ګروسي: د یوې تباهۍ د مخنیوي لپاره تهران ته ځم

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ارجنټاین له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، په راتلونکو اوونیو کې تهران ته ځې. د هغه د سفر موخه د ایران او امریکې ترمنځ د مقابلې د احتمال کمول دي.

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ارجنټاین له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، په راتلونکو اوونیو کې تهران ته ځې. د هغه د سفر موخه د ایران او امریکې ترمنځ د مقابلې د احتمال کمول دي.
هغه خبرداری ورکړ: "دا مقابله په واقعي توګه ویجاړونکې کېدای شي."
تر دې مخکې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر ویلي و، تمه لري چې د اپرېل میاشتې تر پایه د ایران د اټومي موافقې په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
گروسي د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل: "موږ د سفر د نېټې په ټاکلو بوخت یو، چې ممکن د اپرېل په پای کې ترسره شي."
تهران ته د ګروسي سفر په داسې حال کې پلان شوی، چې پر ایران د امریکا د پوځي برید احتمال او د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې مطرح دي.
ایران ته د ګروسي د سفر په درشل کې د ملي مجلس د امنیت کمېسیون په یوه بیانیه کې وویل: «موږ ګروسي ته مشوره ورکوو چې دا اداره د نړۍ د ځینو زورواکو د استفادې له وسیلې څخه لرې کړي. د ایران ټول اټومي فعالیتونه د ادارې تر څارنې لاندې دي او په بشپړ ډول سوله ییز دي.»


امریکايي مېلیاردر اېلان ماسک چې ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د شنبې په ورځ هیله وښوده چې په راتلونکي کې به د امریکا او اروپا تر منځ د سوداګرۍ بشپړه ازادي رامنځته شي.
ماسک دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د تعرفو اعلان وکړ.
ماسک چې د امریکا ولسمشر ته نږدې کس بلل کېږي، هڅه کوي چې بېځایه دولتي لګښتونه له منځه یوسي.
هغه وویل: «هیله لرم چې بالاخره دواړه خواوې (اروپا او متحده ایالات) په دې موافقه وکړي چې د دوی ترمنخ تعرفه صفر حالت ته لاړه شي، چې دا به په عملي ډول د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ یوه حوزه جوړه کړي.»
د ټرمپ له خوا د چهارشنبې په ورځ د اعلان شوي پلانونو له مخې، ایټالیا چې امریکا ته ډېر صادرات لري، له نورو اروپایي اتحادیې هېوادونو سره یو ځای ۲۰ سلنه تعرفه ورکوي.
ماسک چې تل یې د اروپا د ښي اړخو ګوندونو ملاتړ کړی، زیاته کړې چې هیله لري د اروپا او امریکا ترمنځ د تګ راتګ ازادي هم زیاته شي.
ماسک وویل: «زما په اند که خلک غواړي په اروپا یا شمالي امریکا کې کار وکړي، نو باید اجازه ورکړل شي چې دا کار وکړي او دا یقیناً هغه مشوره ده چې ما ولسمشر ته ورکړې ده.»
ماسک له پخوا د ایټالیا له ښي اړخې لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني او د هغې له ګوند «ورونه د ایټالیا» سره نږدې پاتې شوی دی او د دغه لیګ ملاتړ یې هم کړی دی.
"ورونه د ایټالیا" د ایټالیا ملي او ښي اړځ ګوند دی، چې د ملیت، کلتور او د ایټالیا د هویت د ساتلو لپاره کار کوي.
د ایټالیا د اقتصاد وزیر جیانکارلو جیورجېتي، چې د لیګ غړی دی د شنبې په ورځ وویل، چې حکومت غواړي له امریکا سره کړکېچ راکم کړي او له غچ اخیستونکو تعرفو څخه باید ډډه وشي.
ماسک تېره میاشت له سالوېني ځکه مننه وکړه، چې هغه ویلي و چې ایټالیا باید د سپوږمکۍ د مخابراتو سیستم لپاره د ماسک "سټارلینک" شرکت غوره کړي.
اېلان ماسک چې د نړۍ یو لوی مېلیاردر او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د متحدهایالاتو د نوې فډرالي ادارې په رامنځتهکېدو سره د دوج ادارې مشر وټاکل شو، خو سرچینې وايي چې د ټرمپ په دولت کې ګڼ شمېر کسان له ماسک څخه ناخوښه دي.

