• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د نیپال پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او توپ‌وهنه کوي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او لومړی توپ وهنه کوي. دغه ۵۰ اوره لوبه نن د نیپال په کوربه‌توب د پلازمېنې کتمندو په مولپاني لوبغالي کې ترسره کېږي.

د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان د لوبډلې په نوملړ کې د محبوب تسکین په لوبډلمشرۍ د عزیرخان، خالد احمدزي، فیصل خان، برکت ابراهیمزي، عزیز میاخېل، نظیف امیري، وحیدالله ځدراڼ، نصرت نورستاني، عبدالعزیز خان او د شاهین نومونه شامل دي.
د افغانستان د کرېکټ ۱۹کلنه لوبډله د نیپال پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې لري، چې نن یې د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ تېره ورځ د دغو لوبو لپاره د افغان لوبغاړو د تمرینونو ځینې عکسونه هم پر اېکس پاڼه خپاره کړي وو.

100%

افغان لوبډله درې ورځې وړاندې د دغو لوبو لپاره نیپال ته رسېدلې وه.
تمه کېږي، چې له دغو لوبو وروسته به دغه افغان لوبډله د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۱۹ کلنو نارینه‌و کرېکټ نړۍوال جام اسیا کوالیفایرز لوبو کې هم برخه واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغان ابدالیان لوبډلې په اماراتو کې د راتلونکو سیالیو لپاره تمرینات پیل کړل

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۱

افغان ابدالیان لوبډلې د راتلونکې سیالۍ لپاره د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د څلور ورځینۍ لوبې او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د چمتووالي په موخه د دوشنبې په ورځ تمرینات پیل کړل.

دغه تمرینات په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي، چې نږدې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې په یوازېنۍ څلور ورځینۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان ابدالیان کرېکټ لوبډله د ایرلنډ او سریلانکا پر وړاندې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې د ګډون په موخه تېره شپه متحده عربي امارتو ته رسېدلې او تمرینات کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله نیپال ته ولاړه، څو د کوربه هېواد د ۱۹ لکنې لوبډلې پروړاندې درې یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي.

نیوزیلنډ د پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۷۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰

کوربه نیوزیلنډ د دریو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۷۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. نیوزیلنډ له دې وړاندې د شل اوره سیالو لړۍ هم ۳ پر ۱ له پاکستان ګټلې وه.

د نیوزیلنډ په مکلېن پارک لوبغالې کې نن د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

د نیوزیلند لوبډلې د پوره پنځوس اورونو په لوبلو سره د ۹ ویکټو په زیان ۳۴۴ منډې جوړې او پاکستان ته ۳۴۵ منډو هدف ورکړ.

د نیوزیلنډ په ګټه په توپ وهنه کې مارک چپمن ۱۳۲، داریل میچل ۷۶ او محمد عباس ۵۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستان په ګټه په توپ اچونه کې عرفان خان نیازي ۳، حارث روف او اکیف جاوید ۲ـ۲ ویکیټې واخیستې.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د پاکستان ټوله لوبډله د لوبې په ۴۴،۱ اورونو کې د ۲۷۱ منډو له جوړیدو وروسته وسوځیده او لوبه یې وبایلله.

په توپ وهنه کې د پاکستان په ګټه بابر اعظم ۷۸، سلمان علي اغا ۵۵ او عثمان خان ۳۹ منډو سره تر نورو ډيرې منډې جوړې کړي.

په توپ اچونه کې د نیوزیلنډ په ګټه نتان سمېت ۴، جیکوب دافي ۲ او ویل اوروک ۱ ویکېټه واخیستل.

د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبلړۍ دوهمه لوبه د چهار شنبې په ورځ کیږي.

نور احمد لکڼوال د روان ای پي ایل په دوو لوبو کې تر ټولو ډيرې ویکټې واخیستې

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۰

نن په ای پي ایل کې چینای سوپر کینګز د رویالز چلینجر بنګلور په وړاندې لوبیږي. نور احمد لکڼوال په دغه لیګ کې په خپله دوهمه لوبه کې درې ویکټي واخیستې او دې سره تردې مهاله د روان لیګ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو.

د ای پي ایل اتمه لوبه نن د چینای سوپرکینګز او رویالز چلینجر بنګلور تر منځ د چینای په چپاک لوبغالې کې ترسره کیږي.

د لوبې پچه چینای سوپر کینګز ګټلې او د سیالې لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.

