• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل او بلخ کې د قدس ورځې لاریونونو لپاره د اجازې غوښتنه رد کړه

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي چې طالبانو په کابل او بلخ کې د قدس ورځې لاریونونو لپاره د تبیان مرکز د اجازې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

سرچینو د جمعې په ورځ (د وري ۸مه) زیاته کړې، د طالبانو له‌خوا د دې غوښتنې تر رد ځواب وروسته، د قدس ورځې مراسم په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې ترسره شوي او ګډون‌والو یې د اسراییل بیرغ هم سوځولی دی.

د روژې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټ اېښودونکي روح‌الله خمیني په امر د «قدس ورځې» په نوم نومول شوې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت هرکال په همدې مناسب د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دا ورځ نمانځي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د تبیان مرکز پلان درلود چې دا مراسم په کابل او بلخ ولایتونو کې د غونډو له لارې ترسره کړي، خو د طالبانو له مخالفت سره مخ شوي دي.

په کابل کې د تبیان مرکز دفتر له‌خوا په خپاره شويو انځور کې لیدل کېږي چې د دغه مرکز مشر عیسی حسیني مزاري د اسرايیل د سوځېدلي بیرغ تر څنګ ولاړ دی.

په افغانستان کې وروستي کلونه دغه مراسم د ایران اسلامي جمهوریت په سیاسي استازولیو کې د طالب چارواکو په ګډون سره ترسره کېدل او دغې ډلې او د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په ګډه د لمانځه اقامه کوله.

عیسی حسیني مزاري په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت ته نږدې کس یادېږي او نوموړي له دې مخکې د طالبانو ملاتړ کاوه.

په افغانستان کې د قدس ورځې نمانځنې انتقادکوونکي وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت دا ورځ په اسلامي هېوادونو کې د خپل نفوذ د پراختیا په موخه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان کورنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د افغان تابعیت لرونکو د بېرته ستنېدو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی. هغه وویل چې د کډوالو د جبري ستنېدو د بهیر په اړه کور په کور معلوماتو ورکړ شوي دي.

ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د وري په اتمه، یوه غونډه جوړه کړه چې موخه یې "د کډوالو د بیرته ستنېدو لپاره د هڅو پرمختګ او د یوې شفافې پروسې د یقیني کولو لپاره د حکومت د ستراتیژۍ ارزونه ده."

محسن نقوي په دې کتنه کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو ارزونه وکړه او ویې ویل چې دغه بهیر به د فدرالي او دولتي ادارو په پوره همکارۍ سره عملي شي.

د سما ټلویزیون د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اخراج په بهیر کې له کډوالو سره د دوستانه چلند پر اهمیت ټینګار کړی. نوموړي د دې پروسې د شفافیت لپاره د څارنې د کمېټې د جوړولو اعلان هم وکړ.

په دې غونډه کې نورو پاکستاني چارواکو هم د دې پروسې د عملي کولو لپاره پر دوامداره همغږۍ او اړیکو ټینګار کړی دی. د پاکستان د حکومت له خوا له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل به په دوو ورځو کې بشپړ شي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري سنتېدنه دوام لري دغې چارې جدي اندېښنې راپورته کړي. تر دې مخکې ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د هېواد امنیتي ځواکونو ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او ۲۱۳ کسان یې افغانستان ته جبري ستانه کړي.

پاکستان ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او ۲۱۳ یې اېستلي دي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰

له پاکستانه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د وروستيو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲۳ افغان کډوال د ګلرا پنډغالي ته لېږدولي او د هغوی له‌منځه یې ۲۱۳ افغانستان ته جبري لېږلي دي.

ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې وړمه ورځ د راولپېنډۍ له ګلرا کمپ څخه لږ تر لږه ۲۲ افغان کډوال په تېښته بریالي شوي دي.

سرچنې وايي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او راولېپنډۍ ته نږدې په ګلرا کمپ کې یې ساتلي دي.

د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د یادو کډوالو په منځ کې ۸۶ کسانو یې پاسپورټونه او وېزې درلودې او ۱۱۶ د افغان کډوالو اې‌سي‌سي (ACC) کارټونه درلودل.

همداراز، د دې کسانو په منځ کې ۲۹۰ یې د استوګنې پي‌اوار (POR) کارټونه درلودل چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د ټاکل شوي ضرب الاجل له مخې باید د جون تر پایه له دغه هېواده ووځي.

سرچینو لیکلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ټاکل شوي اعلان له پلان سره سم د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.

پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي چې په راولپنډۍ کې د کډوالو له ګلرا کمپ سره نښول شوې لار دا مهال د «سرې کرښې» په توګه تر جدي امنیتي تدابیرو لاندې ده.

