• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: فیفا باید په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و لوبډله په رسمیت وپېژني

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره د فوټبال له نړۍوال فدراسیون «فیفا» غوښتنه کړې، چې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي.

په دغه راپور کې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د فوټبال ښځینه‌و لوبډلې لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه هم شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې فېفا باید په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و فوټبالرانو پر وړاندې د تبعیض د ختمولو لپاره اقدام وکړي او نړۍوالو سیالیو ته د دوی بېرته راستنېدو لپاره لاره هواره کړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې فیفا د افغان ښځینه فوټبالرانو په اړه یو لیک استولی.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون له‌خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د مېرمنو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا د مېرمنو د فوټبال اسیایي جام د غوراوي په ډله کې شامله نه ده.
د بښنې نړۍوال سازمان، ملګري ملتونه، د بشري حقونو څار او نورو مدني ټولنو غوښتنه کړې، چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په توګه وڅېړل شي او د ښځینه فوټبالرانو پر وړاندې د هر ډول توپیري چلند خنډ لرې شي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې خالده پوپل ویلي: «که فیفا خپل قوانین بدل کړي او موږ ته اجازه راکړي، چې لوبې وکړو؛ نو موږ کولی شو نړۍ ته وښیو چې افغان ښځې او نجونې په سپورت، ښوونه او رورونه کې پیاوړې دي او موږ به ماتې ونه خورو.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر تر ۸۷۶‌ زرو لوړ شوی

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د پاکستان دولتي رسنۍ (پي ټي وي) خبر ورکړی، چې د روانې (مارچ تر ۲۳مې نېټې) له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۸۷۶،۵۷۶ ته لوړ شوی دی. دغه لړۍ چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې پیل شوې وه، لاهم روانه ده.

دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري ستنولو دویم پړاو په درشل کې دی.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې دې له دغه هېواده ټول بې اسناده او د اې سي سي کارت لرونکي افغانان په خپله خوښه ووځي؛ کنه له جبري اېستنې سره به مخ شي.

په دغو کډوالو کې به هغه افغان بندیان هم شامل وي، چې د بند موده یې بشپړه شوې ده.
تمه کېږي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو به د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شي.
خو د دغې مودې تر بشپړېدو وړاندې هم د تورخم دروازې د خلاصېدو په لومړۍ ورځ پاکستان څه باندې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواده و اېستل.
له بل پلوه هغه ۵۳ افغان ماشومان چې د اغزن تار په پرېکولو سره پاکستان ته د کار په لټه اوښتي وو؛ افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې د دویم پړاو په درشل کې تازه تېره ورځ د دغه هېواد د کورنیو چارو فدرالي وزارت د پښتونخوا له حکومت څخه په دغه ایالت کې پر زده‌کړو د بوختو افغان زده‌کوونکو معلومات غوښتي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د ملي امنیت څانګې د پښتونخوا کورنیو چارو وزیر ته یو لیک استولی، چې په کې په دغه ایالت کې د ثبت شویو افغان زده‌کوونکو د معلوماتو غوښتنه شوې ده.

په دغه لیک کې د کورنیو چارو فدرالي وزارت له‌خوا لیکل شوي، چې دغه معلومات باید (د مارچ تر ۲۷مې نېټې) پورې ورته واستوي.
دغه غوښتنه وروسته له هغه کېږي، چې د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو د مرکزي حکومت پرېکړه منلې ده.
د سند حکومت هم د بې‌اسناده او اې‌سي‌سي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

ګنډاپور: له کرښې پورې غاړه له راتلونکو ترهګرو سره د مبارزې لپاره به پالیسي جوړه شي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د جیونیوز د خبر له مخې، د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ د ایالتي حکومت چارواکو په غونډه کې نوموړي ویلي، چې د کرښې هاخوا څخه د راتلونکو ترهکرو او پېښو سره د مبارزې لپاره به یوه نوې پالیسي جوړه شي.

ګنډاپور زیاته کړې، چې د فدرالي حکومت څخه د اجازې له ترلاسه کولو ورسته به د طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړي.

جیونیوز وایي، چې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو فعالیتونو پر زیاتوالي به وزیر امین ګنډاپور له فدرالي حکومت سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي هم رسنیو ته ویلي و، چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنه ترهګري له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، او ترهګر په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په ګټه اخیستنې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی حکومت وپرځېد؛ د افغان طالبانو ملګرې ډله «ټي‌ټي‌پي» په پښتونخوا کې خپل فعالیتونه خورا چټک او پراخ کړل.

د پاکستان حکومت ادعا لري، چې د یادې وسله‌والې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو یو لوی لامل دا دی، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې ورته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې بریدونه تنظیموي.

پاکستان په نړۍوالو غونډو او رسنیو کې غوغا جوړه کړې، چې طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

افغان طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او «ټي‌ټي‌پي» یې د یاد هېواد کورنۍ امنیتي ستونزه بللې ده.

هندي رسنۍ: ښایي امریکا په کابل کې خپل سفارت پرانېزي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۰

هندي رسنۍ نیوز ۱۸ لیکلي، متحده‌ایالت د طالبانو پر وړاندې د خپل سیاست د بدلون په حال کې دی. واشنګټن له طالبانو سره د اړیکو بیا پیلېدو ته چمتووالی نیسي او ښايي په کابل کې خپل سفارت هم پرانېزي.

په راپور کې د سپینې ماڼۍ د سرچینو له قوله راغلي، چې دا اقدام د طالبانو او ټرمپ ترمنځ د «مخ پر زیاتېدونکي ښه نیت» څرګندونه کوي.

