• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پولیو ملي مرکز: پر ډیورنډ کرښه دې د بېرته ستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین شي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پرېکړې سره هم مهاله د طالبانو تر واک لاندې د‌ پولیو د مخنېوي بېړني ملي مرکز له بېرته ستنېدونکو کډوالو څخه غوښتي، چې پر ډیورنډ کرښه دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو څاڅکي ورکړي.

ویل کېږي پاکستان پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ د اپریل میاشتې له لسمې نېټې څخه وروسته چټکه کړي، خو د‌ پولیو د څاڅکو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې دغو ستنیدونکو ته د طالبانو له لوري په کور دننه د تابیاوو او ښه راغلاست هڅې خورا کم رنګه ښکاري.

دغه مرکز ویلي، چې افغانستان د پولیو ویروس د لېږد اټکل شته او باید د خپریدو مخنېوي لپاره یې ورته اقدامات وشي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ګواښ په کې تر بل هر ځای ډېر دی.

په افغانستان کې د دغه ویروس د خپریدو یو لوی لامل له پاکستان هېواد څخه بېرته ستنیدونکي کډوال بلل شوي، چې له ځانونو سره یې د ګوزڼ دغه ویروس لېږدوي.

په افغانستان کې هره میاشت د پولیو واکسین د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره بیا هم تطبیق کېږي.

باورنه دا دي، چې په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې د ناسمو کلتوري او مذهبي روایتونو له کبله خلک نه غواړي چې د کورنۍ ماشومان دې یې د ګوزڼ ضد واکسینو څخه برخمن شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د ګوزڼ نږدې ۲۵ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې چې د ۲۰۲۳ په پرتله څلور برابره ډېرې وې.

یاد شمېر څخه یوازې ۲۰ پیښې تېر کال په کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

مولوي کبیر د کډوالو وزارت چارو ته شا کړې او پر سیاسي ناستو ولاړو بوخت دی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې پاکستان د سلګونه زره افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو خپلې هڅې چټکې کړې دي، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر دغو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو پر ځای په ولسي او سیاسي ناستو ولاړو کې بوخت دی.

د (وري ۱۴مه) د طالبانو کډوالو وزارت پر اېکس پاڼه له قومي مشرانو،‌ دیني عالمانو او د طالبانو د کابینې له څو تنو غړو سره د ولسي او سیاسي ناستې په اړه د مولوي کبیر د لیدنو خبر ورکړی دی.

په دغه ناسته کې مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې طالبانو په تېر اختر کې لازم امنیتي تدابیر نیولي و او له همدې کبله دغه ورځې پرته له کومې امنیتي پېښو ونمانځل شوې.

مولوي کبیر بیا په دغو ناستو کې د افغان کډوالو او بېرته راستنیدونکو په تړاو هېڅ نه دي ویلي.

هم مهاله پاکستان په خپلو حکومتي ناستو کې د افغان کډوالو ایستل کیدو ته لومړیتوب ورکړی،‌ خو د طالبانو یاد وزارت لا تر اوسه پورې د بېرته ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د چمتووالی یا هم اسانتیاوو برابرولو په تړاو تازه هېڅ نه دي ویلي.

له پاکستان څخه د افغان کډوال ایستل کیدل به د طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه وي،‌ ځکه لا تر اوسه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغو کډوالو ښه راغلاست او ورته د امکاناتو چمتو کیدو لپاره هېڅ نه دي شوي.

پاکستان بیا په تورخم کې او لنډي کوتل سیمو کې د کډوالو لپاره ځانګړي پنډغالي جوړ کړي،‌ څو د دغه بهیر په چټک کیدو او ښه ترسره کیدو کې مرسته وکړي.

هاخوا بیا د طالبانو لوري په تورخم کې هېڅ ډول تدابیر نه لیدل کېږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل،‌ په تورخم کې د طالبانو له لوري د کډوالو د هرکلي یا هم ورته د خدمتونو د چمتو کیدو لپاره لا تر اوسه هېڅ ډول فعالیت نه تر سترګو کېږي.

