• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ ورځپاڼه: د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۱

د پاکستان جنګ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پنجشنبه (د وري ۱۴مه) پیلېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره ورکړل شوې موده دوه ورځې وړاندې پای ته رسېدلې.

خو تر دې وړاندې د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ویلي و، چې د اختر رخصتۍ له امله دغه لړۍ ځنډېدلې ده.
جنګ ورځپاڼې کاږلي، چې نن به په چمن کې د افغان کډوالو بایومیټریک ترسره شي او په لنډي کوتل کې بیا د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په لنډمهالي پنډغالي هم کار روان دی.
خو په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی تېره ورځ غير فعال و.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری ویلي و، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر تر دې دمه نه دی پيل شوی او پنډغالی تش پروت دی.
د جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې، په پښتونخوا کې د راجستر شویو افغان کډوالو شمېر ۷۰۹،۲۷۸ دی چې او هلته کډوال په ۴۳ پنډغالو کې مېشت دي.
راپور کې راغلي، په دغه پنډغالو کې ۳۴۴،۹۰۸ افغانان ژوند کوي او د هغو افغان کډوالو شمېر چې د اې سي سي کارتونه لري ۳۷۷،۶۴۷ دی.
راپور زیاتوي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې ۴۶۵۰۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته د مالي سرچینو غوښتنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، د افغان کډوالو د جبري اېستنې په برخه کې د مالي بودجې کمښت تر ټولو لوی خنډ دی.

افغانستان انټرنشنل ته د پښتونخوا صوبایي ځایي چارواکو ویلي، تر هغې چې لازمې مالي سرچينې برابرې نه شي؛ تر هغه وخته به د دغو عملياتو بشپړ پيلول ګران وي.
د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ زره د اې سي سي کارت لرونکي افغانان مېشت دي چې د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پخوانی پاکستانی سناتور: طالبان نه‌ مسلمانان او نه‌ هم وروڼه دي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د پاکستان پخوانی سناتور او د لومړي وزیر سلاکار مصطفی نواز کهوکهر وايي: «طالبان نه مسلمانان او نه هم وروڼه دي.» نوموړي د نجونو زده‌کړو او د ښځو پر وړاندې د طالبانو اقداماتو ته په اشارې ټینګار کړی، دغې ډلې د «اسلام څېره بدنامه» کړې ده.

نوموړي پخواني سناتور د طالبانو په تړاو د ځینو پاکستاني چارواکو پر څرګندونو هم نیوکه کړې او وايي: «زما په اند، دوی نه وروڼه دي او نه مسلمانان. دوی د اسلام داسې څېره ښيي چې ان نجونو ته د زده‌کړې اجازه نه ورکوي؛ په همدې اساس دوی د دې لایق نه دي چې ځان اسلامي وګڼي.»

هغه همداراز، د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د جون میاشتې مذاکراتو په اړه زیاته کړې :«که دا ومنو چې تاسو [طالبان] کولای شئ زموږ هر څومره خلک ووژنئ، ستاسې لاسونه د بې‌ګناه خلکو پر وینو سره وي او بیا هم تمه لرئ چې موږ له تاسې سره د مذاکراتو مېز ته کېنو، دا ډول مذاکرات نه‌شي بریالي کېدای.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره میاشت کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق له سفر وروسته دواړو لورو د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي د پټن‌ځایونو د شتوالي او همداراز ټرانزیټ او اقتصادي موضوعاتو په هکله د مذاکراتو د بیاپېلېدو هڅې پیل کړې دي.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې د وسله‌والو وروستیو بریدونو زیاتوالي، په ځانګړې توګه بلوچستان ایالات کې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي د وروستي برید له امله د طالبانو د پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پيکه شوې دي.

کاناډا خپلو خلکو ته: افغانستان ته سفر مه کوئ، هلته امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د کاناډا دولت وايي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې‌ثباته دی او خپلو خلکو ته یې سپارښتنه کړې، چې دغه هېواد ته له سفرکولو ډډه وکړي.

د کاناډا دولت په بیان کې چې وړمه ورځ خپور شوی، راغلي: «د بې‌ثباته امنیتي وضعیت، ترهګریزو بریدونو، روانو وسله‌والو جګړو، د تښتول‌کېدو ګواښ، خپل‌سري نیول‌کېدل او بندي‌کېدل، د جرمونو لوړه کچه او د واکمنې ډلې له‌خوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو له امله دې افغانستان ته له هر ډول سفرکولو څخه ډډه وشي.»

د نوموړي دولت په بیان کې په افغانستان دننه له کاناډايي وګړو غوښتنه شوې، چې د خپل امنیت خوندي‌توب په هکله دې جدي پاملرنه او احتیاط وکړي.

همداراز په بیان کې راغلي، چې کاناډايي وګړي دې د ځان او د خپلو کورنیو د خوندي‌توب مسوولیت پر خپله غاړه واخلي.

د کاناډا دولت په کابل کې د خپل کونسلګري خدمتونو نشتوالي او سفارت بندېدو ته په اشارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د کونسلګرۍ چارې او د نورو خدمتونو د ملاتړ د چمتووالي لپاره د دغه دولت وړتیا ډېره محدوده ده.

د یادونې ده، چې کاناډايي دولت پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر دې مخکې هم خپلو خلکو ته سپارښتنه کړې وه، چې دغه هېواد ته له سفرکولو ډډه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون د کاناډا او نورو هېوادونو د وګړو د نیول‌کېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.