رویالز چلینجر بنګلور لوبډلې د ۷ ویکټو په زیان په شلو اورونو کې ۱۹۶ منډي جوړې کړې دي.

دغو دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې ګټلې او دوه دوه نمري لري.

د چای په لوبډله کې افغان لوبغاړی نور احمد لګڼوال هم لوبیږي.

نور احمد د خپلې تیرې لوبې په څیر نن هم ښه توپ اچونه وکړه او د بنلګور لوبډلې د بهترینو توپ وهونکو ویراټ کهولي، فهیل سالټ او ویلنګسټون ویکټې یې واخیستي.

نور احمد لکڼوال څو ورځې وړاندې هم په خپله لومړی لوبه کې څلور ویکټي اخیستې وي.

دمګړۍ نور احمد د ای پي ایل لیګ تر ټولو مخکښ ویکټه اخیستونکی دی او په دوو لوبو کې یې ۷ ویکټې اخیستې دي.

د برېټانیا کرېکټ لوبډلې له افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې سره ۲۰ زره پونډه مرسته کړې

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د سکای سپورټ د راپور له مخې، د برېټانیا د نارینه وو کرېکټ لوبډلې د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره ۲۰ زره پونډه مرسته کړې ده.

سکای سپورټ د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د برېټانیا د نارینه وو کرېکټ لوبډلې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځینه وو کرېکټ لوبډلې د ملاتړ په موخه ۲۰ زره پونډه مالي مرسته کړې ده.

دغه پیسې د برېټانیا د لوبغاړو د ملګرتیا صندوق له لارې د ماریلبون کرېکت کلب د کډوالو لپاره د نړیوال کرېکت د مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.

د کډوالو لپاره د نړیوال کرېکت د مرستو صندوق د نړۍ په کچه له کډوالو سره د مرستې لپاره جوړ شوی چې موخه یې د یو میلیون پونډو راټولول دي.

د دغه صندوق د مرستو لومړنۍ تمرکز د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې لپاره د مرستو راټولول دي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ښځو ورزش باندې بندیز ولګید او ګڼې ښځینه لوبغاړې نورو هېوادونو ته کډوالې شوي.

د اتلانو جام سیالیو پرمهال د برېټانیا پر لوبډله خورا ډیر سیاسي فشارونه وو، چې له افغانستان سره لوبه تحریم کړي، خو د ویلز کرېکټ بورډ دا پرېکړه رد کړه او پر ځای یې د نړیوالې ګډې حللارې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې وکړې.

د مسلکي کرکټرانو د ټولنې رییس ډارېل مچل وايي:« کله چې ما د چمپينز ټرافي پر مهال د برېټانیا له لوبډلې سره په پاکستان کې وخت تېر کړ، نو روښانه شوه، چې لوبغاړي د کډوالو د نړیوال کرېکت صندوق ملاتړ کوي. مرستندویه بنسټ باید د دې نوښت لپاره وستایل شي او زه باور لرم چې د لوبغاړو مرسته به د هغو کسانو په ژوند کې بدلون راولي چې د بې ځایه کېدو له امله اغیزمن شوي.»

نیوزیلنډ له پاکستان نه د کریکټ شل اوره لوبلړۍ وګټله

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۰

نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلې په پنځمه شل اوره لوبه کې پاکستان ته په ۸ ويکټو ماته ورکړه او د پنځو سیاليو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. په دې پنځه شل اوره لوبلړۍ کې ۴ سيالۍ کوربه نيوزيلنډ او یوه پاکستان کرېکټ لوبډلې ګټلې.

د نیوزیلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځمې شل اوره لوبې پچه کوربه نیوزیلنډ وګټله او لومړۍ يې د ډګر ساتنې او توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ مندې هدف وټاکه.

نیوزيلنډ لوبډلې دغه هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په لسم اور کې پوره کړ او پاکستان لوبډلې ته يې د ۸ ويکټو په توپير ماته ورکړه.

نیوزيلنډ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۹ ويکټو، په دویمه کې په ۵ ويکټو، په څلورمه کې په ۱۱۵ منډو په توپير او په پنځمه لوبه کې په ۸ ويکټو ماتې ورکړې خو پاکسان د دې لوبلړۍ درېیمه سیالې د ۹ ویکټو په توپير ګټلې وه.

پاکستان او نیوزیلنډ د دريو یو ورځنيو سیاليو لوبلړۍ هم لري، چې لومړۍ لوبه به يې د مارچ مياشتې په ۲۹ مه نېټه تر سره شي.