طالبانو په کابل او بلخ کې د قدس ورځې لاریونونو لپاره د اجازې غوښتنه رد کړه

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي چې طالبانو په کابل او بلخ کې د قدس ورځې لاریونونو لپاره د تبیان مرکز د اجازې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

سرچینو د جمعې په ورځ (د وري ۸مه) زیاته کړې، د طالبانو له‌خوا د دې غوښتنې تر رد ځواب وروسته، د قدس ورځې مراسم په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې ترسره شوي او ګډون‌والو یې د اسراییل بیرغ هم سوځولی دی.

د روژې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټ اېښودونکي روح‌الله خمیني په امر د «قدس ورځې» په نوم نومول شوې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت هرکال په همدې مناسب د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دا ورځ نمانځي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د تبیان مرکز پلان درلود چې دا مراسم په کابل او بلخ ولایتونو کې د غونډو له لارې ترسره کړي، خو د طالبانو له مخالفت سره مخ شوي دي.

په کابل کې د تبیان مرکز دفتر له‌خوا په خپاره شويو انځور کې لیدل کېږي چې د دغه مرکز مشر عیسی حسیني مزاري د اسرايیل د سوځېدلي بیرغ تر څنګ ولاړ دی.

په افغانستان کې وروستي کلونه دغه مراسم د ایران اسلامي جمهوریت په سیاسي استازولیو کې د طالب چارواکو په ګډون سره ترسره کېدل او دغې ډلې او د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په ګډه د لمانځه اقامه کوله.

عیسی حسیني مزاري په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت ته نږدې کس یادېږي او نوموړي له دې مخکې د طالبانو ملاتړ کاوه.

په افغانستان کې د قدس ورځې نمانځنې انتقادکوونکي وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت دا ورځ په اسلامي هېوادونو کې د خپل نفوذ د پراختیا په موخه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

د بلوڅ لاریون‌کوونکو ځپل؛ له ۲۵۰ ډېر کسان ونيول شول

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان غړی او د بلوچستان ملي ګوند یا بي‌اېن‌پي مشر اختر مېنګل وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په لکپاس تونل سیمه کې د بلوڅ سوله‌ییزو لاریون‌کوونکو په منځ کې اوښکې بهونکی ګاز پاشلی او له ۲۵۰ ډېر کسان یې نیولي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه ګوند سلګونه بلوڅ پلویان له کوم دلیل پرته نیولي او بندیان کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د یاد ګوند لاریونونه په بشپړه توګه سوله‌‌ییز او د بلوڅانو غوښتنې د بشري اصولو او قانوني حقونو پر بنسټ دي.

د بلوچستان د ملي ګوند مشر د پاکستان امنیتي ځواکونو دا اقدام غندلی د ولس د اعتراضونو د غږ خاموشه‌کولو هڅه یې بللې ده.

د هغه په وینا، د لاریون‌کوونکو مهمې غوښتنې دا دي چې د پاکستاني پوځ له بندخونو څخه دې ټول معترضو کسان، په ځانګړې توګه بلوڅ مېرمنې سملاسي خوشې‌ شي.

د بلوچستان ملي ګوند مشر وايي، د بلوڅ مېرمنو له خوشې‌کېدو پرته به هېڅ ډول خبرې‌اترې یا تړون نه‌مني او خبرداری ورکوي چې د پاکستاني دولت له‌خوا د ځپلو هر ډول زیاتوالی به یوازې د ولس غوسه‌کېدو او د لاریونونو د پراخېدو لامل شي.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونوله بلوڅ لاریون‌کوونکو سره د پاکستان امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی غندلی او د دغه هېواد پر دولت یې غړ کړی چې د خلکو د ربړولو او ناقانونه نیولو پر ځای د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره مذاکراتو او سوله‌ییز حل ته لار هواره کړي.

پرون د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا د بلوڅ فعالانو نیولو ته د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګدااقدامد بلوڅ ټولنې پر وړاندې د پاکستاني پوځ منظم برید بللی دی.

