په داسې حال کې چې پاکستان د سلګونه زره افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو خپلې هڅې چټکې کړې دي، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر دغو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو پر ځای په ولسي او سیاسي ناستو ولاړو کې بوخت دی.
د (وري ۱۴مه) د طالبانو کډوالو وزارت پر اېکس پاڼه له قومي مشرانو، دیني عالمانو او د طالبانو د کابینې له څو تنو غړو سره د ولسي او سیاسي ناستې په اړه د مولوي کبیر د لیدنو خبر ورکړی دی.
په دغه ناسته کې مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې طالبانو په تېر اختر کې لازم امنیتي تدابیر نیولي و او له همدې کبله دغه ورځې پرته له کومې امنیتي پېښو ونمانځل شوې.
مولوي کبیر بیا په دغو ناستو کې د افغان کډوالو او بېرته راستنیدونکو په تړاو هېڅ نه دي ویلي.
هم مهاله پاکستان په خپلو حکومتي ناستو کې د افغان کډوالو ایستل کیدو ته لومړیتوب ورکړی، خو د طالبانو یاد وزارت لا تر اوسه پورې د بېرته ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د چمتووالی یا هم اسانتیاوو برابرولو په تړاو تازه هېڅ نه دي ویلي.
له پاکستان څخه د افغان کډوال ایستل کیدل به د طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه وي، ځکه لا تر اوسه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغو کډوالو ښه راغلاست او ورته د امکاناتو چمتو کیدو لپاره هېڅ نه دي شوي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، په تورخم کې د طالبانو له لوري د کډوالو د هرکلي یا هم ورته د خدمتونو د چمتو کیدو لپاره لا تر اوسه هېڅ ډول فعالیت نه تر سترګو کېږي.
د سرچینې په خبره، په تورخم ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له لوري ځینې وړې خیمې د کډوالو د ښه راغلاست لپاره لګیدلي، خو د پاکستان د کډوالو ستنولو تازه څپه به خورا لویه وي او پر دغو شته امکاناتو هېڅکله د مدیریت وړ نه ده.
مولوي عبدالکبیر که څه هم د اختر په ورځو کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان کډوالو د باعزته ستنولو په برخه کې دې همکاري وکړي او په یو ځل دې ډېر شمېر کسان نه ورلېږي، خو د ستنیدونکو سره د مرستو لپاره یې د هېڅ راز اقداماتو یا تدابیرو یادونه ونه ګړه.
اندېښنې دا دي، چې له ایران او پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال نه یوازې دا چې په کور دننه به د روزګار له کمښت سره مخ شي، بلکې د کافي بشري مرستو د نشتوالي له امله ښايي د لوږې له جدي ناورین سره هم مخ شي.
د ملګرو ملتونو له لوري لا له وړاندې اندېښنه ښودل شوې، چې په افغانستان کې د غربت کچه مخ په ډیریدو ده او د دغو کډوالو په ورتګ سره ښايي دا کچه نوره هم لوړه شي.
هغه وویل: «نه پوهېږم چې دلته به تر کومې پورې خوندي پاتې شو. دا هم نه ده معلومه چې افغانستان ته به مو وشړي او که بل ښار ته به ځان اوباسم.»
د موسیقۍ او افغان کډوالو پر ضد فشارونه
سندرغاړی ندیم بخش د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه دی، چې د پاکستان له لوري د بې اسنادو افغانانو د ایستل کیدو له اعلان وروسته یا په پټو ځایونو کې ژوند کوي او یا هم د پاکستان پرېښودو ته مجبوره شوي دي.
د پاکستان حکومت د مارچ په ۷مه پرېکړه وکړه، چې ټول ناقانونه افغان کډوال باید د هماغې میاشتې تر پایه خپل هېواد ته ستانه شي، خو لیدل کېږي چې په دغه موده کې اوس مهال بدلون راغلی دی.
د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، د افغان کډوالو ایستل کیدو بهیر یې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د اپریل تر لسمې ځنډولی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واک ته رسیدو راهیسې پر موسیقۍ او سندرغاړو سخت بندیزونه لګیدلي دي.
د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بللې، د موسیقۍ الې یې ماتې کړي، د موسیقي ښوونځي یې بند کړي او ان په بېلابېلو پېښو کې یې هنرمندان هم ځورولي دي.
له همدې کبله ډېری هغه افغان موسیقي غږوونکي او سندرغاړي پاکستان ته کډه شوي او نشي کولای چې د دغو بندیزونو له کبله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان د کراچۍ ښار د بشري حقونو وکیله مونیزه کاکړ وايي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ۱۰۰۰ ډېر افغانان نیول شوي او تر ۲۰ زره زیات په زور ایستل شوی دي.
