نوبل انسټیټیوټ د عمران خان د نوبل جایزې لپاره د نوماندۍ ادعا رد کړه

نوبل انسټیټیوټ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د نوبل جایزې لپاره د نوماندۍ ادعا رد کړه او دا یې د ناروې مېشتو پاکستاني رایه ورکونکو د جلبولو یوه هڅه وبلله.

نوبل انسټیټیوټ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د نوبل جایزې لپاره د نوماندۍ ادعا رد کړه او دا یې د ناروې مېشتو پاکستاني رایه ورکونکو د جلبولو یوه هڅه وبلله.
د نوبل انسټیټیوټ رییس کریستیان برګ هارپ ویکن د ناروې په یوې ورځپاڼه کې مقاله خپره کړه او پکې یې د عمران خان د نوماندۍ ادعا ته اشاره کړې ده.
هارپ ویکن په دې مقاله کې لیکلي، "له رسمي نوماندۍ وړاندې د اعلان کول یوه هڅه وه چې د ناروې د پاکستاني رایه ورکونکو پر پرېکړو اغېز وکړي."
هغه زیاته کړه: "دا لومړی ځل دی چې یو رهبر د نوبل جایزې نوماندي داسې وکاروي، چې د دې جایزې وقار ته زیان ورسوي."
له دې وړاندې د عمران خان د ګوند یو شمېر مشرانو غړو اعلان وکړ، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د بشري حقونو او ډېموکراسۍ لپاره د هغه د هڅو له امله د نوبل د سولې جایزې لپاره نوماند شوی دی.


د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې د ولسمشر اصف علي زرداري د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت ثابت شوی. د زرداري معالج ډاکټر عاصم حسین وايي، زرداري ته سپارښتنه شوې چې ځان کرنتین وساتي.
هغه زیاته کړې چې ولسمشر زرداري د روغتیایي متخصصانو تر دوامدار څار لاندې دی او د وضعیت ارزولو لپاره یې یو شمېر طبي ازموینې ترسره شوې دي.
زرداري تېره ورځ د روغتیايي ستونزو له امله د سند ایالت له نوابشاه څخه کراچۍ کې یوه خصوصي روغتون ته انتقال شوی و.
د پاکستان د اکسپرېس ټرېبیون د رپوټ له مخې، نوموړی به د اپرېل پر څلورمه په یوه تنظیم شوې سیاسي غونډه کې برخه وانخلي. هغه ته د ارام کولو مشوره ورکړل شوې ده.
د سند ایالت جګپوړي وزیر شرجیل میمن هغه راپورونه رد کړل چې ګني زرداري د درملنې لپاره دوبۍ ته لېږدول کیږي.
میمن وویل چې د ولسمشر روغتیا ښه کېږي او هغه به ژر بېرته روغ شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له زرداري سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وایي، د پنجابي پوځ لهخوا د خېبرپښتونخوا د مردان په کاټلنګ کې وژل شوي بېګناه وګړي د پنجاب سیاسي مشرانو او د هغوی د جاسوسانو لهخوا د رسنیو له لارې د ګناهګاره ثابتولو هڅې روانې دي.
پښتین زیاته کړې، چې له شهباز شریف، برسټر سیف، رانا ثناءالله نیولې تر عطاالله تارړ پورې ټولو یو شان بیانونه ورکړي، چې دا وژنې یو «ښه کار» دی.
که څه هم د دوی دا پروپاګند په حقیقت کې ناکام شوی، خو نړۍوالو ته یې د دې پېښې په اړه اندېښنې پیدا کړي.
د پښتون ملت پر ضد د ظلم، جبر، او پروپاګنډي تسلسل
منظور پښتین وویل، دا یو څرګند حقیقت دی چې د پاکستان دولت هېڅکله هم پښتنو ته انصاف نه دی ورکړی، بلکې پر ځای یې د رسنیو له لارې د خپلو سیاسي مشرانو او ایجنټانو پر مټ داسې پروپاګنډ کوي، چې دا ظلمونه یو «ښه عمل»ښکاره شي.
د دوی نیت دا دی، چې لا سخت ریاست (هارډ سټیټ) جوړ کړي او نور هم خپلو دغو ظلمونو ته دوام ورکړي.
د پښتنو بېوسي او د رسنیو بېغوري
منظور پښتین پر دې هم ټینګار وکړ، چې پښتانه نه خپل ملي پوځ لري، چې د بې ګناه وژل شویو حساب واخلي، نه داسې عدلي نظام لري چې ظالمانو ته سزا ورکړي او نه ازاده رسنۍلري، چې د مظلومانو غږ پورته کړي.
هغه وویل، که څه هم پښتانه مېلیون وګړي لري، خو بیا هم د ظلم پر وړاندې ملي مزاحمت نه شته.
پښتین پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «د ظلم پر وړاندې د پښتنو دریځ اکثره وخت یوازې سیمهییز پاتې کېږي، یعني هره سیمه یوازې د خپل غم پروا لري، خو د ټول ملت غم نه خپلوي. "دا هغه ستونزه ده چې ملي احساس یې کمزوری کړی او ملت یې ټوټې ټوټې کړی، خو دا حل کېدای شي.»
د حللار؛ د هرې سیمې ظلم د ټول ملت غم وګڼئ
منظور پښتین ټینګار وکړ، چې که هر پښتون دا احساس وکړي، چې د بلې سیمې ظلم د ده خپل غم دی، نو دا به د ملي اتحاد سبب شي.
د نوموړي په وینا: «که موږ د یو بل پر ضد نه، بلکې د ظلم پر ضد ودرېږو، نو یقین لرم چې ملت به قوي شي او د ظلم او جبر پر وړاندې به د سخت مزاحمت توان پیدا کړي.»
منظور پښتین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستاني ریاست له لوري په پښتون مېشتو سیمو کې د تاوتریخوالي، جبري ورکولو او هدفي وژنو سلسله روانه ده او د دې پېښو پر ضد د حقایقو د پټولو هڅې کېږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، څو ورځې مخکې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د دوو ځايي شپنو کورنۍ په نښه شوې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۰ کسان وژل شوي دي، خو د پاکستان د استخباراتو اړوندو ادرسونو لیکلي وو، چې د ټيټيپي غړي او مرستندویان یې وژلي دي.
له پېښې وروسته، منظور احمد پښتین د خېبر پښتونخوا مردان ولسوالۍ اړوند د کاټلنګ په سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا د شپنو په کورنیو برید ته په غبرګون ویلي، چې د اختر ورځو ته په مردان کې د پښتنو نجونو لاسونه په نکریزو نه، بلکې په وینو سره شوي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ناڅاپه ناروغۍ له امله د سند ایالت له نوابشاه ښار نه کراچۍ ته ددرملنې لپاره لېږدول شوی. د پاکستان جیو ټلویزیون وايي، چې اصف علي زرداري د تبې او انفېکشن له امله د کراچۍ په کلفټن کې یوه شخصي روغتون ته لېږدول شوی.
د روغتون سرچینو ویلي، چې د نوموړي معاینات ترسره شوي او د خپل معالج ډاکټر عاصم حسین تر څارنې لاندې دی.
د خلکو ګوند له غړو او نورو خلکو سره د زرداري د اختر ناستې او لیدنې کتنې هم لغو شوې دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له دې وړاندې په تېره لړم میاشت کې په دوبۍ کې له الوتکې د کوزېدو پر مهال غورځېدلی و او پښه یې ماته شوې وه.
۷۰ کلن زرداري په دې وروستیو کلونو کې له ګڼو روغتيايي ستونزو کړیږي.
د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې زرداري د سترګې عملیات وکړ او په ۲۰۲۲ کال کې د سینې د عفونت له امله یوه اونۍ په روغتون کې پروت و.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل سید عبدالجبار تخاري د سند ایالت والي او سر وزیر سره په اختریزه لیدنه کې د افغان کډوالو پر شته ستونزو غږېدلی دی. د طالبانو کونسل وايي چې افغانان دې د اېستلو په نامه نه ځورول کیږي.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ نن سې شنبه «د وري ۱۲مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري د سند والي محمد کامران خان تیسوري او سر وزیر سید مراد علي شاه سره لیدلي دي.
عبدالجبار تخاري په دې لیدونو کې د اپرېل له لسمې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو اندېښنې شریکې کړې.
هغه ویلي چې په سند ایالت کې دې پولیس د قانوني اسناد لرونکو افغانانو له ځورولو ډډه وکړي.
په کراچۍ کې د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د پاکستان د سند ایالت سر وزیر مراد علي شاه په حواله لیکلي، چې نوموړي په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپه دې خوا افغانانو د پولیسو تر څار او تعقیب لاندې دي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي او تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل.
له دې ډلې زیات شمېر په جبري ډول له پاکستان څخه اېستل شوي او زیات شمېر لا هم د (حاجي کمپ) په نوم د پولیسو په یوه مرکز او د ستنولو په نورو کمپونو کې د شړلو په درشل کې دي.