د سرچینې په خبره، په تورخم ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له لوري ځینې وړې خیمې د کډوالو د ښه راغلاست لپاره لګیدلي، خو د پاکستان د کډوالو ستنولو تازه څپه به خورا لویه وي او پر دغو شته امکاناتو هېڅکله د مدیریت وړ نه ده.

مولوي عبدالکبیر که څه هم د اختر په ورځو کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان کډوالو د باعزته ستنولو په برخه کې دې همکار‌ي وکړي او په یو ځل دې ډېر شمېر کسان نه ورلېږي، خو د ستنیدونکو سره د مرستو لپاره یې د هېڅ راز اقداماتو یا تدابیرو یادونه ونه ګړه.

اندېښنې دا دي، چې له ایران او پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال نه یوازې دا چې په کور دننه به د روزګار له کمښت سره مخ شي، بلکې د کافي بشري مرستو د نشتوالي له امله ښايي د لوږې له جدي ناورین سره هم مخ شي.

د ملګرو ملتونو له لوري لا له وړاندې اندېښنه ښودل شوې، چې په افغانستان کې د غربت کچه مخ په ډیریدو ده او د دغو کډوالو په ورتګ سره ښايي دا کچه نوره هم لوړه شي.

په پاکستان کې مېشت افغان سندرغاړي او موسیقي غږوونکي افغانستان ته له ستنېدو وېره لري

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱

ندیم بخش د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ یو سندرغاړی دی، چې د پاکستان پولیسو ته یې د خپل ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت ورکړی، تر څو یې بېرته افغانستان ته ستون نه کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ده نیوز راپور ورکړی، چې هغه د راولپنډۍ پولیسو ته هغه مهال یادې پیسې د رشوت په توګه ورکړې، چې د نوموړي پر کور یې چاپه ووهله.

 ندیم چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شوی هلته په یوه کوچني کور کې چې دوه خونې لري اوسېږي.

هغه وویل: «نه پوهېږم چې دلته به تر کومې پورې خوندي پاتې شو. دا هم نه ده معلومه چې افغانستان ته به مو وشړي او که بل ښار ته به ځان اوباسم.»

د موسیقۍ او افغان کډوالو پر ضد فشارونه

سندرغاړی ندیم بخش د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه دی، چې د پاکستان له لوري د بې ‌اسنادو افغانانو د ایستل کیدو له اعلان وروسته یا په پټو ځایونو کې ژوند کوي او یا هم د پاکستان پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په ۷مه پرېکړه وکړه، چې ټول ناقانونه افغان کډوال باید د هماغې میاشتې تر پایه خپل هېواد ته ستانه شي،‌ خو لیدل کېږي چې په دغه موده کې اوس مهال بدلون راغلی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، د افغان کډوالو ایستل کیدو بهیر یې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د اپریل تر لسمې ځنډولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واک ته رسیدو راهیسې پر موسیقۍ او سندرغاړو سخت بندیزونه لګیدلي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بللې، د موسیقۍ الې یې ماتې کړي، د موسیقي ښوونځي یې بند کړي او ان په بېلابېلو پېښو کې یې هنرمندان هم ځورولي دي.

له همدې کبله ډېری هغه افغان موسیقي‌ غږوونکي او سندرغاړي پاکستان ته کډه شوي او نشي کولای چې د دغو بندیزونو له کبله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان د کراچۍ ښار د بشري حقونو وکیله مونیزه کاکړ وايي،‌ چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ۱۰۰۰ ډېر افغانان نیول شوي او تر ۲۰ زره زیات په زور ایستل شوی دي.

هغې زیاته کړې: «پاکستان د افغان کډوالو قضیه د طالبانو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کاروي. کله چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې وي، پاکستان افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابروي، خو کله چې سیاسي کړکېچ زیات شي، هغوی د لوبې د مهرې په توګه قرباني کېږي.»

په افغانستان کې د موسیقۍ د هنر نابودي

د ۵۲ کلن ندیم بخش لپاره افغانستان ته ستنیدل د نسلونو موسیقي دود ته د پای ټکی کېښودل دي.