سرچینې وايي چې د پولیسو له چارواکو څخه غوښتل شوي چې د لټون او نیولو عملیاتو پرمهال شاوخوا سیمې په سمه توګه محاصره کړي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د عملیاتو په سیمو کې امنیتي کمربندونه رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ څخه په خپله خوښه د وتلو وروستۍ نېټې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستاني حکومت له نوي پلان سره سم، یوازې هغه افغان کډوال چې د اعتبار وړ وېزې لري کولای شي په دغو دوو ښارونو کې ژوند وکړي.

سره له دې چې د بشري حقونو ډېرو بنسټونو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پر وروستیو ځپونکو اقداماتو نیوکې کوي او دا له کډوالو سره ناوړه چلند بولي، خو د دغه هېواد امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې خپل اقدامات نور هم جدي کوي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي له اماراتو سره یې د ۵۴ بندیانو د راخوشي کېدو هوکړه وکړه

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو په بېلابېلو زندانونو کې د ۵۴ افغان بندیانو نوملړ خپور کړی او وايي، له دغه هېواد سره یې د دوی د خوشي کېدو هوکړه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ابوظبۍ کې د دغې ډلې سفارت په هلو ځلو د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو بندخونو د دې بندیانو د خوشي کېدو هوکړه وشوه.

طالبانو دا نه دې ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې څومره افغانان بندیان دي.

د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان مننه کړې او دا ګام یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او دوستانه اړیکو د پالنې څرګندويي بولي.

طالبانو د متحده عربي اماراتو له زندانو د راخوشې کېدونکو افغانانو نوملړ خپور کړی، خو دایې نه دي ویلي، چې دا افغانانو په کوم جرم بندیان شوي او کله به له زندانه راخوشې شي.

په متحده عربي اماراتو کې ګڼ شمېر افغانان اوسیږي، چې یو برخه یې خپله سوداګرې کوي او ګڼ شمېر بیا کارګر دي.

د طالبانو د بلخ والي د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د یوه امنيتي او ملکي پلاوي په مشرۍ نن ازبکستان ته لاړ. د نوموړي ویاند حاجي زيد وايي، چې دغه پلاوي د ازبکستان په رسمي بلنه ترمز ښار ته سفر کړی.

طالبانو ويلي، چې ازبکستان ته د یوسف وفا په مشرۍ تللی پلاوی به د دغه هېواد له یو شمېر مسولينو سره وویني.

هڅه مو وکړه، چې د دې سفر په اړه په بلخکې د طالبانو له مطبوعاتي دفتر نور معلومات تر لاسه کړو؛ خو يې د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

طالبانو د دغه سفر او اجنډا په اړه هم نور جزيات نه دي ورکړي.

یوه اونۍ وړاندي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په مشرۍ ازبکستانی پلاوی په بلخ کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پیاوړتیا خبري کړې وې.

تر دې مخکې طالبانو د تېر کال د وږي په مياشت کې اعلان کړى و، چې د ازبکستان حکومت د بلخ د والي يوسف وفا په غوښتنه د مزارشريف ښار کې د يوې لويې ديني مدرسې د جوړېدو چارې پيل کړې دي.

د دې پروژې لګښت شپږ میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی.

ازبکستان طالبان په رسمیت نه پیژني، خو دغه هیواد له طالبانو سره په سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي برخو کې اړیکې لري.

پاکستان کې د روس سفیر: مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسلو په حل کې مرستې ته چمتو دی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر ویلي، دا د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت ګډ مسولیت دی چې خپلمنځي پیچلې مسلې حل کړي. البرت خوروف وايي، روسیه چمتو ده، چې «د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»

ښاغلی خوروف د روسیې له دولتي اژانس ریا نووستي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان او افغانستان د روسیې مهم سیمه ییز ملګري دي، ځکه روسیه تل چمتو ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده خبرو اترو لپاره مرسته وکړي.

د روسیې سفیر په پاکستان کې نامني ته په اشاره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې له دغه هېواد سره همکاري اړینه بولي او وايي، په دې برخه کې اړینې ګډې هڅې دوام لري.

پاکستان له ټي ټي پي او روسیه له داعش اندېښنه لري او په دې باور دي چې په افغانستان کې دا دواړه ډلې مرکزونه لری.

څو ورځې وړاندې ښاغلي خوروف له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و، چې د ترهګرۍ پر ضد د افغان طالبانو هڅې کافي نه دي.

نوموړي ویلي و، چې داعش د روسیې ملي او سیمه ییز امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی.

البرت خروف وویل:«مسکو وضعیت له نږدې څاري او له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په څلور اړخیز چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي»

هغه له ترهګرۍ سره د افغانستان او پاکستان له مبارزې د مسکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، د ډله ییز امنیت تړون هېوادونه په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی چې د "مسکو فارمټ" له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.