• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نور احمد لکڼوال د روان ای پي ایل په دوو لوبو کې تر ټولو ډيرې ویکټې واخیستې

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۰

نن په ای پي ایل کې چینای سوپر کینګز د رویالز چلینجر بنګلور په وړاندې لوبیږي. نور احمد لکڼوال په دغه لیګ کې په خپله دوهمه لوبه کې درې ویکټي واخیستې او دې سره تردې مهاله د روان لیګ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو.

د ای پي ایل اتمه لوبه نن د چینای سوپرکینګز او رویالز چلینجر بنګلور تر منځ د چینای په چپاک لوبغالې کې ترسره کیږي.

د لوبې پچه چینای سوپر کینګز ګټلې او د سیالې لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.

رویالز چلینجر بنګلور لوبډلې د ۷ ویکټو په زیان په شلو اورونو کې ۱۹۶ منډي جوړې کړې دي.

دغو دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې ګټلې او دوه دوه نمري لري.

د چای په لوبډله کې افغان لوبغاړی نور احمد لګڼوال هم لوبیږي.

نور احمد د خپلې تیرې لوبې په څیر نن هم ښه توپ اچونه وکړه او د بنلګور لوبډلې د بهترینو توپ وهونکو ویراټ کهولي، فهیل سالټ او ویلنګسټون ویکټې یې واخیستي.

نور احمد لکڼوال څو ورځې وړاندې هم په خپله لومړی لوبه کې څلور ویکټي اخیستې وي.

دمګړۍ نور احمد د ای پي ایل لیګ تر ټولو مخکښ ویکټه اخیستونکی دی او په دوو لوبو کې یې ۷ ویکټې اخیستې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د برېټانیا کرېکټ لوبډلې له افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې سره ۲۰ زره پونډه مرسته کړې

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د سکای سپورټ د راپور له مخې، د برېټانیا د نارینه وو کرېکټ لوبډلې د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره ۲۰ زره پونډه مرسته کړې ده.

سکای سپورټ د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د برېټانیا د نارینه وو کرېکټ لوبډلې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځینه وو کرېکټ لوبډلې د ملاتړ په موخه ۲۰ زره پونډه مالي مرسته کړې ده.

دغه پیسې د برېټانیا د لوبغاړو د ملګرتیا صندوق له لارې د ماریلبون کرېکت کلب د کډوالو لپاره د نړیوال کرېکت د مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.

د کډوالو لپاره د نړیوال کرېکت د مرستو صندوق د نړۍ په کچه له کډوالو سره د مرستې لپاره جوړ شوی چې موخه یې د یو میلیون پونډو راټولول دي.

د دغه صندوق د مرستو لومړنۍ تمرکز د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې لپاره د مرستو راټولول دي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ښځو ورزش باندې بندیز ولګید او ګڼې ښځینه لوبغاړې نورو هېوادونو ته کډوالې شوي.

د اتلانو جام سیالیو پرمهال د برېټانیا پر لوبډله خورا ډیر سیاسي فشارونه وو، چې له افغانستان سره لوبه تحریم کړي، خو د ویلز کرېکټ بورډ دا پرېکړه رد کړه او پر ځای یې د نړیوالې ګډې حللارې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې وکړې.

د مسلکي کرکټرانو د ټولنې رییس ډارېل مچل وايي:« کله چې ما د چمپينز ټرافي پر مهال د برېټانیا له لوبډلې سره په پاکستان کې وخت تېر کړ، نو روښانه شوه، چې لوبغاړي د کډوالو د نړیوال کرېکت صندوق ملاتړ کوي. مرستندویه بنسټ باید د دې نوښت لپاره وستایل شي او زه باور لرم چې د لوبغاړو مرسته به د هغو کسانو په ژوند کې بدلون راولي چې د بې ځایه کېدو له امله اغیزمن شوي.»

نیوزیلنډ له پاکستان نه د کریکټ شل اوره لوبلړۍ وګټله

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۰

نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلې په پنځمه شل اوره لوبه کې پاکستان ته په ۸ ويکټو ماته ورکړه او د پنځو سیاليو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. په دې پنځه شل اوره لوبلړۍ کې ۴ سيالۍ کوربه نيوزيلنډ او یوه پاکستان کرېکټ لوبډلې ګټلې.

د نیوزیلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځمې شل اوره لوبې پچه کوربه نیوزیلنډ وګټله او لومړۍ يې د ډګر ساتنې او توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ مندې هدف وټاکه.

نیوزيلنډ لوبډلې دغه هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په لسم اور کې پوره کړ او پاکستان لوبډلې ته يې د ۸ ويکټو په توپير ماته ورکړه.

نیوزيلنډ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۹ ويکټو، په دویمه کې په ۵ ويکټو، په څلورمه کې په ۱۱۵ منډو په توپير او په پنځمه لوبه کې په ۸ ويکټو ماتې ورکړې خو پاکسان د دې لوبلړۍ درېیمه سیالې د ۹ ویکټو په توپير ګټلې وه.

پاکستان او نیوزیلنډ د دريو یو ورځنيو سیاليو لوبلړۍ هم لري، چې لومړۍ لوبه به يې د مارچ مياشتې په ۲۹ مه نېټه تر سره شي.

