بنسټیز بدلون؛ د جرمني پوځ پر جنګي بې پیلوټه الوتکو پانګونه کوي

د جرمني پوځ پلان لري چې د یوه بنسټیز بدلون په اډانه کې پر جنګي بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) پانګونه وکړي.

د جرمني پوځ پلان لري چې د یوه بنسټیز بدلون په اډانه کې پر جنګي بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) پانګونه وکړي.
د جرمني دفاع وزارت سرچینو د پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد خبري اژانس ډي پي اې ته وویل، چې په راتلونکو ورځو کې به تړونونه لاسلیک شي او پوځ به د لومړي ځل لپاره لږ شمیر بې پیلوټه الوتکې وپېري.
دغه الوتکې به لږ تر لږه له دوو کمپنیو پېرل کیږي، څو سرتیري د دغو الوتکو د کارولو تجربه ترلاسه کړي.
دا نیمه خپلواک جنګي ډرونونه په چاودیدونکو توکو مجهز دي او د لوټرینګ په نوم یادیږي.
له دې امله چې دغه الوتکې د یو ځل برید لپاره کارول کیدای شي، دې ته کله ناکله کامیګازي ډرونونه هم ویل کیږي.
په وروستیو کلونو کې جرمني د دفاعي ټېکنالوژۍ په برخه کې له نورو هیوادونو شاته پاتې شوی، خو اوس یو شمیر کمپنۍ له دې برخې سره علاقه ښيي.
د دغو شرکتونو له ډلې یوهلسینګ دی، چې (HX-2 ) ډرون یې جوړ کړی، چې په پیل کې د اوکراین لپاره ډیزاین شوی و.
دا ډرون مصنوعي هوښیارتیا کاروي څو چاودیدونکي توکي خپلې ټاکلې سیمې ته واستوي او د برېښنايي مداخلې (جمینګ) په وړاندې یې مقاومت زیات دی.
هلسینګ کمپنۍ په دې وروستیو کې د ناټو د ختیزې پولې لپاره د جنګي ډرونونو د نوې بڼې چټک پرمختګ ته کمپاین کړی، څو یو پیاوړی دفاعي قوت رامنځته شي.
د جرمني دفاع وزارت باور لري چې بې پیلوټه جنګي الوتکې د عصري جګړو لپاره یو ریښتینی بنسټیز بدلون دی.
وزارت زیاته کړې، چې که څه هم دا وسلې نشي کولی د ټولې جګړې پایله وټاکي، خو کولی شي په ځینو جګړو کې مهم رول ولوبوي.

د یونان سمندرساتنې ادارې ویلي چې لږ تر لږه اووه کډوال، چې یو هلک، یوه جینۍ او دوه ښځې پکې شاملې دي، نن سهار د لیسبوس ټاپو په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله مړه شوي دي. دغه کښتۍ د سمندرساتنې یوې ګزمې سهار وختي د لیسبوس په شمال کې موندلې ده.
د رویټرز د رپوټ له مخې، تر اوسه ۲۳ کډوال ژغورل شوي او د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
دا لا روښانه نه ده چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو، خو معمولا د انساني قاچاق په کښتیو کې له حده ډېر کسان لېږدول کیږي.
ترکي رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ژغورنې په عملیاتو کې د ترکیې سمندرساتونکو هم مرسته کړې ده.
تر اوسه د مړو شویو او ډوبو شویو، یا ژغورل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ډېر وخت په ورته پېښو کې د جنوبي اسیا، افغانستان، ایران، منځني ختیز او افریقا هېوادونو وګړي ښکار کیږي.
یوناني چارواکي وايي، په سمندر او وچه کې لټون او د ژغورنې عملیات روان دي، چې څلور کښتۍ او یوه چورلکه پکې ښکیلې دي.
یونان د هغو کسانو لپاره چې له منځني ختیز، افریقا او اسیا څخه د جګړو او فقر له امله تېښته کوي، اروپايي اتحادیې ته د ننوتلو اصلي تېرنلاره ده.

