• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بارک اوباما: د فډرالي حکومت د کړنو په وړاندې ودرېږئ او له علمي ازادۍ ساتنه وکړئ

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د نیویارک ټایمز د خبر له مخې، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په هامیلټن پوهنتون کې په خپله وینا کې له امریکایي پوهنتونونو غوښتي، چې د فډرالي حکومت د هغو کړنو پر وړاندې ودریږي، چې د دوی علمي ازادي تر پښو لاندې کوي.

اوباما زیاته کړې: «که تاسو یو پوهنتون یاست، نو تاسو باید معلومه کړئ، ایا موږ واقعاً کارونه سم ترسره کوو؟ ایا موږ واقعاً له خپلو ارزښتونو، قوانینو، یا په کوم بل ډول قانون مات کړی دی؟ که نه، نو تاسو یوازې ویره لرئ، تاسو باید د دې وړتیا ولرئ چې ووایاست، ځکه له همدې امله موږ دا لوی امتیاز ترلاسه کړی دی.»

ښاغلي اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دغه هېواد پوهنتونو په لګښتونو کې د لوی کمښت ګواښ وکړ او د مارچ په میاشت کې یې د کولمبیا پوهنتون سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې قرارداد لغوه کړ.

ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې چې د پنسلوانیا پوهنتون سره یې د مرستې ۱۷۵ میلیون ډالره وځنډول وویل، چې هارورډ او د هغې له اړوندو شرکتونو سره د شاوخوا ۹ میلیارد ډالرو په جوړجاړي بیا کتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوهنتونونو پر وړاندې دغه اقدام د حکومت دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.

داسې برېښي چې ډیرې امریکایي پوهنتونونه په زیان کې دي او نه پوهېږي چې څه وکړي، خو د پرنسټن او براون پوهنتونو په ګډون د ډیرو نورو پوهنتونو مشرانو ویلي، چې که پر دوی د میلیونونو ډالرو فدرالي مرستې کمې شي نو دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي او دا به د علمي ازادۍ لپاره مبارزه وي.

د پرنسټن پوهنتون رییس کریسټوفر ایل ایسګروبر وویل، «د کولمبیا پوهنتون په نښه کول د ۱۹۵۰ لسیزې د ویرې له دورې راورسته د امریکایي پوهنتونونو لپاره تر ټولو لوی کواښ دی.»

د یادولو وړ ده چې د ګواښونو په مقابل کې په وقف باندې تکیه او پر اصولو د ودرېدو لپاره د بارک اوباما مشوره څو ورځې وړاندې د هغه د خزانې پخواني وزیر لارنس سمرز هم نویارک ټایمز ته په یوه مقاله کې تایید کړې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

علي امین ګنډاپور: که حکومت د پښتونخوا حق رانه کړي اسلام اباد ته په لاریون ورځو

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۲۶ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور یوې خبري غونډې ته ویلي، که د پاکستان مرکزي حکومت دغه ایالت ته د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې ځانګړې شوې بودجه ورنه کړي، نو د پښتونخوا له ولسونو، امنیتي ادارو او پولیسو سره یو ځای به اسلام اباد ته لاریون پیل کړي.

ښاغلي ګنډاپور ویلي، له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کیدو پر مهال ژمنه شوې وه، چې په بودجه کې به د دغه ایالت برخه زیاته شي، خو سره له دې چې اوس د دغه ایالت د نفوس هم لوړ شوی، مرکزي حکومت د بودجې له ورکړې څخه انکار کوي. 

هغه ټینګار وکړ، چې د اېن اېف سي ځانګړې شوې بودجه د پښتونخوا حق دی او که ورنه کړل شي،‌ نو بیا مجبور دي، چې د مبارزې لپاره میدان ته راووځي. وزیر وویل: «موږ کمزوري نه یو، خپل حق به اخلو.»

دا لومړی ځل نه دی چې ګنډاپور د لاریون ګواښ کوي بلکې نوموړي تر دې مخکې هم څو څو ځله په اسلام اباد کې لاریونونه کړي.

وروستی ځل نوموړي د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کیدو پر ضد اسلام اباد ته لاریون کړی و، چې په کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او د تحریک انصاف ګوند د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی و.

