• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه پاکستاني جنرال د کندهار او حقاني شبکې ترمنځ له اختلافاتو پرده پورته کړه

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال انعام‌الحق په خپل تازه مقاله کې، چې اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې خپره کړې، ادعا کړې چې د طالبانو دننه ژور اختلافات روان دي. هغه ویلي، د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ په یو لړ کورنیو مسایلو او ټي ټي پي پر سر اختلافات ژور شوي.

د نوموړي وینا، د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ پر ګڼو مهمو مسایلو لکه له پاکستان سره اړیکې، د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) سره چلند، د نجونو د زده‌ کړو بندیز او کورنيو تګلارو پر سر اختلافات پیدا شوي دي.

دغه پاکستانی جنرال باور لري، چې د طالبانو کندهاري مشران له حقاني شبکې سره د هېواد پر مهمو مسلو اختلاف لري. د کندهار ډله هڅه کوي چې د طالبانو پر حکومت خپل بشپړ واک وساتي، خو حقاني شبکه ځان خپلواکه ګڼي او غواړي چې د پاکستان او سیمې له هېوادونو سره خپلواکې اړیکې وساتي.

هغه لیکي چې حقاني شبکه د کندهاري طالبانو د احمدزی-محمدزی قبیلو تر مستقیم نفوذ لاندې نه ده راغلې، بلکې د زور پر ځای د شراکت له لارې د امارت برخه شوې.

د حقاني شبکې او تحریک طالبان پاکستان اړیکې

د انعام‌الحق په وینا، د حقاني شبکه له وزیرستان او د پاکستان له قبایلي سیمو سره تاریخي اړیکې لري او «ټي ټي پي» د دغې ډلې پناه ورکوونکی ګڼل کېږي.

دی وايي، چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال، د حقاني شبکې ترڅنګ جنګېدلې او د پاکستان د استخباراتي ادارو په ځانګړې توګه د (ISI) ملاتړ یې درلود.

خو دی زیاتوي چې د کندهار مشران د «ټي ټي پي» پر دوام اندېښمن دي، ځکه چې دغه ډله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي کوي.

مقاله کاږي د حقاني شبکه پاکستاني طالبانو ته د «راتلونکي ځواک» په سترګه ګوري، چې که طالبان له داخلي شخړو سره مخ شي، نو دوی به دغه ډله هم د ځان په ګټه وکاروي.

د سراج‌الدین حقاني غیابت او د طالبانو د یووالي کړکېچ

لیکوال ادعا کوي، چې د طالبانو دننه د حقاني شبکې د خپلواک چلند له امله د دې ډلې مشر سراج‌ الدین حقاني په وروستیو کې له کندهار سره د واټن ساتلو هڅه کړې.

د انعام‌الحق په وینا، حقاني هڅه کوي چې له پاکستان، سیمې او لوېدیځو هېوادونو سره خپلواکې اړیکې ولري، ان که دا د کندهارۍ ډلې د مخالفت لامل هم وګرځي.

په مقاله کې راغلي، چې د طالبانو د یووالي ساتل یوه جدي ننګونه ده.

لیکوال خبرداری ورکوي، چې که طالبان خپل اختلافات حل نه کړي، ښايي داخلي شخړې د دوی حاکمیت کمزوری کړي.

د جنرال انعام الحق په وینا، د سراج ‌الدین حقاني د غیابت پر مهال د کندهار مشران هڅه کوي، چې د حقاني شبکې تر نفوذ لاندې سیمو ته خپل ځواکونه واستوي، څو خپل نفوذ پرې ټینګ کړي.

د پاکستان لپاره سپارښتنې

د انعام‌الحق په خبره، پاکستان باید له کندهار سره مذهبي او سیاسي ډېپلوماسۍ ته دوام ورکړي، د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، د افغانستان په اړه پوځي اقدامات له تبلیغاتو پرته ترسره کړي او د حقاني شبکې لپاره د شاتګ یوه مناسب لاره برابره کړي.

لیکوال خبرداری ورکوي، چې که د پاکستاني طالبانو مسله حل نه شي، د پاکستان صبر به پای ته ورسېږي چې د سیمې امنیت به لا پېچلی کړي.

هغه وړاندوینه کوي، چې که طالبان خپل اختلافات حل نه کړي، ښايي د پخوانیو مجاهدینو، ناراضه طالبانو، او د جمهوري نظام پاتې شونو یو نوی ایتلاف رامنځته شي، چې د طالبانو واکمني به له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړی لیکي: «که دا وضعیت دوام ومومي، کابل یو ځل بیا د بدلون له خطر سره مخ کېدای شي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان او ډېپلوماتیکي هڅې؛ دغه ډله غواړي امریکا کې خپله استازولي پرانېزي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

سي اېن اېن خبري شبکې راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې د ولسمشرۍ له پیل څخه یوازې دوه میاشتې تېرې شوې، طالبان هڅه کوي له نوي امريکايي حکومت سره خپلې اړیکې ښه کړي.