رويټرز خبري اژانس د هند د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې هند او متحده عربي امارتو د شنبې په ورځ په سریلانکا کې د انرژۍ د مرکز جوړولو موافقه کړې. د هند سمندر په دغه ټاپو کې د چین او نوي ډيلي سيالي مخ په زياتېدو ده.
د هند لومړي وزير سریلانکا ته د خپل سفر پر مهال د دریو هېوادونو سره د انرژۍ د مرکز جوړلو دغه تړون لاسلیک کړ.
رويټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ ویلي، چې د سريلانکا د ولسمشر انورا کمارا ډيسنایاکې تر ټاکل کېدو وروسته، د هند د لومړی وزير نریندا موي لومړی مشر دی، چې دغه هېواد ته سفر کوي.
نوي ډيلي د خپل سويلي ګاونډ کولمبو سره د اړیکو د پراختيا لپاره کار کړی دی او هند په ۲۰۲۲ کال کې د سریلانکا د سخت مالي بحران پر مهال له دغه هېواد سره ۴ ميليارد ډالره مالي مرسته کړې وه.
د هند، متحده عربي اماراتو او سریلانکا ترمنځ د دغه نوي تړون لاسلیک د چین او نوي ډيلي سيالي زیاته کړې، ځکه چې د چين د دولتي انرژۍ شرکت سینوپيک د سريلانکا په سویلي بندري ښار هامبنټوټا کې د ۳.۲ میليارد ډالرو په ارزښت د تیلو د تصفيې مرکز جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري په کولمبو کې خبریالانو ته وویل: « د ټرينکومالي په ستراتيژیک ښار کې د انرژۍ مرکز، چې د سریلانکا په ختيځ کې یو طبيعي بندر دی د څو محصوله پايب لاین جوړولو ته اړتيا لري او ممکن د دویم نړيوال جنګ ټانک فارم هم په کې وکارول شي.»
مسري زياته کړه: «متحده عربي امارات د انرژۍ په برخه کې د هند لپاره یو ستراتیژیک ملګری دی او له دې امله چې دا پروژه په لومړي ځل په سيمه کې تر سره کيږي یو مثالي ملګری دی. د متحده عربي اماراتو د رول په اړه به نور جزيات هغه وخت څرګند شي، کله چې د کاروبار په اړه خبرې پيل شي.»
هغه وويل، درې واړه هېوادونه به بيا هغه سوداګريزې ادارې غوره کړي چې د دې مرکز لپاره د پروژو د مالي ملاتړ او امکاناتو په اړه غور کوي.
مودي د هند د ملي حرارتي برېښنا شرکت او سریلانکا د برېښنا بورډ په ګډه پانګونه د ۱۰۰ میليونه ډالرو په ارزښت د لمريزې برېښنا پروژه هم پرانيسته.
هند او سریلانکا د دې ترڅنګ د بریښنا شبکې د نښلولو ، ډیجیټل کولو، امنیت او روغتیا په اړه هم تړونونه لاسلیک کړل.

د نیویارک ټایمز د خبر له مخې، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په هامیلټن پوهنتون کې په خپله وینا کې له امریکایي پوهنتونونو غوښتي، چې د فډرالي حکومت د هغو کړنو پر وړاندې ودریږي، چې د دوی علمي ازادي تر پښو لاندې کوي.
اوباما زیاته کړې: «که تاسو یو پوهنتون یاست، نو تاسو باید معلومه کړئ، ایا موږ واقعاً کارونه سم ترسره کوو؟ ایا موږ واقعاً له خپلو ارزښتونو، قوانینو، یا په کوم بل ډول قانون مات کړی دی؟ که نه، نو تاسو یوازې ویره لرئ، تاسو باید د دې وړتیا ولرئ چې ووایاست، ځکه له همدې امله موږ دا لوی امتیاز ترلاسه کړی دی.»
ښاغلي اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دغه هېواد پوهنتونو په لګښتونو کې د لوی کمښت ګواښ وکړ او د مارچ په میاشت کې یې د کولمبیا پوهنتون سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې قرارداد لغوه کړ.
ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې چې د پنسلوانیا پوهنتون سره یې د مرستې ۱۷۵ میلیون ډالره وځنډول وویل، چې هارورډ او د هغې له اړوندو شرکتونو سره د شاوخوا ۹ میلیارد ډالرو په جوړجاړي بیا کتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوهنتونونو پر وړاندې دغه اقدام د حکومت دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.
داسې برېښي چې ډیرې امریکایي پوهنتونونه په زیان کې دي او نه پوهېږي چې څه وکړي، خو د پرنسټن او براون پوهنتونو په ګډون د ډیرو نورو پوهنتونو مشرانو ویلي، چې که پر دوی د میلیونونو ډالرو فدرالي مرستې کمې شي نو دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي او دا به د علمي ازادۍ لپاره مبارزه وي.
د پرنسټن پوهنتون رییس کریسټوفر ایل ایسګروبر وویل، «د کولمبیا پوهنتون په نښه کول د ۱۹۵۰ لسیزې د ویرې له دورې راورسته د امریکایي پوهنتونونو لپاره تر ټولو لوی کواښ دی.»
د یادولو وړ ده چې د ګواښونو په مقابل کې په وقف باندې تکیه او پر اصولو د ودرېدو لپاره د بارک اوباما مشوره څو ورځې وړاندې د هغه د خزانې پخواني وزیر لارنس سمرز هم نویارک ټایمز ته په یوه مقاله کې تایید کړې وه.