حویده چې یو وخت د موسیقۍ ښوونکی و، په ۲۰۲۲ کال کې د موسیقۍ د یوه بنډار له کبله د طالبانو له لوري ونیول شو او هغه پرېکړه وکړه چې نور یې په خپل هېواد کې ژوند ستونزمن شوی. له همدې امله نوموړی پاکستان ته کډوال شوی دی.
د ده په وینا: «که افغانستان ته لاړ شم ښايي ووژل شم. طالبان له ما کرکه لري، ځکه زه هزاره یم، شیعه یم او موسیقي هم کوم. دوی زموږ هنر حرام بولي.»
خو طالبانو څو څو ځله ویلي چې هزاره ګان باید له طالبانو ونه ډار شي او هغوی په افغانستان کې د نورو وګړو په څېر د ژوند ځانګړي حقونه لري.
طالبانو موسیقۍ غږوونکو ته دا هم په ډاګه ویلي، چې د دغه هنر پالل په اسلامي شریعت کې حرام کار دی او باید د نورو کارونو په موندلو سره له دې کسبه لاس واخلي.
څو ورځې وړاندې د فرانسې په بوردو ښار کې یو افغان ځوان راپاڅېد او بل افغان ځوان یې د ښار منځ کې په چاړه حلال کړ او په سړه سینه ورته کېناست چې هغه مړ شي او دی پولیس ونیسي. دغې او دې ته ورته نورو ګڼو پېښو اروپایانو ته د افغانانو په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.
دا لومړنۍ او له بده مرغه روستۍ پېښه نه ده. ښايي ډېر ښاغلي به استدلال کوي، چې جنايي پېښې خو هرځای پېښيږي، خو ربړه و بدمرغي دا ده، چې د افغانانو ترمنځ ډېرې پېښيږي او زموږ په ټولیزه حافظه کې عادي ګڼل کیږي و هېریږي.
موږ د یوه ملت په توګه ولې بېعاطفې شوي یو؟
دا زموږ د معاصر ټولنیز ژوند یوه مهمه پوښتنه ده. موږ ایډیولوژیو له انسانیت او عاطفې څخه لرې کړې یو، دا ایډیولوژۍ هم سیاسي دي هم عقیدوي.
په ګډه حافظه کې د جنایتونو او وحشت هېرېدل او عادي کېدل د دغې سراسري بې عاطفهګۍ سرایت د تداوم او تکرار لامل کیږي.
ایډیولوژي د انسان له وجود څخه بهر دومره زورور عامل دی، چې د انسان فطري او بیخي طبیعي ځانګړنې او ارزښتونه هم بدلوي، ترې هېروي یې او ان چې په وړاندې یې دریږي هم. اعتقاد چې منحرف شي، له انسان څخه لیوه جوړوي داسې لیوه چې نور انسانان داړي. ایډیولوژي او اعتقاد که په افراطي بڼه شیوع ومومي د یوې ټولنې انسانان په قصابانو بدلوي او د ټولیز سادیزم په داسې ډلهییزه ناروغۍ یې اخته کوي، چې یو د بل له وژلو، داړلو او د وینو له بهولو څخه خوند اخلي.
دا د ارواپوهنې یو علمي بحث دی، چې سادیزم (بلځورونه) او مازوخیزم ( ځانځورونه) یوازې په وګړي کې دننه د رواني انحراف له امله رامنځته کیږي،که له وجود څخه بهر فرهنګي، ټولنیز و طبیعي عوامل یې هم لامل ګرځېدلای شي. له انساني وجود څخه بهر عوامل چې په انسان کې سادیزم، مازوخیزم یا بل هر ډول رواني انحراف رامنځته کولای شي، لوی ګواښ یې دا دی، چې یوازې په یوه وګړي پورې محدوده نه پاتېږي او د یوې ټولنې ګڼ وګړي پرې اخته کیږي، چې په هغه صورت کې ټولنیز بحران رامنځته کوي.
راځئ لومړی د سادیزم او مازوخیزم ساده تعریفونه وګورو:
۱.سادیزم (Sadism)
سادیزم په ساده ژبه د بل له ځورولو او کړولو څخه خوند اخیستل دي. دا هغه حالت دی، چې یو کس له دې څخه خوند اخلي، په ځانګړي ډول جنسي لذت، چې پر بل وګړي فزیکي یا رواني درد، کړاو، یا سپکاوی وارد کړي.
۲.مازوخیسم (Masochism)
مازوخیسم هغه حالت ته ویل کېږي چې یو کس په خپل ځان د درد، سپکاوي، یا کړاو له زغملو څخه خوند واخلي، په ځانګړي ډول جنسي لذت احساس کړي.