دغه ډله چې لا هم د امريکا له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، غواړي رسمي مشروعیت ترلاسه کړي او په امريکا کې دفتر پرانیزي.

د امريکا د حکومت يو لوړپوړي چارواکي چې د دغو مذاکراتو برخه‌وال دی، له طالبانو سره روانې خبرې ازمایښتي بللې، خو زياته کړې يې ده، چې د لنډمهاله لاسته راوړنو امکان ډېر کم دی.

دغه چارواکي ويلي: «که طالبان د سمې لارې انتخاب وکړي، موږ هم چمتو يو چې د دوی ترڅنګ ودرېږو، خو که ناسم انتخاب وکړي، زموږ ځواب به هم جدي وي.»

د رسميت غوښتنه او د دفتر پرانېستلو هڅه

طالبانو کابل ته د امریکایي پلاوي د ورتګ په یوې رسمي غونډه کې د امريکايي بنديانو د خوشې کولو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې، چې یاد هېواد بايد دوی د افغانستان د رسمي حکومت په توګه وپېژني.

همداراز طالبانو وړانديز کړی، چې په امريکا کې دې دوی ته يو رسمي دفتر ورکړل شي او دا هم ویل شوي که دغه دفتر د سفارت بڼه هم ونه لري، نو دوی چمتو دي چې له واشنګټن څخه د باندې بل ایالت کې استازولي پرانېزي.

د طالبانو لپاره د رسميت ترلاسه کول د امريکا په تګلاره کې يو لوی بدلون ګڼل کېږي. په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسیدل، خو دا بهیر له سختې ګډوډۍ سره مخ و.

د دې وتلو پر مهال د داعش خراسان څانګې د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید وکړ، چې شاوخوا ۲۰۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري يې ووژل.

په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امريکا له طالبانو سره د دوحې تړون لاسليک کړ، چې د امريکايي ځواکونو د وتلو زمينه يې برابره کړه. خو د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د جو بايډن ادارې هم د دغه ډلې له رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړه.

د امريکايي بنديانو خوشې کول او د اړيکو ښه کېدو نښانې

سي اېن اېن په خپل راپور کې زیاته کړې، چې تېره میاشت طالبانو د امريکا يو بندي جورج ګلزمن د «ښه نيت» په نوم خوشې کړ.

دغه بهیر د قطر په منځګړيتوب ترسره شو او طالبان له څو کلونو راهیسې په یاد هېواد کې سیاسي دفتر لري.

له ګلزمن وروسته طالبانو یوه امریکایۍ وګړې في هال هم پرته له کوم شرطه له زندانه خوشې کړه.

ځينو امريکايي سرچينو ويلي، چې طالبانو په لوی لاس د دغو بنديانو خوشې کول وځنډول، ترڅو دغه بريا د ډونالډ ټرمپ په نوم ثبت شي، نه د جو بایډن.

د حقاني شبکې پر مشرانو د ټاکل شويو انعامونو لرې کول

د جورج ګلزمن تر خوشې کیدو وروسته امريکا د حقاني شبکې د دریو لوړپوړو غړو لپاره ټاکل شوي ميليوني انعامونه لرې کړل.

که څه هم دغه شبکه لا د امريکا له نظره ترهګره ډله بلل کېږي، خو د طالبانو اوسنی د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني، له دغه نوملړه ایستل شوی دی.

طالبان هڅه کوي، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت ته نږدې شي او د ځينو امتيازاتو په ورکولو سره د امريکا ملاتړ ترلاسه کړي.

يوه امريکايي چارواکي ويلي: «طالبان پوهېږي چې د عادي اړيکو ټينګول يو تدریجي بهير دی او دوی بايد لومړی ګام واخلي.»

په تېرو وختونو کې ډونالډ ټرمپ د طالبانو ستاينه کړې او هغوی يې «زړور جنګيالي» بللي دي.

طالبانو له امريکا څخه د هغو ميلياردونو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې، چې د افغانستان مرکزي بانک شتمنۍ بلل کېږي.

همداراز دوی د ګوانټنامو زندان څخه د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره هم هلې ځلې کوي.