نوبل انسټیټیوټ د عمران خان د نوبل جایزې لپاره د نوماندۍ ادعا رد کړه

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۱

نوبل انسټیټیوټ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د نوبل جایزې لپاره د نوماندۍ ادعا رد کړه او دا یې د ناروې مېشتو پاکستاني رایه ورکونکو د جلبولو یوه هڅه وبلله.

د نوبل انسټیټیوټ رییس کریستیان برګ هارپ ویکن د ناروې په یوې ورځپاڼه کې مقاله خپره کړه او پکې یې د عمران خان د نوماندۍ ادعا ته اشاره کړې ده.

هارپ ویکن په دې مقاله کې لیکلي، "له رسمي نوماندۍ وړاندې د اعلان کول یوه هڅه وه چې د ناروې د پاکستاني رایه ورکونکو پر پرېکړو اغېز وکړي."

هغه زیاته کړه: "دا لومړی ځل دی چې یو رهبر د نوبل جایزې نوماندي داسې وکاروي، چې د دې جایزې وقار ته زیان ورسوي."

له دې وړاندې د عمران خان د ګوند یو شمېر مشرانو غړو اعلان وکړ، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د بشري حقونو او ډېموکراسۍ لپاره د هغه د هڅو له امله د نوبل د سولې جایزې لپاره نوماند شوی دی.

هوډسون انسټېټیوټ : د افغانستان په هکله د امریکا په چلند کې د بدلون کوچنۍ نښې لیدل کېږي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱

په امریکا کې د هوډسون څېړنیز انسټېټیوټ په یوې مقاله کې لیکلي، چې د افغانستان په هکله د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالاتو دولت په چلند کې د بدلون کوچنۍ نښې‌نښانې لیدل کېږي.

د نوموړي انسټېټیوټ څېړونکي لوک کافي لیکلي، چې تمه کېږي د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو نوې ستراتېژي په راتلونکو میاشتو کې خپره شي.

لوک کافي په دې تړاو نور معلومات نه‌دي ورکړي.

د دې مقالې لیکوال وايي، چې د طالبانو تر کڼترول لاندې د افغانستان د ننګونو پر وړاندې د یوه همغږي سیاست د وړاندې کولو لپاره مهم فرصت شته دی.

د لیکوال په وینا، د کابل هوايي ‌ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د خونړي برید د عامل محمد شریف تر نیول‌کېدو وروسته، د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې همکارۍ د بیا پلېدو نښې لیدل کېږي.

کافي د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې کلني راپور ته په اشارې لیکلي، چې داعش-خراسان د سوېلي اسیا ورهاخوا د خپل فعالیت ساحه پراخوي او وسله‌وال له افغانستانه بهر بریدونو ته هڅوي.

نوموړی همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشارې وايي، چې د داعش-خراسان څانګه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د نویو استخدام‌شویو کسانو لپاره جنګي او ځانمرګي روزنیز مرکزونه جوړوي.

د مرکزي اروپا او اسیا لوړپوړی کارپوه لوک کافي د دغو ګواښونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې د جدي چلند د نشتوالي په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده.

هغه ویلي، چې دا يوازې داعش نه‌دی چې په سيمه‌ييزه او نړۍواله کچه ګواښونه رامنځته کوي، بلکې د القاعدې شبکې هم د ۲۰۲۱په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ راپدېخوا خپل حضور پياوړی کړی دی.

د هوډسن انسټېټیوټ د مقالې لیکوال په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان القاعدې ته اجازه ورکړې، چې په ټول هېواد کې خوندي ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د داعش او القاعدې په ګډون د یو شمېر وسله‌والو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې ډېرې شوې، خو طالبانو بیا په وار-وار دا موضوع رد کړې ده.

تېره میاشت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم ویلي و، چې طالبان د داعش-خراسان په کابو کېدو کې ناکام دي او دغه ډله د طالبانو د ادارې لپاره پر یوې جدي ننګونې بدله شوې ده.

د افغان کډوالو د ستنېدو مودې له پای ته رسېدو سره د کډوالو د ستنېدو بهیر له ځنډ سره مخ شوی

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو د ستنېدو مودې له پای ته رسېدو وروسته د کډوالو د ستنېدو بهیر له ځنډ سره مخ شوی، ځکه په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره په کمپ کې کار روان دی.

همدا راز د اختر په درېیو ورځو کې یوازې ۱۰۵ کسان چې پنځه کورنۍ جوړوي، بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

سربېره پر دې، د باب دوستي له لارې هم د افغان اتباعو د ستنېدو چمتووالی روان دی او په باب دوستي کمپ کې به د نادرا له خوا د افغان کډوالوبایومټریک ترسره شي.

تازه، په کراچۍ کې د طالبانو کونسل سید عبدالجبار تخاري د سند ایالت د پولیسو له مشر سره په اختريزه ليدنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او ځورولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو کونسل غوښتنه کړې، چې د بې اسنادو کډوالو د اېستلو په پلمه دې نور افغان کډوال نه ځوروي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ نن چهار شنبه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دغه ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري د سند د پولیسو له مشر غلام نبي میمن سره اختريزه ليدنه کړې.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې، د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري په دې ليدنه کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې او اندېښنې شریکې کړې.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي: «هغه مسله چې افغانان یې اندېښمن کړي دي له هېواد څخه د بې اسنادو کډوالو د اېستلو په پلمه دې هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد لري د پولیسو له خوا نه ځورول کېږي.»

په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې افغانان د پولیسو تر څار او تعقیب لاندې دي.

د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي او تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي، چې قانوني اسناد یې نه لرل.