د یاد تاوتریخوالي پر مهال د تحریک انصاف ګوند ځینې غړي وژل شوي او ټپیان شوي هم وو.

د سر وزیر په وینا، د پښتونخوا «۷۵ میلیارده پاکستانۍ روپۍ» د مرکزي حکومت د پرمختيايي پروګرام (AIP) سره پاتې دي او که دا پیسې دغه ایالت ته ورکړل شي، نو ګڼو خلکو ته به د کار موندلو زمینې برابر شي.

د ګنډاپور په خبره، له دې سره به پانګونې زیاتې شي او د ترهګرۍ په کچه کې به هم کموالی راشي.

سر وزیر دا هم وويل چې د کورمې ولسوالۍ د امنيت لپاره يې لپاره یې د امنیتي کمرو پر لګولو، د امنیتي پوستو پر جوړولو او نورو تدابیرو نږدې يو ميليارد روپۍ لګولي دي.

هغه د کورمې ولسوالۍ قومي شخړو ته په اشارې وويل: «موږ له مرکزي حکومت غوښتنه وکړه چې د ټپیانو د انتقال لپاره دې C130 الوتکه راوليږي، خو هېڅ چا راته غوږ ونه نیولو.»

علي امین ګنډاپور په دغه خبري ناسته کې په پښتونخوا کې د نا امنیو پر روان وضعیت هم څرګندونې کړي دي او په دې برخه کې یې د مرکزي حکومت پر پرېکنده اقداماتو ټینکار کړی.

د نوموړي په وینا: «زموږ خلکو د ناسم سياست له امله وسلو ته مخه کړه. د حل يوازينی لاره دا ده چې ولس سره اعتماد جوړ کړو. موږ دا کار کوو، پوليس ځواک مو پياوړی کړی، خو که له مرکزي حکومت سره رښتينې خبرې نه وشي، نتيجه به هېڅ وي.»

علي امين ګنډاپور په یاده خبري ناسته کې د افغان کډوالو د جبري ويستلو پرېکړه هم وغندله او زیاته یې کړه: «موږ په پښتونخوا کې کډوالو ته کمپونه جوړ کړي دي، هغوی هلته تر هغو پاتې کېدای شي، څو چې یې زړه وغواړي. له کمپونو هېڅوک په جبري توګه نه شي ویستلی. د افغان کډوالو په زروه ایستل انساني کار نه دی.»

نوموړي نیوکه کړې چې د ایالتي حکومت له مشرۍ سره سره یې اجازه لرله چې له عمران خان سره وګوري،‌ خو ایله دوه میاشتې وروسته توانیدلی چې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر سره په زندان کې ملاقات وکړي.

هغه دا هم رد کړه، چې ګواکې دی د پوځ سره د خبرو لپاره ټاکل شوی. د هغه په خبره: «زه هېڅ رسمي پېغام نه لېږدوم. دا ملاقات شخصي و، ما پرې څه نه دي ويلي. دا چې نور خلک څنګه دعوه کوي چې زه د عمران خان له خوا کوم پيغام وړم راوړم خپل کار یې دی. عمران خان هېڅکله د خپلې شخصي ګټې لپاره معامله نه کوي، خو تېروتنې بايد سمی شي.»

د پاکستان پوځ: بلوچستان کې مو د عملیاتو پر مهال دوه وسله‌وال وژلي دي

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د‌ پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کیچ ولسوالۍ اړوند په بولید سیمه کې یې دوه وسله‌وال د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.

پوځ ویلي، دغه عملیات یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي، چې دوه وسله‌وال یې له امنیتي ځواکونو سره تر مقاومت وروسته وژلي دي.

په خبرپانه کې راغلي چې وژل شوي وسله‌وال په سیمه کې د قانون پلي کوونکو ادارو خلاف وسله والو فعالیتونو کې ښکېل وو.

د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ ته د خنډ کوونکو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

که څه هم د پاکستان پوځ د دغو وژل شویو وسله‌والو هویت او ډله په خبرپاڼه کې نه ده په ډاګه کړې،‌ خو په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله واله ډله فعاله ده.