يو امريکايي چارواکي، چې د دغو مذاکراتو برخه‌وال و سي اېن اېن ته ويلي: «موږ طالبانو ته اخطار ورکړی چې که امريکايي وګړي يې همداسې بنديان وساتل، د امريکا له سخت غبرګون سره مخ شي.»

طالبان د نړۍوال مشروعيت په لټه کې

طالبان په داسې حال کې غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې ورغوي، چې تر اوسه لا د دغې ډلې حکومت هېڅ چا هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم دوی لا په قطر کې خپل سياسي دفتر لري، تر څنګ یې په چین او عربي اماراتو کې خپل استازي هم ټاکلي دي.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانی سفارت لا هم تړلی دی، خو که طالبان وکولی شي دا سفارت پرانیزي، دا به د دوی لپاره يو ستره سياسي بريا وي.

يوه سرچينه چې د کابل د وروستيو مذاکراتو څخه خبره ده وايي: «طالبان بايد د مشروعيت لپاره عملي ګامونه واخلي. که دوی خطر ومني، ښايي د اړيکو د ښه کېدو امکان رامنځته شي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغان کډوالو د ایستلو په اړه له محسن نقوي سره خبرې کړي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف سره کتلي او د پاکستان ملي امنیت تر څنګ یې د افغان کډوالو د ستنېدو د روان بهیر په اړه ورسره خبرې وکړې دي.

د روانې (وري ۱۳مه) د لومړي وزیر د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې محسن نقوي لومړي وزیر ته د اختر د امنیتي تدابیرو او د هغو افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په اړه معلومات ورکړي، چې قانوني اسناد نه لري او یا د افغان وګړي کارت (ACC) لري.

په یاده ناسته کې د پاکستان کورنیو چارو وزارت اړوند مسایل په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د ټاکل شوې نېټې له پای ته رسیدو وروسته د عملي ګامونو ارزونه هم شوې ده.

د وروستیو شمېرو له مخې ( ۸۸۶,۲۴۲ ) افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. چارواکو تایید کړې چې له دې وروسته به د هغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات پيل شي، چې د پاکستان د تګلارې خلاف لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.

په ورته وخت کې د فډرالي حکومت له لوري د اختر د رخصتیو له امله د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو ټاکل شوې نېټه هم ځنډول شوې ده.

د پاکستان حکومت مخکې د ۳۱ مارچ نېټه د هغو افغانانو د وتلو لپاره ټاکلې وه چې مشخص اسناد لري او د جبري ایستلو بهیر یې چټک کړی و. خو اوس، د یو حکومتي چارواکي په وینا، دا موده تر راتلونکې اوونۍ غځول شوې ده.

ویل کېږي چې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال چې د پاکستان حکومت له لوري ورکړل شوی افغان وګړي کارت (ACC) لري، د نوې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته به له پاکستانه وایستل شي.

په ورته مهال د طالبانو لوړ پوړو غړو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر کې دې نرمي راولي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، ادراي مرستیال عبدالسلام حنفي او د دغه ډلې د کډوالو وزیر مولوي‌ کبیر د اختر د لمانځه پر مهال د پاکستان په ګډون پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر دې ودروي.

طالبان له پاکستانه غواړي چې د کډوالو د ایستل کیدو لړۍ دې په باعزته توګه ترسره کړي او باید په جبري توګه له ناڅاپه ایستلو دې یې ډډه وکړي.

هاخوا د بشري حقونو یو شمېر ملاتړ کوونکو ادارو هم د پاکستان دغه اقدام غندل شوی دی او دا یې له کډوالو سره د هر ډول نړۍوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون بېلابېلو ادارو پر پاکستان غږ کړی چې ژر تر ژره دې د جبري ایستل کیدو دا لړۍ ودروي.

پاکستانۍ ورځپاڼه: د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۱

د پاکستان جنګ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پنجشنبه (د وري ۱۴مه) پیلېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره ورکړل شوې موده دوه ورځې وړاندې پای ته رسېدلې.

خو تر دې وړاندې د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ویلي و، چې د اختر رخصتۍ له امله دغه لړۍ ځنډېدلې ده.
جنګ ورځپاڼې کاږلي، چې نن به په چمن کې د افغان کډوالو بایومیټریک ترسره شي او په لنډي کوتل کې بیا د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په لنډمهالي پنډغالي هم کار روان دی.
خو په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی تېره ورځ غير فعال و.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری ویلي و، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر تر دې دمه نه دی پيل شوی او پنډغالی تش پروت دی.
د جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې، په پښتونخوا کې د راجستر شویو افغان کډوالو شمېر ۷۰۹،۲۷۸ دی چې او هلته کډوال په ۴۳ پنډغالو کې مېشت دي.
راپور کې راغلي، په دغه پنډغالو کې ۳۴۴،۹۰۸ افغانان ژوند کوي او د هغو افغان کډوالو شمېر چې د اې سي سي کارتونه لري ۳۷۷،۶۴۷ دی.
راپور زیاتوي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې ۴۶۵۰۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته د مالي سرچینو غوښتنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، د افغان کډوالو د جبري اېستنې په برخه کې د مالي بودجې کمښت تر ټولو لوی خنډ دی.