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور یوې خبري غونډې ته ویلي، که د پاکستان مرکزي حکومت دغه ایالت ته د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې ځانګړې شوې بودجه ورنه کړي، نو د پښتونخوا له ولسونو، امنیتي ادارو او پولیسو سره یو ځای به اسلام اباد ته لاریون پیل کړي.
ښاغلي ګنډاپور ویلي، له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کیدو پر مهال ژمنه شوې وه، چې په بودجه کې به د دغه ایالت برخه زیاته شي، خو سره له دې چې اوس د دغه ایالت د نفوس هم لوړ شوی، مرکزي حکومت د بودجې له ورکړې څخه انکار کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې د اېن اېف سي ځانګړې شوې بودجه د پښتونخوا حق دی او که ورنه کړل شي، نو بیا مجبور دي، چې د مبارزې لپاره میدان ته راووځي. وزیر وویل: «موږ کمزوري نه یو، خپل حق به اخلو.»
دا لومړی ځل نه دی چې ګنډاپور د لاریون ګواښ کوي بلکې نوموړي تر دې مخکې هم څو څو ځله په اسلام اباد کې لاریونونه کړي.
وروستی ځل نوموړي د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کیدو پر ضد اسلام اباد ته لاریون کړی و، چې په کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او د تحریک انصاف ګوند د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی و.
د یاد تاوتریخوالي پر مهال د تحریک انصاف ګوند ځینې غړي وژل شوي او ټپیان شوي هم وو.
د سر وزیر په وینا، د پښتونخوا «۷۵ میلیارده پاکستانۍ روپۍ» د مرکزي حکومت د پرمختيايي پروګرام (AIP) سره پاتې دي او که دا پیسې دغه ایالت ته ورکړل شي، نو ګڼو خلکو ته به د کار موندلو زمینې برابر شي.
د ګنډاپور په خبره، له دې سره به پانګونې زیاتې شي او د ترهګرۍ په کچه کې به هم کموالی راشي.
سر وزیر دا هم وويل چې د کورمې ولسوالۍ د امنيت لپاره يې لپاره یې د امنیتي کمرو پر لګولو، د امنیتي پوستو پر جوړولو او نورو تدابیرو نږدې يو ميليارد روپۍ لګولي دي.
هغه د کورمې ولسوالۍ قومي شخړو ته په اشارې وويل: «موږ له مرکزي حکومت غوښتنه وکړه چې د ټپیانو د انتقال لپاره دې C130 الوتکه راوليږي، خو هېڅ چا راته غوږ ونه نیولو.»
علي امین ګنډاپور په دغه خبري ناسته کې په پښتونخوا کې د نا امنیو پر روان وضعیت هم څرګندونې کړي دي او په دې برخه کې یې د مرکزي حکومت پر پرېکنده اقداماتو ټینکار کړی.
د نوموړي په وینا: «زموږ خلکو د ناسم سياست له امله وسلو ته مخه کړه. د حل يوازينی لاره دا ده چې ولس سره اعتماد جوړ کړو. موږ دا کار کوو، پوليس ځواک مو پياوړی کړی، خو که له مرکزي حکومت سره رښتينې خبرې نه وشي، نتيجه به هېڅ وي.»
علي امين ګنډاپور په یاده خبري ناسته کې د افغان کډوالو د جبري ويستلو پرېکړه هم وغندله او زیاته یې کړه: «موږ په پښتونخوا کې کډوالو ته کمپونه جوړ کړي دي، هغوی هلته تر هغو پاتې کېدای شي، څو چې یې زړه وغواړي. له کمپونو هېڅوک په جبري توګه نه شي ویستلی. د افغان کډوالو په زروه ایستل انساني کار نه دی.»
نوموړي نیوکه کړې چې د ایالتي حکومت له مشرۍ سره سره یې اجازه لرله چې له عمران خان سره وګوري، خو ایله دوه میاشتې وروسته توانیدلی چې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر سره په زندان کې ملاقات وکړي.
هغه دا هم رد کړه، چې ګواکې دی د پوځ سره د خبرو لپاره ټاکل شوی. د هغه په خبره: «زه هېڅ رسمي پېغام نه لېږدوم. دا ملاقات شخصي و، ما پرې څه نه دي ويلي. دا چې نور خلک څنګه دعوه کوي چې زه د عمران خان له خوا کوم پيغام وړم راوړم خپل کار یې دی. عمران خان هېڅکله د خپلې شخصي ګټې لپاره معامله نه کوي، خو تېروتنې بايد سمی شي.»