نوموړی د هندستانۍ کلاسیکې موسیقۍ د «پټیاله ‌ګهرانه» مکتب پیرو دی چې د ده نیکه علي بخش خان په ۱۹مې پېړۍ کې بنسټ ورته ایښی و.

د ندیم په خبره: «موسیقي زموږ د وینو برخه ده». په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو د ده پر کور چاپه ووهله، د سازونو الې یې ور ماتې کړې او د ده په ګډون یې د هغه زامن زندانیان کړل. نوموړی وایي: «له سپکاوي ډک چلند یې راسره وکړ، موږ ته یې وویل چې موسیقي باید پرېږدو او د سبزیو خرڅولو روزګار باید شروع کړو.»

ندیم او کورنۍ یې له افغانستان څخه د تېښتې وروسته د ویزې د نشتوالي له کبله په پاکستان کې ناقانونه پاتې شول.

د ده ۲۴ کلن زوی نازیم بخش چې طبله غږوي له اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوي. هغه وویل: «موږ د کور کرایه او د خوړو پیسې نه لرو، نو څنګه به ویزې واخلو؟»

افغانستان ته د ستنېدو وېره

د ۲۶ کلن محمد یاسر حویده لپاره افغانستان ته ستنېدل د مرګ معنا لري.

حویده چې یو وخت د موسیقۍ ښوونکی و، په ۲۰۲۲ کال کې د موسیقۍ د یوه بنډار له کبله د طالبانو له لوري ونیول شو او هغه پرېکړه وکړه چې نور یې په خپل هېواد کې ژوند ستونزمن شوی. له همدې امله نوموړی پاکستان ته کډوال شوی دی.

د ده په وینا: «که افغانستان ته لاړ شم ښايي ووژل شم. طالبان له ما کرکه لري، ځکه زه هزاره یم، شیعه یم او موسیقي هم کوم. دوی زموږ هنر حرام بولي.»

خو طالبانو څو څو ځله ویلي چې هزاره‌ ګان باید له طالبانو ونه ډار شي او هغوی په افغانستان کې د نورو وګړو په څېر د ژوند ځانګړي حقونه لري.

طالبانو موسیقۍ غږوونکو ته دا هم په ډاګه ویلي، چې د دغه هنر پالل په اسلامي شریعت کې حرام کار دی او باید د نورو کارونو په موندلو سره له دې کسبه لاس واخلي.

د امریکا له لوري د حقاني پر سر د جایزې لغوه کېدل د طالبانو دریځ پیاوړی کوي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د لانګ وار ژورنال په نوم یوې رسنۍ د امریکا له لوري د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پر سر د اعلان کړې جایزې لغوه کیدل له نوموړي سره د امریکا د اړیکو نږدې کېدل ګڼي. په همدې تړاو مقاله کې راغلي، چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ تعامل مخ په زیاتیدو دی.

د ویل سېلبر په نوم د امریکا د استخباراتو یوه افسر چې پخوا یې په افغانستان کې هم دنده ترسره کړې په دغه مقاله کې لیکي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد سفر کابل ته ځانګړې پېغامونه لري.

خلیلزاد، د زندانونو په چارو کې د ټرمپ له ځانګړي سلاکار اډام بوایلر سره په ګډه د مارچ میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډه ناسته هم وکړه.

دغه امریکایي پلاوی وتوانید چې یو امریکایي سېلاني جورج ګلزمن چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې و خوشې کړي.

د ګلزمن له خوشې کېدو درې ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزې» پروګرام د سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عبدالعزیز حقاني او د هغه د خور زوم یحیی حقاني لپاره ټاکل شوې جایزې لغوه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه مرکه کې بي بي سي ته تایید کړه، چې دغه کسان لا هم د «ځانګړو نړۍوالو ترهګرو» په لېسټ کې دي او حقاني شبکه لا هم د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په توګه پیژندل کېږي.

څو ورځې وروسته طالبانو یو بل امریکايي یرغمله فی ډیل هال چې د ډرون کامرې د ناقانونه کارولو په تور نیول شوې وه هم خوشې کړه.

د هال د خوشې کېدو خبر د مارچ په ۲۹مه زلمي خلیلزاد اعلان کړ.

