ایران: د امریکا او اسراییل هر ډول «تیري» ته به چټک او غوڅ ځواب ورکړو

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید اېرواني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې «بې پروا او له کینې ډکې» وبللې او هغه یې د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو ښکاره سرغړونه وبلله. هغه ويلي، د امریکا او اسراییل هر ډول تیري ته به کلک ځواب ورکړي.