په بلوچستان کې د بلوڅو ولسي لاریونونه وروسته له هغې شدید شول چې پاکستاني پوځ د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ او سمي دین بلوڅ ترڅنګ یو شمېر بلوڅ معترضاننیولي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د افغان تابعیت لرونکو د بېرته ستنېدو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی. هغه وویل چې د کډوالو د جبري ستنېدو د بهیر په اړه کور په کور معلوماتو ورکړ شوي دي.

ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د وري په اتمه، یوه غونډه جوړه کړه چې موخه یې "د کډوالو د بیرته ستنېدو لپاره د هڅو پرمختګ او د یوې شفافې پروسې د یقیني کولو لپاره د حکومت د ستراتیژۍ ارزونه ده."

محسن نقوي په دې کتنه کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو ارزونه وکړه او ویې ویل چې دغه بهیر به د فدرالي او دولتي ادارو په پوره همکارۍ سره عملي شي.

د سما ټلویزیون د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اخراج په بهیر کې له کډوالو سره د دوستانه چلند پر اهمیت ټینګار کړی. نوموړي د دې پروسې د شفافیت لپاره د څارنې د کمېټې د جوړولو اعلان هم وکړ.

په دې غونډه کې نورو پاکستاني چارواکو هم د دې پروسې د عملي کولو لپاره پر دوامداره همغږۍ او اړیکو ټینګار کړی دی. د پاکستان د حکومت له خوا له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل به په دوو ورځو کې بشپړ شي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري سنتېدنه دوام لري دغې چارې جدي اندېښنې راپورته کړي. تر دې مخکې ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د هېواد امنیتي ځواکونو ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او ۲۱۳ کسان یې افغانستان ته جبري ستانه کړي.

پاکستان ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او ۲۱۳ یې اېستلي دي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰

له پاکستانه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د وروستيو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲۳ افغان کډوال د ګلرا پنډغالي ته لېږدولي او د هغوی له‌منځه یې ۲۱۳ افغانستان ته جبري لېږلي دي.

ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې وړمه ورځ د راولپېنډۍ له ګلرا کمپ څخه لږ تر لږه ۲۲ افغان کډوال په تېښته بریالي شوي دي.

سرچنې وايي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او راولېپنډۍ ته نږدې په ګلرا کمپ کې یې ساتلي دي.

د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د یادو کډوالو په منځ کې ۸۶ کسانو یې پاسپورټونه او وېزې درلودې او ۱۱۶ د افغان کډوالو اې‌سي‌سي (ACC) کارټونه درلودل.

همداراز، د دې کسانو په منځ کې ۲۹۰ یې د استوګنې پي‌اوار (POR) کارټونه درلودل چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د ټاکل شوي ضرب الاجل له مخې باید د جون تر پایه له دغه هېواده ووځي.

سرچینو لیکلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ټاکل شوي اعلان له پلان سره سم د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.

پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي چې په راولپنډۍ کې د کډوالو له ګلرا کمپ سره نښول شوې لار دا مهال د «سرې کرښې» په توګه تر جدي امنیتي تدابیرو لاندې ده.

سرچینې وايي چې د پولیسو له چارواکو څخه غوښتل شوي چې د لټون او نیولو عملیاتو پرمهال شاوخوا سیمې په سمه توګه محاصره کړي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د عملیاتو په سیمو کې امنیتي کمربندونه رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ څخه په خپله خوښه د وتلو وروستۍ نېټې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستاني حکومت له نوي پلان سره سم، یوازې هغه افغان کډوال چې د اعتبار وړ وېزې لري کولای شي په دغو دوو ښارونو کې ژوند وکړي.

سره له دې چې د بشري حقونو ډېرو بنسټونو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پر وروستیو ځپونکو اقداماتو نیوکې کوي او دا له کډوالو سره ناوړه چلند بولي، خو د دغه هېواد امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې خپل اقدامات نور هم جدي کوي