مشروعیت ورکول که له طالبانو سره تعامل زیاتول؟

ویل سېلبر په خپله مقاله کې لیکلي، چې د حقاني شبکې د مشرانو پر سر د جایزې لغوه کول سراج الدین حقاني ته د مشروعیت ورکولو او له نړۍوالو سره د طالبانو د تعامل زیاتوالي هڅه ده. 

مایک مولن د امریکا د پوځ پخوانی لوړپوړی چارواکی حقاني شبکه د پاکستان د څارګرې شبکې (ISI) عملیاتې څانګه بللې وه.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې وروستي راپور چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې خپور شو ښيي، چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د روزنې مرکزونه لري.

همداراز د طالبانو پلوي ډلې لکه «ټي ټي پي» او جماعت انصارالله هم د طالبانو په ملاتړ په دوه نورو ولایتونو کې فعال دي.

القاعده لا هم پټ مرکزونه، دیني مدرسې، رسنیز دفترونه، او د وسلو زېرمې لري.

سراج الدین حقاني؛ منځلاری که سخت دریځی؟

ځینې لویدیځې رسنۍ سراج الدین حقاني د طالبانو منځلاری استازی بولي.

هغه سره له دې چې د امریکا د اېف بي ای ادارې د مطلوبو کسانو په لېسټ کې شامل و څه موده وړاندې یې د اماراتو په ګډون سعودي عربستان ته هم ناڅاپي سفرونه وکړل.

مقاله کاږي د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله او حقاني ترمنځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي، خو دا اختلافات د طالبانو د واک دوام ته کوم جدي ګواښ نه دي.

د امریکا او طالبانو اړیکې؛ دوامداره تعامل که امتیاز ورکول؟

ویل سېلبر لیکي چې د ټرمپ اداره یوازینۍ اداره نه ده، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یې ترهګرو ډلو ته امتیازات ورکړي، خو د حقاني شبکې د مشرانو لپاره د نقدي جایزو ختمېدل ښايي دا ډله نوره هم وهڅوي چې د یرغمل نیولو او ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، د امریکا له طالبانو سره تعامل ښيي چې دا ډله لا هم د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه ځواب ویوونکې نه ده.

یوه پاکستاني جنرال د کندهار او حقاني شبکې ترمنځ له اختلافاتو پرده پورته کړه

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال انعام‌الحق په خپل تازه مقاله کې، چې اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې خپره کړې، ادعا کړې چې د طالبانو دننه ژور اختلافات روان دي. هغه ویلي، د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ په یو لړ کورنیو مسایلو او ټي ټي پي پر سر اختلافات ژور شوي.

د نوموړي وینا، د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ پر ګڼو مهمو مسایلو لکه له پاکستان سره اړیکې، د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) سره چلند، د نجونو د زده‌ کړو بندیز او کورنيو تګلارو پر سر اختلافات پیدا شوي دي.

دغه پاکستانی جنرال باور لري، چې د طالبانو کندهاري مشران له حقاني شبکې سره د هېواد پر مهمو مسلو اختلاف لري. د کندهار ډله هڅه کوي چې د طالبانو پر حکومت خپل بشپړ واک وساتي، خو حقاني شبکه ځان خپلواکه ګڼي او غواړي چې د پاکستان او سیمې له هېوادونو سره خپلواکې اړیکې وساتي.

هغه لیکي چې حقاني شبکه د کندهاري طالبانو د احمدزی-محمدزی قبیلو تر مستقیم نفوذ لاندې نه ده راغلې، بلکې د زور پر ځای د شراکت له لارې د امارت برخه شوې.

د حقاني شبکې او تحریک طالبان پاکستان اړیکې

د انعام‌الحق په وینا، د حقاني شبکه له وزیرستان او د پاکستان له قبایلي سیمو سره تاریخي اړیکې لري او «ټي ټي پي» د دغې ډلې پناه ورکوونکی ګڼل کېږي.

دی وايي، چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال، د حقاني شبکې ترڅنګ جنګېدلې او د پاکستان د استخباراتي ادارو په ځانګړې توګه د (ISI) ملاتړ یې درلود.