افغانستان انټرنشنل ته د پښتونخوا صوبایي ځایي چارواکو ویلي، تر هغې چې لازمې مالي سرچينې برابرې نه شي؛ تر هغه وخته به د دغو عملياتو بشپړ پيلول ګران وي.
د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ زره د اې سي سي کارت لرونکي افغانان مېشت دي چې د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

پخوانی پاکستانی سناتور: طالبان نه‌ مسلمانان او نه‌ هم وروڼه دي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د پاکستان پخوانی سناتور او د لومړي وزیر سلاکار مصطفی نواز کهوکهر وايي: «طالبان نه مسلمانان او نه هم وروڼه دي.» نوموړي د نجونو زده‌کړو او د ښځو پر وړاندې د طالبانو اقداماتو ته په اشارې ټینګار کړی، دغې ډلې د «اسلام څېره بدنامه» کړې ده.

نوموړي پخواني سناتور د طالبانو په تړاو د ځینو پاکستاني چارواکو پر څرګندونو هم نیوکه کړې او وايي: «زما په اند، دوی نه وروڼه دي او نه مسلمانان. دوی د اسلام داسې څېره ښيي چې ان نجونو ته د زده‌کړې اجازه نه ورکوي؛ په همدې اساس دوی د دې لایق نه دي چې ځان اسلامي وګڼي.»

هغه همداراز، د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د جون میاشتې مذاکراتو په اړه زیاته کړې :«که دا ومنو چې تاسو [طالبان] کولای شئ زموږ هر څومره خلک ووژنئ، ستاسې لاسونه د بې‌ګناه خلکو پر وینو سره وي او بیا هم تمه لرئ چې موږ له تاسې سره د مذاکراتو مېز ته کېنو، دا ډول مذاکرات نه‌شي بریالي کېدای.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره میاشت کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق له سفر وروسته دواړو لورو د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي د پټن‌ځایونو د شتوالي او همداراز ټرانزیټ او اقتصادي موضوعاتو په هکله د مذاکراتو د بیاپېلېدو هڅې پیل کړې دي.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې د وسله‌والو وروستیو بریدونو زیاتوالي، په ځانګړې توګه بلوچستان ایالات کې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي د وروستي برید له امله د طالبانو د پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پيکه شوې دي.

کاناډا خپلو خلکو ته: افغانستان ته سفر مه کوئ، هلته امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د کاناډا دولت وايي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی او خپلو خلکو ته یې سپارښتنه کړې، چې دغه هېواد ته له سفرکولو ډډه وکړي.

د کاناډا دولت په بیان کې چې وړمه ورځ خپور شوی، راغلي: «د بې‌ثباته امنیتي وضعیت، ترهګریزو بریدونو، روانو وسله‌والو جګړو، د تښتول‌کېدو ګواښ، خپل‌سري نیول‌کېدل او بندي‌کېدل، د جرمونو لوړه کچه او د واکمنې ډلې له‌خوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو له امله دې افغانستان ته له هر ډول سفرکولو څخه ډډه وشي.»

د نوموړي دولت په بیان کې په افغانستان دننه له کاناډايي وګړو غوښتنه شوې، چې د خپل امنیت خوندي‌توب په هکله دې جدي پاملرنه او احتیاط وکړي.

همداراز په بیان کې راغلي، چې کاناډايي وګړي دې د ځان او د خپلو کورنیو د خوندي‌توب مسوولیت پر خپله غاړه واخلي.

د کاناډا دولت په کابل کې د خپل کونسلګري خدمتونو نشتوالي او سفارت بندېدو ته په اشارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د کونسلګرۍ چارې او د نورو خدمتونو د ملاتړ د چمتووالي لپاره د دغه دولت وړتیا ډېره محدوده ده.

د یادونې ده، چې کاناډايي دولت پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر دې مخکې هم خپلو خلکو ته سپارښتنه کړې وه، چې دغه هېواد ته له سفرکولو ډډه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون د کاناډا او نورو هېوادونو د وګړو د نیول‌کېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.