بوداپست ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له سفر سره هممهاله د هنګري حکومت نن پنجشنبه اعلان وکړ چې د جرمونو له نړیوالې محکمې وځي. دا پریکړه وروسته له دې کیږي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې هنګري ته د سفر پرمهال د اسراییل د لومړي وزیر د نیولو خبرداری ورکړی و.
د هنګري ښي اړخي لومړي وزیر ویکتور اوربان په نومبر کې له نتنیاهو غوښتنه وکړه چې بوداپست ته سفر وکړي.
له دې یوه ورځ وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې په غزه کې د جنايي جرمونو له امله د نتنیاهو د نیولو امر صادر کړی و.
هنګري، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په بنسټګرو هېوادونو کې شمېرل کیږي، مکلفه ده چې د محکمې حکم ته درناوی وکړي او هر هغه څوک چې د محکمې په حکم د نیولو وړ وي، ونیسي او محکمې ته یې وسپاري، خو اوربان څرګنده کړې چې هنګري به د دغه حکم درناوی ونه کړي.
هنګري د جرمونو نړیوالې محکمې د بنسټیزو سندونو لاسلیک په ۱۹۹۹ کال کې کړی او په ۲۰۰۱ کال کې یې تصدیق کړی، خو دا قانون په هنګري کې نه دی نافذ شوی.
د اوربان د دفتر مشر ګرګلی ګولیاش په نومبر کې وویل چې که څه هم هنګري د ای سي سي د روم اعلامیې تصدیق کړی، خو دا هیڅکله د هنګري په قانون کې نه و ځای پر ځای شوی او معنا یې دا ده چې د محکمې هېڅ کوم تدبیر په هنګري کې نه شي پلي کیدی.
نن پنجشنبه ګولیاش د هنګري دولتي خبري اژانس اېم ټي ای ته وویل چې حکومت به د ورځې په ترڅ کې د وتلو پروسه پیل کړي.
هالنډ، چې د جرمونو نړیوالې محکمې کوربه دی، ویلي تر هغه پورې چې د وتلو پروسه بشپړیږي، هنګري باید د محکمې پر وړاندې خپل ټول مکلفیتونه پوره کړي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر فیلډکمپ په بروکسل کې د ناټو غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې له محکمې څخه د وتلو بشپړه پروسه شاوخوا یو کال وخت نیسي او په دې وخت کې هنګري باید خپل ټول مکلفیتونه پوره کړي.

چین د پنجشنبې په ورځ خبرداری وکړ، چې که متحده ایالات خپلې تعرفې لغو نه کړي، غچ اخستونکي ګامونه به واخلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د امریکا پر ټولو سوداګریزو شریکانو پام وړ تعرفې اعلان کړې، چې د نړۍ تر ټولو لویو اقتصادونو ترمنځ د سوداګرۍ کړکیچ نور هم زیاتوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د امریکا پریکړه چې دا تعرفې تطبیق کړي، د څو کلونو په اوږدو کې څو اړخیزو سوداګریزو مذاکراتو او له نړیوالې سوداګرۍ څخه ترلاسه شویو متقابلو ګټو ته نه پام کوي.
وزارت زیاته کړه چې بیجنګ ددې تعرفو په کلکه مخالف دی او ځوابي ګامونه به واخلي.
ټرمپ د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر چینايي توکو ۳۴سلنه تعرفې تعرفې لګوي، چې دا د روان کال په پیل کې پر لګول شوې ۲۰ سلنه تعرفې اضافه کېږي او ټولې تعرفې یې ۵۴ سلنې ته رسیږي.
نوې تعرفې به له چین څخه امریکا ته پر ټولو تلونکو توکو اغیز پرېباسي.
برسېره پردې، ټرمپ یو اجرايي فرمان هم لاسلیک کړ چې د «ډي مینیمیس» په نوم د سوداګرۍ یوه خلا بندوي، چې له مخې یې له چین او هانگ کانګ څخه کم ارزښته توکينور له تعرفو پرته امریکا ته نه شي وړل کېدای.
له دغو ننګونو سره سره، ځینې شنونکي وړاندوینه کوي چې چین به په دې تعرفو کې لږ زیانمن شي.
روبي عثمان، چې د ټوني بلیر انسټیټیوټ د چین کارپوه دی، وايي، که څه هم د چین پر توکو تعرفې ځینو سکتورونو ته زیان رسوي، خو ممکن د چین پر اقتصاد په ټوله کې ستر اغېز ونه لري، بلکې دا تعرفې ممکن چین وهڅوي چې د بدیلو بازارونو له لارې خپلې سوداګریزې اړیکې ژورې کړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان پوځ د ناسمو تګلارو له کبله دغه هیواد له سخت امنیتي، سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ دی.
دغه جګپوړي امریکایي ډېپلومات همدا راز له پاکستان څخه غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال زنداني دی ازاد کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د تحریک انصاف ګوند، پوځ او د پاکستان اوسني واکمن ګوند ترمنځ باید خبرې وشي، څو له روان ناورین څخه خپل هېواد وژغوري.
زلمی خلیلزاد وایي، باید د عادلانه ټاکنو ترسره کیدو پر سر هم یاد لوري بحثونه وکړي، څو یې د ترسره کیدو لپاره یو روڼ مهالوېش رامنځته شي.
نوموړی باور لري، چې پاکستان بسنټیزو او جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري، څو د روان ناورین د له منځه وړلو په برخه کې کوټلې مبارزه وکړي.
خلیلزاد تر دې دمخه هم څو څو ځله د پاکستان د پوځ پر تګلارې نیوکې کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې چې دغه هېواد د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.
د دغه امریکایي ډېپلوماټ اندېښنې داسې مهال دي، چې په پاکستان کې هم نا امنیو زور اخیستی او هره ورځ د بلوچستان په ګډون له پښتونخوا څخه د نا امنیو خبرونه ترلاسه کېږي.
په پاکستان کې د «ټي ټي پي» وسله وال او بلوڅ بېلتون غوښتونکو خپل فعالیتونه پراخ کړي چې د پاکستان پوځ ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی. پاکستان نیوکه کوي چې دغو وسله والو ډلو ته په افغانستان کې د طالبانو تر سیورې لاندې پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه یې د دوی پر ضد وسله وال بریدونه پلانوي.
طالبان بیا د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي او ترې یې غوښتي دي چې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه دې پر دوی نه اچوي.
د پاکستان دغه اندېښنه داسې وخت کې ده، چې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو وروستي راپور کې هم په ډاګه شوی، چې د طالبانو تر ولکې لاندې اوس ترهګرو ډلو امن پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.
په راپور کې راغلي چې د القاعده شبکې په ګډون «ټي ټي پي» اوس د افغانستان دننه خوندي پټنځایونه لري چې د سیمې امنیت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