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کیچ ولسوالۍ اړوند په بولید سیمه کې یې دوه وسلهوال د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
پوځ ویلي، دغه عملیات یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي، چې دوه وسلهوال یې له امنیتي ځواکونو سره تر مقاومت وروسته وژلي دي.
په خبرپانه کې راغلي چې وژل شوي وسلهوال په سیمه کې د قانون پلي کوونکو ادارو خلاف وسله والو فعالیتونو کې ښکېل وو.
د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ ته د خنډ کوونکو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
که څه هم د پاکستان پوځ د دغو وژل شویو وسلهوالو هویت او ډله په خبرپاڼه کې نه ده په ډاګه کړې، خو په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله واله ډله فعاله ده.
یادې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو یو شمېر موټریز کاروانونه هم په نښه کړي چې د روان زېږدیز کال له پیله یې تر ټولو لوی برید د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي ګڼل کېږي. بلوڅ ازادي غوښتونکو ادعاوې وکړې، چې د دغه برید پر مهال یې د پاکستان د امنیتي ادارو نږدې ۳۰۰ سرتېري او منسوبین تر برمته کیدو وروسته وژلي وو.
بلوچستان او پښتونخوا اوس مهال د نا امنیو له پلوه د پاکستان پوځ ته لوی سرخوږی ګڼل کېږي.
په دغو دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې هره ورځ د پاکستان د پوځي او ملکي ادارو پر ضد هره ورځ ورځ وسله وال بریدونه کوي.
د «ټي ټي پي» وسله واله ډله بیا په پښتونخوا کې فعاله ده او د دې ډلې فعالیتونه وروسته له هغې خورا چټک شول چې متحدین یې افغان طالبانو په کابل واک ترلاسه کړ.
د امنیتي چارو کارپوهان باور لري، چې پر کابل د طالبانو د واکمنۍ له کبله «ټي ټي پي» هم اوس سترګې کړې دي او د پښتونخوا ځینې سیمې یې ان په خپله ولکه کې راوستي دي.
د پاکستان حکومت بیا نیوکه کوي، چې د افغان طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته امن پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي.
پاکستاني چارواکو په ځلونو په بېلابېلو نړۍوالو ناستو او خبري غونډو کې طالبانو ته ګوته نیولې چې د افغانستان خاوره اوس مهال د دوی پر ضد کارول کېږي.
پر کابل واکمنو بیا د پاکستان دغه ادعاوې هر ځل رد کړي او نیوکې یې کړي چې پاکستان د خپل بام واورې پر دوی ور اچوي.
د طالبانو ویاند لا پاکستان ته دا هم ویلي، چې پر دوی دې د نیوکو پر ځای خپلو کمزورو او امنیتي ناکامیو ته متوجه شي. افغان طالبان «ټي ټي پي» او نورې وسله والې ډلې د پاکستان داخلي مسله بولي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو وروستي امنیتي راپور کې هم په ډاګه شوې چې افغانستان اوس مهال د طالبانو تر سیورې لاندې د القاعده شبکې په ګډون د «ټي ټي پي» او نورو وسله والو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی او هلته یې پناه ځایونه هم ترلاسه کړي دي.