یادې ډلې په دې وروستیو کې د‌ پاکستاني پوځیانو یو شمېر موټریز کاروانونه هم په نښه کړي چې د روان زېږدیز کال له پیله یې تر ټولو لوی برید د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي ګڼل کېږي. بلوڅ ازادي غوښتونکو ادعاوې وکړې، چې د دغه برید پر مهال یې د‌ پاکستان د امنیتي ادارو نږدې ۳۰۰ سرتېري او منسوبین تر برمته کیدو وروسته وژلي وو.

بلوچستان او پښتونخوا اوس مهال د نا امنیو له پلوه د‌ پاکستان پوځ ته لوی سرخوږی ګڼل کېږي.

په دغو دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې هره ورځ د پاکستان د پوځي او ملکي ادارو پر ضد هره ورځ ورځ وسله وال بریدونه کوي.

د «ټي ټي پي» وسله واله ډله بیا په پښتونخوا کې فعاله ده او د دې ډلې فعالیتونه وروسته له هغې خورا چټک شول چې متحدین یې افغان طالبانو په کابل واک ترلاسه کړ.

د امنیتي چارو کارپوهان باور لري، چې پر کابل د طالبانو د واکمنۍ له کبله «ټي ټي پي» هم اوس سترګې کړې دي او د پښتونخوا ځینې سیمې یې ان په خپله ولکه کې راوستي دي.
د پاکستان حکومت بیا نیوکه کوي، چې د افغان طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته امن پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي.

پاکستاني چارواکو په ځلونو په بېلابېلو نړۍوالو ناستو او خبري غونډو کې طالبانو ته ګوته نیولې چې د افغانستان خاوره اوس مهال د دوی پر ضد کارول کېږي.

پر کابل واکمنو بیا د پاکستان دغه ادعاوې هر ځل رد کړي او نیوکې یې کړي چې پاکستان د خپل بام واورې پر دوی ور اچوي.

د طالبانو ویاند لا پاکستان ته دا هم ویلي، چې پر دوی دې د نیوکو پر ځای خپلو کمزورو او امنیتي ناکامیو ته متوجه شي. افغان طالبان «ټي ټي پي» او نورې وسله والې ډلې د پاکستان داخلي مسله بولي.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو وروستي امنیتي راپور کې هم په ډاګه شوې چې افغانستان اوس مهال د طالبانو تر سیورې لاندې د القاعده شبکې په ګډون د «ټي ټي پي» او نورو وسله والو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی او هلته یې پناه ځایونه هم ترلاسه کړي دي.

ملګري ملتونه: په غزه کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوړي

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۱

په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستو او کار اداره وایي، چې په غزه کې د جګړې له امله هره ورځ لږ تر لږه د ۱۰۰ ماشومانو د وژل کېدو یا ټپي کېدو راپورونه ترلاسه کوي. دغه اداره وايي، جګړې په غزه کې د ځوانانو او ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

همدا راز د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) وایي، چې په غزه کې د برېدونو بیا پیل (مارچ ۱۸ مې) وروسته هر ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان وژل کېږي او یا هم ټپیان کېږي.

یونیسف وایي، د جګړې بیا پیلولو ماشومان لوټ کړي او غزه یې د ماشومانو لپاره په «سره ځمکه» بدله کړې، چې دا پر ګډ انسانیت یو تور داغ دی.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په ښکېلو لوریو غږ کړی، چې بیا دې اوربند پیل کړي او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ پلمه په نړۍ کې د ماشومانو وژل نه توجیه کوي.

د راپورونو له مخې په غزه کې د جګړې له پیل راهيسې په ۱۸ میاشتو کې ۱۵۰۰۰ ماشومان وژل شوي دي.

د یادولو وړ ده، د مارچ له ۱۸مې نیټې راهیسې، چې له دوه اونیو زیاته موده کېږي، اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې د هوا، ځمکې او سمندر له لارې بمبارۍ زیاتې کړي او ځمکني عملیات یې پراخ کړي، چې په پایله کې یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي، او ملکي زیربناوې ویجاړوې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) مرستیال ویاند جینس لیرک وویل، هغه څه چې موږ یې په غزه کې شاهدان یو «د انساني ژوند او کرامت نه په پام کې نیول او د جګړې پرمهال د ظالمانه جرمونو نښه ده.»