راپور زیاتوي، طالبانو تل خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط لوېدیځ ته د کډوالۍ لامل کېدای شي، داسې ښکاري چې دغه خبرداري واشنګتن مرستې او ډېپلوماټیکو ښکېلتیا لپاره لېواله کړی دی.

نیوز ۱۸ په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو په اړه زیاته کړې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادلې د دوی ترمنځ ډېپلوماټیکو خبرو ته لار هواره کړې ده.

نوموړې رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مېلیونونو ډالرو جایزو له نوملړ څخه د حقاني او د هغه د کورنۍ د درېیو نورو غړو د نوم اېستل د کابل په تړاو د واشنګټن د چلند د بدلون یوه ښکاره نښه ګڼلې ده.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر په اړه په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، چې طالب چارواکو د ډونالډ ټرمپ له استازي سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ له العربیه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، دوی له امریکايي حکومته غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې دغې ډلې ته وسپاري او په کابل کې دې د امریکا سفارت بېرته پرانېزي.

مجاهد ویلي، چې دا ډله د امریکايي پلاوي ځواب ته انتظار باسي.

د بندیانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ د سلاکار اډم بولر په مشرۍ یو امریکايي پلاوي او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور تېره اونۍ کابل ته سفر وکړ.

له دغه سفر وروسته طالبانو یو امریکايي بندي خوشې کړ.

امریکايي پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل، خو ځینو سرچینو ویلي، چې دغه پلاوی کابل ته تر سفر مخکې کندهار ته تللی او هلته یې د ملاهبت‌الله او د هغه له نږدې کسانو سره لیدلي دي.

دا هندي رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مېلیونونو ډالرو له لېست څخه د حقاني او د هغه د کورنۍ د درېیو نورو غړو د نوم اېستل د کابل په اړه د واشنګټن د چلند د بدلون یوه ښکاره نښه ګڼلې ده.

ذبیح الله مجاهد هم د دغو جایزو د لغوه کولو په اړه ویلي، چې د امریکا حکومت د جورج ګلیزمن د خوشې کېدو په غبرګون کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو لپاره د جایزو د لغوه کولو په ګډون نور ګامونه پورته کړي دي.

د طالبانو ویاند د امریکا دغه پرېکړه د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي: «افغانستان د ښو اړیکو جوړولو ته چمتو دی او لکه څنګه چې مې مخکې وویل، موږ د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړول غواړو.»

د طالبانو د مالیې وزارت: تېرکال د زرګونه ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخنیوی شوی

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت په یوه بیان کې ادعا کړې، چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په بهیر کې د دغه وزارت د څارنې کارکوونکو د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې ۵۲ زره او ۲۹۲ ټنه توکي کشف او نیولي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې زیاته کړې، چې په ترلاسه شویو قاچاقي توکو کې طبي، زراعتي او یوناني درمل او همداراز خوراکي او غېرخوراکي شامل دي.

د طالبانو د مالیې وزارت په بیان کې راغلي، دا توکي په قاچاقي ډول او پر پټو لارو له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل، چې په دې پېښو کي تورن کسان هم‌مهاله اړوندو پلټونکو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د دغه وزارت په بیان کې همداراز ویل شوي، چې د یاد وزارت د څارنې کارکوونکو د ۱۴۰۳ لمریز کال په موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۵۹ زره ټنه صادراتي قاچاقي توکي لکه زړه اوسپنه، د انسان ويښتان او نور توکي نیولي دي.

‏طالبانو ادعا کړې، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له‌خوا د هېواد په ګمرکونو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه شوې او په وینا یې، د قاچاقي توکو د لېږد رالېږد کلک مخنیوی شوی دی.

د یادونې ده، چې د طالبانو مالیې وزارت څه موده مخکې هېواد ته د دوو اوونیو په بهیر کې د ۷۰ زره او ۸۶۲ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی و.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي و، چې دا توکي د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ترلاسه شوي او په وینا یې، قاچاق‌وړونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

هیلري پاور: اروپايي ټولنه دې د افغانستان د بشري حقونو ناورین په اړه غبرګون وښيي

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۰

د بشري حقونو د څار ادارې یوې مسوولې هیلري پاور په یوې مقاله کې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې او شواهدو د خونديتوب لپاره دې سملاسي د یو خپلواک او هراړخیز میکانیزم په برخه کې اقدام وکړي.

پاور په خپلې مقاله کې چې د بشري حقونو د څار بنسټ د سې شنبې په ورځ (د کب ۵مه) خپره کړې، دا میکانیزم د طالبانو د ناوړه جرمونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ځپونکو اقداماتو پر وړاندې د دغې ډلې د ځواب‌ویلو لپاره یوه مهمه وسیله بللې ده.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ورځ تر بلې پراخېږي او د دغو جرمونو شواهد په چټکۍ سره له منځه وړل کېږي.

هغې په دې مقاله کې د بشري حقونو په برخه کې د اروپایي ټولنې له‌خوا د پرېکنده اقدام د نشتوالي په تړاو نارضایتي ښودلې ده او په وینا یې، سره له دې چې اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي پراخ ملاتړ کوي، خو تر اوسه یې په افغانستان کې د طالبانو د ځواب‌ویلو میکانیزم او خپلواکې څېړنې د رامنځته‌کېدو لپاره کوم مشخص وړاندیز نه دی کړی.

هیلري پاور دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې تېره اوونۍ د ایسلېنډ په مشرۍ او د چیلي او سوېلي افریقا په ملاتړ یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې د تېرو او روانو بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د طالبانو د ځواب‌ویلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

دغو هېوادونو په یوه ګډ خپاره کړي بیان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندیز کړی و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ځپونکو سرغړونو د څېړنې لپاره باید یو خپلواک او هراخیز څېړنیز میکانیزم رامنځته شي.