د پاکستان ایکسپریس ټربیون د خبر له مخې، د دغه هېواد د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې په پاکستان کې د طالبانو او هند په استخباراتو پورې تړلي جاسوسان به د اسلام اباد له پریکنده اقداماتو سره مخ شي. هغه وايي، د «ترهګرۍ ګواښ د کمولو یوازینۍ حل لاره پوځي عملیات» دي.
د شهباز شریف دغه سلاکار د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۱۱مه د پاکستان په فیصل اباد ښار کې په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه هېواد به نوره ترهګري ونه زغمي.
بلخوا بیا څو ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دوراني ډان ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي و، چې طالبانو هند ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد فعالیتونو لپاره وکاروي.
هغه زیاتوي چې د طالبانو په وړاندې د پاکستان سخت دریځ پر دغې ډلې د هند د نفوذ ساحه پراخوي.
په دې وروستیو کې دپاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بیلتون غوښتونکو غورځنګ د مسایلو او له هند سره د طالبانو د نږدیوالي له امله د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د اړیکو ترینګلتیا له زیاتیدو وروسته پاکستان یو ځل بیا طالبانو ته د نیوکې ګوته نیولې ده.
اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کړی، چې له هند سره د پاکستان د حکومت ضد وسله والو ملاتړ کوي.
په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي د بلوڅ وسله والو له وروستي برید وروسته پاکستان اعلان وکړ، چې یرغمل نیونکي په افغانستان کې د دغه برید له پلانوونکو سره په تماس کې وو.
پاکستان همداشان هندوستان هم په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی، خو طالبانو او هند د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.