له رواني و بیولوژيکي پلوه د سادیزم و مازوخیزم ریښې په جنسي انحراف کې نغښتې دي، خو که دا دواړه ناروغۍ د ایډیولوژیکو – اعتقادي عواملو له کبله ټولنیزې شوې، په بشري بحران بدلیږي او یوه ټولنه په ټولیزې بېرحمۍ اخته کوي.
دا حتمي نه ده، چې په ټولیزه بېرحمۍ دې د اخته ټولنې ټول وګړي هرو مرو نور انسانان ووژني، ویې کړوي او له کړاو څخه دې یې خوند واخلي، بلکې د دغو بېرحمیو په وړاندې بېتفاوتي او د هغو عادي امر ګڼل هم د داسې ناروغۍ کمزورې بڼه ده، د افغانستان ګڼ شمېر وګړي په دې بې تفاوتۍ اخته دي. دا ځکه چې هره برخه یې له یوې ډلې یا داسې افرادو څخه ملاتړ کوي، چې هغوی دلته افغانان وژلي دي. له انساني قاتلانو څخه اتلان جوړول او بیا یې ټولیز ملاتړ هم د تولنیزې بېعاطفهګۍ د بحران یو حالت دی. موږ ولې خپل قصابان و جلادان د خپلو واکمنو په توګه منلي دي، ایا موږ هم د دغه ټولنیز بحران یوه برخه یو؟
درې نسله کیږي، چې موږ افغانان یو بل سره وژنو او فکر کوو، چې یو د بل له وژنو څخه ثواب ګټو، جنت ته ځو او یا خپلې سیاسي ایډیولوګ ته په وفادارۍ کې تر نورو وړاندې یو. په پولیګونونو کې له ژوندیو خښولو رانیولې، تر بمونو، راکټونو، ترورونو، کوڅه په کوڅه کورنیو جنګونو، بې پته کولو، په دښتو او جنګي کلاوو کې تر ټولوژنې او زرګونو ځانمرګیو پورې مو ټولیزه بېرحمي دې برید ته ورسوله، چې د وړکتون په ماشومانو مو هم ځانمرګي بریدونه وکړل او کله چې د ماشومانو ګل ګل غوښې په دیوالونو نښتې له ډېره خونده مو چیغې کړې، چې الله اکبر!!!
موږ خپله یا په پردیو الوتکو ودونه او جنازې بمبار کړې او په جوماتونو کې مو یوبل ته بمونه کېښودل او کله مو چې لمونځکوونکي په کې والوځول، نو باور مو دا و، چې تر بل هرچا به مخکې همدا موږ جنت ته ځو.
وګورئ، چې ایډيولوژي، څنګه عاطفه وژلای شي. عاطفه، اخلاق او زړه سوی خو لا پرېږده، چې عقل هم له منځه وړي او هغه وخت چې ماشومان وژنو او په بدل کې یې جنت ته د رسېدو له ذوقه د تکبیر چیغې وهو، نو عقل د دې په پوهېدو کې مرسته راسره نه کوي ، چې غلط روان یو او لار مو په تورکیستان ده.
زموږ د بېرحمۍ او وحشت لویه توجیه او دلیل دا دی، چې ښه کوو، ولې پرون هغه نورو داسې او هسې نهکول؟
مجاهدینو میلیونونه افغانان په دې نامه ووژل، چې د دوی په ژبه کمونیستانو هم خلک وژل، د مجاهدینو د مدرسو دویم نسل ځکه خلک وژل، چې ویل یې: شر وفساد (مجاهدینو) هم خلک وژل، بیا ځلې چې مجاهدین د امریکا په مرسته واک ته ورسېدل، بیا یې خلک هم پخپله هم په امریکایانو ځکه وژل، چې ویل یې: تالیبانو هم خلک وژل، تالیبانو په ځانمرګیو او نورو بریدونو کې خلک وژل، ځکه چې جمهوریتي مجاهدینو هم خلک وژل، نن یې هم په همدې نوم وژني او سبا به هم کیسه همداسې روانه وي، سپین بیرغ، تور بیرغ، شین بیرغ، جمعیت و حزب و حرکت و کمونیست و ...
درې نسله ملت نهیوازې چې د خپلو جنازو په وړاندې بېپروا دی او قتل و قتال خپل محتوم برخلیک ګڼي، بلکې د خپلو بچیو وژونکي خپل اتلان او واکمنان ګڼي. د همدې ملت یوه برخه د بلې برخې قاتلان په اوږو ګرځوي او هغه بله برخه د دې بلې برخې جلادان خپل اتلان بولي. واکمن، اتلان، جلادان بل هېڅ کمال نه لري، یوازینی کمال یې دا دی، چې یو تر بله ډېر خلک وژلای شي. درې نسله وحشت او قتال دا باور یقیني کړی دی، چې (نر) هغه دی، چې ډېر وژل کولای شي،واک، ځواک، پیسې او قدرت باید له هغه چا سره وي، چې د دې وطن لویه برخه انسانان یې وژلي وي. همدا د عامه باور یوه برخه ده. ټولنیز سادیزم په همدې باور کې ریښه لري. دا خونړی باور په چټکۍ سرایت کوي او دا دی درې نسلونه پرې ککړ دي.