خو دی زیاتوي چې د کندهار مشران د «ټي ټي پي» پر دوام اندېښمن دي، ځکه چې دغه ډله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي کوي.

مقاله کاږي د حقاني شبکه پاکستاني طالبانو ته د «راتلونکي ځواک» په سترګه ګوري، چې که طالبان له داخلي شخړو سره مخ شي، نو دوی به دغه ډله هم د ځان په ګټه وکاروي.

د سراج‌الدین حقاني غیابت او د طالبانو د یووالي کړکېچ

لیکوال ادعا کوي، چې د طالبانو دننه د حقاني شبکې د خپلواک چلند له امله د دې ډلې مشر سراج‌ الدین حقاني په وروستیو کې له کندهار سره د واټن ساتلو هڅه کړې.

د انعام‌الحق په وینا، حقاني هڅه کوي چې له پاکستان، سیمې او لوېدیځو هېوادونو سره خپلواکې اړیکې ولري، ان که دا د کندهارۍ ډلې د مخالفت لامل هم وګرځي.

په مقاله کې راغلي، چې د طالبانو د یووالي ساتل یوه جدي ننګونه ده.

لیکوال خبرداری ورکوي، چې که طالبان خپل اختلافات حل نه کړي، ښايي داخلي شخړې د دوی حاکمیت کمزوری کړي.

د جنرال انعام الحق په وینا، د سراج ‌الدین حقاني د غیابت پر مهال د کندهار مشران هڅه کوي، چې د حقاني شبکې تر نفوذ لاندې سیمو ته خپل ځواکونه واستوي، څو خپل نفوذ پرې ټینګ کړي.

د پاکستان لپاره سپارښتنې

د انعام‌الحق په خبره، پاکستان باید له کندهار سره مذهبي او سیاسي ډېپلوماسۍ ته دوام ورکړي، د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، د افغانستان په اړه پوځي اقدامات له تبلیغاتو پرته ترسره کړي او د حقاني شبکې لپاره د شاتګ یوه مناسب لاره برابره کړي.

لیکوال خبرداری ورکوي، چې که د پاکستاني طالبانو مسله حل نه شي، د پاکستان صبر به پای ته ورسېږي چې د سیمې امنیت به لا پېچلی کړي.

هغه وړاندوینه کوي، چې که طالبان خپل اختلافات حل نه کړي، ښايي د پخوانیو مجاهدینو، ناراضه طالبانو، او د جمهوري نظام پاتې شونو یو نوی ایتلاف رامنځته شي، چې د طالبانو واکمني به له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړی لیکي: «که دا وضعیت دوام ومومي، کابل یو ځل بیا د بدلون له خطر سره مخ کېدای شي.»

طالبان او ډېپلوماتیکي هڅې؛ دغه ډله غواړي امریکا کې خپله استازولي پرانېزي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

سي اېن اېن خبري شبکې راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې د ولسمشرۍ له پیل څخه یوازې دوه میاشتې تېرې شوې، طالبان هڅه کوي له نوي امريکايي حکومت سره خپلې اړیکې ښه کړي.

دغه ډله چې لا هم د امريکا له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، غواړي رسمي مشروعیت ترلاسه کړي او په امريکا کې دفتر پرانیزي.

د امريکا د حکومت يو لوړپوړي چارواکي چې د دغو مذاکراتو برخه‌وال دی، له طالبانو سره روانې خبرې ازمایښتي بللې، خو زياته کړې يې ده، چې د لنډمهاله لاسته راوړنو امکان ډېر کم دی.

دغه چارواکي ويلي: «که طالبان د سمې لارې انتخاب وکړي، موږ هم چمتو يو چې د دوی ترڅنګ ودرېږو، خو که ناسم انتخاب وکړي، زموږ ځواب به هم جدي وي.»

د رسميت غوښتنه او د دفتر پرانېستلو هڅه

طالبانو کابل ته د امریکایي پلاوي د ورتګ په یوې رسمي غونډه کې د امريکايي بنديانو د خوشې کولو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې، چې یاد هېواد بايد دوی د افغانستان د رسمي حکومت په توګه وپېژني.