تېره ورځ چهارشنبه پر غزې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۷۷ فلسطینیان وژل شوي او زیات شمېر ټپیان شوي. الجزیره شبکې ویلي، د دې تر څنګ اسراییلي الوتکو د سوریې پر دمشق او حما ښارونو هم هوایي بریدونو کې ۱۱ کسان وژلي دي.
د چهارشنبې په ورځ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
پر غزې د اسراییل ځمکني بریدونه له هغه وروسته پراخ شول، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې غواړي په سوېل کې د رفح او خان یونس جلا کولو لپاره یو نوی دهلیز جوړ کړي.
له بل پلوه د اسراییل پوځ او سیمهییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د اسراییل پوځي الوتکو د سوریې پر پلازمېنه دمشق او مرکزي ولایت حما هم بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغه بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ دغه بریدونو د پلازمېنې د ساینسي څېړنو مرکز ته څېرمه او همدارنګه د سوریې د حما ښار هوايي ډګر په نښه کړ.
د اسراییل پوځ په یوه بیان کې د دغو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دوی په حما ښار کې د سوریې په پوځي اډو او د حمص په T4 پوځي هوايي ډګر کې د سوریې «پوځي وړتیاوې» په نښه کړې دي.
په دسمبر میاشت کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت له پرځېدو راهیسې اسراییل په سوریه کې په سلګونه هوايي بریدونه کړي او په ګولان کې یې خپل سرتېري هم ځای پر ځای کړي دي.
خو د بشارالاسد د واکمنۍ پرمهال هم اسراییل په سوریې وخت ناوخت بریدونه کول او ادعا یې کوله چې د ایران او حزب الله اړوند هدفونه یې په نښه کړي.
خو د بشارالاسد حکومت تر پرځېدو وروسته، په انګلستان کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ادارې راپور ورکړ، چې اسراییل په برزه سیمه بریدونه کړي دي.
اسراییل ادعا کړې، چې دغه بمبار شوی مرکز د کیمیاوي وسلو د پراختیا لپاره کارول کېده.
خو د سوریې د بشري حقونو څارونکې ادارې په وینا، د اسراییل پوځ د ۲۰۲۴کال د دسمبر له اتمې څخه تر ۳۱مې پورې په سوریه کې په بېلابېلو اهدافو له ۵۰۰ څخه ډېر هوایي بریدونه کړي او روان کال یې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۳ بریدونه کړي دي.
تېره میاشت اسراییل ویلي و، چې دوی د T4 پوځي اډه کې پوځي وړتیاوې دوه ځله په نښه کړې دي.
تېره پنجشنبه د سوریې دولتي رسنیو خبر ورکړی و، چې د اسراییل بریدونو ساحلي لاذقیه ولایت په نښه کړی دی.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ادارې وویل، چې په دغه بریدونو کې د وسلو زېرمې په نښه شوې دي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر کاجا کلاش تېره میاشت بیت المقدس ته د سفر پرمهال وویل، چې په سوریې د اسراییل بریدونه «غیر ضروري» دي او د وضعیت د خرابېدو لامل کېدای شي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت هم اسراییل تورن کړی، چې د «هېواد د ټیکاو» د لمنځه وړلو هڅه کوي.