ریچارډ بینېټ په نړیوالو سیالیو کې د افغان ښځینه فوټبالرانو ګډون غواړي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په نړیوالو سیالیو کې د جلاوطنه افغان ښځینه فوټبالرانو د ګډون غوښتنه وکړه. هغه د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) څخه وغوښتل چې د طالبانو د سیستماتیک جنسیتي تبعیض پر وړاندې قوي دریځ ونیسي.

د ملګرو ملتونو دغه استازي د چارشنبې په ورځ پرخپل اېکس ولیکل چې دی د افغان ښځینه فوټبالرانو تر څنګ ولاړ دی او له دوی ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، « زه د ورزش او حقونو ایتلاف له غوښتنې ملاتړ کوم، چې له فیفا یې غوښتي د ښځو پر ضد د سیستماتیکو محدودیتونو پر وړاندې قاطع دریځ ونیسي. همدارنګه، زه غواړم جلاوطنه افغان ښځینه فوټبالرانې چې په افغانستان کې له لوبو منع شوې دي، په نړیوالو سیالیو کې برخه واخستلای شي».

له دې وړاندې، د ورزش او حقونو ایتلاف هم له فیفا غوښتنه کړې وه چې د افغان ښځینه فوټبالرانو پر ضد سیستماتیک تبعیض ودروي اونړیوالو سیالیو ته د دوی د بیرته ستنېدو لپاره ګام واخلي.

یو شمېر نړیوالو بنسټونو لکه د بشر حقونو څارډلې هم د یوه رپوټ په خپرولو سره له فیفا غوښتنه کړې چې سیالیو ته دجلاوطنه افغان ښځینه فوټبالرانو د بیرته ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

فیفا په دې وروستیو کې په یو لیک کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو وضعیت جدي څاري.

په لیک کې فیفا ویلي، « د ښځو فوټبال ملاتړ زموږ د ماموریتونو په سر کې دی او موږ هڅه کوو چې فوټبال ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره عملي او دوامدارې لارې پیدا کړو».

د بښنې نړۍوال سازمان: فیفا باید په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و لوبډله په رسمیت وپېژني

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره د فوټبال له نړۍوال فدراسیون «فیفا» غوښتنه کړې، چې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي.

په دغه راپور کې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د فوټبال ښځینه‌و لوبډلې لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه هم شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې فېفا باید په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و فوټبالرانو پر وړاندې د تبعیض د ختمولو لپاره اقدام وکړي او نړۍوالو سیالیو ته د دوی بېرته راستنېدو لپاره لاره هواره کړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې فیفا د افغان ښځینه فوټبالرانو په اړه یو لیک استولی.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون له‌خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د مېرمنو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا د مېرمنو د فوټبال اسیایي جام د غوراوي په ډله کې شامله نه ده.
د بښنې نړۍوال سازمان، ملګري ملتونه، د بشري حقونو څار او نورو مدني ټولنو غوښتنه کړې، چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په توګه وڅېړل شي او د ښځینه فوټبالرانو پر وړاندې د هر ډول توپیري چلند خنډ لرې شي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې خالده پوپل ویلي: «که فیفا خپل قوانین بدل کړي او موږ ته اجازه راکړي، چې لوبې وکړو؛ نو موږ کولی شو نړۍ ته وښیو چې افغان ښځې او نجونې په سپورت، ښوونه او رورونه کې پیاوړې دي او موږ به ماتې ونه خورو.»

د بشري حقونو بنسټونه: فیفا دې د افغان مېرمنو جلاوطنه فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې د فیفا نړیوال سازمان دې په جلاوطنۍ کې د افغان مېرمنو فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژنې او مرسته دې ورسره وکړي. د طالبانو بیا ځلي راتګ سره د افغان مېرمنو د فوټبال لوبډله د فوټبال له بېلابیلو پړاوونو اېستل شوې ده.

د فوټبال نړیوال سازمان فیفا له خوا په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان د مېرمنو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا د مېرمنو د فوټبال اسیایي جام د غوراوي په ډله کې شامله نه ده.

دا لوبې د ۲۰۲۷ کال د مېرمنو نړیوال جام د وړتیا لپاره ترسره کیږي. دا د نړیوال جام د غوراوي دوهم پړاو دی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان مېرمنو ملي لوبډله له دې پړاوه ایستل شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان د مېرمنو ملي لوبډلې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د راتګ له امله وطن پرېښود او دغه ډله د مېرمنو پر وړاندې توپیري چلند کوي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې د کمپاین غړې سمیرا حمیدي وویل:«نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان او نورو مدني ټولنو سره په ګډه د بشري ضد جرم په توګه د طالبانو د جنسیتي توپیر چلند د څېړلو غوښتنه کړې ده.»

بلخوا د فوټبال نړیوالې ادارې «فیفا» د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې له رسمیت پېژندنې څخه ډډه کړې ده.

د افغانستان د مېرمنو فوټبال لوبډلمشرې فاطمې یوسفي له دې وړاندې ویلي و، چې فیفا د دوی له پر له پسې غوښتنو سره - سره هم دوی ته ځواب نه دی ویلی او د هغې په وینا چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د طالبانو په کنټرول کې دی.

دوی د یوه غوښتنلیک په لیکلو سره چې تر سل زرو زیات لاسلیکونه پکې شوي، له فیفا څخه غوښتي چې اجازه ورکړي یو ځل بیا د افغانستان استازیتوب وکړي.