موږ ولې قصابان و جلادان خپل اتلان او اولیالامر ګڼو؟
له دوی سره د خلکو د یوې برخې تړاو، یا قومي دی، یا مذهبي، یا سیمهییز، یا ژبنی، یا له ډاره، یا له تمې و ګټې، یا د ځانساتنې لپاره او یا هم له بله پلوه، خو تر ټولو ځواکمن تړاو یې دیني (اعتقادي) او قومي دی. ډېره برخه خلک ځکه د ملت د یوې برخې قاتلان او جلادان په خپلو اوږو سپاره ګرځوي، چې غواړي د دوی به برکت جنت ته ولاړ شي. په پاکیستاني مدرسو کې داسې روایتونه پرېمانه تولید شوي، چې یو وژونکی څومره څومره خلک له ځانونو سره جنت ته بیولی شي او شفاعت یې کړلای شي.
ترهغو چې افغانوژنه ثواب و صواب ګڼل کیږي، ترهغو به دا کیسه روانه وي. بله خبره دا ده، چې موږ له «غیرت» څخه هم یو ناسم او منفي پېژاند لرو. درې نسلونه چې له وینو بهولو سره روږدي شوي، وار وار یې دا د لاشعور په غوږ کې زمزمه شوې خبره ده، چې غیرت یعنې د قتل کولو شهامت. په تېرو څلویښتو کلونو کې موږ په زرګونو خپل هېوادوال د دې لپاره هم په خپلو لاسونو وژلي، چې خلکو ته ځانونه غیرتي زبات کړو. هرچا چې د انساني عاطفې او اخلاقو خبره کړې، موږ بېغیرته بللی او له (نر) توبه مو ایستلی دی.
موږ په ایډیولوژیکو او سیاسي جګړو کې پرېمانه ماشومان، ښځې او عام افغانان وژلي او بیا مو ځانونه په دې متل خلاص کړي، چې: « په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي.» بیا مو دا انګېرلې، چې پخه خبره مو وکړه نو خلک هم راسره قانع شول. د فردیت عقده هم په موږ کې قوي ده، موږ د وګړوالې Individualismپه بده انزوايي عقده هم اخته یو، د بل انسان غم او درد په ځان کې نه احساسوو، د هغې بورې، ورارې، کونډې و یتیمې مېرمنې درد خپل نه بولو چې د کورنۍ غړی یې وژل شوی دی. د افغانستان ټولنه لکه د محشر ورځ بس ځان په ځان سودا ده. ریښتیا خو دا ده، چې ټولیزه همدردي د ټولنیزې سولې بنسټ وي.
موږ کله کله چې کومې ډلې ته ویلي: ولې خلک وژنئ؟ هغوی راته ویلي: ولې؟ خو پخوانیو هم خلک وژل؟ موږ ورته چوپ شوي یو او په سکوت کې مو دا ورسره منلې، چې ګواکې نو ته هم حق لرې خلک ووژنې، ځکه تر تامخکې نورو هم دا کار کړی دی.په دې ټولنه کې قاتل و جلاد د نورو د وحشت په یادولو ځان خلاص کړی دی او دا نسخه لا هم کار ورکوي، ځکه خو د بېرحمۍ او سادیستي انحراف ناروغي په چټکۍ خپریږي.
موږ تر هرراز سمون وړاندې یوه فرهنګي انقلاب او ټولنپوهنیز سمون ته اړتیا لرو. موږ باید قتل و وحشت له ثواب، صواب، غیرت، جنت او صفت څخه وڅنډو او یوازې د یوه بشري جنایت پېژاند ورکړو، دا چې د داسې فرهنګي اوښتون او اصلاحي بدلون جزیات او میکانیزمونه باید څه وي؟ په دې فکر کول او خبرې اترې و بحث پرې راپارول بویه. که ځوان روښانفکر نسل په دې خبرې وکړي، باور لرم چې د راروانو نسلونو د ویښتیا و روښانتیا ترڅنګ به له دې ټولنیزې بدمرغۍ او ګډ رواني انحراف و ناروغۍ څخه د ژغورنې یوه لار ومومو.
دغه ارزونه چې د دې موسسې د څلورو ډاکټرانو او د ارواپوهانو له خوا ترسره شوې، دا هم په ډاګه کوي چې ایستل شوي کسان هغه کسان دي چې له طالبانو څخه تښتېدلي او یا هم په ایران کې له اسلام څخه عیسویت ته اوښتيدي.