د واشنګټن په شمال ختیځ کې د چاقو په برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي

د واشنګټن ډي سي پولیس وايي، چې د پنجشنبې په ماسپښین د واشنګټن په شمال ختیځه سیمه کې څو کسان په چاقو وهل شوي دي. پولیسو د متحده ایالاتو د بوټو پېژندنې ملي باغ ته نږدې د ټرینیډاد ډیری سیمې د ترافیکو پرمخ وتړلې.
د واشنګټن پوسټ په وینا، پولیسو په ایکس پاڼه لیکلي، چې له دغې پېښې وروسته یو کس نیول شوی دی.
د برېټانیا ورځپاڼې انډیپینډنټ راپور ورکړی چې اوه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.