روسیې د اوکراین کریمیا ښار په توغندیو ویشتی او ۶۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د کریمیا چارواکو خبر ورکړی، چې روسیې د اپریل په څلورمه د دنیپروپیټروسک اوبلاست په کریوی ریح باندې د بالستیک توغندیو برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۶ کسان پکې وژل شوي او تر ۵۰ ډیر یې ټپیان کړي دي. په مړو شویو او ټپيانو کې ماشومان هم شته.

د کریوی ریح د نظامي ادارې مشر اولیکسندر ویلکول په وینا، دغه برید د استوګنې په ځایونو شوی، چې ودانۍ یې سوځولي او سخت زیان یې اړولی دی.

نیپروپیټروسک اوبلاست والي سیرهي لیساک رسنیو ته ویلي، چې برید د عامو خلکو استوګنې ځایونو او د ماشومانو د لوبو میدانونو ته نږدې شوی، چې په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دغه برید له امله ۳۰ کسان روغتون کې بستر شوي چې یو پکې د درې میاشتو ماشوم دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه برید په اړه ویلي: "د روسیې بریدونه هره ورځ کیږي. هره ورځ خلک وژل کیږي. بریدونه دوام لري، روسیه اوربند نه غواړي او موږ یې وینو. ټوله نړۍ یې ویني."

کریوی ریح د زیلینسکي پلرنی ټاټوبی دی، چې د روسیې د توغندیزو بریدونو دوامداره هدف دی، دا ښار نږدې شپږنیم لکه نفوذ لري، د نیپروپیټروسک اوبلاست دویم لوی ښار دی او د جګړې لومړۍ کرښې څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پورت دی.

روسیې د اوربند د خبرو لپاره د امریکا له هڅو سره - سره په اوکراین کې د توغندیو او ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی. کییف استدلال کوي چې پر ملکي سیمو د مسکو بریدونه ښيي چې د سولې په اړه جدي نه دی.

یاده دې وي، چې کرملین د مارچ په ۱۱ په جده کې د متحده ایالاتو او اوکراین له خوا د ۳۰ ورځني اوربند موافقه رد کړه او یوازې د انرژۍ زېربنا او په تور سمندر کې د بریدونو لپاره د محدود اوربند موافقه یې وکړه.

اوکراین لا دمخه روسیه تورنه کړې چې د انرژۍ زېربناو له اوربند څخه سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې د تور سمندرګي د اوربند راتلونکی ناڅرګند دی، ځکه چې مسکو د لویدیځ د بندیزونو له لرې کولو سره د هغې پلي کول تړلي دي.

د امریکا جګپوړی جنرال د امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه سعودي عربستان ته تللی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ لوی درستیز د جمعې په شپه دغه هېواد ته سفر کړی چې له جګپوړو پوځي چارواکو او جنرالانو سره وګوري.

د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر جنرال ایریک کوریلا د لوى درستيز جنرال فياض الرويلي او نورو چارواکو سره د دوه اړخيزو امنيتي اړيکو د پياوړتيا پر لارو چارو خبرې وکړي.

کوریلا، چې په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد د امریکا د هوایي بریدونو د کمپاین مشري کوي، ټاکل شوې د دې میاشتې په وروستیو کې خپله درې کلنه دوره بشپړه کړي. دا لا څرګنده نه ده چې څوک به د هغه ځای ونیسي.

د امریکا لوی درستیز د دې کال په پیل کې د پنټاګون په غونډه کې د سعودي عربستان امنیت ته د واشنګټن ژمنې یو ځل بیا تایید کړې.

د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال اډمي کریس ګریډي په واشنګټن کې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت او شهزاده خالد بن سلمان تر منځ له لیدنې وروسته الرویلی سره وکتل.

دواړو ژمنه کړې وه، چې خپلې اړیکې ژورې او پراخې کړي. په داسې حال کې چې هیګسیت د ټرمپ ژمنه تایید کړه چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا مخه به ونیسي او د حوثیانو د وړتیاوو په له منځه وړلو کې له شریکانو سره کار وکړي چې سیمه ییز امنیت او سوداګري له ګواښ څخه وژغوري.