همداراز طالبانو وړانديز کړی، چې په امريکا کې دې دوی ته يو رسمي دفتر ورکړل شي او دا هم ویل شوي که دغه دفتر د سفارت بڼه هم ونه لري، نو دوی چمتو دي چې له واشنګټن څخه د باندې بل ایالت کې استازولي پرانېزي.

د طالبانو لپاره د رسميت ترلاسه کول د امريکا په تګلاره کې يو لوی بدلون ګڼل کېږي. په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسیدل، خو دا بهیر له سختې ګډوډۍ سره مخ و.

د دې وتلو پر مهال د داعش خراسان څانګې د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید وکړ، چې شاوخوا ۲۰۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري يې ووژل.

په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امريکا له طالبانو سره د دوحې تړون لاسليک کړ، چې د امريکايي ځواکونو د وتلو زمينه يې برابره کړه. خو د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د جو بايډن ادارې هم د دغه ډلې له رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړه.

د امريکايي بنديانو خوشې کول او د اړيکو ښه کېدو نښانې

سي اېن اېن په خپل راپور کې زیاته کړې، چې تېره میاشت طالبانو د امريکا يو بندي جورج ګلزمن د «ښه نيت» په نوم خوشې کړ.

دغه بهیر د قطر په منځګړيتوب ترسره شو او طالبان له څو کلونو راهیسې په یاد هېواد کې سیاسي دفتر لري.

له ګلزمن وروسته طالبانو یوه امریکایۍ وګړې في هال هم پرته له کوم شرطه له زندانه خوشې کړه.

ځينو امريکايي سرچينو ويلي، چې طالبانو په لوی لاس د دغو بنديانو خوشې کول وځنډول، ترڅو دغه بريا د ډونالډ ټرمپ په نوم ثبت شي، نه د جو بایډن.

د حقاني شبکې پر مشرانو د ټاکل شويو انعامونو لرې کول

د جورج ګلزمن تر خوشې کیدو وروسته امريکا د حقاني شبکې د دریو لوړپوړو غړو لپاره ټاکل شوي ميليوني انعامونه لرې کړل.

که څه هم دغه شبکه لا د امريکا له نظره ترهګره ډله بلل کېږي، خو د طالبانو اوسنی د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني، له دغه نوملړه ایستل شوی دی.

طالبان هڅه کوي، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت ته نږدې شي او د ځينو امتيازاتو په ورکولو سره د امريکا ملاتړ ترلاسه کړي.

يوه امريکايي چارواکي ويلي: «طالبان پوهېږي چې د عادي اړيکو ټينګول يو تدریجي بهير دی او دوی بايد لومړی ګام واخلي.»

په تېرو وختونو کې ډونالډ ټرمپ د طالبانو ستاينه کړې او هغوی يې «زړور جنګيالي» بللي دي.

طالبانو له امريکا څخه د هغو ميلياردونو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې، چې د افغانستان مرکزي بانک شتمنۍ بلل کېږي.

همداراز دوی د ګوانټنامو زندان څخه د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره هم هلې ځلې کوي.

يو امريکايي چارواکي، چې د دغو مذاکراتو برخه‌وال و سي اېن اېن ته ويلي: «موږ طالبانو ته اخطار ورکړی چې که امريکايي وګړي يې همداسې بنديان وساتل، د امريکا له سخت غبرګون سره مخ شي.»

طالبان د نړۍوال مشروعيت په لټه کې

طالبان په داسې حال کې غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې ورغوي، چې تر اوسه لا د دغې ډلې حکومت هېڅ چا هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم دوی لا په قطر کې خپل سياسي دفتر لري، تر څنګ یې په چین او عربي اماراتو کې خپل استازي هم ټاکلي دي.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانی سفارت لا هم تړلی دی، خو که طالبان وکولی شي دا سفارت پرانیزي، دا به د دوی لپاره يو ستره سياسي بريا وي.

يوه سرچينه چې د کابل د وروستيو مذاکراتو څخه خبره ده وايي: «طالبان بايد د مشروعيت لپاره عملي ګامونه واخلي. که دوی خطر ومني، ښايي د اړيکو د ښه کېدو امکان رامنځته شي.»